تبلیغات

د سپينو زرو پړى چې وشلېږي روح سملاسي خپل ځان په ((اختري بدن)) کې ويني او له اختري بدنه هم چټک تېرېږي . روح په (( اختري بدن)) کې نه ځنډېږي؛نو روح چې له فيزيکي بدنه ووځي، په ((اختري بدن )) کې بې ځنډه مخې ته ځي او په چټکۍ ((اختري نړۍ )) ته ننووځي. […]

د سپينو زرو پړى چې وشلېږي روح سملاسي خپل ځان په ((اختري بدن)) کې ويني او له اختري بدنه هم چټک تېرېږي . روح په (( اختري بدن)) کې نه ځنډېږي؛نو روح چې له فيزيکي بدنه ووځي، په ((اختري بدن )) کې بې ځنډه مخې ته ځي او په چټکۍ ((اختري نړۍ )) ته ننووځي. څوک چې په مادياتو پورې تړلى وي، په ((اختري بدن)) کې پاتې کېږي؛ ځکه له همدې لارې له ځمکې سره اړيکې ټينګولاى شي.

زه يوه ښځه پېژنم چې د زېږېدنې د ورځې په وياړ يې د الماسو يوه ګوته د ډالۍ په توګه تر لاسه کړه، په بله ورځ يې زړه ودرېد او مړه شوه د مړينې پر مهال يې له خپلوانو وغوښتل، چې ګوته ورته راوړي، ګوته يې په لاس کې ونيوه او سملاسي مړه شوه. هغه چې دا شان مړه شي؛ نو څه مودې ته په ((اختري بدن)) کې پاتې کېږي، چې له دې زړه تړنې لاس واخلي .

يو بل سړى چې يو ښکلى کور يې جوړ کړى و، د “ملاريا” پر ناروغۍ اخته شو او له نړۍ يې سترګې پټې کړې، د مړينې پر مهال يې ذهن او فکر په نوي کور پورې نښتې و، ډېره موده په اختري بدن (قرينه اثيري) کې پاتې و، ښځه يې پرې پوه شوه ؛ نو ډېرې دعاګانې يې کولې، چې خاوند يې له دې زړه تړنې لاس واخلي.

دوستانو! ډېر پام کوئ چې په ځمکه کې پر څه (بدن او يا څيز) زړه و نه تړئ. ((يو روحاني)) خپل يو لاروي ته وايي: (( د مړينې په شېبو کې چې تا د څه په اړه فکر کړى وي، تر مړينې وروسته به دې هماغه په برخه وي.))

د ژوند دا ستر قانون په ياد ساتئ ! د مړينې پر مهال هر راز فکر او ذهن ترمړينې وروسته د انسان تقدير جوړوي؛ نو هره شېبه خداى په پام کې لرئ،د ژوند د ډيوې هيڅ پته نشته چې کله به مړه کېږي.

يوه سړى چې تر کوچني عمليات لاندې و، ټول ډاډه وو چې هيڅ به ورته پېښ نشي ؛ خو ناڅاپه يې د تل لپاره پښې وغځولې . بل سړى سفر ته د تګ په حال کې و، چې له خپلې مېرمنې يې يوه پياله چاى وغوښت، مېرمن يې په چاى پسې ولاړه چې راستنه شوه؛ نو خاوند يې مړ و.

ژوند په يو نري تار پورې تړلى دى او ډېر ناډاډمنی دى؛ کله به هم پوه نشې چې کله به مرې . پرهېڅ څيز زړه مه تړئ،هر څه چې هر څنګه مخې ته راځي،و يې منئ او تل د خداى په فکر کې اوسئ . پرېږدئ چې په تاسې کې د باخبرۍ لپاره د خداى په هکله فکر او ذکر تل روان وي او په دې توګه به له اختري بدنه چټک ووځئ . څنګه چې له اختري بدنه (قرينه اثيرى) تېر شوئ، ډوب به ويده شئ او تردې وروسته به په ((اختري نړۍ ))کې په خپل ځانګړي پوړ کې راويښ شئ . په ((اختري نړۍ)) کې هر څوک ځانګړى مقام او پوړۍ لري،چې د ځمکني ژوند او چاپېریال ښکاروندى يې دى .

په ((اختري نړۍ)) کې به په ځانګړى لړۍ کې ورننوځئ، چې هلته به ستاسې غوښتنې او احساسات راوڅپړل شي. د مړينې پر مهال هر څوک له ځان سره هيلې، وېرې ،کينې، غوسې ، مينې او احساسات وړي. په اخترى نړۍ کې د اوسېدو پر مهال انسان دا ټول احساسات او هيلې تجربه کوي. څومره چې د منفي احساساتو او غوښتنو شمېره لږه وي؛ نو په اختري نړۍ کې يې د اوسېدو موده هم لږه وي؛ نو خپلې منفي غوښتنې او احساسات لږ کړئ؛ پاک ، سپېڅلي او ساده اوسېږئ . څوک چې خپلې غوښتنې او احساسات کابو کوي، ډېره موده په ((اختري نړۍ )) کې نه پاتې کېږي.

[ يو حقيقت پلټوونکي يو ورځ ښه خواړه وغوښتنل . له ځان سره يې وويل : خوړو ته پېسې لازمې دي؛ نو يو ځاى ته ولاړ چې کور جوړېده ،کار يې پيل کړ، تر لږې مودې وروسته ستړې ستومانه شو؛نو د کار اجوره يې واخېسته، خواړه يې پرې واخېستل او د لښتي غاړې ته کېناست،تر کپ خوړو مخکې يې له ځان سره وويل :که خوندور خواړه غواړې؛ نو سخت کار بايد وکړى، ان تردې چې لاس او پښې دې په درد شي.]

ډېرې غوښتنې پاکې او طبيعي دي؛ لکه د ښه خوړو خوړل . که انسان د خپلو فطري او طبيعي غوښتنو لپاره هلې ځلې کوي، دا زيار دى . ځينې غوښتنې چټلې او ناپاکې وي؛ انسان ړندوي او بندېوان ترې جوړوي .

يو ورځ (( تو روحاني )) د خپل کور مخې ته ولاړ و او سرک ته يې ليدل او ويې وويل : (( بنديانو! بنديانو! بيا يې ما ته وويل : زويه ! خلک د خپلو غوښتنو او هوسونو بنديان دي، نۀ پوهېږي چې په بند کې دي .))

هو! موږ د خپل لاس په جوړ کړي بند کې بنديان يو، دا بند دېوال نه لري . بودا وايي:(( غوښتنې او هوس موږ په بې رحمۍ، د زېږېدنې، مړينې،کړښت او درد په لړۍ کې ورغوځوى.))

غوښتنې موږ بنديانوي؛ نو کابو يې کړئ.څوک چې کابو او کنټرول ولري؛ نو په اخترې نړۍ کې ډېره موده نه پاتې کېږي. اخترې نړۍ د ځمکې په څېر پراخه ده، هلته هم يوې خوا ته ښايسته او په زړه پورې ماڼۍ او کورونه او بلې خوا ته تشې کنډرې او کنډوالې ليدل کېږي . ځانمني،کينه کښ او بې رحمه خلک تر مړينې وروسته ((د اختري نړۍ )) په تشو کنډرو او کنډوالو کې اوسېږي او ټول اوسېدونکي به يې ګډې غوښتنې او هوسونه لري . چا چې تر مړينې مخکې د نورو لاسنيوى کړى وي؛ مينه او محبت يې خپورکړى وي، پر حقيقت او نېکيو سمبال ژوند يې کړى وي؛ نو تر مړينې وروسته به د اختري نړۍ په ښکليو او ښايسته ځايونو کې ميشتېږي .

ګرانو! هر څوک به فکر کوې چې تر مړينې وروسته به څه کېږي؟

موږ به له يو ځلاند موجود سره مخ کېږو، چې “قلبي معبود” مو هم دى؛ حضرت محمد (ص) او عیسى علیه السلام به ‏مو پوښتي : تا له ژوند سره څه وکړل؟

رښتيا ! موږ له خپل ژوند سره څه کوو؟ په عين حال کې بايد کار هم وکړو، چې څه لاس ته يې راوړو؛ خو چې پاى ته نه رسېدونکې خزانه مو هېره نشي او د همدې خزانې د لاس ته راوړلو لپاره دې نړۍ ته راغلي يو؛ دا هغه خزانه ده چې غله يې راڅخه نشي لوټولاى، اوبه يې نشي لمدولاى او بادونه يې نشي وړاى . راځئ چې هره ورځ دعا وکړو، په ګرېوان کې سر ښکته کړو، لږه شېبه چوپ کېنو،ځان وڅېړو، د ځان کره کتنه وکړو او ‏ ځان وپوښتو: ولې نړۍ ته راغلى يم؟ ځمکې ته مې د راتلو موخه څه ده؟ په کومه روان يم؟ له ژوند څخه څه غواړم ؟ له موخې لرې يم او که ورنېژدې ؟

هره ورځ لږ ځنډ وکړئ او د خداى ذکر وکړئ

له پوهانو، نېکانو او سپېڅليو خلکو سره کېنئ پاڅئ . هره ورځ د خداى د دوستانو او مينوالو په څنګ کې خداى ياد کړئ. دا کار تاسې سپېڅليى کوي . د بېوزليو،څارويو او مرغانو لپاره هم هره ورځ لږ څه وکړئ . دا هر څه له خداى سره د عشق اومينې لپاره وکړئ، بېوزلي د خداى (( تمثال)) دي .

بايدله اختري بدنه چټک تېر شو؛ نو له زړه تړنې لاس وينځل مو بايد د ژوند قانون وګرځي. په هيڅ چا او هيڅ څيز پورې زړه مه تړئ . تل ځان ته دا خبره يادوئ چې : زه پر ځمکه مسافر او عابد يم، چې حق او اجازه نه لرم له ځان سره څه يوسم؛ نو ولې په راغونډولو يا د شتمنۍ په راټولو پسې شپه او ورځ منډې وهوو،حال دا چې يو پيسه هم له ځان سره نشو وړاى؟ هرڅه چې درسره دي او ستاسې په واک کې دي،ټول امانت دي . يو څيز هم په تر پایه ستاسو نه دى،هر څه د خداى دي،ان تاسې هم د خداى ياست .

يو زبرګ – روحاني وايي : (( هغه ليونى انګیري ،چې مېرمن ،اولاد او شتمني هر څه زما دي، حال دا چې ځان يې هم خپل نه دى.))

‏کله هم يو څيز په بشپړ ډول خپل مه ګڼئ . ماده، ځان، جسم او روح ټول د خداى دي او يو څېز هم زموږ نه دى . دا هر څه راسره امانت دي؛ نو امانت په ټينګه ساتئ؛خو په څه پورې زړه مه تړئ . چا چې په څه پسې زړه نه وي تړلى،په بېړه له اختري بدنه وځي . چا چې په مادياتو او د نړۍ په شتمنيو پسې زړه تړلې وي، په اختري بدن کې پاتې کېږي او دا ځنډ چې اوږد شي؛نو روح يې سرګردانېږي؛ نو هوښيار اوسئ ! له زړه تړنې لاس واخلئ او هيڅ څيز خپل مه ګڼئ . له پېيون نظم سره خوى واخلئ ! غوښتنې او هوسونه انسان سرګردانوي او د انسان ستر دښمن دى .

بايد له درې ځانګړو غوښتنو په ټينګه ډډه وکړو:

لومړى : د سرو زرو او مادياتو د راټولو تنده ده، چې انسان تېروتنې او ګناه ته اړباسي . ما اورېدلي : څو وروڼو خپل پلار په پټه و واژه، چې پرشتمنيو يې خېټه واچوى .

دويم : د واک غوښتنه ده؛ خداى په دې هکله وايي: واک فساد رامنځ ته کوي او مطلق واک د مطلق فساد لامل ګرځي. ارومرو به مو اورېدلې وي، چې د واک شهوت ناوړه پايلې او ستر تاوانونه لري .

درېم : د حسي خوندونو پوره کول دي؛ دا هوسونه انسان تورو تيارو ته ور ټېل وهي؛ نو خپل نفس په کابو کې ساتئ او ژغورنه زده کړئ.

اور مړکېداى شي؛ خو د غوښتنو او هوسونو اور د مړکېدو وړ نه دى . بدن دردېږي؛ خو ترڅه مودې وروسته ارامېږي؛ خو د غوښتنو او هوسونو درد نه ارامېږي؛ خو د سم درک او پوهې له لارې د درمل وړ دى .که په غوښتنو او هوسونو پسې ولاړ شو؛ نو لاپسې زياتېږي او که مخ ترې واړو او ډډه وکړو؛نو له منځه ځي. له ټولو چټلو او ناپاکو هيلو ډډه وکړئ.

تل زړور واست! پام کوئ، هر وخت چې کومې غوښتنې مو راوپاروي، خپل دننني او حقيقي ځان ته ځير شئ، چې هيڅ غوښتنه او هوس ورته زيان نشي اړولى.

يو عابد له انځورګره وغوښتل چې : د مړينې يو عکس ورته انځور کړي، چې په خپل کور کې يې راځوړند کړي . انځورګر ورته داسې عکس راوړ چې: پکې مړينې يو غټ لور په لاس کې نيولى و، عابد وپوښت‏: ولې دې “مړينه” داسې انځور کړې؟ ورته يې وويل : ځکه چې “مړينه” ژوندي وژني؛ “مړينه” يعنې د ژوند تور ماښام. عابد وويل: (( هو! سمه ده چې “مړينه” مادي جسم له منځه وړي؛ خو آيا دا سمه نه ده چې د اسمان ورونه د روح پر وړاندې پرانېځي؟ “مړينه” د ښه ، شريف اوبډا ژوند پر لور يو ور دى؛ (( لور)) پاک کړه او پر ځاى يې د ((سرو زرو کونجي)) انځور کړه! زه خو “مړينه” داسې وينم.))

مخکې مو وويل چې : “مړينه” نشته . څه چې دلته ((مړينه)) ده په بل ځاى کې ((زېږېدنه)) بلل کېږي . په نړۍ کې ډېر انسانان شته، چې له مړينې ډارېږي؛ انګېري چې “مړينه” د هر څه پاى ده؛ عدم او نېستۍ ته ورننوتل دي؛ خو يقين ولرئ چې د مړينې شا ته نه وېره شته او نه نيستي؛ بلکې د ژوند بل پړاو پيلېږي. چې کله روح له مادي جسمه ووځي؛نو موږ نه مړه کېږو؛ بلکې په بل پړاو کې ژوند ته دوام ورکوو.

دا بل پړاو څه دى؟

څرنګه چې خبر ياست، په مادي جسم کې تر مړينې وروسته ژوند نشو انځورولاى؛خو ډاډه يو بل ژوند ته چې ورننوځو، د ځمکني ژوند په شان به راته عادي او طبيعي ښکاري،و به وينو چې له دې نوي ژوند سره هم لا له مخکې عادت يو. که پردې حقيقت وپوهېدو؛ نو له مړينې به مو وېره پاى ته ورسېږي؛دا ځکه چې مړه شوي په نوي ژوند کې خوشحاله دي،ورپسې ژړا، وير،خپګان او دې نړۍ ته د بېرته راستنېدو خيالونه او فکرونه يې سخت ځوروي . دا هر څه سملاسي ور رسي؛خو بېرته نشي راستنېداى ، چې راته ډاډ راکړي.که پردې وپوهېدو، چې هغوى نه دي مړه او ژوندي دي او تر ځمکني ژوند لا ډېر خوشحاله دي؛ نو ورپسې به خپه نشو هغوى غواړي،چې دې ټکي ته مو پام راواړوي؛ خو نه يې شي کړاى او دا حالت يې لږ څه سرګردانوي . له يوې خوا غواړي له خپل خپلوانو سره وويني چې پر وير يې اوښکې تويوي؛خو دا کار نشي کړاى؛بلخوا غواړي، له نوې نړۍ سره چې ډېره ښايسته،ځلانده او غوره ده، ځان عادت کړي؛نو څه و کړي؟ د خپلوانو وير يې ستړى ستومانه کوي . څو څو ځلې مې ويلي: کوم کسان چې هغې نړۍ ته تللي، ورپسې خپګان مه کوئ او پر ځاى يې داسې فکر وکړئ چې هغه به هلته څومره خوشحاله وي، ورته د مينې او خلوص ډکې ګېډۍ ولېږئ،په دعاګانو کې يې ياد کړئ او پر نوم يې هره ورځ د بېوزليو لاسنيوى وکړئ.

يوه مور چې د کورنۍ وګړي يې شپږ تنه ول؛ خو هره ورځ به يې د اتو وګړيو پخلى کاوه. ددې کار په اړه مې وپوښتله،را ته يې وويل: دوه زامن مې ځوانيمرګ شوي دي . دا مور يې هره ورځ په خپلو دعاګانو کې يادوي او ورته د مينې او خلوص پېرزوينې ډالۍ کوي، پردې ټکي پوهېده، چې زامن يې ژوندي دي؛ نو پر نوم به يې هره ورځ نشتمنو ته خواړه او ډوډۍ ورکوله. دا د تلليو کسانو د ياد څومره غوره لار ده.

تللي ياد کړئ، د مينې او خلوص پېرزوينې ورته ولېږئ، دا هر څه        وررسي او د نوي چاپېريال ‏په ميشتېدو کې ورسره مرسته کوي، په دعاګانو کې يې ياد کړئ؛ اوښکې پسې مه تويوئ؛ ځکه ستاسې وير او خپګان يې پرېشانه کوي.

مخکې وويل شو : کله چې روح له بدنه ووځي، يو بل بدن (قرينه اثيري) ته ننوځي، له دې هم وځي، وروسته سملاسي ډوب ويده کېږي،چې راويښ شي؛ نو د ځمکې ستونزې ورته د کوچنيتوب په څېر ښکاري . اوس اروا په ((اختري نړى)) کې ميشتېدونکى ده او دا نړۍ تر کشمير او سويس خورا ښکلې او په زړه پورې ده.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست