تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ اسلام او ښځه   اسلامي نږه مفکوره په پيدايښت کې د نارينه او ښځې انسانتوب ته په يوه ليدلوري ويني او دواړه خوځښت او رغاونې ته رابولي او له بهيره د کږېدو مسووليت يا په ګروهه کې پايښت يو رنګ د دواړو پر اوږو ږدي او د انساني تکامل د اصل […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

اسلام او ښځه

 

اسلامي نږه مفکوره په پيدايښت کې د نارينه او ښځې انسانتوب ته په يوه ليدلوري ويني او دواړه خوځښت او رغاونې ته رابولي او له بهيره د کږېدو مسووليت يا په ګروهه کې پايښت يو رنګ د دواړو پر اوږو ږدي او د انساني تکامل د اصل له مخې د دواړو تر منځ ونډې او مسووليتونه ويشي، چې د نارينه او ښځې تر منځ د ارزښتونو په تعامل انساني ځانګړنې د وندو او مسووليتونو د تکامل په کچه توحيد او انسجام ومومي.

خداى تعالى په قران کې هم ښځې ته د نارينه په څېر خطاب کوي او په ګروهه او مسووليت کې يې له نارينه سره اوږه په اوږه بولي او په انساني او روحي ارزښتونو کې يې يو رنګ ګڼي. په ديني، اسلامي مفکوره کې نارينه او ښځه يو رنګ مقام لري. له هماغه پيله خداى ټولو پرښتو ته اعلانوي: ((بقره: 30 آيت: إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً، زه پر ځمکه خليفه د (ځايناستى) ټاکم)) او له هماغه سره ددې الهي امانت پېټى د انسان پر اوږو ږدي او بېشکه لکه څنګه، چې ددې امانت پېټى نارينه رانغاړي، نو ښځې هم رانغاړي. که په قرآن کې په ځير نه د ښځې څېرې ته وکتل شي، دوه مقامه ورته مونداى شو: ګډ او عمومي مقام او ځانګړى مقام. په ګډ مقام کې ښځې ته استثنا مونداى نشو او په دې برخه کې د نارينه او ښځې کړ چار يو رنګ دى. خو دا، چې قرآن د ښځې دې مقام ته هومره اشاره کړې نه ده، لامل يې دا دى، چې قرآن تل په دې مقام کې په ټوليز ډول د انسان د ونډې خبره کوي. که څه د قرآن په ډېرو آيتونو کې د ښځې عمومي مقام ته اشاره مونداى شو. خو د ښځې ځانګړې ونډه، د بشري ځوځات غځونه ده، چې د بشري تکامل يوه لاره چاره ده، او خداى يې انسان ته وړاندوينه کړې ده.

نو ځکه څه، چې په ټولنه کې د ديني معرفت، پوهاوي او د اسلامي د ليد لوري په نامه مشهورېږي، په نظر رسي، چې له هغه څه سره د ملاحظې وړ توپير لري، چې پخپله اسلامي کې دي، په بله وينا د ښځې انسانتوب اقتضانه کوي، چې د دين له ليد لوري يو پرېوتي او نا عادلانه مقام، لکه څنګه، چې يو شمېر کاږه اندي يې انګېري ورته وټاکو.

د ((عدالت)) راوړل د انبياوو د بعثت او د رسولانو د ارسال خورا مهمه دنده د ((ناس= نارينه او ښځې)) پر غاړه ايښوول شوې ده.

حديد_ 25 آيت: لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ.

نو ځکه د قرآن له نظره په عدل راوړو کې د ښځې ونډه، د نارينه په څېر ده)1(.

بلخوا دا زوړ چورليز ټکى، چې ښځه د نارينه د بې لاريتوب لامل شوې او نارينه هم د ښځې د فتنې جبرانولو ته تل پر ښځه حکومت کړى، يوه مفکوره ده، چې په تورات کې او څار شوې او د بېلابېلو سيمو عامو ادبياتو او فرهنګ ته ورننوتې ده.

حال دا، چې په اسلام کې دا مفکوره له بيخه بله بڼه لري. که ((آدم)) ښويېدلى، نو حوا تېر ايستى نه دى، بلکې دواړه يوځاى ښويېدلي دي: ((فارلهما الشيطان)) (بقره_ 36 آيت) شيطان دواړه وغولول: ((فوسوس لهما الشيطان)) (اعراف_ 20 آيت) شيطان دواړو ته وسوسه واچوله خورا مهم ټکى، چې ډېر لږ په پام کې نيول شوى، دا دى، چې په قرآن کې، خداى تعالى سر غړاوى آدم ته ورمنسوب کړى دى او نه حوا ته ((و عصى آدم ربه فغوى)) (احزاب_ 35 آيت) محمد مهدي شمس الدين په ((اهليه المراة لتولى السلطه)) کتاب کې د يهوديت او مسيحيت پر وړاندې د اسلامي ليدلوري پوره څرګند کړى دى.

ققرآن کريم په ((احزاب_ 35 آيت)) کې نارينه او ښځې په لاندې اوصافو او ځانګړنو يادوي، چې په واقع کې يو د بل انډول او سره مساوي دي:

1_ مسلمانان او مسلمانانې.

2_ مؤمنان او مؤمنانې.

3_ تابعداران او تابعدارانې.

4_ رښتيني او رښتينې.

5_ صبر کوونکي او صبر کوونکې.

6_ عاجزي کوونکي او عاجزي کوونکې.

7_ خيراتيان او خيراتيانې.

8_ روژه تيان او روژه تيانې.

9_ د خپلو عورتونو ساتونکي او ساتونکې.

10_ د الله ډېر يادوونکي او يا دوونکې.

د قرآن په هغو آيتونو کې، چې د نارينه او ښځې په پيدايښت پورې اړوند دي. د دواړو جنسيت يې د انساني ذات او ماهيت له حريمه دباندې ګڼلى او نارينتوب او ښځتوب يې د انساني ډول د تميز لامل بللى نه دى.

بېلابېل آيتونه لکه ))نساء_ 1 آيت((، ))نحل_ 72 آيت(( او ))حجرات_ 13 آيت(( ښيي، چې جنسيت د انسان په حقيقت او ذات کې څه لار نه لري. نارينه او ښځه له يوه جنسه دي او که د فلاسفه و په ژبه وګړيږو، نو بايد ووايو، چې جنسيت د انساني ماهيت له حريمه لرې دى او په حقيقت کې عَرَض د جسم لازم دى او د ابو علي سينا بلخي په تعبير نارينتوب او ښځتوب دوه څپرکي يا دوه ذاتي ځانګړنې ګڼلاى نشو.

په دې توګه د اسلامي ښوونو له مخې نارينتوب يا ښځتوب يو هم د شرافت، وياړ او غوراوي لامل نه دى. هومره، چې نارينه له انساني ماهيته برخمن دى، ښځه هم ترې برخمنه ده. په قرآن کريم کې لولو:

مؤمن_ 40 آيت: )) قَالَ عَمَّا قَلِيلٍ لَيُصْبِحُنَّ نَادِمِينَ ((.

نحل_ 37 آيت: )) مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ ((.

تېر آيتونه ددې ښودونکې دي، چې نارينه او ښځه د ارزښتونو په ټاکنې او پر يو بل باندې په غوراوي کې هيڅ ونډه نه لري، بلکې د غوراوي او انساني کرامت شرط تقوا او صالح عمل دى.

پر دې سربېره نبوي احاديث او د عترت النبي روايات د ښځو د اکرام ښودونکي دي لکه، چې پيغمبر اکرم )ص( ويلي:

¯ ))د پيغمبرانو له اخلاقو ځنې له ښځو سره مينه ده((.

¯ ))سکه، ښځې درسره د خداى امانتونه دي، نو تېرى پرې مه کوئ((.

له امام صادق )رح( روايت شوى: ))اکثر الخير فى النساء، ډېرى ښېګڼې په ښځو کې دي((.

متاسفانه پورته آيتونو او رواياتو ته د پاملرنې پر ځاى او د پيغمبر )ص( د سيرت له خپلو مېرمنو او لوڼو سره يې چلن ته د پاملرنې پر ځاى او د حضراتو فاطمې، زينب او سيکنې )دامام حسين لور( د سياسي او ټولنيز چلن د پامنيوي پر ځاى او د هغو احاديثو او راياتو د پامنيوي پر ځاى، چې ټول د ښځو شان او دبدبه څرګندوي، د ښځې په اړه يو شمېر روايات )چې د مفهوم، درايد، او سند، رجال، په پار يې تينګ شک شته( د اسلامي اندنې پر اصلي جريان اوښتي او د ناپوهانو ناپوهي ترې خړوبېږي، چې دا جوړ کړاى شوي روايات دا دي: ښځه د شيطان دام دى، له ښځو سره مينه لکه د شيطان په لاس کې توره، ښځه او غوسه د شيطان ستر پوځ دى، له بدو ښځو ډډه وکړئ او له ښو يې هم ځان وساتئ، ښځې د شر او شرارت سرچينې دي. د چا، چې ښځې خوښېږي له خپل ژونده ګټه نه اخلي، له ښځو سره خبرې پخپله د شيطان يو دام دى او…..

څرګند قرآني نص دى، چې: ))و امرهم شورى بينهم، مؤمنين په خپلمنځي چارو کې سلا مشوره کوي(( او يا ))المؤمنون و المؤمنات بعضهم اوليا بعض يا مرون پالمعروف و ينهون عن المنکر، مؤمنان او مؤمنانې د يو بل دوستان دي او پر نېکيو امر او له بديو منع کوي(( خو بيا هم له ښځو سره د مشورې په رد کې يو شمېر بې له څه سريزې او مؤخره روايات شته لکه له حضرت علي روايت دى: ))ايا کم و مشاورة النساء فان راين الى افن و عزمهن الى وهن، له ښځو سره له سلا مشورې مو منع کوم، ځکه رايه او اراده يې کمزورې او سسته ده((.

او يا له امام صادق روايت دى: ))اياکم و مشاوره النساء فان فيهن الضعف و الوهن والعجز، له ښځو سره له مشورې دډه وکړئ، چې کمزورې، سستې او عاجزې دي((.

دا ډول روايات د قرآن له څرګند نص سره په ټکر کې دي او بايد په اصليت کې يې شکمن شو او که فرضاً سند يې هم سم وي، نو دوى بايد په خپل زماني ظرف کې وڅېړو. او ان هڅه وشي، چې د همدې مشرانو له نورو رواياتو سره تطبيق شي او که کومه تکمله او پوره کوونکې لري، نو پرې ورزياته شي، چې په کومو ځايونو کې له ښځې سره له مشورې او اطاعته منع کېږي او ايا اصولاً په دې ځايونو کې ښځې په نارينه و پسې ولاړې شي. چې اپوټه يې هم سمه ده. خو ځينې دا مسايل په پام کې نه نيسي او څه يې، چې په پام کې وي، هماغه پايله ترې اخلي.

امام صادق )رح( په بل روايت کې پوه او مجربې ښځې بېلې کړي، وايي: ))اياک و مشاورة النساء الامن جربت بکمال عقل، له ښځو سره له مشورې او لاروي ډډه وکړئ، خو هغوى، چې کمال او پوهه يې په تجربه جوته شوې وي((.

حضرت رسول اکرم )ص( وپوښتل شو: منظور څه دى، چې نارينه په ښځې پسې ولاړ نشي؟

رسول اکرم )ص( ورته وويل: ))تطلب منه الذهاب الى حمامات و العرسات و العيدات و النياحات و الثياب الدققايق، که ښځه له مېړه وغواړي، چې عمومي حمامونو د واده او خپګان غونډو او پلور ځايونو ته په داسې حال کې ورشي، چې نرۍ جامې واغوندي، چې بدن يې ترې ښکاري، نو نارينه يې نبايد خبره ومني.

¯ له امام علي )ک( روايت دى، چې که څوک له خپلې ښځې په څلورو ځايونو کې ومني، خداى يې پړ مخ په اور کې غورځوي، چې دا دي:

دا، چې له خپل مېړه وغواړي واده او وير )روباز و مختلط( غونډو، پلورځايونو او عمومي حمامونو ته په داسې حال کې ورشي، چې نرۍ جامې يې اغوستې وي، چې بدن يې تر معلوم شي او مېړه يې هم خبره ومني)2(.

نو، ځکه لازم ده د ټولنې ذهنيت له ځينو غلطو او ناسمو مفاهيمو پاک او چاڼ شي او په دې باب د قرآني علومو اواحاديثو کارپوهان سم او ناسم احاديث او روايات وپېژني او يو يو له کتاب او سنتو سره وسنجوي. په نظر مې بايد، چې په ښځو پورې اړوند مسايل، د نارينه د مسايلو په څېر، په يو عملي او موضوعي دود وڅېړو. بايد اوڅار احاديث په ځير وشنو، چې ايا په رښتيا دا احاديث له پيغمبر اکرم )ص( روايت شوي دي. ايا د عترت النبي )ص( امامانو دغسې خبرې کړې دي؟ کېداى شي دا حديث جعلي او جوړ کړاى شوى وي يا يې په دروغو په پيغمبر )ص( او سپينلمني امام پورې ورتړلى وي، په راوروسته پړاو کې که پيغمبر )ص( يا امام دغسې خبره کړې وي، مونږ بايد ددې حديث د ويلو شرايط او تاريخي وضعيت په ځير نه وڅېړو. په کوم ټولنيز موقعيت او فضا کې، چې دا حديث او څار شوى، بايد ويې پېژنو. موږ له ځينو احاديثو سره مخېږو، چې دقيق تفسير ورته موندلاى نشو. لکه په نهج البلاغه کې له حضرت علي )ک( روايت شوى، چې وايي: ))ان النساء نواقص العقول، نواقص الحظوظ، نواقص الايمان((، ))سکه ښځې د عقل، برخې او ايمان له پلوه نيمګړتيا لري(( په اند مې راته ستونزمنه ده، چې علي )ک( به دغسې خبره کړې وي، ځکه، داکليمات پر يو دليل يا علت ويل شوى، چې د مناققشې او شننې وړ دي. چې کله د ښځو د عققل د نقصان په باب خبره کېږي، علت يې دا دى، چې له يوه تن نارينه سره د دوو ښځو شهادت مساوي. په نظر مې، چې د شهادت چارې په عقلي چارو پورې څه تړاو نلري، عقل يو انديز قدرت او حالت دى، حال دا، چې شهادت يو طبيعي ننګېرنه ده او په نقل روايت او ويلو کې په ډاډمنتيا پورې تړاو لري. شهادت له عقل سره ټولنيز تړاو نلري. شونې ده، چې يو انسان سم يا ناسم شهادت ورکړي، خو په عقل پوره نه وي، لکه په خپل شهادت کې وايي: ))دغسې مې وليدل((، چې که په خپلو ويناوو کې رښتونى وي، نو د شهادت شرايط عملي کېږي، نو څرګنده ده، چې د شهادت دا تعليق د عقل د نيمګړتيا په نامه څه تړاو نه لري.

د عقل نيمګړتيا، يعنې دا، چې تر نارينه د ښځې فکري قدرت لږ دى، حالت دا، چې شهادت په دې موضوع پورې څه تړاو نلري. دا،چې ځينو ويلي، چې د ښځو عاطفي قدرت ډېر دى، نو عاطفي اړخ يې د عقل د لږوالي پر مانا نه دى. شونې ده، چې يو انسان هومره عاطفي وي، چې په يوې مسالې کې بې عقله څه تصرف وکړي،خو دا ځاى نه ازبادتوي، چې نومړى پر عقلي نيمګړتيا اخته دى.

يادونه: هغوى، چې ددې نظر پر خلاف نظر لري، اشاره ورته شوې ده، چې تر اړوند عنوان لاندې يې ولولئ. د برخو د نيمګړتياوو په باب، چې ))للذکر مثل حظ الانشيين، هلک ته د نجلۍ دوه برخې دي(( که خداى د نارينه دوه برخې ټاکلي، نو د ښځې د نفقې او د اولادونو د لګښت مسووليتونه يې هم ورترغاړې کړي دي، چې ښځه دغسې مسووليت نلري، نو ځکه دا چار د برخې نيمګړتيا انګېرلاى نشو. شونې ده، چې په ځينو حالاتو کې ان د برخې )حظ( زياتوالى هم وي، کوم مسووليتونه، چېد نارينه و پر غاړه دي، لاملرېږي، چې خپله ټوله برخه ولګوي. حال دا، چې ښځه دغسې مسووليت نلري.

د ايمان د نقصان په باب ويل شوي، چې علت يې د ښځې په مياشتنۍ کې د لمانځه نه کولو دي، د لمانځه پرېښوول پخپله يو الهي اطاعت دى، نه د ايمان نقصان او کمښت. خداى ويلي، چې په دې وختونو کې لمونځ مه کوئ، نو ښځې د خداى مني او لمونځ نه کوي. خداى، چې څه فرض يا حرام کړي، بايد ويې منو. له همدې امله که په رښتيا حضرت علي )ک( دا خبرې کړې وي. ددې کليماتو په اصلي موخه پوهيداى نشو، خو دا، چې ووايو دا کليمات په ځانګړوشرايطو کې او څار شوي دي. لکه ووايو، دا ويينې نقصان له بڼيز او شکلي پلوه او څارويو، نه له منځپانګيز او مضموني پلوه په نهج البلاغه کې حضرت علي )ک( ته ورمنسوب يوه غونډله ده، چې ))المراة شرکلها و شرما فيها انه لابد منها،  (( په ګومان مې منلاى يې نشم، چې علي )ک( دې دغسې خبره وکړي، ځکه د قرآني آيتونو پر خلاف يوه خبره ده، خداى تعالى وايي: ))انا هدنياه السبيل اما شاکراً و اما کفورا((.

ان علي )ک( خپل زوى امام حسن )رض( ته په وصيتپاڼه کې کاږي : ))انما قلب الحدث کالارض الخاليه کلما القيت فيها قبلة، ښځه يا نارينه، چې زيږيږي، د شر يا ير وړتيا لري. نه دا،چې د ښځې ټول وجود شر وي، که ټول وجود يې شر وي، نو څنګه د شر په پار سزا ورکول کېږي؟

ددې غونډلې مانا، چې د ښځې بدترين شر دا دى، چې هرومرو ورته اړين يو، خو دا، چې ووايو، د ځوځات د غځيدا په پار ورته اړين يو، چې په دې باب له نارينه سره څه توپير لري؟ په نظر مې ډېره ستونزمنه ده، چې علي )ک( دغسې يوه خبره کړې وي.

ځکه د اهل بيتو امامانو امر راته کړى، چې هر حديث يا کوم نص له قرآن سره تطبيق کړو. نو څه، چې د خداى له کتاب سره اړخ ونه لګوي، بې ارزښته دي. دنده مو دا ده، چې په دې کليماتو کې پوره ځير نه او پلټنه وکړو. د حديث په سند کې شننه وکړو، چې راويان يې تر کومه بريده ډاډمن ول. د منځپانګې په اړه يې څېړنه وکړو، چې له انديز پلوه په قرآن کريم د راغليو انديزو قضاياوو سره تر کومه بريده اړخ لګوي.

وګورئ: )1( شيخ فضل الله، تاملات اسلاميه حول المراة = اسلام، زن و کنکاشي جديد((.

)2( مجتبى هاشمي رکاوندي، مقدمه اى بر روان شناسي زن با نګرشي علمي و اسلامي )قم: شفق، 1370 ل(.

¯ په ستر، خو په ټولو ډګرونو کې فعاليت

لويديځوال انګېري، چې حجاب يو خنډ دى، د يو بند په څېر دى، چې ښځه پکې بندۍ ده او ستر يې د خلاقيت او هلوځلو مانع دى. په نظر مې، حجاب بند نه دى او خنډ هم نه دى ښځه په ستر سره په ګردو سياسي، ټولنيزو، فرهنګي او وټيزو برخو کې فعاليت کړاى شي، خو بايد اسلامي ارزښتونه او سپارښتنې رعايت کړي. دا سپارښتنې يوازې د ښځو په اړه نه دي اونارينه و ته هم دي.

په افغانستان، سودان، لبنان، ايران او ډېرى اسلامي هيوادونوکې د ښځو د فعاليت تجربې راښيي، چې ښځې په بېلا بېلو ډګرونو کې فعاليتونه او مسووليتونه لري، په ځينو چارو کې ان تر نارينه و مخکې شوې دي، لږ تر لږه خو په يوې برخې کې هم تر نارينه و وروسته پاتې نه دي. په دې ټولو برخو کې وينو، چې حجاب د ښځو د فعاليت خنډ نه دى. د حجاب فلسفه دا ده، چې اسلام د نارينه او ښځې تر منځ اړيکه يوه انضباطي اړيکه بولي. اسلام هغه ټولنه نه غواړي، چې پکې بې ضابطې جنسي اړيکې وي او په اصطلاح جنسي کمونيزم وي. اسلام نه غواړي، چې د ښځې يو داسې موقعيت وي، چې ارزښت يې د نارينه و پام را اړول وي. اسلام د جنسي چلن مخالف نه دى، خو نه غواړي، چې دا چلن د لويديځ په څېر بر بند او د خلکو په مخ کې وي، بلکې ښځه په طبيعي او مناسب موقعيت کې خپل ښځينه، انوثيت، حالات ښوواى شي، لکه د ښځو غونډې يا له خپل مېړه سره په تړاو. اسلام د نارينه او ښځې تر منځ په نژدې، دوستانه او مينناکو اړيکو ګروهه لري او هم غواړي، چې د ټولنې فضا له هر ډول شکمني سوچه او پاکه وي، چې د ښځې عفت او ارزښت زيانمنوي. خو لويديځ بې له دې، چې د ښځې روحي او مانيزو ارزښتونو ته يې ورپام وي، ټول پام يې يوازې د ښځو د بدن د کتو ازادۍ ته دي. دوى غواړي، چې د ښځې له بدن او ظاهره خوند واخلي، خو اسلام د ښځې روح او معنوياتو ته په پامنيوي،د اخلاقي آرونو او د ټولنې د واقعياتو تر منځ يوه منطقي او سوليزه اړيکه رادبره کوي ته وا لويديځوال انسان په اور کې غورځوي، بيا ورته وايي، چې هسې نه وسوځي!

¯ ښځه او قضا

په اسلامي فقه کې د ښځو د قضا درد په اړه څه نښې شته او ددې رد علت يې څرګند کړى، چې د ښځې عاطفي اړخ ډېر غښتلى دى او شونې ده، چې همدا اړخ د ))حکم(( په څرنګوالي کې اغيز پرېباسي او په هوډ نيونه او حکم کې د کږښت لامل شي، نو ځکه په ځينو رواياتو کې راغلي، چې نبايد ښځه قضايي مسووليت تر غاړې کړي. خو ددې رواياتو په باب په وروستيو فقهې او اصولي ويينو کې څه ملاحظات شته، چې په اړه راغلى حديث، ناډاډمن بولي. مهم او د پام وړ ټکى دا دى، چې په ننني وخت کې د قضايي چارو دود تر تېر وخته ډېر تغيير کړى دى، لکه وکيلان شته، چې د قاضي پر وړاندې استدلال کوي او په قضايي بېلابېلو چارو کې وينې کوي. ويلاى شو، چې نن قضا تر تېر پېره دېر توپير لري.

¯ ښځه او حکومت

دا، چې ښځه په واکمنۍ کې ونډه درلوداى نشي، په صحيح بخاري کې د يو راغلي حديث له مخې استدلال کوي. پيغمبر اکرم )ص( خبر شو، چې په فارس کې يوه ښځه واکمنه ده، نو پيغمبر )ص( وويل: ))ما افلح قوماً ولتهم امراءة، هغه قوم نه برېمنيږ، چې ښځه پرې واکمنه وي((.

موږ دا يو ډاډمن حديث نه بولو. لکه، چې پوهېږئ په تېرو کې حکومتي دود په ننني وخت کې له حکومتي دود سره ډېر توپير لري. په تېر پير کې حکومت، يو وګړيز دکتاتوري حکومت و. پاچا پر خپل نظر او سليقې حکومت کاوه، بې له دې، چې د سلاکارانو مشورې ته يې څه پام وي او يا سوچه يې ځان اړين نه باله، چې له نورو سره مشوره وکړي. خو په اوسني پير کې حکومتي چارې داسې دي، چې واکمن پخپله محکوم دى، چې په قانون پسې ولاړ شي، د هغو بنسټونو پر وړاندې ځواب ورکوونکى دى، چې حکومت څاري. شونې ده، چې دا بنسټونه يې له حکم سره په ټکر کې وي او کله يې حکم نقض او مات کړي. زموږ په پېر کې نارينه او ښځو ته د حکومت شرايط د تېر وخت له حکومتي شرايطو سره بخي توپير لري که په نظر رسي، چې په تېر وخت کې د ښځې واکمني يو منفي چار و، ځکه ښځې لکه، چې ښايي عدالت، فرهنګ او قانون يې رعايتولاى نشو، خوزموږ وخت ترې توپير لري، ښځه په عقلمنۍ او حکمت سره ځانګړې او ممتازېداى او د نورو له سلا مشورې ګټنه کړاى شي.

قرآن کريم د سبا ملکې داستان روايتوي، چې واکمنه وه او په هوډنيونهشې په تدبير او عقل چلېده، او په مسايلو کې يې د خپل قوم له مشرانو سره سلا مشوره کوله، چې که هوډ نيسي، نو د ټولو پرخو ښه وي.

چې کله د سليمان عليه السلام ليک ور ورسېد، د خپل قوم له مشرانو سره يې مشوره وکړه، چې خپل نظريات ور واوروي. د قوم مشرانو يې ورته وويل، بايد د هيواد شونتياوې او وزلې راټولې او له سلميان )ع( سره د مخامخېدو لپاره چمتو وي. د سبا ملکې په دې باب سوچ وکړ او ويې ويل: زه سليمان )ع( ته يوه ډالۍ ورلېږم او ويې ښووه، چې په فکر او تدبير کې د خپل قوم تر نارينه و ښه عقلمنه ده. چې کله يې له سليمان )ع( سره ليده کاته وکړل، غاړه يې ورته کېښووه او ويې ويل: ))اسلمت مع سليمان لله ربي العالمين، له سليمان سره مې نړۍ پال الله ته غدړه کېښووه(( دا غاړه ايښوونه او منل يې له يوې انديزې ژورتيا راولاړ شوي و. قرآن دغسې يوه ښځه د حکيمي لر اندې او مدبرې ښځې په نامه معرفي کوي، چې د خپل هيواد واکمنه وه، نو اسلام څنګه کړاى شي، چې دا فکر رد کړي، چې ښځه په واکمنۍ کې گډون نشي کړاى او يا واکمنه شي؟ په دې باب اسلامي اجتهاد د کتاب او سنتو له مخې فتوا ورکولاى شي.

¯ زهرا )س(، د ښځې د حقيقت اوچته بېلګه

حضرت زهرا د ښځې په حقيقت کې د توازن او انډول اوچته بېلګه ده. کومه ونډه، چې د مور، مېرمنې، د يوې مجاهدې او عابدې ښځې په نامه لري او سلوک او اخلاق يې د هغه انسان په توګه، چې اخلاقي ارزښتونه پکې انځور شوي، ګرد سره يې د وجودي توازن او چلن ښودونکي دي. د حضرت زهرا د ژوند په څېړنه او ښانده کې، په پيل کې، د پيغمبر اکرم )ص( د لور ه نامه او څار ده. زهرا )س( پوهېده، چې رسول الله )ص( د زوکړې په پيل کې، خپل پلار يې له لاسه ورکړى دى، څه موده وروسته يې مور مړه شوه، مېرمن يې خديجه )رض( هم له نړۍ ولاړه. زهرا )س( خپل پلار ته د خپل پلار او هم د الهي پيغمبر په توګه پېرزوينې ورځارولې تر دې، چې پيغمبر )ص( د زهرا )ص( په اړه ويل: ام ابيها )د پلار مور يې( دا عبارت دا واقعيت ښيي، چې پيغمبر اکرم )ص( په کوچنيوالي کې مورنۍ مينه ليدلې نه وه. زهرا په خپلې ټولې مينې وکړاى شو، چې د پلار دا عاطفي تشه ډکه کړي. په بل اړخ کې، ژوند ته يې د يوې مېرمنې په نامه وينو. زهرا د مېرمنې په توګه، علي )ک( ته غوره مېرمن وه. لکه، چې په خپل وروستي وصيت کې يې علي )ک( ته وويل: ))ما خالفتک منذ عرفتک، چې له کله مې پېژندلى يې، بيخي مې مخالفت درسره کړى نه دى((. دا غونډله له علي )ک( سره د زهرا )س( چلن ښيي، چې خپل مېړه ته رښتونې او لاس په نامه وه، چې څنګه چلن ورسره وکړي، چې مېړه يې د جهاد او فکر په ډګرونو کې کوچنى شانته اندېښمني ونه لري. علي )ک( له زهرا )س( سره په کور کې په داسې فضا کې اوسېده، چې دا فضا د اسلام انځور و، هغه کور، چې د روح، جهاد او اخلاقو د سکون او آرامۍ اوچته بېلګه وه.

نو، ځکه زهرا )س( ټولو ښځو ته يوه بېلګه او لارښوده ده، چې په خپل کورني ژوند کې خپل وچلېږي، آګاهانه چلن او نه د زور او اکراه له مخې، چې د کور فضا پوره اسلامي وي او دا کور ټولنې ته يوه بېلګه وي. زهرا د مور په توګه خپل ټول پام خپلو اولادونو ته ور اړولى و، هغه اولادونه چې دوه تنه يې د امامانو په نامه او څار دي او هم د زينب )س( په څېر لور، چې په خپل جهادي حرکت يې وکړاى شو، چې د خپلې مور د روحي دبدبې يوه بېلګه وي. ددې ټولو اړخو ترڅنګه زهرا، يوه ښوونکې وه، مسلمانانو مېرمنو او نجونو ته يې په ورزده کړه کې خپله ونډه پېژانده د انصارو او مهاجرينو، له ښځو سره يې غونډه درلودې او مطالب يې ورزده کول. څه يې، چې له پيغمبره )ص( زده کړي ول. ورښوول يې. پردې سربېره، هغه يو عابده او نږه انسانه وه، دشپې هومره په عبادت کې ډوبېده، چې پښې يې پړسېدې. امام حسين )رض( ليدل، چې مور يې په لمونځونو او دعاګانو کې ځان ته څه نه غواړي، پوښتل يې: مورې ولې ځان ته څه نه غواړې؟ زهرا )س( ويل: ))الجار ثم الدار: لومړى ګاونډ بيا کور((. دا بېلګه ښيي، چې زهرا او ټول اهل بيت مخکې تر دې، چې د ځان په فکر کې وي، د نورو په فکر کې ول، چې دا د انساني ارزښتونو اوج دى. زهرا ګروهنه وه، چې د انسانيت حقيقت دا دى، چې انسان لکه څنګه، چې د ځان په فکر کې دى، د نورو په فکر کې هم وي، خو مخکې تر دې، چې د ځان په فکر کې وي، د نورو په فکر کې دې وي، دا په واقع کې يو ډول ندنه او فداکاري ده، چې انسان د انسانيت لوړې څوکي ته ور رسوي.

زهرا )س( په خبرو، فکر او چلن کې د صداقت او رښتينتوب اوچته بېلګه وه. داسې، چې حضرت عايشه بي بي يې په اړه وايي: ))ما رايت فى هذه الامه اصدق منها الا اباها، بې له پلاره يې په امت کې مې له فاطمې ډېره رښتونې ليدلې نه ده((.

دا چلن او روحيه، د پيغمبر )ص( د روح او سلوک يوه نښه وه، پيغمبر )ص( هم لاله وخته په خلکوکې په صداقت او امانتوالۍ مشهور و.

زهرا )س( له حقه په دفاع کې يوه مجاهده وه. د علي )ک( له حقه يې دفاع کوله. چې يې وليدل نورو له علي )ک( خلافت اخستى، نو د علي )ک( له مشرۍ او خلافته يې دفاع وکړه، هغه يوه مسلمانه انسانه وه، چې د حق په تکيه کې ولاړه وه، په نبوي جومات کې يې په يوې سترې غونډې کې، خپله مشهوره وينا واوروله، داسې يوه خطبه او وينا، چې د بشريت رازونه او د سياست کړنلارې څرګندوي. مسلمانانو تر دې ورځې دغسې يوه صحنه ليدلې نه وه، چې يوه ښځه په نارينه و کې وينا کوي، خو زهرا پوهېده، چې دغسې دنده او مسووليت لري. له علي )ک( سره د مهاجرينو او انصراو کورونو ته ورتله او د علي د حق په اړه يې خبرې ورسره کولې، هغه يوه خوځنده انسانه وه، چې په ټولنه کې يې د حق عملي کولو ته هڅه کوله.

همدغسې په رواياتو کې لولو، چې د مهاجرينو او انصارو ښځې ورته راتلې او زهرا د علي د حق په کله ورسره ګرديه او د هغوى پر نارينه و يې نيوکې کولې.

نارينه به زهرا )س( ته ورتلل او عذر يې غوښته، زهرا به دوى ته هم وينا اوروله. هغې د يوې باخبرې او آګاهې مجاهدې په توګه په اسلامي ټولنې کې د نيوکې باب پرانست، چې خلک په څرګنده د علي )ک( پر حق پوه او ويې پېژني، چې مشري د علي )ک( حق و. ان وصيت يې وکړ، چې تر مړينې وروسته يې، دشپې شپې او پټه ښځه کړي، چې دا پېښه هم يو تامل راولاړوونکې وي، پر هغوى يوه نيوکه او ګوتڅنډنه وي، چې د علي )ک( حق يې ناليدلى وګاڼه، چې خلک وپوښتي د زهرا دشپې شپې ښخيدو لامل څه و.

له دې امله ويلاى شو، چې زهرا مسلمانو ښځو ته يوه اوچته بېلګه ده، چې پوه شي زهرا څنګه خپل پلار ته يوه ښه لور وه، هغه پلار، چې د رسالت د روڼ پېټي يې پر اوږو و. علي )ک( ته څنګه يوه صالح مېرمن وه، په تېره په هغو شرايطو کې، چې علي له سترو ستونزو سره مخ شوى و. او زهرا څنګه مورنۍ ونډه تر سره کړه او څنګه د حق پر خلاف جرياناتو پر وړاندې ودرېده او دا توازن او انډول يې وښود، چې څنګه يوه ښځه د مينې، عاطفې ، ټولنيز او سياسي مسووليت لوړې څوکي ته ور رسېداى شي. جوته يې کړه، چې د ښځې سياسي فعاليت، په واقع کې يوه شرعي اسلامي دنده ده، ځکه زهرا، چې سپينلمنې او له اهل بيتو ځنې ده، چې خداى له هر ډول چټلۍ پاکه کړې.

احزاب_ 33 آيت: )) وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلاَ تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلاَةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا (( سياست ته ورننوته، نو ځکه بايد مسلمانې ښځې ترې پند واخلي او ورپسې ولاړې شي او د وروسته پاتې والي او انزوا له حالته راووځي او په پوره ځواک، پوهې او نشاط په ټولنيز وسايلو کې فعالې وي او پوه شي، چې دا چارې يې له مورنۍ ونډې او د مېرمنې په توګه ورباندې پر ورايښوو مسووليتونو سره په ټکر کې نه دي دا يو داسې دى، چې له زهرا )س( يې زده کوو.

¯ يادونه: د فاطمة الزهرا له کتاب راواخستل شي:

1_ د فاطمې خطبه: په نبوي جومات کې.

2_ د فاطمې خطبه: انصارو له ښځو سره.

3_ د فاطمې هغه بله خطبه.

¯ سرچينې: په دې څېړنه کې له لاندې کتابونو ګټنه شوې ده:

1_ مجموعه پرسش هاى دانشجويى شماره هفتم.

2_ دفاع از حقوق زن محمد حکيمى.

3_ استاد محمد تقي شريعتى، فايده و لزوم دين.

4_ علي طهماسبي، نګاهي ديګر به مفاهيم قرآن.

5_ جميله کديور، زن.

6_ قضاوتپوه، حضرت ګل حسامي، د ښځو پر ضد تاوتريخوالى د څه لپاره؟

7_ اجرالدين اقبال، د فاطمة الزهرا ژوند.

پاى_ 4 سرطان 1392_ وقت: 7 صبح

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست