تبلیغات

تکبيرة الا الحرام (الله اکبر) حاجيان چې حج ته ځي؛نو لومړى واجبه کلمه د لبيک ويل دي او د لبيک په ويلو د حج پر اعمالو پيل کوي او يو لړ څيزونه پرې حرامېږي .لمونځ هم په الله اکبر پيلېږې او يو لړ څيزونه لکه خوړل ،څښل او خبرې کول پر لمونځ کوونکي حرامېږي ؛نو […]

تکبيرة الا الحرام (الله اکبر)

حاجيان چې حج ته ځي؛نو لومړى واجبه کلمه د لبيک ويل دي او د لبيک په ويلو د حج پر اعمالو پيل کوي او يو لړ څيزونه پرې حرامېږي .لمونځ هم په الله اکبر پيلېږې او يو لړ څيزونه لکه خوړل ،څښل او خبرې کول پر لمونځ کوونکي حرامېږي ؛نو د لمونځ لومړي تکبيرته (( تکبيرة الاحرام )) وايي .حاجيان چې مکې ته روان وي که په ټيته وي او يا هم په جيږه؛ نو لبيک وايي او د لبيک دا تکرار مستحب دى. لمونځ کوونکى هم په هر ټېټېدلو نېغېدولو،قيام اوقعود کې مستحب دى چې الله اکبر تکرارکړي .

په سهارکې لومړۍ واجبه کلمه الله اکبرده .

الله اکبرهغه لومړۍ ویی- کلمه ده ،چې مسلمان ماشوم وزېږېږي ؛نو په غوږ کې يې ورته د اذان ترعنوان لاندې وايي او همداراز الله اکبر وروستۍ ویی هم ده،چې پرمړي د جنازې په لمانځه کې ويل کېږي او بيا يې په قبرکې ږدي. دا يواځينې ذکر دى چې هم په لمونځ کې واجب دى اوهم د لمونځ رکن دى او د مسلمانانو د سرود؛يعنې اذان لومړى غونډله-جمله هم ده .دا ذکر له ټولو زيات ويل کېږي د لمونځ په سريزه کې،په لمانځه کې او په لمانځه پسې هم ويل کېږي . يومسلمان د ورځې يواځې په پنځه وخته واجب لمونځونو کې دا ویی ٣٦٠ ځلې تکراروى ؛نو د پنځه وخته لمانځه لپاره پنځه ځله اذان کېږي او په هراذان کې شپږځله الله اکبر ويل کېږي .( ټول ٣٠ ځله) پنځو لمونځونو ته اقامت راغلى او په هر اقامت کې څلورځلې الله اکبر ويل کېږي. (ټول ٢٠ شل ځله ) تر تکبيرة الحرام مخکې په پنځه وخته لمانځه کې شپږ تکبيرونه مستحب دي او ووم تکبير هماغه تکبيرةاﻻ الحرام دى چې واجب دى. (ټول ٣٠ ديرش ځله ) د هرلمونځ په پيل کې د تکبيرة الحرام ويل چې ټول پنځه تکبيره کېږى . تر هرى رکوع مخکې د پنځه وخته لمانځه په اوولس فرضي رکعتونو کې يو تکبير ويل کېږى.(ټول اوولس ١٧ ځله) د لمانځه په هر رکعت کې دوه سجدې لرو او هره سجده دوه مستحب تکبيرونه لري يو تر سجدې مخکې او بل يې وروسته دى. [ ټول ٦٨ ځلى ) هرلمونځ يوقنوت لري ،چې له هرقنوت مخکې يو تکبيرراغلى دى. (ټول ٥ ځلې ) په پنځه وخته لمونځونوکې د هرلمانځه په پاى کې ٣ تکبيرونه راغلي دي ( ټول ١٥ ځلې ) تر هر لمانځه وروسته ٣٤ ځلې الله اکبر وايو،چې د حضرت فاطمه الزهرا د تسبيحاتو په نوم يادېږي. (ټول ١٧٠ ځلى)؛خو افسوس دا چې په ټول عمرکى مو الله اکبر په ښه غوراوپام سره ونه وايه. که پشپړمؤمن په ښه غور او پام سره د ورځې( ٣٤٠ ) ځلى الله اکبر ووائي؛نوله هيڅ ځواک ‏او دسيسې به ونه وېرېږي .

 

په نورو لمونځونو کې تکبير

د لوى او کوچني اختر په لمونځونو کې هم تکبيرونه شته. د اۤيات په لمانځه کې هم پینځه رکوع ګانې لرو او هرې رکوع ته يو تکبير راغلى. د جنازې په لمانځه کې هم پنځه تکبيرونه د لمانځه رکن دي .

په لمانځه کې څرنګه تکبير ووايو

اسلام هرکارته اداب بيان کړي دي. د الله اکبر په ويلو کې هم بايد ادب ته پاملرنه وشي .د لمانځه په پيل کې د تکبيرة اﻻحرام په ويلو دواړه لاسونه بايد د غوږنو نرمې برخې ته راوړل شې.لاسونه چې غوږونوته ورسېدل تکبير پاى ته رسې. په يو روايت کې له امام رضا راغلي:(( په تکبيرکې زموږ ټول پام بايد خداى ته وي.)) لاسونه چې غوږونوته وړو؛نو زموږ ګوتې بايد یو له ‏بل سره نښتى وي،د لاس تلې موبايد په قبله وي په روايتونه کې په تکبيرکې دلاسونه پورته کول د لمانځه سينګاراوښکلا بلل شوى ده .

 

د تکبير مانا

الله اکبر؛يعنې دا چې خداى له ټولوحسي ،ملکي اوملکوتي موجوداتوغوره دى .

الله اکبر؛يعنې خداى له دې ډېر غوره دى، چې څوک به يې وستائي . امام جعفرصادق وايي: ((تکبير دې چې وايه؛ نوله خداى پرته ټول څيزونه بايد ستا پر وړاندې کوچني شي )) (سر الصلواة، ۷۸ مخ) .که د انسان په زړه کې بل څه وي او په خوله تکبير ووايي؛نو دروغجن او ټګي جن به وي ؛نوځکه خداى له داسې عابده د ذکرخوږوالى اخلي.

 

په اسلامي فرهنګ کې تکبير

نه يواځې په لمانځه کې؛بلکې په نوروحالتونوکې هم د الله اکبر ويل راغلي دي او د اسلام په لومړنيو وختونو کې به مسلمانانو په غم او شادۍ دواړو کې تکبير وايه څو بيلګې يې دا دي :

د خندق په جنګ کې مسلمانانو چې کنده يا خندق ايسته ؛نوله يوې کلکې تيږې سره مخ شول چې مېتې يې هم مات کړ. پېغمبر اکرم ( ص) راغى او په يو ګوذار يې تيږه ماته کړه مسلمانانوپه ګډه تکبير ووايه او پېغمبر اکرم ( َص) وويل:(( ما د روم اوفارس د ماڼيو ورانېدل دتيږى په څپرغۍ کې وليدل .)) (بحارالانوار،۲۰/ ۱۹۰)

حضرت علي (ک ) به چې هرکس د صفين په جنګ کې وواژه ؛نوتکبير يې وايه.په کومه شپه چې حضرت فاطمه الزهرا واده شوه او د حضرت على کور ته تلله اويا زره تکبيرويوونکې پرېښتې ځمکې ته راغلې . پېغمبر اکرم (ص ) د حضرت فاطمه بنت اسد پر جنازې (٤٠) څلويښت ځله تکبير ووايه او د خپل تره حضرت حمزه(رض ) پر جنازه يې (٧٠) ځله تکبير ووايه. هر حاجې چې پرهره تيږه شيطان ولي؛نومستحب دي چې الله اکبر ووايي. کوم تسبيحات چې تر هرلمانځه وروسته ويل کېږي د حضرت فاطمه الزهرادتسبيحاتوپه نوم يادېږي څلورديرش ځله پکې الله اکبر ويل کېږي او ثواب يې د زر رکعتونومستحبي لمونځونوهومره دى .

پيغمبر اکرم (ص) چې وزېږيد لومړى کلمه الله اکبر وه،چې پر ژبه يې راغله.پر کومه ورځ چې مسلمانانومکه فتح کړه او حضرت پېغمبراکرم (ص) مسجدالحرام ته راننوت حجرالااسود ته يې ګوته ونيوه اوتکبيريې ووايه اومسلمانانوهم په جيګ غږ داسې تکبير ووايه،چې د مشرکانو بدنونه ولړزيېدل . په روايتونوکې راغلي: کوم څيزچې ستاسې د هېښنې- تعجب وړ شي؛نو تکبير ووايئ .د احد په جنګ د کفارو يو اتل مسلمان جګړیال مبارزې ته راوبله حضرت علي ورمخې ته شو او داسې بريد يې پرې وکړ،چې پېغمبر اکرم ( ص) په لوړغږتکبيرووايه .

پېغمبر اکرم (ص ) حضرت على (ک ) ته وويل : کله چې دې سپوږمۍ يا هيندارې ته کتل او يا دې هم کومه ستونزه پېدا کوله درې ځلې تکبيروايه . (بحارالانوار،۹۲/ ۱۴۵) د امام حسين لمسى حضرت زيدچې د بني اميو پر ضد راپاڅيد؛نو شعار يي الله اکبر و. د بدرپه جنګ کې پېغمبر اکرم ( ص) دې ته سترګې په لار و،چې د دښمن مشر((نوفل)) مړ شي حضرت على هغه وواژه پېغمبر اکرم (ص) ددې خبرپه اورېدو تکبير ووايه. پېغمبراکرم (ص) ته چې حضرت علي د حضرت فاطمې په مارکه ورغى ؛نو پيغمبر اکرم (ص) ورته وويل:(( صبر وکړه چې له لورفاطمې وپوښتم.)) ؛خوحضرت فاطمه چوپ شوه اوڅه يې ونه ويل . پيغمبروويل: ((الله اکبر سکوتها اقرارها .)) (بحارالانوار،۴۳/ ۹۳)

د خوارجو په په جنګ کې چې يې مشر مړ شو ؛نو حضرت علي تکبير ووايه اوسجده يې وکړه او ورپسې ټولو خلکوهم تکبير ووايه. د يهودانو يوه ډله مسلمانان شول او پېغمبر اکرم (ص) ته يې وويل:مخکنيو پېغمبرانو خو ځايناستي درلودل ستاسې وصي اوځايناستۍ څوک دى ؟ په دې وخت کې دمائدې سورت /٥٥ اۤيت نازل شو.چې وايي :

إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ = ((ستاسې ولي او پالندوى خو يواځې خداى، د هغه پېغمبراو هغه مؤمنان دي، چې لمونځونه كوي او د ركوع په حال كې زكات وركوي.))

حضرت پېغمبر اکرم (ص) وويل: راځئ چې جومات ته ولارشو. کله چې جومات ته راننوتل ويې ليدل، چې يو بېوزلي ته حضرت علي د رکوع په حالت کې خپله ګوته ورکړه ،پېغمبراکرم (ص) پر دې مهال تکبيروايه . (بحارالانوار،۳۵/ ۱۸۳)                                                                                                                                                             

حضرت علي به چې کله په خپلوقضاوتونو کې مجرم وپېژند؛نو تکبيربه يې وايه . ميثم تمار د حضرت علي د پلوۍ په تور د ابن زياد پر حکم راځوړند شو او په نيزه پرې بريد وشو،هغه په دې حال کې تکبيروايه او له خولې يې وينه راروانه وه.د معراج په شپه به چې پېغمبراکرم ( ص) له هراسمانه تېرېده؛نو تکبير به يې وايه .يوه ورځې جبرئيل له پېغمبراکرم (ص) سره ناست و،حضرت علي راننوت؛نوجبرئيل وويل : اى محمده (ص)! پرهغه خداى مې دې قسم وي،چې ته يې پرپيغمبرۍ مبعوث کړى يې د ځمکې په پرتله د اسمان اوسيدوونکي علي ډېرښه پېژني په جنګونوکې چې تکبيروايي موږ پرېښتې يې هم ورسره وايو . (بحارالانوار،۳۹/ ۹۸)

د خيبرپه جنګ کې مسلمانان چې د خيبرکلا ته ننوتل ،داسې تکبيريې ووايه چې ټول يهودان وتښتېدل.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست