تبلیغات

حضرت علي کرم الله وجهه د  حضرت معاويه بن ابي سفيان له نظره   ( امام انس بن مالک؛موطاء :د قضا کتاب :١٢٦ مخ ) په خپل سند له سعيد بن مسيب روايتوي،چې د شام يو اوسېدونکى،چې نوم يې ابن خيبري و،خپله ښځه يې له پردي سړي سره وليده او ښځه او که دواړه يې […]

حضرت علي کرم الله وجهه د  حضرت معاويه بن ابي سفيان له نظره

 

( امام انس بن مالک؛موطاء :د قضا کتاب :١٢٦ مخ ) په خپل سند له سعيد بن مسيب روايتوي،چې د شام يو اوسېدونکى،چې نوم يې ابن خيبري و،خپله ښځه يې له پردي سړي سره وليده او ښځه او که دواړه يې ووژل . خبره حضرت معاوية بن ابوسفيان ته راورسېده،چې څنګه د سړي، ښځې او مېړه او کورنيو تر منځ شخړه هواره کړي؛نو حضرت ابو موسى اشعري ته يې ليک وليک،چې ولاړ شه او له علي ددې ستونزې هوارى وپوښته. حضرت ابوموسى اشعري هم له علي پوښتنه وکړه . امام علي ورته وويل :دا پېښه د حکومت په واک کې نه ده او بايد ووايې، چې چېرته شوې ده ؟ ابو موسى ورته پوره کيسه وکړه،چې معاويه راته ليکلي چې له تا وپوښتم . حضرت علي ورته وويل : که څلور شاهدان يې راوستل؛خو سمه ده؛ګنې نو بايد د قصاص لپاره ونيول شي .

دا روايت ( بيهقي؛سنن :اتم ټوک،٢٣٠ مخ له يوې لارې او په ٢٣٧ مخ کې له بلې لارې او د دويم ټوک په١٤٧ مخ کې له بلې لارې ) ، (شافعي؛مسند :دالجائز الحدود کتاب ، ٢٠٤ مخ ) او ( متقي؛ کنزالعمال : اووم ټوک،٣٠٠ مخ ) کې هم نقل کړى دى .

( استيعاب :دويم ټوک،٤٦٣ مخ ) وايي : معاوية بن ابوسفيان به چې په هره ستونزه کې راګېر شو؛نو په ليک کې به يې هوارى له حضرت علي غوښته او حضرت  معاويه،چې واورېدل،چې علي يې وواژه؛نو ويې ويل: فقه او علم يې وواژه . د حضرت معاويه ورور عتبه،چې دا خبره واورېده؛ حضرت معاويه ته يې وويل : پام کوه څوک دې دا خبره وا نه وري. حضرت معاويه ورته وويل: درومه خپل کار دې کړه .

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٢١ مخ ) له شعبي روايتوي،چې وايي : حضرت علي وويل : شکر د خداى چې زموږ دښمن يې موږ ته اړين کړ،چې په دين کې هر ستونزه لري؛نو له ما يې پوښتي او همدا اوس راته معاويه د نرښځي د ميراث په اړه   ليک رااستولى او ما يې هم ځواب ورکړ،چې د عورت له مخې ورته ميراث ورکړه،چې که عورت يې د سړي و؛نو د سړي ميراث ورکړه او که عورت يې د ښځې و؛نو د ښځې ميراث ورکړه.

( مناوي؛فيض القدير :څلورم ټوک،٣٥٦ مخ ) په شرح کې وايي : د همزيه په شرح کې راغلي،چې حضرت معاويه بن ابي سفيان به په ستونزه کې راګېر شو؛نو د هواري غوښتنه به يې له حضرت علي کوله او علي هم ورته ستونزه هواروله،چې د علي يو زوى وويل : ولې د ښمن ته لارښوونه کوې ؟ علي وويل : دا موږ ته بس نه ده،چې خداى راته اړ کړى دى او موږ پوښتي ؟

( کنزالعمال :درېم ټوک،١٨٠ مخ ) له ابي الوضين روايتوي،چې يو سړي د يو شامي پر لور مرکه وکړه؛ البته پر هغه لور،چې له ازادې ښځې يې وه او د لور پلار له وينځې لور سينګار او د زوم کور ته يې ولېږله، زوم،چې د واده پر ړومبۍ شپه کوټې ته ولاړ؛ نو ناوې يې وپوښتله: د چا لور يې ؟ ناوې ورته وويل : د پلانۍ لور_؛يعنې د وينځې لور _ زوم وويل :د پلانۍ پر لور چې يې له ازادې ښځې شوې وه، مې مرکه کړې وه . خبره يې حضرت معاويه بن ابوسفيان ته وکړه . معاويه ورته وويل : څه پروا کوي،چې يوه ښځه يې د بلې ښځې پر ځاى درکړې ده او بيا يې له خپلو شاوخوا کسانو وپوښتل : ددې مسلې حل څه دى؟ هغوى هم ورته د معاويه خبره وکړه او و يې ويل : څه پروا کوي،چې يوه ښځه يې د بلې ښځې پر ځاى درکړې ده . زوم غوښتنه وکړه،چې مسئله علي ته ولېږئ او حضرت معاويه هم حضرت علي ته ولېږله . حضرت علي څه له ځمکې راپورته کړل او و يې ويل : ددې خبرې حل ددې څيز د راوچتولو هومره اسان دى او و يې ويل : کوم جهيز يې،چې دې ښځې ته ورکړې،ددې ښځې شو؛ځکه کوروالى دې ورسره کړى او پلار يې بايد هماغومره جهيز هغه بلې لور ته چمتو کړي او ددې ښځې عده،چې پاى ته ورسېده؛هغه بله لور دې ستا کور ته راولېږي . بيا راوي وايي : تر کومه مې چې يادېږي علي د نجلۍ پلار پر کوړو وواهه او که غوښتل يې،چې و يې وهي. بيا وايي :دا روايت ابن ابي شيبه هم روايت کړى دى .

( کنزالعمال : درېم ټوک،١٨١ مخ ) له حجار بن ابحر روايتوي،چې وايي : له معاويه سره ناست وم،چې دوه سړي راغلل،چې د يو جوړ جامو پر سر يې شخړه وه او يو يې وويل : دا جامه زما او شهود يې راوستل او هغه بل وويل : دا جامه ما په خپله له يو ناپېژندګلو سړي اخستې ده . معاويه وويل : کاشکې علي بن ابيطالب و،چې دا ستونزه يې هواره کړې واى . ما ورته وويل : زه وم،چې دې ته ورته شخړه يې حضرت علي ته راوړه ؟ پوښتنه يې وکړه : نو هغه څه وکړل ؟ و مې ويل : حق يې هغه ته ورکړ،چې د شهودو اقامه يې کړې وه او بل ته يې وويل : تا خپل مال ضايع کړى دى .

( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٥ مخ ) له ابي حازم روايتوي،چې يو سړي حضرت  معاويه بن ابي سفيان ته راغى او له هغه يې د يوې مسئلې پوښتنه وکړه او داچې له حضرت معاويه سره يې ځواب نه و؛نو ورته يې وويل: ولاړ شه او له علي يې وپوښته . سړي ورته وويل : ستا ځواب مې ډېر خوښ دى . معاويه : څومره ناوړه خبره دې وکړه ! آيا هغه سړي ته له تګه کرکه کوې،چې رسول اکرم پر علم موړ کړى و؛هغه سړى،چې رسول اکرم يې په اړه ويلي وو : (( ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير،چې تر ما وروسته پېغمبر نه راځي)) هغه سړى،چې حضرت عمر بن خطاب به په کومه ستونزه کې راګېر شو؛نو حضرت علي ته به يې مراجعه کوله .

محب طبري وايي :دا روايت احمد هم په مناقب کې راوړى دى .

( مناوي؛فيض القدير:درېم ټوک،٤٦ مخ ) له کلا بازي راويت کوي، چې يو سړي له حضرت معاويه بن ابي سفيان يوه مسله وپوښتله . معاويه ورته وويل : له علي يې وپوښته،چې تر ما اعلم دى . سړي ورته وويل : زه ستا ځواب غواړم .معاويه ورته وويل : پر ځان ووېرېږه،چې له هغه سړي ډډه کوې،چې رسول اکرم پر علم موړ کړى و؛ هغه سړى،چې حضرت عمر به په ستونزه کې ګېر شو؛نو علي به يې پوښته او يوه ورځ يو سړى عمر ته راغى او پوښتنه يې ترې وکړه،چې عمر ورته وويل : حضرت علي دلته دى،چې سړي ورته وويل : له تا يې ځواب غواړم . حضرت عمر وويل : پاڅه خداى دې پښې شلې کړه او حکم يې وکړ،چې نوم يې له دېوانه پاک کړئ .

دې روايت ته ورته يو بل روايت په فتح الباري فى شرح البخاري ( اولسم ټوک،٥٠ مخ ) له اسماعيل بن ابي خالد له قيس بن ابي حازم نقل کړى دى .

( صحيح مسلم د طهارت کتاب : پر موزې د مسحې باب ) په خپل سند له حکم بن عتيبه له قاسم بن مخيمره له شرح بن هاني روايتوي،چې ام المومنین عايشې بي بي ته ولاړم او پر موزې د مسحې په اړه مې ترې پوښتنه وکړه،چې راته يې وويل : ولاړ شه او د ابيطالب له زوى پوښتنه وکړه .

دا روايت مسلم له دوو نورو لارو،نسائي په صحيح ( لومړى ټوک،٣٢ مخ ) ، ( ابن ماجه؛ صحيح :٤٢ مخ ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند :لومړى ټوک :٩٦،١٠٠،١١٣،١١٧،١٢٠،١٣٣،١٤٦،١٤٩ او د شپږم ټوک په ١١٠ مخ ) ، ( ابوداود طيالسي؛مسند :لومړى ټوک،١٥ مخ ) ، ( بيهقي؛ سنن :لومړى ټوک،٢٧٢ مخ له دوو لارو او په ٢٧٧ مخ کې له درېمې لارې ) ، ( ابونعيم؛حلية :لومړى ټوک،٨٣ مخ ) ، ( خطيب بغدادي :د بغداد تاريخ :يوولسم ټوک،٢٤٦ مخ ) ، ( طحاوي؛شرح معاني الاثار : د طهارت کتاب :٤٩ مخ او له بلې لارې په ٥٠ مخ ) ، (ابوحنيفه؛مسند :١٢٩ مخ ) ، ( متقي؛کنزالعمال :پينځم ټوک،١٤٧ مخ ) او د هغه د وينا له مخې حميدي، سعيد بن منصور، عبدالرزاق، ابن ابي شيبه، احمد بن حنبل، عدني، دارمي، ابن حزيمه او ابن حبان هم نقل کړى دى .

( فتح الباري؛شپاړسم ټوک،١٦٨ مخ ) له ابن ابي شيبه په ډېر ښه او صحيح سند له عبدالرحمن بن ابزي روايتوي،چې و ايي : د جمل د جګړې پر ورځ عبدالله بن بديل بن ورقاء خزاعي ځان عايشې بي بي ته ورساوه او تر اوسه لا عايشه په خپله کجاوه کې وه او ورته يې وويل : يادېږي مو چې د حضرت عثمان تر وژل کېدو وورسته درغلم او پوښتنه مو وکړه،چې تر عثمان وروسته د چا خلافت ته غاړه کېږدو؟ تا راته وويل : د علي خلافت ته . عايشه چوپ شوه او څه يې و نه ويل . بيايې د هغې د ورور محمد په مرسته اوښ وتاړه او حضرت علي ته مو راوسته. حضرت علي حکم وکړ،چې ځانګړى کور ورکړئ .

( سننن بيهقي؛پينځم ټوک،١٤٩ مخ ) په خپل سند له ابي مجلز روايتوي،چې وايي : يو سړي د حضرت عمر زوى وپوښته،چې په رمي جمرات کې مې شک کړى، آيا اوه وارې مې رجم وکړ او که شپږ وارې؛نو څه وکړم ؟ و يې ويل : بايد علي بن ابيطالب وپوښتې.

حضرت قيس ابن ابي حازم وويل: يو سړى معاويه بن ابوسفيان ته راغى او د يوې مسئلې په هکله يې وپوښتل. معاويه بن ابي سفيان ورته وويل : ولاړ شه او له علي وپوښته،چې تر ما اعلم دى.سړي ورته ووېل: زه له تا ځواب غواړم. معاويه بن ابي سفيان ورته وويل:مور دې سر ته كېنه ! خوښ نه يې، چې له داسې سړي دې ځواب واورې،چې د څښتن رسول پخپله ژبه ورته علم ورښوولى او رسول اكرم يې په هکله وويل:(( ستا مقام ماته داسې دى؛لكه د هارون چې موسى ته و)) او حضرت عمر بن خطاب به هم له هغه پوښتنې كولې او ځوابونه به يې وركول او که حضرت عمر به په كوم مشكل كې راګېر شو؛ نو ويل به يې:حضرت علي چېرته دى.(بيا معاويه بن ابوسفيان پر غوسه سړي ته وويل:) پاڅه ! څښتن دې واخله او د سړي نوم يې د بيت المال له دفتره وکېښ[1].

٭ يوه ورځ احنف بن قيس له حضرت معاويه بن ابوسفيان سره روژه ماتي ته پر دسترخوان ناست و؛رنګارنګ او ډېرو خواړو حېران كړ،اوښكې يې له سترګو راروانې شوې.معاويه بن ابي سفيان ترې ددې اوښكو علت وپوښته . هغه وويل: هغه روژه ماتى را پر ياد شو، چې له حضرت علي سره وم؛ څومره ساده روژه ماتى و. معاويه بن ابي سفيان وويل:هغه سارى نلري؛نو خبره يې مكوه[2].

٭ حضرت  معاويه بن ابي سفيان ته به،چې د كوم سوال ځواب نه ورتله؛نو هغه به يې ليكه او يو تن ته به يې وركاوه،چې له حضرت علي يې ځواب واخلي. حضرت معاويه بن ابوسفيان ته چې د علي د شهادت خبر ورسېد؛ و يې ويل: د علي پر مرګ د فقهې او علم كډه بار شوه. د  حضرت معاويه بن ابوسفيان ورور “عتبه” وويل:دا خبره درنه د شام خلك وا نه وري. معاويه بن ابوسفيان ورته وويل : ما (پر خپل حال) پرېږده![3]

٭ حضرت معاويه بن ابي سفيان حضرت ابوهريره ته وويل:فكر نکوم، چې زه به د خلافت چارو ته تر حضرت علي غوره يم[4].

٭ حضرت معاويه بن ابي سفيان په يوه ليك كې حضرت علي ته وليكل: پر خپل سر قسم چې په اسلام كې ستا له فضايلو او له رسول الله سره له خپلوۍ دې منكر نه يم.

٭ چې کله “محصن ضبى” له حضرت معاويه بن ابي سفيان كره ولاړ؛نو حضرت معاويه بن ابي سفيان ترې وپوښتل: له كومه ځايه راغلې؟ ورته يې وويل: تر ټولو د کنجوس له څنګه راغلم!معاويه بن ابوسفيان په جيګ غږ ورته وويل:غرق شې! څنګه دې داسې سړي ته “ابخل الناس” وويل، چې كه يو كور سره زر او يو كور سپين زر ورسره وي؛نو له سپينو زرو به يې زيات سره زر فقيرانو ته وركړي واى او سرو او سپينو ته به يې ويل: سرو او سپينو! ولاړ شئ او بل څوك وغولوئ،چې ما نشئ غولولاى! تاسې ما نشئ تېر ايستلاى! تاسې مې درې طلاقه كړئ، چې بېرته راګرځېدل پکې نشته[5].

٭ مغيره وويل : اوړى و او معاويه بن ابي سفيان له خپلې ښځې “فاخته بن قرظه” سره و چې د حضرت علي د شهادت خبر يې ورته راوړ؛نو معاويه بن ابي سفيان پاڅېد او و يې ويل:((انا لله و انا اليه راجعون )).خلكو علم، فضيلت او خېر له لاسه وركړ. ښځې يې ورته وويل :تر پرونه دې ورپسې توره را ايستلې وه او اوس ورته :” انا لله و انا اليه راجعون” وايي ؟ ورته يې وويل: كه له علم، فضيلت او سوابقو يې خبره وې؛نو داسې خبره به دې نه واى كړې[6].

٭ ستر سني عالم جاحظ د “المحاسن و الاضداد” په كتاب كې ليكلي:يوه ورځ “امام حسن مجتبى” د معاويه بن ابوسفيان مجلس ته ورننووت، چې په دې مجلس كې “عمرو بن عاص”، ” مروان بن حكم”، “مغيره بن شعبه” او نور ناست وو. چې کله امام حسن راننووت؛نو معاويه بن ابوسفيان يې ډېر درناوى وكړ او پر جيګه يې كېناوه. “مروان بن حكم” ته د معاويه بن ابوسفيان دې كار زور وركړ او په غبرګون كې يې امام حسن ته بې احترامي وكړه .امام حسن هم د هغه ځواب په سړه سينه وركړ.دلته معاويه بن ابوسفيان مروان ته وويل : زه دې ددې سړي له بې احترامۍ منع كوم (ځكه) نه يې پلار ستا د پلار غوندې دى او نه پخپله ستا غوندې دى،ته د شړل شوي زوى يې او دا د څښتن د رسول زوى دى[7] .

٭ حضرت معاويه بن ابوسفيان محمد بن ابي ابكر ته وليكل: د رسول الله پر ژوند ما او ستا پلار د حضرت علي د حق رعايت كول پر ځان واجب ګڼل او د هغه د فضيلتونو او ستروالي مو سترګې نشوې پټولاى؛خو کله چې څښتن، حضرت علي د پېغمبر اکرم ځايناستى وټاكه؛نو ستا پلار او فاروق (عمر بن خطاب) لومړي كسان وو،چې د علي حق يې تر پښو لاندې كړ او د هغه له فرمان سره يې مخالفت وكړ[8].

٭ حضرت عمرو عاص، حضرت معاويه بن ابوسفيان ته وويل:دا چې زه د حضرت علي نوم په دبدبه اخلم، ته تر ما په دې كار كې ډېر مخكې يې؛ خو ته دا خبره پټوې او زه يې ښكاره كوم[9].

٭ حضرت “عمرو بن عاص” د حضرت علي په هکله حضرت معاويه بن ابوسفيان ته لاندې شعرونه وليكل:((د څښتن له رسوله مې د علي په هکله ډېر سپارښتونه اورېدلي دي.

پېغمبر اکرم د “خم غدير” پر ورځ پر منبر وويل:حال دا چې له پېغمبر اکرم سره تللي كسان ټول ورسره وو او د څښتن له اړخه د مسلمانانو امارت يې حضرت علي ته وروباښه،حال دا چې غوره ځايناستى او امير و او ( پر هغه ورځ) د حضرت علي لاس د پېغمبر اکرم په لاس كې و او په ښكاره يې خلكو ته د څښتن حکم ووايه :((د چا چې زه مولى يم؛نو تر نن وروسته علي تر ټولو غوره مولى دى.[10] ))

٭ حضرت معاويه بن ابوسفيان چې يزيد ته بيعت اخستو ته مکې ته راغى؛ نو په “دارالندوه”كې د پېغمبر اکرم د اصحابو شورا جوړه كړه،حضرت معاويه بن ابوسفيان د غونډې په پېل كې په حضرت علي پسې خوله راوسپړله او په تمه و چې سعد هم ورسره يوه خوله شي؛خو سعد معاويه بن ابوسفيان ته وويل : ما ته د حضرت علي دا درې ځانګړنې راياد شي؛نو د زړه له كومې وايم، چې كاشكې ما هم دا ځانګړنې درلوداى. 1 _ پېغمبر اکرم حضرت علي ته وويل:(( ستا مثال ما ته داسې دى؛لكه د هارون چې موسى ته و؛خو په دومره توپير چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي.2 _ د خېبر د جګړې پر ورځ پېغمبر اکرم وويل:(( سبا به بېرغ داسې سړي ته وركړم، چې څښتن او رسول يې پرې ګران دى او هغه هم پر څښتن او رسول يې ګران دى او دا جګړه به ګټي او هېڅكله له جګړې نه تښتي.3 _ د نجران له مسيحيانو سره دمباهلې پر ورځ پېغمبر علي،فاطمه ، حسن او حسين له ځان سره راوړل او ويې ويل : (( پالونکيه! دوى زما اهل بيت دي. [11]))

٭ حضرت معاويه بن ابوسفيان په حج كې و، چې حضرت سعد بن ابي وقاص ورغى او د حضرت علي خبره رامنځ ته شوه؛نو معاويه بن ابوسفيان حضرت علي ته كنځلې وكړې.سعد پر غوسه شو او و يې ويل:هغه چا ته كنځلې كوې چې د څښتن رسول يې په هکله وويل:(( د چا چې زه مولى يم؛ نو د تره زوى مې علي به يې هم مولى وي . )) او همداسې له رسول الله مې واورېدل : (( ماته د علي مثال داسې دى؛لكه د هارون چې موسى ته و؛خو په دومره توپير چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي.))او بيا يې ويل : (( بېرغ به نن داسې سړي ته وركړم چې څښتن او رسول يې پرې ډېر ګران دي او هغه هم پر څښتن او پر رسول يې ګران دى.[12] ))

٭ ابويعلي او بزار له سعد بن ابي وقاص نه روايت كوي:د څښتن استازي وويل : (( چا چې علي ازار كړ؛ نو زه يې هم ځورلى يم. ))

٭ مسلم له حضرت سعد بن ابي وقاص نه روايت كوي:د “ندع ابناءنا و ابناءكم….” آيت چې نازل شو؛نو پېغمبر(ص) علي،فاطمې او حسنين راوغوښتل او ويې ويل : (( خدايه! دوى زما اهل بيت دي. [13]))

٭ حضرت سعد بن ابي وقاص وايي : له حضرت علي وپوښتل شول : ولې ته د پېغمبر (ص) تر نورو اصحابو ډېر پر احاديثو پوه يې؟ و يې ويل : له رسول الله به مې چې پوښتنه كوله؛نو ځواب يې راكاوه او چې چوپ به شوم؛هغه به خبرې پېلولې[14].

٭ مروان بن حكم چې له يزيد بن معاويه بن ابي سفيان وروسته د خلافت پر ګدۍكېناست؛امام سجاد ته يې وويل:هيچا د حضرت علي هومره له حضرت عثمان څخه دفاع ونه کړه. امام سجاد ورته وويل:نو ولې پر منبر ورته كنځلې كوئ ؟ مروان ورته وويل : بې لدې پر خلكو واکمني نشو كولاى.[15]

٭ حضرت معاويه بن ابي سفيان د صفين په جګړه كې وويل : پر څښتن چې له تاسې غواړم چې پر علي د غشيو باران جوړكړئ او سورې سورې يې كړئ، چې خلك او ملك ترې خلاص شي. په دې وخت كې مروان وويل:پر څښتن قسم ، چې پر موږ تنګ يې (موږ پرې وژنې)؛ځكه ته مې مرګ ته د زمري خولې ته لېږې.دا يې وويل او پر غوسه پاڅېد او ولاړ.وليد بن عقبه په دې باب شعر ويلې چې پښتو مفهوم يې دادى : موږ ته د زمري د وژلو فرمان راكوې، چې د جنګ په مېدان كې ترې ټول تښتي[16].

[1] وګورئ : 1 _ بوستان معرفت، 305مخ چې هغه هم د حموئى د فرائد السمطين د لومړى ټوك، 68باب، 371مخ، له 302حديثه راخستى دى.3 _ ابن عساكر، تاريخ امير المؤمنين، لومړى ټوك، 369 – 370 مخونه، 410 – 411 حديثونه.4 _ ابن مغازلي ، مناقب، 34مخ، 52حديث.

[2] وګورئ : حضرت علي معيار كمال، د كتر مظلومى، 158مخ.

[3] وګورئ : بوستان معرفت، 659مخ، چې هغه د ابوعمر د استيعاب له 3ټوك، 45مخه يې راخستى دى .

[4] وګورئ : بررسي مسايل كلي امامت، آيت الله ابراهيم اميني، 74مخ، چې هغه هم د “الامامه والسياسه” د لومړي ټوك، له 28مخه راخستې.

 [5] وګورئ : “چرا شيعه شدم”، 227مخ .

[6] وګورئ : د ابن عساكرد تاريخ اميرالمؤمنين 3ټوك، 405 او 409مخونه، 1505 او 1507حديثونه او د خوارزمي د مناقب 26فصل، 283مخ او د ابن كثير البدايه والنهايه د 8ټوك، 15مخ.

[7] وګورئ : المحاسن والاضداد، جاحظ، 181مخ.

[8] ابن عساكر، شرح حال امام علي من تاريخ دمشق، 432مخ (د محمودي شرح).

[9] وګورئ: اسرار آل محمد، سليم بن قيس، 203مخ، 12چاپ.

[10] وګورئ: ابن عساكر؛ شرح حال امام علي من تاريخ دمشق، 89مخ.

[11] وګورئ :1 _ الهيات ومعارف اسلامى، استاد جعفر سبحانى، 399مخ، چې هغه هم د صحيح مسلم له 7ټوك، 120مخه راخستې دى. 2 _ كنزالعمال، 13ټوك، 162 – 163 مخونه (موسسه الرساله بيروت پينځم چاپ ) 3 _ ابن كثير، البدايه والنهايه، 7ټوك، 340مخ، باب فضايل علي .

[12] آثارالصادقين، 14ټوك، 462مخ، چې هغه هم د الغدير د لومړي ټوك له 39مخه راخستى دى او الغدير هم د سنن ابن ماجه له لومړى ټوك 30مخه راخستي دى.

[13] وګورئ : مصباح الموحدين، 52مخ.

[14] وګورئ : مصباح الموحدين، 55مخ.

 [15] وګورئ :1_دابن عساكر، تاريخ اميرالمؤمنين 3ټوك، 127مخ، 1149حديث 2_ بلاذري ، انساب الاشراف، 2ټوك، 184مخ، 220حديث.3 _ ابن ابي الحديد، شرح نهج البلاغه، 13ټوك، 220مخ د 238 خطبى شرح (قاصعه).

[16] وګورئ : آثارالصادقين، 9ټوك، 301خ، چې هغه هم د سفينه له لومړى ټوك، 690مخه راخستى دى .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست