تبلیغات

  ارتقاء بس نو دوه ضدین چې سره اووهي ډغره ژوند شي په یو نوي درېیم څېز کې رادبره   ګوره اکسیجن او هایډروجن په یو کېدو کې نه ښکاري اوصاف دهغو دواړو په اوبو کې   جوړ شي د یو تخم په دانه باندې جنګونه سر شي په ډغره د اضدادو طاقتونه   کاروي […]

 

ارتقاء

بس نو دوه ضدین چې سره اووهي ډغره

ژوند شي په یو نوي درېیم څېز کې رادبره

 

ګوره اکسیجن او هایډروجن په یو کېدو کې

نه ښکاري اوصاف دهغو دواړو په اوبو کې

 

جوړ شي د یو تخم په دانه باندې جنګونه

سر شي په ډغره د اضدادو طاقتونه

 

کاروي د منفي چې د دانې وجود فنا کا

هڅه د مثبت وي چې بهر ته یې نما کا

 

دغسې روان وي په اضدادو کې جنګونه

بیا په نتیجه کې دانه اوباسي تیغونه

 

هم په دې جګړه د بقا کوي کې وده

حق ویلی شوي دي” وَجَدَ من جدّه”

 

ځي په پورته خېژي یو خوا بل خوا ته خورېږي

څو نه وي کامله په یو ځای نه اودرېږي

 

ورکه شي دانه ددې شجر په ارتقاء کې

نه شي اندازه یې په پیدا او په فضاء کې

 

څرنګه پیدا چې حرکت شي په نقطه کې

بیا نو نقطه ورکه شي په خپله دایره کې

 

دا ممکنه مه ګڼه چې ورکه به دا نه وي

مراد د خپل شجر سره په هره مرحله وي

 

وو نه خو په اصل کې هم دا یوه دانه ده

څه ده دایره په حقیقت یوه نقطه ده

 

څنګه چې سکروټه ګېر چاپېره حرکت کا

جوړ هغه ساعت د دایرې غوندې صورت کا

 

اصل کې وجود ددې سکروټې یقیني وي

وي چې کوم وجود د دایرې هغه اعتباري وي

 

پس د دایرې نه نقطه بیا هغه نقطه شي

وونه چې تکمیل اوکړي ښکاره پکې دانه شي

 

ژوند ګویا نقطه وه چې ښکاره شوه ابتداء کې

پس د دایرې نه شوه ښکاره په انتها کې

 

څرنګه دانه چې وي د تخم په اول کې

رسي بیا ظهور د انتها ته پل په پل کې

 

جوړ وجود د ونې په اوسط کې ښه نما وي

تخم پکې ورک وي ته به وايي چې فنا وي

 

هم په ابتداء دغه انسان ده چې نقطه وه

بیا نو کاینات یې په اوسط کې دایره وه

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست