تبلیغات

بداء په قرآن کې و مو ويل، چې الهي علوم او تقديرات درې ډوله دي،چې درېم ډول ته يې “مشروط” او يا په اصطلاح کې “معلق تقديرات” وايي،چې کله يې الهي مشيت پر خلاف واقع کېږي او پکې بدلون راځي او په “غیرحتمي” او “معلق تقديراتو” کې داسې بدلون ته “بداء” وايي،چې موږ پرې اعتقاد […]

بداء په قرآن کې

و مو ويل، چې الهي علوم او تقديرات درې ډوله دي،چې درېم ډول ته يې “مشروط” او يا په اصطلاح کې “معلق تقديرات” وايي،چې کله يې الهي مشيت پر خلاف واقع کېږي او پکې بدلون راځي او په “غیرحتمي” او “معلق تقديراتو” کې داسې بدلون ته “بداء” وايي،چې موږ پرې اعتقاد لرو،چې له قرآن، صحيحو او معتبرو حديثونو مو را ايستلی،چې لاندې آيتونه يې بېلګه ده:

((يَمْحُوا اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ وَعِندَهُ أُمُّ الْكِتَابِ(رعد/ ٣٩ ) = خداى چې څه وغواړي، له منځه يې وړي يا يې تثبيت او ټينګوي او اصلي ليکنه (= الهي علم) يوازې له هغه سره ده. ))

(( فِي بِضْعِ سِنِينَ لِلَّهِ الْأَمْرُ مِن قَبْلُ وَمِنْ بَعْدُ وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (روم/ ۴ )=په څو كلو كې، ټولې چارې د هماغه خداى دي څه (له دې ماتې او بريا) مخكې يا وروسته او پر هغه ورځ به (د يوې بلې بريا له امله) مؤمنان خوشحاله شي.))

يعنې د هر څه تقدير، برخليک او هم پکې بدلون راوستل، د خداى په واک،علم او اراده کې دي .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست