تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۲۱مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة)   حضرت ابوذر(رض) ربذې ته شړل كېږي (درېیمه برخه) حضرت ابوذر(رض) يې په كجاوه كې پر يوه خواره اوښه سپور كړ او پینځه وحشي اروپايي (د سيسيل د جزيرې) مريان يې ورسره كړل . […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۲۱مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة)

 

حضرت ابوذر(رض) ربذې ته شړل كېږي (درېیمه برخه)

حضرت ابوذر(رض) يې په كجاوه كې پر يوه خواره اوښه سپور كړ او پینځه وحشي اروپايي (د سيسيل د جزيرې) مريان يې ورسره كړل . دوى ته معاويه بن ابوسفيان ويلي وو،چې اوښه به په منډو ځغلوئ او پر لار به يوه شېبه هم دمه نه وركوئ . هغوى هم د خپل واکمن په وينا اوښه دومره په ځغاسته بوتله،چې پر لار د حضرت ابوذر ورنو پوټكي واچاول او سرې وينې ترې روانې شوې .

پر لار د دې وحشيانو ناوړه چلن او د حضرت محمد (ص)  په لاسونو جوړه شوې د برابرۍ،مساوات او ورورولى د ټولنې د ړنګېدو غمونو لاسونه سره يو كړل او حضرت ابوذر(رض) يې غمجن او نهيلى كړى و. اوښه همداسې روانه وه،چې ځان يې وپوښت : ولې درباندې دومره سختي راغلې ده؟ زړه يې ورته وويل : دا ځكه د خداى پر كتاب عمل كوې او خلك نېكۍ ته رابولې او په همدې وخت كې ورياد شول، چې يوه ورځ له خپل حبيب (صلى الله عليه و آله وسلم) سره په مدينه كې روان و،ورته و يې ويل : ((زما تر مرګ وروسته به ډېر ژر د سختيو او بلاګانو په سمندر كې لاهو شې)) او حضرت ابوذر (رض) وپوښت : دا سختي به راباندې د خداى په لار كې راځي؟ پېغمبر اکرم(ص) ورته وويل : هو! د دې خبرو په رايادولو يې له زړه د صبر سمندر جوړ شو او څومره سختۍ،چې پرې راتلې،په دې سمندر كې د يوه څاڅكي په څېر وركېدې .

د اشرافي نظام پر خلاف خپلې مبارزې ته  فكر وړى و. احساس يې كاوه، چې له اسمانه ورته په ورېځو كې خپل حبيب په خپله ښاېسته او زړه وړونكې څېره ګوري، ورته د خوښۍ او آفرين موسكا كوي . دې فكرونو د حضرت ابوذر(رض) ذهن دومره بوخت كړى و، چې پر لار ددې وحشيانو پر ناوړه چلن بېخي پوه نه شو.د خپل حبيب او ګران مشر د خبرو را يادول د حضرت ابوذر(رض) پر ټپونو د شفا ملهم و؛ ځكه د پېغمبراکرم (ص) پردې خداى مين صحابي باندې،چې څومره سختۍ راتلې، اراده يې نوره هم غښتلېده.

ماښام و،چې حضرت ابوذر(رض) يې مدينې ته راورساوه، د اذان غږ يې واورېد او روح يې تازه شو. د “سلام” د غره غاړې ته څو تنه ناست ول،حضرت ابوذر(رض)ورباندې غږ وكړ،ورته ويې ويل:د مدينې خلك له  تاريخي او لوى انقلابه خبر كړئ .

همداسې يې پر اوښه سپور كړى و،چې د مدينې غره ته ورنږدې شول، هلته حضرت علي(ک)،حضرت عثمان(رض) او څو تنه نور ولاړ ول.

خليفه : خداى دې ټول له تا وساتي جنيدب!

ابوذر(رض) : زه جنيدب يم او پېغمبراکرم(ص) راباندې د عبدالله نوم اېښى، چې راباندې ډېر ګران دى .

خليفه : ولې دې د شام خلك پوزې ته راووستي ول .

ابوذر(رض) : مالونه يې ډېرول او زېرمول؛ځكه ما ورباندې د دوزخ د اور زېرى كاوه .

خليفه : ته خيال كوې،چې موږ وايو خداى فقير دى او موږ خانان يو؟

حضرت ابوذر(رض) : كه داسې فكرونه مو نه كول؛نو ولې د خداى مال د خداى پر بندګانو نه اېشئ؛څو ځل مې تاته وويل،راباندې دې د خائن نوم كېښود،څو ځل مې ستا هغه انډيوال(معاويه)ته نصيحت وكړ،هغه هم راباندې ستا په څېر د خاين نوم كېښود.

خليفه : ته دروغجن يې او دروغ وايي، ته نفاق او  اخ و ډوب غواړې . تا د شام خلك پاڅون ته لمسولي دي .

حضرت ابوذر(رض):د خپلو دوستانو[حضرت ابوبكر او حضرت عمر (رضی الله عنهم)] په څېر حكومت جوړ كړه،چې څوك درپسې را پا نه څي .

خليفه : بې موره سړيه!ستا يې پر دې چارو څه؟

حضرت ابوذر(رض) : په دې چار ما “پر نېکیو له امر او له بدیو له منع” منع كوې .

د خليفه څېره له غوسې سره شوه او چغه يې كړه : څوك دې ماته ووايي، چې زه له دې دروغجن بوډا سره څه وكړم؟ له اسلامي هېواده يې وشړم ويې وهم، مړ يې كړم او….. هغه په مسلمانانو كې نفاق راولي.

حضرت علي (ک) :زه به درته هغه څه ووايم،چې د آل فرعون مؤمن ويلي ول :

كه دروغجن وي؛نو ځان ته به دروغجن وي او كه رښتيا وايي او څه يې، چې ستا په باب وړاندوينه كړې وه؛ نو په تا پورې هم اړه لري .

خليفه پر ناوړو ټکيو د حضرت علي(ک) ځواب وركړ،ورته و يې ويل: تا او ابوذر سره لاسونه يو كړي دي.

د حضرت علي(ک) او خليفه ترمنځ شخړه پېدا شوه او خبره يې ان جنګ ته ووته،خلكو منځګړتوب وكړ او دوى يې ارام كړل،په پاى كې خليفه وويل : زه به خلك له ابوذر(رض) سره له ناستې پاستې او معاملې منع كړم.

 حضرت ابوذر(رض) ولاړ او خلكو د خليفه د دستور پر خلاف نه يوازې له حضرت ابوذر(رض)سره ناسته پاسته پرې نه ښووه؛بلكې ورځ پر ورځ پرې راټوليدل او داسې په مينه يې د هغه خبرې اورېدې؛لكه چې په لومړي ځل يې ليدلى وي .

خليفه دستور وركړى و چې څوك حق نه لري له حضرت ابوذر(رض) فتوا واخلي؛خو هغه به هره ورځ فتواوې وركولې؛يوه ورځ په جومات كې ناست و،چې يو سړى راغى او ویې پوښته : مامورينو زيات ماليات وضع كړي دي؛نو ددې لپاره،چې ډېر ماليات ورنه کړو،جايز دى،چې څه مالونه ترې پټ كړو؟

حضرت ابوذر(رض): نه!دا كار مه كوئ او چې راغلل ورته ووايه، چې څومره مو حق وي هومره واخلئ او حق نه لرئ،چې له موږه زيات ماليات واخلئ.

په دې كې يو ځوان راغى او حضرت ابوذر(رض) ته يې وويل : ابوذره! ته امير المؤمنين له فتوا وركولو نه يې منع كړى؟

حضرت ابوذر(رض) : ته د دولت ځرى يې؟پر خداى قسم،كه توره راته پر ورمېږ كېږدئ،هغه خبرې مې،چې له رسول الله(ص)اورېدلې وي، خلكو ته به يې ووايم .

حضرت ابوذر(رض) خپله مبارزه روانه وساتله او د پانګوالو او د مرييوالو پر خلاف يې نيوكې توندې كړې او خلك يې مساوات ته رابلل او له طبقاتي اختلافه يې ژغورل .

درېم خليفه(رض) ورته وويل : هغه احاديث او آيتونه مه وايه،چې نشتمن په شتمنو پسې راپاڅوي؛خو حضرت ابوذر(رض) د پخوا په څېر خپلې مبارزه روانه وساتله . يوه ورځ خليفه ته خبر راورسېد،چې ډېر خلك پر حضرت ابوذر(رض) راټول شوي او پاڅون ته يې لمسوي؛څو تنه يې په حضرت ابوذر(رض) پسې ولېږل .

حضرت ابوذر(رض) راننووت، “كعب الاحبار” او څو تنه هلته ناست ول، چې خليفه(رض) وويل : ابوذره! بس دى،نور دې دا هڅونې پرېږده!كله به له دې  چارو لاس اخلې؟

حضرت ابوذر(رض): هله چې نشتمن له شتمنو خپل حق واخلي.

خليفه خپلو شاوخوا ناستو ته په كتو وويل  :ستاسې په عقيده چا چې د خپل مال زكات وركړى وي، نور څوك يې هم په مال كې برخه لري؟

كعب الاحبار: نه امير المؤمنينه!د مال زكات يې چې وركړى وي، نوره يې خپله خوښه ده،چې د خټو كور جوړوي كه د سرو،د چا پکې حق نشته .

حضرت ابوذر(رض) غوسه پخپله امسا كعب الاحبار وواهه ورته ويې ويل : دروغ وايي ! د يهودي زويه! او  بيا يې ورته دا آيت ولوست :

((لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَومِ الآخِرِ وَالْمَلاَئِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَى‏ حُبِّهِ ذَوي الْقُرْبَى‏ وَالْيَتَامَى‏ وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ الْسَّبِيلِ وَالسَّائِلِينَ وَفِي الرِّقابِ وَأَقَامَ الصَّلاَةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُوا وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَاساءِ وَالضَّرَّاءِ وَحِينَ الْبَاس أُولئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوْا وَأُولئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ (بقره :١٧٧)= نېكي (يوازې) دا نه ده، چې تاسې ( په لمانځه كې) خپل مخونه ختيځ او(يا) لويديځ لوري ته واړوئ ؛بلكې نېكي داده چې (چا) پر خداى او د قيامت پر ورځې او پرښتو او (اسماني) كتاب او پېغمبرانو ايمان راووړ او (خپل) مال يې ورته له ګرانښت سره سره پر خپلوانو او يتيمانو، مسكينانو، پرديسانو،درويزګرو،مريانو ته ورکړ او لمونځ يې وكړ او زكات يې وركړ او(همدا راز) پر ژمنو درېدونکي وي او د تنګسې او ناروغيو او د جګړى په ډګر كې صبرکوونکى وي . همدوى ريښتوني دي (او ويناوې يې له خپلو عقايدو سره همغږى دي؛) او همدا پرهېزګاران دي .)

ګورې نه چې د زكات او له خپلو خپلوانو، پلار مړيو، فقيرانو او مريانو سره د مرستې ترمنځ يې توپير راوستى او دا كار يې تر زكات ښه ګڼلى؛نه ګورې چې د مال له  زېرمولو يې منع كړي يو او د خېر په لار كې يې انفاق ته رابللي يو.

خليفه(رض) : ګوره ابوذره ! موږ خو خلك څه په زور نه شو متقي كولاى . زما دنده ده،چې د الهي احكامو له مخې قضاوت وكړم او خلك په منځلارۍ كې وساتم.

ابوذر(رض) : موږ به تر هغه د شتمنو ګرېوان نه پرېږدو،چې له خپلو ګاونډيانو او ورونو سره نېكي او زړه سوى ونه کړي .

كعب : كه چا زكات وركړى وي، نور يې په مال كې د چا حق نشته .

حضرت ابوذر(رض) بيا په غوسه كعب په خپله امسا ټېل واهه ورته يې وويل:كه څوك د خلكو پر مال ګېډه واچاوي او د خلكو مال پر ناحقه وخوري او بيا ددې مال زكات وركړي او خپل فرضيات هم سر ته ورسوي، ته ورته مسلمان وايي؟ دايې وويل او غوسه ووت .

خليفه(رض) ددې لپاره چې د حضرت ابوذر(رض) زړه لاس ته راووړي،خپل مريي ته يې دوه سوه ديناره وركړل،ورته يې وويل : دا ابوذر(رض) ته وركړه ورته ووايه، چې پر خپلو پلويان يې ووېشه.  

ابوذر(رض) : ايا  خليفه ټولو مسلمانانو ته همدومره وركړي دي؟

مريى : نه .

ابوذر(رض) :زه هم د نورو په څېر يو مسلمان يم،څومره چې ماته رارسي نورو ته هم بايد ورورسي .

مريى : خليفه(رض) ويلې چې دا زما خپل مال دى او حرام پکې نه دي ګډ شوي او زه درته يوازې حلال مال درلېږم .

ابوذر(رض): زه دې مال ته اړ نه يم،زه نن تر ټولو شتمن يم .

مريى :عجيبه سړى يې،ما خو ستا په كور كې هېڅ هم ونه ليدل.

ابوذر(رض): په دې شكاره(ټوكرۍ) كې د څو ورځو ډوډۍ پاتې ده، چې بس مې ده،زه به دينار څه كړم؟

خليفه(رض) څو ځل دا كار وكړ؛خو ګټه يې نه درلوده؛يوه ورځ يې سل دينار خپل مريي ته وركړل ورته يې وويل : كه دې دا دينار ابوذر(رض) ته وركړل؛ نو ازاد يې .

مريي ورته دينار راووړل؛خو ويې  نه منل .

مريي ورته وويل : دا دينار رانه واخله كه و يې منې؛نو زه به له مرينې ازاد شم .

ابوذر(رض) :ته به ازاد شې او ما به بنده او مريى كړې.

* * *

يوه ورځ يې خليفه(رض) ته د حضرت عبدالرحمن بن عوف(رض)  ميراث مخې ته كېښود، دا مال دومره زيات و،چې د خليفه(رض) او هغه بل سړي ترمنځ دېوال شو، چې يو بل ته  نه ښكارېدل .

خليفه(رض) : خداى دې حضرت عبدالرحمن بن عوف(رض)وبښي؛ صدقه يې وركوله،ښه مېلمستيا يې وركوله او داچې ګورې ترې پاتې شوې دي .

كعب : تاسې ګل خبره وكړه، امير المؤمنينه!په حلاله يي وګټله او په حلاله يې وڅټله او حلال ترې پاتې شوي،خداى ورته د دنيا او اخرت خېر ور پر برخه كړى دى .

حضرت ابوذر(رض) له دې  پېښې خبر شو او غوسه له كوره راووت او په كوڅو كې يې كعب لټاوه.پر لار يې د اوښ يو هډوكى وموند،را وايې خست او په كعب الاحبار پسې روان شو.حضرت ابوذر(رض) د كعب په لټه كې و،چې كله به ګوتو ته ورځې . كعب هم چې وليدل،چې حضرت ابوذر(رض) ورپسې دى،دوه يې خپلې او دوه يې پردۍ كړې او پښې یې له هغه ځايه سپكې كړې . خليفه(رض) ته ولاړ،حضرت ابوذر(رض)ورپسې ورغى،د كعب سترګې،چې پر حضرت ابوذر (رض) ولګېدې د خليفه شاته پټ شو،حضرت ابوذر(رض)هم ورغى او له واره يې د كعب سر په هډوكي مات كړ او چغه يې كړه : د يهودي زويه!ته هغه سړي ته چې مړ شوى او دومره مال ترې پاتې دى وايې، چې خداى ورته د دنيا او اخرت خېر وركړى و،ته د خداى ذمه واري كوې؟ يوه ورځ پېغمبراکرم(ص) “احد” ته روان، زه هم ورسره وم، راته يي وويل:ابوذره!

 ما ورته وويل : ځار دې شم د خداى رسوله!

راته يې ويل : پانګوال په هغه دنيا كې ړانده دي .

 بيا يې راته وويل: ابوذره! ما ورته وويل : ځار دې شم د خداى رسوله! راته يې وويل : خوښ نه يم،چې د احد هومره مال د خداى په لار كې نفقه كړم او مړ شم او رانه دوه قيراطه (نيم دانګ) پاتې شي”.

 ما ورته وويل : د خداى رسوله!دوه قنطاره!(سل كيلو)؟!

 راته يې وويل : نه دوه قيراطه!بيا يې را ته وويل :زه كم غواړم او ته يي راته زياتوې .

 د خداى رسول داسې وايي او ته د يهودى زوى راځې او وايې،چې له عبدالرحمن بن عوف(رض)  پاتې مال حلال دى؛ته ما ته دا ووايه،چې عبدالرحمن بن عوف(رض)  دومره مال حال له كومه كړ؟خداى ورته له اسمانه په لمن كې اچولى و كه نه،د خلكو پر مال يې ګېډه اچولې وه؟ پر خداى قسم،چې د قيامت پر ورځ به ددې مالونو خاوندان ډېر زيات پښېمانه وي؛پېغمبراکرم(ص) وايي:((هر مال سره وي، كه سپين، كه پرې بخل وشي،د قيامت پر ورځ به يې د مالك لپاره اور وي؛خو دا چې مالك يې د خداى پر بندګانو واېشي.))

ايا  حضرت عبدالرحمن بن عوف(رض) ددې مال خاوند نه و؟

كعب : ته دروغ وايې او څوك چې ستا په څېر عقيده ولري دروغجن به وي .

خليفه(رض) له كعب څخه وغوښتل،چې د حضرت ابوذر(رض)له دې  کړو وړو خپه نشي او حضرت ابوذر(رض) ته يې وويل : بس دى، نور دى! پوزې ته دې راوستم،ځه ورك شه،چې مخ دې ونه ګورم،زما او ستا نوره په  يو ځاى كې ګوزاره نه كېږي.

ابوذر(رض) : خليفه!ارام شه! تا پېغمبر اکرم(ص)،حضرت ابوبكر او حضرت عمر(رضی الله عنهم) نه وو ليدلي؟ اوس ته په خپله وګوره،چې كوم كارونه دې ورسره اړخ لګوي؟ د هغوى په څير يې كه نه؟

خليفه(رض) : غوسه وويل : ځه ولاړ شه!زما له هېواده ووځه؛بلكې زما له ګاونډه هم ووځه .

ابوذر(رض) : چېرته ولاړ شم .

خليفه (رض) : چېرته چې ځې ولاړ شه !

ابوذر(رض) : مكې ته به ولاړ شم .

خليفه : نه ! هلته را څخه نشې تلاى.

ابوذر(رض): ته مې د خداى د كور له زيارته منع كوې .

خليفه(رض) : هو! همداسې ده.

ابوذر(رض): شام ته به ولاړ شم.

خليفه(رض): د څه لپاره مې له شامه راغوښتى يې،چې بېرته دې ورولېږم؟

ابوذر(رض):عراق ته به ولاړ شم.

خليفه(رض): نه! د عراق خلك درنه ډېر د دولت تر مامورينو تنګ دي.

ابوذر(رض) : مصر ته به ولاړ شم .

خليفه(رض): بې له دې ځايو کوم بل ځاى ته ولاړ شه .

حضرت ابوذر(رض): بې له دې ځايو بل يوځاى ته هم نه ځم . كه خپله خوښه مې واى له مدېنې به نه واى خوځېدلى،اوس دې خپله خوښه، چېرته چې مې لېږې؟

خليفه (رض): زه به دې دښتې ته وشړم.

حضرت ابوذر(رض): يعنې تر ښاري ژونده وروسته مې بېرته د دښتو عرب كوې .

خليفه(رض) : همدا كار درسره كوم.

حضرت ابوذر(رض): كه داسې وي؛نو د “نجد” دښتې ته به ولاړ شم.

خليفه(رض): نه! تا بايد ډېر لرې وشړم او بايد ژر تر ژره له دې ښاره ووځې او همدا نن بايد ووځې؛زه دې “ربذې” ته شړم؛ (خپلو درباريانو ته): ابوذروباسئ، پر شاتوري اوښه يې سپور كړئ او څومره،چې كولاى شئ په لار كې يې وځوروئ اوڅوك حق نه لري مخې ته يې ورشي؛ وروسته به ګورو چې خداى څه غواړي .

مروان او د دربار نورو غوړه مالانو حضرت ابوذر(رض) په ټېلو وهلو له درباره واېست .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست