تبلیغات

درود الهم صل على محمد وعلى آل محمد پر توحيد او رسالت تر شهادت وروسته پر محمد او آل محمد صلوات وايو. صلوات د اسلام د پيغمبر اکرم (ص) له کورنۍ سره د مينې ،محبت ،وفادارۍ او ارادت نښه ده او قرآن دا د پېغمبرد رسالت اجر ګنلى دى . ذلِكَ الَّذِي يُبَشِّرُ اللَّهُ عِبَادَهُ […]

درود

الهم صل على محمد وعلى آل محمد

پر توحيد او رسالت تر شهادت وروسته پر محمد او آل محمد صلوات وايو. صلوات د اسلام د پيغمبر اکرم (ص) له کورنۍ سره د مينې ،محبت ،وفادارۍ او ارادت نښه ده او قرآن دا د پېغمبرد رسالت اجر ګنلى دى .

ذلِكَ الَّذِي يُبَشِّرُ اللَّهُ عِبَادَهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ قُل لاَ أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْراً إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى‏ وَمَن يَقْتَرِفْ حَسَنَةً نَّزِدْ لَهُ فِيهَا حُسْناً إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ شَكُورٌ (شورى \٢٣) = [دا (همغه) څه دي چې خداى يې زېرى خپلو هغو بندګانو ته وركوي،چې ايمان يې راوړى وي او ښې (چارې) يې كړي وي، ووايه: ((زه له تاسې پر خپل رسالت هېڅ بدله نه غواړم؛خو (زما) له خپلوانو (= اهل بيتو) سره مينه (هرومرو غواړم) )) او څوك چې نېكې چارې ترسره كړي، پر نېكيو به يې ور زيات كړو، په رښتيا چې خداى ډېر بښونكى (او) منندوى دى]

پر صلوات د زړه زنګ صيقل کېږي او نفاق له منځه وړي.

 

(ژباړن: خوشحال بابا وايي:

د زړه زنګ په بل صیقل نه لرې کېږي

په دوستۍ یې د علي د مصقلي )

صلوات د ګناهانو د بښلو لامل دى او د اسمان ورونه پرانيزي اوپرېښتې د انسان په حق کې دعا کوي او په قيامت کې پېغمبر اکرم (ص) ته د نږدې کېدو او د هغه دشفاعت لامل هم دى. دهغه به عاقبت ډېر ښه وي، چې په دې دنيا کې يې وروستې کلام صلوات وي .خداى لومړى پخپله پر پېغمبر اکرم (ص) صلوات وايي او وروسته موږ ته هم د صلوات امرکوي :

إِنَّ اللَّهَ وَمَلاَئِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلَّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيماً (احزاب \٥٦] =((په حقيقت كې خداى او پرېښتې يې پر پېغمبر درود وايي (رحمتونه لېږي)، مؤمنانو! تاسې هم پر هغه درود او سلام ووايئ او (فرمان ته يې) پوره تسليم اوسئ.))

د صلوات په باب له دې آيته دا لاندې ټکي لاس ته راځي :

صلوات يو ژبنى درناوى دى ؛خوله دې مهم عملي اطاعت دى چې د ((سَلِّمُوا تَسْلِيماً)) جمله ورته اشاره کوي .

د خداى او پرېښتو صلوات تلپاتې دي (يُصَلُّونَ ) .

د خداى صلوات کرامت دى د پرېښتو صلوات رحمت او د خلکو صلوات دعا ده .

په روايتونو کې راغلي خداى، موسى علیه السلام ته خطاب وکړ،چې پر محمد وآل محمد صلوات ووايه ؛ځکه زه او زماپرېښتې پرې هم صلوات وايي. ( تفسيرنورالتقلين ٤\ ٣٠٥)

پېغمبر اکرم (ص) ويلي : د خداى يادونه عبادت ده زما يادونه هم عبادت ده او زما د ځايناستي حضرت علي يادونه هم عبادت ده. (بحارالانوار ٩٤\٦٩)

( ژباړن: خوشحال بابا وايي:

د علي د آل په مدح کې جنت دی

څوک دې شک په دا په زړه نه راولي)

په روايتونوکې راغلي د دعا د قبليدو لپاره تر دعا مخکې صلوات ووايه . نه يواځې د پېغمبراکرم (ص) د نوم پر اورېدو د صلوات ويل ثواب لري؛ بلکې که چا په ليکنو کې هم د پېغمبر اکرم (ص) تر نوم وروسته صلوات وليکه؛نو ثواب لري . پېغمبر اکرم (ص) وايي :((څوک چې په خپل کتاب کې پرماصلوات ووايي،‏چې زما نوم يې په کتاب کې وي پرېښتى به پرې استغفاروايي.)) (بحارالانوار،۹۴/ ۷۱)

 

د درود څرنګوالى

د اهل سنتو په کتابونو کې راغلي،چې د صلوات د ويلو پر وخت د محمد (ص) له نوم سره بايد حتماء د آل محمد جمله راشي که نه صلوات به مو ابتر او نيمګړى وي .د درالمنثورپه تفسيرکې له صحيح مسلم ، بخاري، ترمذي ، سنائي ، ابى داود او ابن ماجه داسې روايت شوي،چې يوتن پېغمبر اکرم (ص) ته وويل: موږ پوهېږوچې څرنګه پر تا سلام واچوو؛ خوپرتا به صلوات څرنګه وايو؟ پېغمبر اکرم (ص) وويل : ووايئ :(( اَللَّهُمَّ صَلِّ عَلى‏ مُحَمَّدٍ وَ عَلى‏ آلِ مُحَمَّدَ كَما صَلَّيْتَ عَلى‏ اِبْراهيم وَ آلِ اِبْراهيم اِنَّك حَميدٌ مَجيدٌ)) [تفسيردرالمنثور ١٦\٣٦٥- ،صحيح بخارى ج٦\١٥١].

امام شافعي په خپل يو شعر کې وايي :

يا اَهْلَ بَيْتِ رَسُولِ اللَّهِ حُبُّكُمُ‏
فَرْضٌ مِنَ اللَّهِ فِى الْقُرآنِ اَنْزَلَه‏
كَفاكُمْ مِنْ عَظيمِ الْقَدْرِ اَنَّكُم‏
مَنْ لَمْ يُصَلِّ عَلَيْكُمْ فَلا صَلوةَ لَه

دپېغمبر (ص) کورنۍ! چې په قرآن کې د خداى له خو استاسې مينه راغلى ، ستاسې په بزرګى کې هم دومره بس دى که څوک پرتاسې په لمانځه کې صلوات ونه وايي؛نو لمونځ به يې باطل وي .

په لمانځه کې د آل محمد (ص) يادونه دا راښي،چې تر پېغمبر اکرم (ص) وروسته بايد له اهل بيتو پرته په بل چا پسې ولاړ نشو او د کومو کسانو نومونه،چې په لمانځه کې راغلي اوڅوک يې پر لار نه ځي ؛نو دا به يو خوشي او بې ګټې کار وي.يو تن ځان په کعبې پورې نښولى و؛خو د آل محمد نوم يې نه اخېسته امام صادق وويل : دا پرموږ تيرى دى. (وسایل، ۴/ ۱۲۱۸) پېغمبر اکرم (ص) وايي : (( څوک چې له صلواته زما آل بې بر خې کړي ؛نو په قيامت کې به جنت په سترګو ونه ويني.)) (وسایل، ۴/ ۱۲۱۹)

په هغو غونډو کې چې د خداى، د پېغمبر اکرم (ص) او د کورنۍ يادونه يې نه وي،په قيامت کې به د حسرت لامل وي . په روايتونوکى راغلي کله چې مو د کوم پېغمبرنوم واورېد لومړى پرمحمد (ص) صلوات ووايئ او وروسته د اخستل شوي پېغمبر پر نوم صلوات ووايئ . پېغمبر اکرم (ص) وايي: (( واقعى بخيل هغه دى چې زما نوم واوري او پرما صلوات ونه وايي هغه به په ټولوخلکوکې جفا کار او بې وفا وي.)) (وسایل، ۴/ ۱۲۲۰)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست