تبلیغات

عبادت د ذلت اظهار ته وايي او د خداى پر وړاندې له ټولو لوړ تذلل دى. د اهميت په هکله يې هم دومره بس دي،چې د هستۍ پيدايښت او د پېغمبرانو بعثت (د تکوين او تشريع عالم) د عبادت لپاره دى. خداى وايي: وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ (الذاریات/۵۶) = او ما پېريان او […]

عبادت د ذلت اظهار ته وايي او د خداى پر وړاندې له ټولو لوړ تذلل دى. د اهميت په هکله يې هم دومره بس دي،چې د هستۍ پيدايښت او د پېغمبرانو بعثت (د تکوين او تشريع عالم) د عبادت لپاره دى.

خداى وايي:

وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ (الذاریات/۵۶) = او ما پېريان او انسانان يواځې ددې لپاره پيدا كړي چې زما عبادت وكړي (چې له دې لارې بشپړتيا ومومي او ماته رانژدې شي).

د ټولو انبياوو رسالت او دنده هم دا وه،چې خلک د خداى ستاينې ته راوبولي.[ وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولاً أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ (‏نحل/ ٣٦) او په رښتيا موږ په هر امت كې يو استازى لېږلي دى (چې ووايي) د ” الله ” عبادت وكړئ او له ” طاغوت ” نه ځان وژغورئ . ]

؛ نو له دې مخې د جهان د پنزونې ‏او د پېغمبرانو د بعثت موخه د خداى عبادت دى. دا څرګنده ده،چې خداى زموږ عبادت ته اړتيا نه لري.[ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنكُمْ – (زمر/٧)] او ‏ګټه یې ستايوونکيو ته رسي. مثال يې د زده کوونکيوو په شان دى،له زده کړې او لوست ‏ښوونکې نه؛بلکې زده کوونکې ګټه اخلي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست