تبلیغات

حج د مسلمانانو فريضه او د اسلامي اندیال- متفکر دوکتورعلى شريعتى له نظره د درې سترو هدفونو ( اتصال – اجتماع – مهاجر او حرکت ) بيانوونکى دى . خوموږ خپل حاجيان وينو ،چې د ابراهيم عليه السلام رښتیني استازي ځکه نه دي،چې له حج څخه یې راته د پورتنيو اصلونو سوغات نه دي راوړي،څه […]

حج د مسلمانانو فريضه او د اسلامي اندیال- متفکر دوکتورعلى شريعتى له نظره د درې سترو هدفونو ( اتصال – اجتماع – مهاجر او حرکت ) بيانوونکى دى .

خوموږ خپل حاجيان وينو ،چې د ابراهيم عليه السلام رښتیني استازي ځکه نه دي،چې له حج څخه یې راته د پورتنيو اصلونو سوغات نه دي راوړي،څه یې چې په سوغات کې راوړي ،يو جوړ تسبيح ،جاى نماز،جاپاني ساعتونه او د دې لپاره،چې په ټولنه کې پر ( حاجى صاحب ) ياد شي .

((حال دا چې حج سلطاني تيزاب دى که څوک پکې غوپه او بيا راوايستلشي ؛نو په بل جنس بدلېږي په دې شرط که پرې پوه شي،چې چېرته راغلى اوڅنگه راوتلى . ))

دا دى اوس هغه درې اصول ترغورلاندې نيسو.

١—اتصال :

پر اتصال د پوهېدنى لپاره لومړى بايد انفصال وپېژنو او هغه په دې مانا : موږ اوس د تېرو نسلونو په پرتله د انفصال په مفهوم ښه پوهېږو،روزگار پېښې ،ټولنيزنظامونه ، جگړې ، د فرهنگ او تمدن نقل اوانتقال،د ژبو،ليک ،فکر اوسليقو بدلون ‏او د نوي کهول ‏منځ ته راتگ ددې باعث گرځي،چې دا نوى منځ ته راغلى کهول ‏له تېرشوي نسل څخه پردى شوى او نوریې نه پېژنى او دا پيښه اوس هم د سرپه سترگو وينو،چې له تاسې سره مخکنی او وروستنی کهول کوم تفاهم نه لري، حال دا چې لس،پنځلس ، شل يا ديرش کلونه به زموږ ترمنځ واټن وي ؛خو سړى فکر کوي،چې درې پيړى يو تر بله لرى يو،دا ولى؟بېلابیل عوامل او د ژوندن ډول ډول پېښې ددې بېلښت لامل گرځي،چې مخکې ورته لږه اشاره وشوه او له دى عواملو يو هم د ((فرهنگ )) او (( تاريخى بهير)) بدلون دى.

هر کال حج ته تلل؛يعنې هر کهول ‏او هر کال له تاريخي بهير( له حضرت ادم څخه تر حضرت نوح او له دوى څخه ترحضرت ابراهيم اوبياحضرت محمد عليهم السلام پورې ) سره ځان نښلول دى .

د نسلونو ترمنځ چې جباران ،ظالمان،مستکبرين، پېښى او بدلونونه اوهمداراز زماني واټن ‏،چې کوم بيلتون راولي او په پایله کې نسلونه له تيرو وياړنو اوافتخاراتو ( دانبياووعليهم السلام او صالحينومبارزې ،سرښندنې …) بى پروا کوي او ان د اړيکو د يومخې د پريکړى سبب گرځى؛نوځکه حج ته ( هرکال يا په عمرکى يوځل ) تلل د نسلونو بېرته نښلول دي .

کعبې په تاريخ کې د نسلونو ترمنځ د مانیز- معنوي ، تاريخي او فرهنگى ميراثونو د اتصال ، انتقال اونسلولو نقش درلودلی؛خو که نن موږ دا پرتمين مراسم دپوهى له مخې ترسره کړو ( لکه چې ځینې یې کوي) نوکعبه به ددې نسل،راتلونکى نسل او بشريت لپاره د اتصال نقش ولري لکه ،چې درلودلی یې و .

٢– اجتماع :

په يوځاى کې د خلکو راټوليدو ته (( اجتماع )) وایي،چې هلته يو له بل سره د افکارو تبادله وکړى،هر يو نورو ته خپل ټولنیز وضعيت اومحيطي حالات بيانوﺉ،چې د يوبل له احواله خبرشي. د دغسې لرى پرتو او خورو ورو ټولنو او پرگنيو له يوځاى کيدو څخه (( ژوندۍ ټولنیزه‏ روحيه )) او (( راپارونکى ټولنیز‏ اند)) رامنځ ته کېږي . تجمع اصلا د (( انسانى تحرک عامل )) او د خلکو د ودې ‏لپاره د (( ګروهیز- اعتقادى نړى ليدى = جهانبينى )) منځ ته راوستونکى ده .

په نړۍ کې رازراز غونډى جوړېږي،چې پکې پوهان، اشرافان او د طبقاتو او ملتونو استازي ‏گډون کوي؛خوحج يوه (( نړيواله ولسى اجتماع )) ده ،چې نيغ په نيغه په خپله اولسونه پکې گډون کوي،په دى اجتماع کې افغانستانى ، پاکسانى ،ايرانى عراقى و ترکيه ، او………… ولسونه په طبيعى حالت په طبيعي اند دود- طرز فکر او واقعي ډول يوله بل سره وينى .

نو د حج ددې ټولنیز‏اصل په پامنیوي مجاهدين بايد د حج له اجتماع ځنې د (( اسلامي انقلاب )) او (( اسلامي جهاد)) دغوځولولپاره پوره کار واخلي د نړۍ مسلمين د هېواد له حالاتو باخبره شي او په خپل اقتصادي،مالي اخلاقي مانیز- معنوي او سياسي حضورسره خپلو شرعى وظيفوته متوجه شي،چې په دې توگه به د نړۍ د مسلمانوپرگنوملاتړ په برخه شي .

په لنډه توگه کله ،چې وايو هر انقلاب دوه څيرى لرى ؛((وينه )) او (( پيغام )) ؛نو د انقلاب د پېغام ( دانقلاب خپرول پرخپل مظلوميت خلک پوهول،د جهاد په اړه مسلمين خپلو وظيفو ته متوجه کول او …) رسولو ته د حج ستره ټولنه ډيره غوره اومهمه زمينه ده .

٣–   مهاجرت اوحرکت :

حج د متحرکو او خوځنده کړنو ‏ټولګه ده او له کوم ځايه،چې پيلېږى ؛نوعملي او نظري ((توقف )) پکې نشته .

د احرام تړل،په عرفات کې وقوف،په مشعرالحرام کې وقوف،په منى کې دعقبه جمره ويشتل ،په منى کې قرباني، سرخريل ،له کعبې څخه طواف،د طواف لمونځ،په منى کې بيتوتيه ،بيا جمرو يشتنه دا ټولې کړنې د (( حرکت او مهاجرت )) ښودونکي دي او له پيله تر پايه پکې توقف نشته په ټاکلو ورځو او وختونو کې د حج کړنې په ډله ييزه توگه ترسره کيږى او دا له طبيعت او زمانې سره د حج د اعمالوجوختوالى راښيي.

په خاص وخت کې به احرام تړى،په خاص وخت کې به عرفات ته ځى،په خاص وخت کې به مشعرالحرام ته ځى او…..چې په خاصوځمکو کې خاصو وختونو کې د دې کړنو ترسره کول د طبيعت او د کايناتو له نظم سره دهغوتناسب اوهمغږي راښیې .

حج د ((رمزي )) کړنو ټولګه ده (سمبوليکې کړنې دي ) دا کړنې له پيله د (( بوت پالۍ ‏)) پرضد د ‏ابراهيم عليه السلام د خوځون – تحرک يادونه ده،چې په بشري تاريخ کې یې د ( توحيد)) د راژوندى کولو او د (( عدالت )) د استقرار اوټينگښت لپاره ترسره کړي دي .

او بلخوا دا خوځون- تحرک او زيار ايستنه د هاجرې بي بي د کوښښونو ( سعى ) او ځوځون يادونه ده ،چې د ابراهيم عليه السلام د نهضت د تداوم لپاره یې کړي دي .

د هاجرې دايمي حرکت د هميشيى هجرت يادونه ده ،چې ابراهيمى اديان او د اسلام دين د هجرت دين دى . او په لنډه توگه حاجى ،چې په عين حال کې ابراهيم عليه السلام د انساني تاريخ ، داسلام د پېغمبرصلى الله عليه و آله وسلم او د توحيد د ستر نهضت پورې ځان نښلوي،په ژوندن کې د کايناتو له نظام سره هم اتصال مومي او په دې توگه ښودل کېږي ،چې په اسلام کې د طيبعت او ماوراطبيعت ترمنځ بېلتون نشته او اصولاً وينو،چې د اسلام په ټولو عبادي کړنو کې وخت ټاکونکى عنصر دى اودا ډيره دغور وړ ده .

حجرالاسود يمين الله فى الارض

حجرالاسود پرځمکه دخداى لاس دى :

حجرالاسود يوه اشاره او رمز دى .

حجرالاسود ،چې ښکلوو،يا پرې لاس وهو يا له لرې ورته اشاره کوو، مانا یې دا ده ،چې له څښتن تعالى سره بيعت کوو او دا چې دا بيعت وننګیرو- احساس کړو؛نونوموړى تيږې ته لاس ورغځوو.

نو د دى تيږې نوم ددى لپاره د خداى لاس ايښودل شوى ،چې ټول بيعت کوونکى د يولاس له پاسه د بل لاس د ايښودو احساس وکړى .زه ،چې له کلونو کلونو راهيسى له نورو ورونوسره بيعت کوم او نور ټول نفى کوم ؛نو ددى لپاره،چې دغسې عمل په عملي توگه تحقق ومومي د نښې په توگه یې تيږه ايښى ده .

دعرفات ، مشعرالحرام او منى ترمنځ اړیکه :

عرفات له عرفان څخه اخستل شوى.په اسلامي قصو کې راغلي،چې آدم عليه السلام او حوا بي بي تر (( هبوط)) وروسته دلته سره وپېژندل؛نوځکه ورته عرفات وایې او زه دا په لاندى ډول تفسيروم :

موږ چې دکعبى تر (( طواف )) وروسته ((عرفات)) ته راگرځو؛يعنى له ابراهيم ( عليه السلام ) څخه مخ پر شا آدم عليه السلام ته گرځو او مانا یې دا ده،چې د بشريت پيل ، لومړنى تاريخ ، معرفت ، شناخت او پېژندنې ته ورگوځو ،هغه معرفت چې انسان له حيوان څخه بيلوي .

مشعرالحرام :

مشعر له (( شعور )) څخه اخستل شوى او مشعر د(( شعورځاى )) دى . موږ تر ((عرفات )) وروسته مشعرالحرام ته راځو؛يعنى تر شناخت ،پېژندنې اوعرفان او پوهې وروسته شعور ته رسو، ‏حال دا چې زموږ په ذهني قضاوت کې لومړى (( شعور)) او بيا عرفان ( پوهه ) وي ؛خو دلته د حج دا کړنه راښیې ،چې : د تفاهم،علم معرفت اوشناخت له لارې ، چې د (( شعور )) په نامه ښکارنده- پديده په ذهن کې پالل کېږي کومه عبثه او بې ځايه ښکارنده – پديده نه ده ،شعوربايد وپالل شي او د زيار، کوښښ او مجاهدتونو،له لارې دعرفان په خدمت کې استخدام شي ؛خو کوم (( شعور))؟ حرام شعور!

لکه څنگه ،چې ((بلد الحرام )) او (( شهرالحرام )) هغه ښار او مياشت ته وایي،چې ((حريم )) ولري او پکې فساد ،گناه او تيرى نه کېږي ؛نو دغسې هغه شعور به ارزښت ولري،چې د(( بلدالحرام )) او((شهرالحرام )) په څيرحريم ولري .

انسانيت، ژمنه ،آگاهي ،پوهه او انسانى شرافت په ((حريم )) کې خوندى ساتل کيږي او داسې نه ده،چې هرمفسد به برلاسی وي اوڅنگه یې،چې خوښه وي همغسى به عمل کوي ننني انسانان زيات د شعورخاوندان دى؛خو شعور یې حرام نه دى؛نوله همدى امله د اوسنيو جناياتوعاملين همدوى دى (( شعور)) بايد (( حرام )) قيد ولري؛يعنى آزاده شعورنه وي، لکه د نننيو انسانانو شعور،چې د وحشت او جاهليت د لاس اله شوى.حرام شعور د مسجد الحرام اوشهرالحرام په څېر(،چې پکې جنگ اوتيرى حرام دى ) د انساني عفت په حدودو کې ساتل شوى دى .

د اسلامي ضد اوغیرو اسلامي لارو پيروان د شعور خاوندان دي؛خو شعور یې پر(( ابليسي)) بنياد دى ؛نوځکه پرځمکه د شيطنت عاملين او اشرار دي، حال دا چې د اسلامي لارې پيروان د (( الهي عرفان)) پربنياد د((شعور)) خاوندان دى ،چې ټولې کړنې یې پر ځمکه باندى د اشرارو د تسلط د پاى ته رسولو،د قسط ، عدل ،سولې او امنيت منځ ته راوستو لپاره ترسره کېږي.

منى :

منى د ((ارزو)) او ((عشق )) په مانا ‏ده ، هغه ځاى دى ،چې انسان هلته تر عرفان او شعور وروسته د مطلق تسلميدو پړاو ته رسي او په پایله کې (( عشق )) او د (( اسماعيل )) بلهارۍ- قربانۍ ته رسي.

اسماعيل :يعنى هرچاته ،چې هرڅه (( ډيرگران )) وى .

د ابراهيم عليه السلام لپاره یې،اسماعيل ((زوى )) و؛خو ممکن د ځینو لپاره (( مقام ))،نوم )) او ((پانگه )) وي؛خوعشق ته چې رسو؛نو نښه به یې دا وي،چې خپل اسماعيل قرباني کړو .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست