پوښتنه : ولې د نبوت پړاو پر حضرت محمد (ص) پاى ته ورسېد؟
ځواب :نوي پېغمبر ته اړتيا هله پيدا کېږي،چې په پخواني کتاب او دين کې اړونه راشي؛نو د قرآن شريف ان يو ټکى،چې هم نه دى بدل شوى او داسې څه به نه وي،چې قرآن شريف ورته ځواب نه وي ورکړى؛نو نوي پېغمبر ته څه اړتيا ده ؟
که پخواني اسماني کتابونو ته لنډه کتنه وشي؛نو دومره اړونې پکې شوي،چې انسان يې په ويلو شرمېږي.
بلخوا يو نالوستى،چې لرې ځاى ته سفر وکړي؛نو دلته بې له دې بله چاره نه لرو،چې کوڅه په کوڅه پته ورته ورکړو؛خو که همدې ځاى ته يو لوستى ځي؛نو بسيا ده،چې د يو ټوليز ادرس او د ښار د ونډهې په ورکولو خپله لار پيدا کړي.
د پخوانيو ټولنو خو دومره وده نه وه کړې؛نو کوڅه په کوڅه پته ورته پکار وه؛خو ټولنو چې وده وکړه؛نو که ټوليزه ونډهه هم ورکړ شي؛نو خپله لار پيدا کوي او نېغ لارښود (پېغمبر) ته اړتيا نه پيدا کوي. البته د قانون د ساتنې او پلي کولو لپاره د امامانو او فقهاو شتون پکار دى.
بل مطلب داچې پخوانيو پېغمبرانو(بې له څو تنو)معمولاً کتاب نه درلود او ډېرى يې د نورو سترو پېغمبرانو لارښوونې تبليغولې او داسې نه ول، چې ټول تېر شوي پېغمبران د کتاب خاوندان ول؛نو پر دې بنسټ د امامانو او د متقي اسلام پوهانو په شتون کې بل پېغمبر ته اړتيا نه پيدا کېږي؛ځکه د دين تبليغ د دين عادل عالمان هم کړاى شي؛ځکه نه ښايي،چې د اجتهاد له مسئلې سترګې پټې کړو؛ځکه عادل فقهاء د اسلام د ټوليزو قوانينو په رڼا کې کړاى شي له قرآن شريف او سنتو اسلامي حکم راوباسي.
د پېغمبر (ص) نړيوال رسالت
د اسلام د پېغمبر (ص) رسالت نړيوال دى؛يعنې په يو ځانګړي وخت پورې ځانګړى نه دى؛بلکې ټولو وختونو او نسلونو ته دى،چې قرآن شريف په پرله پسې توګه دې خبرې ته اشاره کړې ده .