تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۲۳مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة) يوازېنى رښتين خلك د حضرت ابوذر(رض) په شړلو خورا خپه شول.حضرت ابوالدرداء (ض) چې د حضرت ابوذر(رض) له شړلو خبر شو؛نو ويې ويل : پر خداى قسم كه سر رانه غوڅ كړي،چې د حضرت […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۲۳مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة)

يوازېنى رښتين

خلك د حضرت ابوذر(رض) په شړلو خورا خپه شول.حضرت ابوالدرداء (ض) چې د حضرت ابوذر(رض) له شړلو خبر شو؛نو ويې ويل : پر خداى قسم كه سر رانه غوڅ كړي،چې د حضرت ابوذر(رض) له سره  يو وېښته كم كړم؛نو دا كار به مې نه واى كړى؛ ځكه له رسول الله(ص)  مې اورېدلي وو،چې ويې ويل : ” لا تر اوسه پر ځمكه او تر اسمان لاندې د ابوذر په څېر رښتين نه دى تېر شوى”.

حضرت عبدالله بن مسعود(ص) (د پېغمبر (ص) ستر صحابي)، چې په “كوفه” كې د حضرت ابوذر(رض) له تبعيده خبر شو؛ نو بني اميه وو له غوږونو يې تل خلكو ته دا آيت لوسته :[ثُمَّ أَنتُمْ هَـؤُلاء تَقْتُلُونَ أَنفُسَكُمْ وَتُخْرِجُونَ فَرِيقاً مِّنكُم مِّن دِيَارِهِمْ تَظَاهَرُونَ عَلَيْهِم بِالإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَإِن يَأتُوكُمْ اسارَى تُفَادُوهُمْ وَهُوَ مُحَرَّمٌ عَلَيْكُمْ إِخْرَاجُهُمْ أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاء مَن يَفْعَلُ ذَلِكَ مِنكُمْ إِلاَّ خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَى أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ (بقره/85 )= (خو همدا تاسې ياست؛چې په خپلوكې وژنئ او ځينې له خپلوځمكو شړئ اوپه دې ګناه او تېري كې يو دبل مرسته كوئ (او دا ټول د هغې ژمنې ماتول دي،چې له خداى سره مو كړې) او چې كله ځينې اسيران ونيسئ؛نو د تاوان په بدل كې يې ازادوئ حال دا چې دهغوى شړل خو لا له سره پر تاسې حرام وو. ايا د اسماني كتاب پر ځينو برخو ايمان راوړئ او پرځينو يې كافران كېږئ ؟ نوپه تاسې كې چې څوك دغسې كړه (په الهي احكاموكې توپير) كوي؛نو سزايې په دنيا كې رسوايي ده او د قيامت پر ورځ  به په سختو عذابونو اخته شي او څه چې كوئ خداى ترې نا خبره نه دى.)]

د كوفې د والي (وليد) غوږونو ته دا خبره ورسېده او هغه هم دا خبره خليفه ته ورسوله او خليفه هم وليد ته فرمان وركړ،چې حضرت عبدالله بن مسعود(رض) مدينې ته راولېږه . حضرت عبدالله بن مسعود(رض)،چې مدينې ته ولاړ؛ نو جومات ته ننووت؛ خليفه خپل تور مريي ته وويل : دباندې يې وباسه، چې څېره يې ونه وينم.

تور مريي هم حضرت عبدالله بن مسعود(رض) اوچت كړ او له جوماته بهر يې پر ځمكه ووېشت او تر پښو لاندې يې كړ، لومړى يې ښه وواهه او بيا يې بندي كړ او هېڅ خواړه يې هم ورنه کړل څو ساه يې وركړه او ومړ (شهيد شو).

معاويه بن ابوسفيان ته خبر ورسېد،چې خليفه ابوذر(رض) ربذې ته شړلى؛خوشحاله شو او و يې پتيېله،چې مېرمن يې هم ربذې ته وشړي  “ام ذر” (د حضرت ابوذر مېرمن) چې له كوره راووته؛نو د پيسو كڅوړه ورسره وه . معاويه بن ابوسفيان ترې واخسته او خپل شاوخوا خلكو ته يې وويل : ابوذر به تاسې ته مسلې كولې او په خپله پرې حملې كوي!تاسې يې له دې  كڅوړو ژغورلئ او په خپله يې دا كڅوړې زېرمولې!اوس يې كڅوړې وګورئ.

ابوذر (رض) یوازینی رښتین

ام ذر: پر خداى قسم،چې دا نه دينار دي او نه درهم؛ بلكې څه ماتې پيسې دي،چې كله به حضرت ابوذر معاش اخسته؛نو دا به يې راته د كور د لګښت لپاره راكولې .

ام ذر چې ربذې ته ورسېده؛نو ګوري چې خاوند يې په دښته كې جومات جوړوي .

 يوه ورځ  حضرت نعيم رياحي(رض) ربذې ته ولاړ او ام ذره يې وپوښتله : حضرت ابوذر چېرته دى؟

_ په اوبو پسې تللى، اوس به راشي.

نعيم(رض) پاتې شو،چې حضرت ابوذر(رض) وويني . څو شېبې وروسته حضرت ابوذر(رض) دوه اوښان را راوان كړي ول،چې پر هر يو يې د اوبو ژي ځوړند كړي ول . حضرت ابوذر(رض) راغى او ژي يې له اوښانو راښكته كړل .

نعيم(رض) : په خلكو كې به زما په څېر سړى پېدا نه کړې، چې ستا په ليدو هم خوشحاله شي او هم خپه !

حضرت ابوذر(رض): پر پير دې رحمت شه ! دا څنګه خبره دې وكړه؟

نعيم(رض) : د جاهليت پر مهال مې خپله يوه لور ژوندۍ ښخه كړې وه؛ خوشحاله وم،چې كېداى شي ستا له خولې واورم،چې توبه وباسه،خداى به يې قبوله كړي او خپه پردې وم،چې كېداى شي له خولې دې واورم، چې توبه دې نه قبلېږي .

حضرت ابوذر(رض): د جاهليت په وخت كې دې دا كار كړى و.

نعيم : هو!

حضرت ابوذر(رض) : تېر په هېر! خداى ستا د تېر وخت له ګناهونو تېر شوى دى .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست