تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَصُوحًا عَسَى رَبُّكُمْ أَنْ يُكَفِّرَ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيُدْخِلَكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ يَوْمَ لَا يُخْزِي اللَّهُ النَّبِيَّ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ نُورُهُمْ يَسْعَى بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَتْمِمْ لَنَا نُورَنَا وَاغْفِرْ لَنَا إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿ تحریم/ ۸﴾ = […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَصُوحًا عَسَى رَبُّكُمْ أَنْ يُكَفِّرَ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيُدْخِلَكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ يَوْمَ لَا يُخْزِي اللَّهُ النَّبِيَّ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ نُورُهُمْ يَسْعَى بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَتْمِمْ لَنَا نُورَنَا وَاغْفِرْ لَنَا إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿ تحریم/ ۸﴾ = مؤمنانو! الله ته نږه توبه وكاږئ، هيله ده پالونكى مو (په دې كار) ګناهونه درنه ورژوي او داسې (جنتي) باغونو ته مو ورننباسي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي. پر هغه ورځ الله (خپل) پېغمبر او هغوى چې ورسره یې ايمان راوړى، نه خواروي؛ رڼاګانې به يې مخې مخې او ښۍ غاړو ته ځغلي (او) وايي (به): ((پالونكيه! رڼا مو راپوره كړه او ومو بښه! (ځكه) چې ته د هر څه وس لرې .))

 الله ته د زړه له كومي توبه وكاږئ

خداى د همدې سورت په مخكې آيتونو كې مؤمنانو ته امر كړی، چې ځان او خپله كورنۍ د دوزخ له اوره وژغورئ او په دې آيت كې، د دوزخ له اوره د ژغورنې لار ورښيي.

 د ژغورنې لومړى ګام، له ګناه توبه ده؛ هغه توبه، چې له هر پلوه نږه وي او محرك يې، د خداى فرمان او له ګناه ډار وي او نه يې له ټوليزو او دنيوي اثارو ډار؛ هغه توبه، چې همېش انسان له ګناه جلا كوي او راستنېدا پكې نه وي.

پوهېږو، د توبې حقيقت، له ګناه لیپخوري – پښېماني ده، چې لازمه یې په ګانده -راتلونکي كې پرېښوولو ته هوډ نيول دي، همداراز د هغه څه سکېنده – جبران، چې جبرانېداى شي.

د استغفار ويل هم همدا مانا څرګندوي. په دې توګه د توبې اركان پينځه څيزونه دي:

 د ګناه پرېښوول

پښېماني

 په ګانده كې يې د پرېښوولو هوډ،

 د تېر جبرانول

بښنه غوښتل. (نمونه، 24: 289 مخ)

په يو روايت كې لولو، د پېغمبر (ص) يو يار وپوښتل: رسول الله (ص)! نږه توبه څه ده؟ ويې ويل: ((داده، چې بنده له كړې ګناه لیپخور – پښېمانه شي؛ نو له خدايه عذر وغواړي او بيا هغه ګناه ونكړي؛ لكه چې (رول شوي) شيدې تي ته نه ورستنېږي)). (الميزان، 19: 357 مخ)

 دا لطيف تعبير، ددې واقعيت څرګندوونكى دى، چې نصوح توبه په انسان كې داسې اوښتون – انقلاب رادبره كوي، چې يو مخې تېرو ته ورستنېدا ورباندې بندوي.

 ډېر ليدل كېږي، له انسانه څه ښويېدنې كېږي، كه د ستنېدا ورونه پرې وروتړل شي، نهيلېږي او همېش له لارې پاتېږي؛ نو ځكه د اسلام په روزنيز ښوونځي كې، توبه ډېر با اهميته روزنيز آر دى؛ نو ځكه قرآن ټول ګناهګاران رابولي، چې د ځان سمونې او د تېرو  سکېندې- جبران ته، په دې وره ورننوځي.

 امام سجاد په ((تائبين)) مناجات كې د خداى په درشل كې وايي: (( زما خدايه! ته هغه يې چې د خپلو بندګانو پر مخ دې د خپلې بښنې ور پرانستى دى او نامه دې توبه پرې ايښودې ده او تا ويلي دي: ((خداى ته توبه وكاږئ، نږه توبه))؛ نو د هغوى عذر به څه وي، چې ددې ور تر پرانستل كېدو روسته، له ورننووتو يې غافل شوي دي؟!)). (نمونه، 24: 295 مخ.)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!