تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ دين، بشر د دنيوي نعمتونو ډېر لګښت ته نه هڅوي په اوسني وخت کې ډېر غوښتنه او له طبيعته ډېره ګټه اخستنه د يو آر او ارزښت په توګه دودېږي، حال دا چې د هستۍ په نظام کې له اندازې ډېر د نعمتونو د لګښت جواز نلرو. يوازې اجازه لرو د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

دين، بشر د دنيوي نعمتونو ډېر لګښت ته نه هڅوي

په اوسني وخت کې ډېر غوښتنه او له طبيعته ډېره ګټه اخستنه د يو آر او ارزښت په توګه دودېږي، حال دا چې د هستۍ په نظام کې له اندازې ډېر د نعمتونو د لګښت جواز نلرو. يوازې اجازه لرو د بسيايينې تر بريده ګټنه ترې وکړو. البته د دين له نظره ډېره اخستنه ترې منع شوې نه ده؛ خو نه منع کول له سپارښتنې او هڅونې سره توپیر لري. څه چې نن وينو ټينګه هڅونه ده او ان د فضيلت کچه همدا ډېر لګښت او مصرف دی، ته وا دا دنيا پيدا شوی چې انسان ښه وروي او تش پوک یا تفاله ترې پاتې شي.

په دې آر ګروهه، زموږ د پېر فلسفه شوې ده؛ خو  د خدای د وليانو فلسفه دغسې نه وه. نه ښايي انسان هېر کړي چې ډېره ګټنه، ډېره حسابي او نيونه هم لري. البته موږ په داسې دنيا کې راګېر يو او داسې لوبې ته ورننوتي يو چې مقابل لوری مو په دې ليد ګروهه نلري. دوی په ټينګه او شدت سره د طبيعت د روولو په لار کې پر مخ درومي؛ نو هغوی چې د دوی فلسفه نه مني دوه لارې ورته شته : يو د سيال کابو کول او د دې سيال د بيړۍ مخنيوی او بل ځان ته د ژوند فلسفه او له طبيعته د برخمنۍ د بريد څرګندول.

 د رزق د تقدير مانا او ثابتوالی يې

ټاکلی رزق په دې مانا نه دی چې څوک د رزق ترلاسه کولو ته هڅه ونکړي؛ بلکې مانا يې دا ده چې انسانان د رزق په لاس ته راوړو کې، ځانونه هلاکت ته ور ونه غورځوي او ترې ورهخوا، تر هڅې روسته ، که برخه يې تر نورو لږه شوه، په خوښۍ يې ومني او ګرېون څېري نکړي، خپله هڅه دې نه کموي؛ خو غوسه دې راکمه کړي؛ ځکه غوسه، عين د رزق کمول دي. موږ خو الوتونکي نه يو او بايد د خپلې روزۍ په لار کې هڅه وکړو او دا زيار، د محبوب له نظره مستحسن دی. څوک چې په حلال رزق پسې درومي، لوی عبادت کوي.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِيَ لِلصَّلَاةِ مِنْ يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ (جمعه/۹) = مؤمنانو! چې د جمعې ورځې د نمانځه اذان وشي؛ نو د الله يادولو خوا ته وروځغلئ او پېر پلور پرېږدئ . كه پوه شئ؛ نو دا درته غوره ده .!

فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلَاةُ فَانْتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللَّهِ ( جمعه/۱۰) = نو چې نمونځ وشو (نو ازاد ياست) پر ځمكه خپاره شئ او د الله له فضله (رزق) څه ولټوئ.

 د خدای فضل غوښتل؛ يعنې په حلالې روزۍ پسې تلل، په روم سورت کې راغلي:

 وَمِنْ آيَاتِهِ مَنَامُكُمْ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَابْتِغَاؤُكُمْ مِنْ فَضْلِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَسْمَعُونَ (روم/۲۳) = او (د حكمت) له نښو یې د شپې او ورځې (غرمې) مو ويدېدل او (د ورځې) یې له فضله (د روزۍ ترلاسه كولو لپاره) ستاسې لټه ده، په دې (مانا كې هم) هغوى ته دلايل دي،چې اورېدونکي غوږونه لري.

نو د حلال رزق ترلاسه کول ښه دي او لا ډېر ښه دي  او د رزق مقدر والی، پايله او مدلول يې د زيار پرېښوول نه دي؛ بلکې پايله يې نرمه او بې حرصه هڅه ده او حرص د انسان رزق نه زياتوي. هېر نکړو چې په ټول کې زموږ رزق ټاکلی بريد لري.

نو د نبي کريم (ص) دا سپارښتنه له پامه ونه غورځوو؛ (اجملو الطلب): «په ښکلې او مجملې بڼې، نه د ډېر غوښتې لپاره، په رزق پسې ولاړ شئ.»

د سعدي په وينا:

رزق هر چند بی گمان برسد

شرط عقل است جستن از درها

ورچه کسی بی اجل نخواهد مرد

تو مرو در دهان اژدها

 د رزق د لګښت طريقه هم مهمه ده

پردې سربېره د رزق ترلاسه کول هم کافي نه دي، سم لګښت يې هم شرط دی. له يوه خدای پېژاندی انسان سره د نعمتونو د ګټنې اندېښنه وي؛ خو د قناعت له لامله خاطر جمع دی. ډېر غواړي هغوی دي چې د نعمتونو د لګښت او حسابۍ پروا نلري.

 پاتېدوني او نه زوالېدونکي رزقونه غوره رزقونه دي

بل مطلب د رزق د ډول په باب دی. مطلوب رزق چې انسان يې په اړه حساس وي او له خدايه يې وغواړي کوم يو دی؟ په رښتيا موږ په دعا کې له خدايه کوم رزق وغواړو؟ هغه کوم رزق دی چې شتون يې، بل هر څيز راته اسانوي؟ د خدای اوچت او غوره رزق کوم يو دی؟

په ډاګه ده چې پاتېدوني رزقونه تر ناپاتېدونو مهمتر دي. د علي (ک) په تعبير  :

قُرَّةُ عَيْنِهِ فِيمَا لَا يَزُولُ وَ زَهَادَتُهُ فِيمَا لَا يَبْقَىمتقيان په نا پاتېدونو څېزونو کې زهد خپلوي  او په پاتېدونو زړه خوشحالوي (نهج البلاغه: ۱۹۳ خطبه)

 مولوي په دنيا کې د رزقونو د مرتبو په توضيح کې وايي چې ځينې ستونی غواړي او ځينې په مړۍ پسې دي:

لقمه بخشی آید از هر کس به کس

حلق بخشی کار یزدان است و بس

حلق بخشد جسم را و روح را

حلق بخشد بهر هر عضوت جدا

انسان هم مړۍ ته اړتيا لري او هم د هاضمې جهاز ته؛ خو يوه ګټه ده او بله ګټوره پانګه. بايد دويمې وغواړو.

که ظاهر ويني څنډې ته کړو؛ نو د دنيوي نعمتونو په پار به ګيله او شکايت ونه کړو؛ ځکه وبه وينو چې په دنيا کې ډېر نعمتونه خپاره دي يوازې نعمت ناپېژندنه ده چې د ليدو يې خنډېږي.

مولوی وايي:

لی حبیب حبه یشوی الحشا

لو یشیا یمشی علی عینی مشا

روز آن باشد که روزیم او بود

ای خوشا آن روز و روزی ای خوشا

 يعنې يو دوست لرم چې زما سترګې يې د پښو د تليو فرش دی. زما ورځ هغه ورځ ده چې هغه مې روزي وي. ښه ده هغه ورځ ښه ده هغه روزي!

روزها گر رفت گو رو باک نیست

تو بمان ای آن که چون تو پاک نیست

 دا هم يو ډول روزي ده. انسان تر هغه چې د مينې او محبت خوند څکلی نه دی، د دې نعمت له بې برخېتوبه ګيله او شکايت نلري. دغسې وګړی د خدای رزاقيت يوازې د مادي روزۍ په ورکړه کې بولي او د همدې درک هومره غوښتنه کوي او دا چې د محبت نعمت نه ويني؛ نو نه يې غواړي؛ نو روزي غواړي وګړی دې روزي پېژاندی هم وي که نه ناکام به وي.

همداراز ځينې روزۍ د ځينو نورو روزيو سرېزې دي او چې کله څوک له ړومبي بې برخې شو، دويمي به هم ترلاسه نکړي. مېړانه او شجاعت ډېری لاس ته راوړونو ته يوه لازمه سريزه ده او د مولوي په وينا:

تاجر ترسنده طبع شیشه جان

در طلب نه سود بیند نه زیان

بل زیان دارد که محروم است و خوار

نور او باید که باشد شعله خوار

ياد مو وي چې شعله خواري (لمبه خوړنه) د نور نوشۍ (رڼا څښلو) سريزه ده. همداراز د يو شمېر وګړيو رزق پر نورو وګړيو ورحواله شوې دی. په همدې مانا خدای ويلي:

وَالَّذِينَ فِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَعْلُومٌ (معارج/۲۴) = او هغوى چې په مالونو كې يې يو ټاكلې برخه وي،

لِلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ (معارج/۲۵) = د سوالګر او بې برخې لپاره (چې له بېوسۍ سره سره سوال نه كوي)،

په هر حال دنيا د ګڼې ګوڼې او د رزق د ثابتوالي نړۍ ده، که کوم کار کوي لومړی ډاډ و آرامش القأ کوي او دويم تمه او حرص څنډي؛ خو نه د نورو په لاسنيوي کې د انسان دنده منتفي کوي او نه د رزق لاس ته راوړو ته د انسان هڅه بې وجې او بې مانا کوي او دا خپله انسان سره ده چې کوم ډول رزق ډېر وغواړي او کوم نعمت تر بل نعمته ورځار کړي او څرنګه د نعمت په شکرانه کې د نعمت زياتولو ته هڅه وکړي.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!