تبلیغات

په پخوا زمانو كې د “روم” د امپراطورۍ په يوه ښار كې يو ظالم او ځانمني واكمني كوله،چې نوم يې “دقيانوس” و. هغه د حضرت “عيسى” تر پېغمبرۍ وروسته پاچاهۍ ته رسېدلى و؛ خو ددې پر ځاى چې د حضرت “عيسى” پر دين ايمان راوړي، په خلكو کې يې د بوتانو عبادت دود كړ او […]

په پخوا زمانو كې د “روم” د امپراطورۍ په يوه ښار كې يو ظالم او ځانمني واكمني كوله،چې نوم يې “دقيانوس” و. هغه د حضرت “عيسى” تر پېغمبرۍ وروسته پاچاهۍ ته رسېدلى و؛ خو ددې پر ځاى چې د حضرت “عيسى” پر دين ايمان راوړي، په خلكو کې يې د بوتانو عبادت دود كړ او چا به چې ورسره مخالفت كاوه؛ نو يا يې سنګساراوه او يا يې ورته سر له تنې جدا كاوه او د خلكو د عبرت لپاره به يې د ښار پر دروازو راځوړنداوه.

هغه مهال ددې ظالم پاچا په خپلوانو كې داسې كسان هم وو او پوهېدل ،چې بايد ځان له دغو ځنځيرونو وژغوري او د څښتن عبادت پيل كړي . هغوى څو پاك ځوانان وو ، چې همېشنۍ نېكمرغۍ ته يې فكر كاوه؛ خو څه يې نه شو ويلاى .

يوه ورځ،چې د ښار خلك په اختر كې له بوتانو راتاو شوي وو؛ نو په دوى كې يو پاك ځوان و،چې د بوتانو له عبادته كركجن و، ولاړ او د يوې ونې تر سيوري لاندې په فكر كې ډوب كېناست. څو شېبې ورسته څو نور ځوانان هم ،چې د هغه په څېر د بوتانو له عبادته كركجن وو، ورسره كېناستل. اوس دوى اوه تنه وو ،چې د يو بل پر عقايدو پوهېدل او ټينګه انډيوالي يې شوه او هوډ يې وکړ،چې خپل عقايد پټ وساتي.

دې ځوانانو به له خلكو سره د بوتانو د عبادت په عمومي غونډو کې ګډون كاوه؛خو همدا چې وخت به يې پيدا كړ؛ نو يوې څنډې ته به شول او د څښتن پر عبادت به بوخت شول، تردې چې يوه شپه را ټول شوي وو،يو يې وويل: انډيوالونو! اورېدلي مې دي،چې امپراتور مو له رازه خبر شوى او سبا مو خپل دربار ته غواړي او د ټولو په مخكې به رانه وغواړي،چې له خپلو عقيدو لاس واخلو او كه داسې مو ونه کړل؛ نو و به مو وژني!

يو بل يې هم وويل: ما هم دا خبر اورېدلې ده؛ خو موږ بايد د امپراتور د ظلمونو پر وړاندې صبر وکړو؛ ځكه ناشونې ده ،چې له خپلو عقيدو لاس واخلو.

بله ورځ د امپراتور پر حکم ټول ونيول شول او دربار ته راوستل شول .

امپراتور وويل : اورېدلي مې دي،چې يو نوى دين مو منلى دى او زموږ له دينه بي لارې شوي ياست، كه مې خپلوان مې نه وئ؛ نو همدا اوس به مې در نه سرونه غوڅ كړي واى؛خو تر سبا وخت دركوم، ولاړ شئ او تر سبا مو فكرونه وكړئ، تمه لرم ،چې سبا مو عقل سر ته راغلى وي او له خپل نوي دينه لاس پر سر شوي ياست .

مؤحد ځوانان ولاړل او له يو بل سره يې سلا مشوره وكړه.

يو يې وويل: غوره به دا وي،چې د يوې مودې لپاره له سترګو پناه شو.

يو بل وويل: وړانديز دې منم، دا ځاى نور د پاتې كېدو نه دى او بايد ځانونه په امن كړو. لمر لا نه و راختلى ،چې له ښاره د غرونو او بيديا پر لوري ووتل. په لار كې يې يو شپون وليد،چې شيدې يې ترې وغوښتې. شپون يې ،چې له کيسې خبر شو؛ نو زړه يې پرې بيالود ورته يې وويل: زه هم له دې قومه بېزاره يم، ځان ته مو نه پرېږدم او امن ځاى ته به مو ورسووم.

ځوانانو د شپون وړانديز ومانه او هغه سپى هم له ځوانانو سره روان شو،چې رمه يې ساتله او هغوى يې ځان ته پرېنښوول . تر څو ساعتونو مزل وروسته يو غار ته ورسېدل او ورننووتل،چې د دمې لپاره سملاستل؛ خو ډېر وخت لا تېر نه و ،چې ټول ډوب خوب يووړل .

ورځې،شپې او کلونه تېر شول . “دقيانوس” او ياران يې مړه شول او خلكو هم هر څه هېر كړل، ښار ټول بدل شو؛ هر څه بدل شوي وو؛ خو ځوانان هماغسې ويده وو.

اصحاب “كهف” 309 كاله ويده وو،چې لوږې او تندې را ويښ كړل؛ نو يو يې وويل: اوه! څومره ښه خوب مو وكړ؛ لكه چې څو ورځې ويده وو.

هغه بل وويل: نه زما پر خيال ،چې تر اوسه لا يوه ورځ هم نه ده پوره شوې؛ ځکه لمر لا نه دى ډوب شوى.

هغه بل وويل: دا بحثونه ګټه نه لري. څه چې واقعيت لري دادى،چې زه وږى يم او غوره به وي،چې يو تن ښار ته ولاړ شي،خواړه را وړي او ځان د ښار پر احوال هم پوه كړي.

“يمليخا” نومي ښار ته ولاړ. هغه پر لار ليدل ،چې هر څه بدل شوي،كورونه بدل شوي؛ خو سر يې نه خلاصېده ، چې څه شوي دي او چې کله د ښار دروازې ته ورسېد؛ نو و يې ليدل،چې ښار هم بدل شوى او صليب پرې را ځوړند شوى،لومړى يې فكر وكړ ،چې غلط ځاى ته راغلى؛ خو د ښار ساتونکي يې،چې وپوښت؛ نو پوه شو،چې سم راغلى او په وېره او احتياط ښار ته ورننووت. واټونه،كوڅې او کورونه ټول بدل شوي وو؛ نه پوهېده كوم خوا ولاړ شي او ډوډۍ واخلي . يو ځوان يې وپوښت او هغه هم نانوائي وروښود.

“يلميخا” له نانوايي ډوډۍ واخسته او د ډوډۍ پيسې يې نانواني ته وركړې. نانوايي د “يلميخا” روپۍ لاندې باندې كړه او په فكر كې ډوب شو. هو! نانوايي له هماغه پيله پوه و،چې دا سړى،چې عجيبه جامې يې پر تن دي، د خورا رازونو خاوند دى او بيا يې په ورو “يلميخا” ته وويل: له هماغه پيلهه درباندې پوه شوى وم ،چې خزانه دې موندلې،زما برخه پکې وكړه كه نه نو سلطنتي پوليسو ته به دې وسپارم.

“يلميخا” په وېره انكار كاوه ،چې دا روپۍ پخوانۍ نه دي او کومه خزانه يې هم نه ده موندلې او غوښتل يې هر څنګه ،چې وي له هغه ځايه پښې سپکې كړي؛ خو نانوايي پرې خلك را ټول كړل. د ښار خلك تر څو ساعتونو بحث او خبرو اترو وروسته پوه شول،چې دا هماغه سلطنتي ځوانان دي،چې 309 كاله مخكې د ظالم امپراتور له وېرې تښتېدلي وو او امپراتور کلونه کلونه ورپسې و؛خو پيدا يې نه کړل .

“يلميخا”،چې د خلكو خبرې وا ورېدې، ووېرېد او پښې يې سپکې كړې.

د ښار له خلكو يو وويل: ځوانه! مه وېرېږه! له هغه امپراتوره،چې وېرېږې 309 كاله مخكې مړ شوى دى ا و زموږ اوسنى امپراتور پر څښتن ايمان لري .

د “يلميخا” اوس سر خلاص شو،چې څه پرې شوي او کلونه کلونه ويده وو؛ نو له خلكو يې وغوښتل ،چې ژر غار ته ولاړ شي او خپل انډيوالان هم له دې پېښې خبر كړي.

په همدې وخت كې امپراتور هم د دې ځوانانو له کيسې خبر شو او له يوې ډلې سره د غار پر لور روان شو ،چې ځوانانو ته هر كلى ووايي او ښار ته يې راوړي.

امپراتور،چې ځوانانو ته ورسېد؛نو هغوى يې په غېږ كې راونيول او ترې و يې غوښتل،چې ښار ته راشي او په ماڼۍ کې ورسره و اوسېږي.

ځوانانو ورته وويل: موږ له دې ژوند سره مينه نه لرو؛ ځکه كورنۍ او خپلوان مو مړه شوي او كورونه مو وران شوي دي بيا ايمانوالو ځوانانو له څښتنه وغوښتل،چې تل يې له نړۍ بوځي او يوه شېبه وروسته ټول مړه شول .

د ښار خلكو يې په ليدو سره وويل:خداى(ج) د هغوى له حاله خبر كړو او د قيامت پر ورځ د مړيو را ژوندي كېدل رښتيا دي. د خداى(ج) خبره رښتيا ده او خداى(ج) كولاى شي مړي را ژوندي كړي او هر كار كولاى شي.

بيا امپراتور حكم وكړ ،چې د غار پر خوله يو يادګار جوړ كړئ،چې هېڅكله له خلكو هېر نشي،چې په ليدو يې خلكو ته څښتن ورياد شي او همداراز د اصحاب کهف کيسه يې پر يوه تخته وليکله او هلته يې را ځوړنده كړه ، چې راتلونكى ځوځات هم ترې خبر شي .

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست