تبلیغات

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ انسان يوازې د خدای په محضر کې ډاډ مومي صدر المتألهين د واقعې سورت د لومړي او دويم آيت « إِذَا وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُ لَيْسَ لِوَقْعَتِهَا كَاذِبَةٌ»په تفسير کې وايي،عامي مفسرانو ګڼلې چې يوه ورځ به دا قيامت پېښ شي؛ خو د واقع وينو په سترګو کې قيامت همدا اوس پېښ شوی […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

انسان يوازې د خدای په محضر کې ډاډ مومي

صدر المتألهين د واقعې سورت د لومړي او دويم آيت « إِذَا وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُ لَيْسَ لِوَقْعَتِهَا كَاذِبَةٌ»په تفسير کې وايي،عامي مفسرانو ګڼلې چې يوه ورځ به دا قيامت پېښ شي؛ خو د واقع وينو په سترګو کې قيامت همدا اوس پېښ شوی دی او له آره تل قيامت دی.[1]

حیواني ډاډ او ارامي، د هغو کسانو غفلت راولاړوونکې آرامي ده چې په دنيا کې په پټو سترګو ژوند کوي؛ يعنې تر اوسه يې قيامت جوړ شوی نه دی. ايا شونې ده د چا چې قيامت جوړ شي او سترګې يې په اندېښنه د دنيا هر څه ويني او بيا هم د څاروي په څېر ارام وي. په همدې دليل يوازې يو ارامځای شته ا و دا د خدای غېږ ده.

أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ (رعد/۲۸) = يوازې د الله په يادولو (د مؤمنانو) زړونه ډاډ مومي.

 خدای بشر پر خپل حال نه پرېږدي

يو لويي حقيقت شته او هغه دا چې له خدای سره راګېر يو، موږ نه پرېږدي. هر خوا چې مخ کړو، هغه هلته دی. نه يوازې دا چې ويني مو؛ بلکې مينه راسره کوي، راباندې غوسه کېږي، دعا مو اوري، توبه مو قبلوي، امر و نهې راته کوي، پېغمبر رالېږي، روزي راکوي، ان چل ول راسره کوي (يَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللَّهُ ، يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ ، وَأُمْلِي لَهُمْ إِنَّ كَيْدِي مَتِينٌ) يعنې په هيڅ ډول موږ پر خپل حال نه پرېږدي. ډېر مو په فکر کې دی. د چارې يوازېنی لار دا ده چې موږ يې هم ووينو، حضور او څارنه يې حس کړو او پوه شو چې مېلمانه يې يو او پر دسترخوان يې ناست يو او بايد سبا يې ځوابوونکي اوسو، دغسې دوه اړخيزه اړيکه به موږ واړووي، نوي انسانان به شو او په نوی نړۍ کې به واوسېږو.

 د انبياوو د ښوونو له مخې بشر د باري تعالی په اجازه خبرې ورسره کړای شي

هو، دا نړۍ ويښې او ليدونکې سترګې لري؛ خو دا د مهربان خدای سترګې دي، نه د شرير شيطان. د دې ملک له مالک خدای سره اړيکه، ډاډمني راوړي.

دا سريزه په ډاګه کوي چې ولې ديني مشرانو له خدای سره مينې او دعا لپاره په ټينګه سپارښتنې کولې؟ په حقيقت کې که خدای د خپلې بلنې اجازه راکړې نه وای، هيچا جرأت نه کاوه چې خبرې ورسره وکړي. کوم خدای چې حکيمانو او فيلسوفانو را ښوولی، ډېر محتشم او بادبدبه خدای دی چې بیخي د خپلو مخلوقاتو په فکر کې نه دی. پېِغمبرا نو (نه فيلسوفانو) راښوولي چې خدای بللای شو او بلکې په خپله يې د دې کار اجازه راکړې ده:

اذکرونی اګر نفرمودی

زهره نام او کرا بودی[2]

که اجازه يې نه وای او امر يې نه کاوه چې ياد مې کړئ، په هيڅ زړه کې يې د يادولو جرأت نه پيدا کېده.

علي (ک) خپل زوی امام حسن ته وايي :

وَ اعْلَمْ أَنَّ الَّذِي بِيَدِهِ خَزَائِنُ السَّمَاوَاتِ وَ الْأَرْضِ قَدْ أَذِنَ لَكَ فِي الدُّعَاءِ وَ تَكَفَّلَ لَكَ بِالْإِجَابَةِ وَ أَمَرَكَ أَنْ تَسْأَلَهُ لِيُعْطِيَكَ وَ تَسْتَرْحِمَهُ لِيَرْحَمَكَ وَ لَمْ يَجْعَلْ بَيْنَكَ وَ بَيْنَهُ مَنْ يَحْجُبُكَ عَنْهُ وَ لَمْ يُلْجِئْكَ إِلَى مَنْ يَشْفَعُ لَكَ إِلَيْهِ :

  پوه شه!هغه خداى اجازه درکړې او منل يې پر خپله غاړه اخستي، چې د اسمان او ځمکې زېرمې ورسره دي؛ امر يې کړى، چې و يې غواړې، چې در يې کړي. بښنه ترې وغواړې،چې و دې بښي او خداى څوک د ځان اوستا ترمنځ کېنولى نه دى، چې ترمنځ مو واټن او پرده وي او نه يې اړ کړى، چې څوک دې سپارښتنه ورته وکړي.

 دا چې دلته علي (ک) خپل ګران زوی ته وايي، هغه خدای چې اسمانونه او ځمکې يې په واک کې دي اجازه يې ورکړې چې ويې بلې او ضمانت يې کړی چې دعا دې قبوله کړي، د يو لويی حقيقت څرګندونه ده.

که دغسې اجازه مو نه درلوده کله پوهېدای شو، دغسې يو کار ميسر دی او دغسې دعاګانې به قبولې شي. البته دا اجازه يوازې ژبنۍ اجازه نه ده؛ يعنې داسې نه ده چې الهي پېغمبرانو د خدای له لوري خبرې کړی يو، چې خدای ته د دعا اجازه لرئ او دا څه ګناه نه ده او نه پرې غوسه کېږي. په رښتینه کې د خدای دا اجازه هغه جوړښت دی چې د انسانانو ارواوو ته يې ورکړی دی.

که نړۍ ته په يوې موخې قايل اوسو او د خدای کړ (فعل) هسې او عبث ونه ګڼو، دا استنتاجات او پايلې اخستنې پوره روا دي. که خدای لاسونه او پښې راکړي؛ يعنې، په چارو کې يې د تصرف اجازه راکړی، که د هاضمې جهاز يې راکړی، د خوراک د خوړو اجازه يې هم راکړې ؛ نو د تکوين په نړۍ کې د خدای اجازه پلې شوې ده:

خواجه چون بیلی به دست بنده داد

بی زبان معلوم شد او را مُراد

دستِ همچون بیل اشارتهای اوست

آخراندیشی عبارتهای اوست

(مثنوی، لومړی دفتر،۶- ۹۳۵)

 که يو ارباب خپل رعيت ته يوم (بېل) ورکوي، معلومه ده چې د يوم وهلو اجازه يې ورکړې ده. همدا لاس و پښې چې خدای راکړي، د هغه بېل او کُلنګ په څېر دي چې يو ارباب يې خپل رعيت ته ورکوي؛ يعنې د دې وزليو د کارولو او ترې د ګټې اخستو اجازه يې ورکړې ده.

کوم جهازات چې زموږ په واک کې دي، يوازې بدني جهازات نه دي؛ موږ اروايي اندامونه او غړي هم لرو؛ غرايز، استعدادونه، وړتياوې او د اندنې او عقل کارونې وس چې خدای راکړی زموږ د روح د غړيو په توګه دي او د دې نښه ده چې خدای يې د کارولو اجازه راکړې ده. له آره راکړه يې ورڅخه د ګټنې له اجازې سره مساوي ده.

پر همدې قياس او پرتلنې، انسان که له خدای سره انس نيوای شي او ورسره په ملګرتوب ارامېږي، که ورسره په خبرو کې خپله ورکه پيدا کوي او په خپل ځان کې صفای خاطر مومي؛ نو دا خپلو بندګانو ته د خدای عين اجازه ده چې خدای وبلي او ورسره د ناستې غوښتونکی وي.

 نو دلته علي (ک) خپل زوی ته دوه څېزونه ورزده کوي: يو دا چې پېغمبرانو ابلاغ کړې چې دغسې يوه اجازه شته، دويم کله چې دغسې يوه اجازه وي او اغېز يې د خپلې هستۍ په وجود کې مومي؛ نو له دې ښې اجازې ګټنه وکړه، مه يې ځنډوه او شنډه يې مه پرېږده؛ ځکه دا اجازه يو حکمت لري او ګټنه ترې انسان مطلوبو موخو ته وررسوي چې څوک د خوږو اوبو له سمندره  باخبر دی او په واک کې يې هم دی او د څښلو اجازه يې هم ورکړې ده او دا هم اوبو ته اړتيا لري؛ نو ولې ځان نه خړوبوي؟

[1] – وګورې مفاتيح الغيب، ۶۳۷ مخ، د محمد خواجوي سمونه.

[2] – په مثنوي کې همدې بيت ته ورنژدې دا بیت دی:

 اين دعا تو امر کردی ز ابتدا

ور نه خاکی را چه زهره این بُدی

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!