تبلیغات

اسلام او هنر آيا اسلام د انسان د روح څلورم اړخ؛يعنې هنري استعداد او ښکلا ته پام کړى که نه؟ځينې داسې انګېري،چې اسلام وچ کلک او شوق وژنى دين دى او دې اړخ ته يې بېخي پام نه دى کړى؛البته هغوى ځکه داسې انګېري،چې اسلام موسيقۍ او په محفلونو کې د ښځمنو نڅا ته تندى […]

اسلام او هنر

آيا اسلام د انسان د روح څلورم اړخ؛يعنې هنري استعداد او ښکلا ته پام کړى که نه؟ځينې داسې انګېري،چې اسلام وچ کلک او شوق وژنى دين دى او دې اړخ ته يې بېخي پام نه دى کړى؛البته هغوى ځکه داسې انګېري،چې اسلام موسيقۍ او په محفلونو کې د ښځمنو نڅا ته تندى نه دى ورکړى؛خو داسې ورمند- قضاوت سم نه دى او بايد وليدل شي،چې اسلام له کومو موارود سره مبارزه کړې او آيا ددې لپاره يې ورسره مبارزه کړې،چې ښکلا ده او که ددې لپاره ورسره مبارزه کوي،چې د انسان د وګړني او ټولنيز استعدادونو له يو استعداد سره مخالف دى او پر ممنوعه چارو سربېره بايد وليدل شي،چې آيا اسلام له هنر سره مبارزه کړې که نه؟

 

موسيقي

د موسيقۍ او غنا مسئله مهمه مسئله ده،که څه هم د غنا پولې روښانه نه دي؛خو په غنا کې يوه مسئله روښانه ده او هغه دا چې هغه غږونو ته وايي،چې د عقل د ويدېدو لامل شي؛يعنې داسې شهوت راوپاروي، چې د لنډمهال لپاره د عقل واکمني راوپرځېږي او هماغه ځانګړنه لري،چې شراب يا جواري يې لري.په عمل کې هم جوته شوې، چې اسلام غواړي د انسان عقل وساتي او و يې ژغوري.

 

خليفه او سندرغاړې وينزه

“مسعودي” په “مروج الذهب” کې ليکي:اموي خليفه؛ عبدالملک پر مهال لهو او موسيقي ډېره دود شوه،خليفه ته خبر راوړل شو،چې پلانى سندرغاړى دى او ښکلې وينزه يې هم سندغاړې ده او که مخه يې و نه نيول شي؛نو د مدينې ټول ځوانان به ککړ کړي.

خليفه حکم وکړ،چې لاس تړلي يې راولئ،چې خليفه ته يې راوستل؛نو سړي ورته وويل: څرګنده نه ده، چې څه زما وينزه وايي، غنا ده که نه او له پاچا يې وغوښتل،چې پخپله يې موسيقي واوري.

خليفه وينزې ته د سندرې حکم وکړ؛وينزه هم په سندرو شوه،څو شېبې وروسته ګوري،چې خليفه ورته سر خوځوي او لږ لږ کار دلته راورسېد،چې خليفه ورته په څلور پښو شو او ورته يې وويل : د زړه سره،راځه پر خپله سپرلۍ دې سپور شه .

هو ! په موسيقۍ که ستر ځواک دى، په تېره بيا د تقوا او عفت د پردو د شلولو لپاره.

اسلام له جمال او ښکلا سره مخالف نه دى او له دې حس سره يې نه يوازې دا چې مبارزه نه ده کړې؛بلکې په ځينو برخو کې يې تاييد کړى هم دى. په کافي کې د ((الزى و التجمل)) يو عنوان دى. “تجمل” ځان ښايسته کولو ته وايي.

اسلامي روايت دى:خداى ښکلى دى او ښکلا يې ښه ايسي .(فروغ کافي٦/٤٣٨)

له دې ټولو اوچت د وينا ښکلا ده،چې اسلام ورته ډېر پورته کتلي، چې په خپله د اسلام يو اعجاز د قرآن شريف د وينا ښکلا ده.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست