تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د كتاب يا له تېرو پاتې د علمي اثر د راوړو غوښتنه قُلْ أَرَأَيْتُمْ مَا تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي السَّمَاوَاتِ ائْتُونِي بِكِتَابٍ مِنْ قَبْلِ هَذَا أَوْ أَثَارَةٍ مِنْ عِلْمٍ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿احقاف/۴﴾ = ورته ووايه : (( دا د الله پر […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د كتاب يا له تېرو پاتې د علمي اثر د راوړو غوښتنه

قُلْ أَرَأَيْتُمْ مَا تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي السَّمَاوَاتِ ائْتُونِي بِكِتَابٍ مِنْ قَبْلِ هَذَا أَوْ أَثَارَةٍ مِنْ عِلْمٍ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿احقاف/۴﴾ = ورته ووايه : (( دا د الله پر ځاى نيولي معبودان،چې بلئ (او نمانځئ) راویې ښيئ،چې په ځمكه كې يې څه څيز پيدا كړی، يا د اسمانونو په پنځون كې يې څه برخه درلوده؟! كه رښتيني ياست، تردې (قرآن) مخكې اسماني كتاب يا (له تېرو پاتې) کوم علمي اثر راوړئ (چې د وينا پر رښتينولۍ مو دليل وي). ))

له دې آيته ګټنه كېږي، چې دليل بايد يا نقلي اړخ ولري، چې د اسماني وحې له لوري دى يا عقلي او منطقي اړخ يا د پوهانو شهادت او ګواهي وي. مشركان د بوتانو په اړه، په خپله ادعا كې نه پر وحې او اسماني كتاب متكي ول او نه يې د اسمانونو او ځمكې په پنځون كې د بوتانو برخه درلودل جوتولاى شوه، چې په دې عقلي دليل يې الوهيت جوت كړي او نه يې وينا د تېرو علومو كوم اثر تاييدوي، دين او مسلك يې يوازې يو موټى ناوړه کږنې او انګېرنې – خرافات او دروغجنې انګېرنې دي. (نمونه، 21: 302 مخ) علي (ك) خپل زوى امام حسن مجتبى (ع) ته په خپل مشهور وصيت كې ويلي:

(( زويه پوه شه، كه دې د پالوونكي شريك واى، پېغمبران يې هم راتلل او د هغه د پاچاهۍ او ځواك اثار دې ليدل او د هغه كړنې او ځانګړنې دې پېژندې؛ خو ستا الله  ايكي يو دى؛ هاغسې، چې پخپله یې خپل ځان وصف كړى دى)).

سره له دې څنګه شونې ده، چې بل خداى هم شتون ولري، چې نه یې په هستۍ كې د اکر – وضع او جوړښت اثار وينو او نه يې د استازيو كومه نښه، چې دا یې بيخي له حكمتوالي سره اړخ نه لګوي؛ ځكه دا لاملېږي، چې انسانان يې نه پخپله وپېژني او نه يې عظمت او ځواك وپېژني.

پردې سربېره، د ايكي يو الله د ګردو پېغمبرانو بلنه د دوو خدايانو له فرضي شتون سره اړخ نه لګوي؛ ځكه هغه الله ، چې پېغمبران یې له لوري دي، شونې نه ده، چې كوم خلاف مطلب د خلكو په خولو كې واچوي او په دروغو توحيد ته بلنه وكړي؛ ځكه دا هم د الله  له حكيم والي سره سازګار نه دى؛ البته د الله  د ايكي يو توب د جوتولو لار، يوازې په همدې پورې را ايساره نه ده او نور دلايل هم لري؛ خو داچې د يو الله نمانځنې ته د بلنې په باب ټول پېغمبران يوه خوله دي، چې دا پخپله يو خپلواك دليل دى (پيام قرآن، 3: 199 مخ)

؛ نو ځكه د ((أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ)) (راوښيئ، چې د ځمكې یې څه پنځولي) جمله عقلي دليل ته اشاره ده او((اِئْتُونِي بِكِتَابٍ مِّن قَبْلِ هَذَا)) (تردې وړاندې اسماني كتاب راته راوړئ) اسماني وحې ته اشاره ده او ((أَثَارَةٍ مِّنْ عِلْمٍ)) (له تېرو پاتي علمي اثر) د تېرو پېغمبرانو يا يې وصيانو سنتو يا د مخكينيو پوهانو آثارو ته اشاره ده. له امام باقر (رح) د ((أَثَارَةٍ مِّنْ عِلْمٍ)) په تفسير كې روايت شوى: ((مطلب ترې د پېغمبرانو د ځايناستیو علم دى)). (نمونه تفسیر، 21: 302 مخ.)

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!