تبلیغات

بېوزليو ته پام کې د معاد ونډه د حضرت علي ورورعقيل،چې بال بچه داره بوډا ‏و،حضرت علي ته راغى ،و يې ويل : له بېت الماله مې برخه ډېره کړه . حضرت علي يوه ګرمه سوځونکې اوسپنه عقيل ته رانږدې کړه .عقيل له وېرې خپل لاس شاته کړ او حضرت علي ورته وويل :که ته […]

بېوزليو ته پام کې د معاد ونډه

د حضرت علي ورورعقيل،چې بال بچه داره بوډا ‏و،حضرت علي ته راغى ،و يې ويل : له بېت الماله مې برخه ډېره کړه .

حضرت علي يوه ګرمه سوځونکې اوسپنه عقيل ته رانږدې کړه .عقيل له وېرې خپل لاس شاته کړ او حضرت علي ورته وويل :که ته ددې دنيا له دې ساده اوره وېرېږى؛نو زه د هغه دنيا د خداى له تلپاتې او سخت عذابه وېرېږم .(٤٨)

امام حسن او امام حسين رنځوران شول،د خداى استازي او ياران يې پوښتنې ته راغلل،چې خلک له کوره وتل؛نو حضرت علي ته يې وړانديز وکړ، ښه به وي،چې د ماشومانو روغتيا ته دې درې روژې نذر پر ځان ومنې. حضرت علي ومنله او چې ماشومان ښه شول؛نو له حضرت علي سره فاطمې بي بي او د کور نورو غړيو روژه ونيوه.د روژه ماتي وخت،چې راورسېد؛نو يو څه روژه ماتى،چې ډېر په سخته يې لاس ته راوړى و،پر دسترخوان کېښود؛نو همدا چې د ماښام اذان وشو، و يې ليدل،چې د کور په وره کې يو سړى ولاړ دى،وايي :بېوزله يم ! مرسته راسره وکړئ! پردې مهال اهلبيتو خپل خواړه هغه بېوزله ته ورکړل او پخپله يې پر اوبو روژه ماته کړه . په دويمه شپه همداچې اهلبيتو غوښتل روژه ماته کړي،غږ يې واورېد: پلار مړى يم او نن يې هم خپل خواړه دې پلار مړي ته ورکړل او نن يې بيا هم يوازې په اوبو روژه ماته کړه او پر درېمه شپه يو اسير د روژه ماتي پر مهال د مرستې غوښتنه وکړه،چې په دې درې واڼو شپو کې اهلبيتو خپله روژه په اوبو ماته کړه،چې ددې ځان تېرېدنې دليل د انسان په سورت کې داسې راغلى دى :

إِنَّا نَخَافُ مِن رَّبِّنَا يَوْمًا عَبُوسًا قَمْطَرِيرًا(انسان/۱۰)= په حقيقت كې موږ له خپل پالونكي پر هغه ورځ وېرېږو، چې ډېره سخته ترخه ده. (٤٩) ( د انسان سورت له ۱۰څخه تر ۲۲ آيت)

ګورئ،چې پر معاد ايمان څنګه انسان د ټولنې پر بېوزليو لوروي .

هو! هغوى چې پر بېوزليو چرت نه خرابوي؛نو د قيامت پر ورځ پخپله منښته- اقرار کوي،چې دوزخ ته د هغوى د غورځېدو يو لامل پر بېوزليو چرت نه خرابول ول :وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِينَ(مدثر/۴۴)= او بېوزليو ته مو خواړه نه وركول (٥٠) .

د ماعون په سورت کې پلارمړيو او بېوزليو ته پام نه کول، پر قيامت د نه ايمان پايله بولي .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست