تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۱۰ مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة) حضرت ابوذر (رض) تر ځمكې په اسمانو كې ښه پېژندل شوى “محمده! پر هغه خداى قسم، چې ته يې پېغمبر كړى، يې ابوذر تر ځمكې په اسمانو كې ډېر پېژندل شوى دى . […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۱۰ مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة)

حضرت ابوذر (رض) تر ځمكې په اسمانو كې ښه پېژندل شوى

“محمده! پر هغه خداى قسم، چې ته يې پېغمبر كړى، يې ابوذر تر ځمكې په اسمانو كې ډېر پېژندل شوى دى . (حضرت جبرائيل امین )

عربي ټبرې ورځ پر ورځ، ډلې ډلې مسلمانېدل، د اسلام د لمر وړانګې د عربستان پر ټول ټاپو لګېدلې وې،پېغمبراکرم(ص) خپل استازي د زكات او مالياتو د راټولولو لپاره سيمو ته لېږلي ول،د مسلمانانو په ژوند كې ښكاره بدلونونه راغلي ول؛وږي ماړه شوي او له بېوزلۍ او تنګلاسۍ خلاص شوي ول او خلك د حلالو شتمنيو خاوندان شوي ول؛خو حضرت ابوذر(رض)هماغسې ساده او د زهد ژوند درلود،چې خواړه يې يوازې اوربشينه (روټه) وه.

يوه ورځ حضرت ابوذر(رض) ” ربذې” ته ولاړ او څه وخت پاتې شو، چې مدينې ته راستون شو؛نو نېغ د خپل حبيب (پېغمبراکرم) كور ته  ولاړ او په څنګ كې يې چوپ كېناست .

پېغمبراکرم(ص) : ابوذره!

ابوذر(رض) هماغسې غلى ناست و او سر يې ځوړند نيولى و او د پېغمبراکرم (ص) ځواب يې ور نه کړ.

پېغمبراکرم(ص): ابوذره! مور دې سر ته كېنه!

ابوذر(رض): (په شرم او حيا سره ) پاك نه يم.

پېغمبراکرم(ص) يوې مينځې ته غږ كړ: اوبه راووړه!

ابوذر(رض) اوبه واخستې او غسل يې وكړ؛راغى او سلام يې واچاوه

 پېغمبراکرم(ص) ورته وويل : كه شل كاله هم اوبه نه وي؛نو خاوره خو شته (تيمم وكړه) او چې اوبه دې  پېدا كړې؛نو غسل وكړه.

پېغمبراکرم(ص) ابوذر(رض)ته نصيحت كاوه او هغه هم د زړه په غوږو اورېده،چې د زكات راټولولو مامور [ابن ليتيه (رض)] راغى او څه يې،چې راووړي ول، دوه برخې كړل او ويې ويل: دا ستا برخه او دا نوره خلكو ماته راكړې ده. په دې خبره د پېغمبراکرم (ص) څېره سره شوه.ابوذر(رض) هم،چې د پېغمبراکرم (ص)حالت وليد، سړي ته يې وويل : څنګه خلكو دا برخه دركړې؟ پېغمبراکرم(ص) غوسه خلكو ته مخ كړ او و يې ويل : ما د يوې دندې د سرته رسولو لپاره له تاسې يو لېږلى و؛ نو چې راغى وايي : دا ستا برخه او دا بله خلكو ماته راكړې . قسم پر هغه خداى،چې ژوند مې يې په لاس كې دى،چاچې د خلكو مال وخوړ د قيامت پر ورځ به هماغه مال (غوا، غويي، ګډه ، پټى…….) د هغه پر سر سپور وي او چغې به وهي او د محشر ميدان ته به راوستل شي .

 ابن ليتيه(رض)څه چې د ځان لپاره بېل كړي ول، بېرته پېغمبراکرم (ص) ته وركړل . ابوذر(رض) ورته وويل : اوس دې د سړيتوب كار وكړ. ابن ليتيه(رض): زه ناپوهه وم او………

ابن ليتيه(رض) له خجالته سرټيټ نيولى و او له شرمه يې پر تندي خولې روانې وې، چې ابوذر(رض) ورته وويل : مه خپه کېږه! په دې پوه شه، چې دنيا د هغو كور دى،چې كور نه لري او د هغو مال دى، چې مال نه لري او هغوى په دنيا پسې هڅې كوي،چې ايمان نه لري ؛ ځه خېر دى، ولاړ شه او له پېغمبراکرم (ص) بښنه وغواړه.

ابن ليتيه(رض)راغى او له پېغمبراکرم(ص)يې بښنه وغوښتنه،چې پېغمبر اکرم(ص)ورته وويل:خداى وايي :”تاسې ټول ګناهكاران ياست؛ خو هغوى چې ما بښلي؛نو له ما بښنه وغواړئ، چې و مو بښم او څوك چې د بښنې په باب زما پر وس پوهېږي او له ما بښنه غواړي، زه يې هم بښم او زه د چا پروا نه لرم،تاسې ټول بې لارې ياست؛خوهغوى چې لار يې موندلې وي، تاسې ټول فقيران ياست؛ خو هغوى چې ما غني او شتمن كړي دي،له ما يې وغواړئ، چې در يې كړم”. پېغمبراکرم (ص) پاڅېد او ولاړ او د خلكو تر منځ شور زوږ شو.

ابوذر(رض) په جومات كې پاتې شو او خلك يې د خداى دين ته رابلل او په خبرو كې يې هغه كسان رټل،چې په فاني دنيا پسې هلې ځلې كوي او هغه خلك يې ستايل،چې په خپلو مالونو كې يې د فقيرانو،يتيمانو او بېوزليو برخه كوله او هغوى ته يې د جنت وعدې وركولې .

تر خبرو وروسته  خلك خپاره شول . ابوذر(رض) هم كور ته روان شو. په لار كې يې پېغمبراکرم(ص) وليد،چې يو سړى ورسره روان و او هغه جبرائيل و،چې ځان يې د خادم په بڼه كړى و. ابوذر(رض) بې له دې چې پرې سلام واچاوي تېر شو.

 حضرت جبرائيل امین : دا ابوذر (رض) و، كه سلام يې اچولى واى،يو څو خبرې به مې ورسره كړې واى .

 حضرت محمد(ص) : هغه له څه پېژنې؟

حضرت جبرائيل امین : پر هغه خداى قسم،چې ته يې پر حقه پېغمبر كړى يې، ابوذر تر ځمكې په اسمانو كې ډېر مشهور دى .

حضرت محمد (ص) : څه شي هغه دې مقام ته رسولى دى؟

  حضرت جبرائيل امین : تقوا، زهد او پرهيزګارۍ!

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!