تبلیغات

حقوق،دندې او آزداۍ ۲۰۸ مساله : د انسان آزادي څو ډوله ده: ۱- تکویني آزادي، چې محسوسه ده،که څه په فلاسفوو، متکلمینو او په ختیزي او لویدځي پوهانو کې په دې اړه له ډېر پخوا راهیسې تر نن ورځې پورې اړپېچ دی او په دې اړه یې ډېری ویینې کړي دي، چې زما په درې […]

حقوق،دندې او آزداۍ

۲۰۸ مساله : د انسان آزادي څو ډوله ده:

۱- تکویني آزادي، چې محسوسه ده،که څه په فلاسفوو، متکلمینو او په ختیزي او لویدځي پوهانو کې په دې اړه له ډېر پخوا راهیسې تر نن ورځې پورې اړپېچ دی او په دې اړه یې ډېری ویینې کړي دي، چې زما په درې نورو کتابونو کې یې یادونه شوې ده.په هر حال خدای (ج)، انسان با اراده او با اختیاره پیدا کړی او خدای پخپلو کارونو کې هېڅ جبر نلري. هو! پر عمل باندې واک د خدای له اړخه افاضه کېږي او د خیر او شر په کارونو کې له دې واک او ځواک د کارولو او لګولو په اړه انسان،ټاکوونکی دی. إِمَّا شَاكِرًا وَإِمَّا كَفُورًا.

۲- عرفاني آزادي،چې له هر څه د تعلق رنګ واخلي، بیا هم آزاده ده او د حال ژبه او هیله او عمل یې دا دی، چې موږ  اوته له وصل پرته بل هوس نلرو او له کون و مکانه یادونه راته بسیا ده،ستا په مینه کې رانه د طوبی سیوری، د حورو مینه او د حوض څښاک هېر دی او یوازې ستا خوښي غواړم….. د دوزخ له وېرې او د جنت په طمع دې ستاینه نه کوم؛بلکې عشق دې د بندګۍ کړۍ راترغاړې کړې . بنسټیزه پوښتنه دا ده، چې دا مقام د انسانانو کومې ډلې ته ترلاسه شوی؟

۳- اخلاقي آزادي، چې د څارویزو غرایزو له خطرناک زندانه خلاصېدل دي او کابو کول یې د فطرت په کړۍ کې دي او ددې آزادۍ د ترلاسه کوونې ضامن دا دی،چې پر خدای او د قیامت پر ورځې ژور ایمان ولرې .

۴- وګړیزې او ټولنیزې ( سیاسي، وټیزې، فرهنګي……) آزادۍ،چې دا ټولې د لومړي ډول متفرع او تکویني آزادۍ دي ګنې نو مفهوم نه لري .

د عنوان موخه د همدې وروستي ډول آزادۍ دي.

۲۰۹ مساله : د ګروهو او نظر په څرګندولو،خبرو،لیکنو او د انسان په ټولو کړنو کې لومړی آر د انسان آزادي ده؛خودا چې خدای محدوده کړې وي یا دا چې د انسان عقل یا قانون منع کړې وي.

۲۱۰ مساله: له ټولو ډولونو سره وګړیزې او ټولنیزې آزادۍ، کله نا کله ارزښتنمې وي،چې لوړو انساني موخو او کمال ته د رسېدنې په لارې کې ترې ګټنه کېږي؛ځکه پر چاپېریال واکمن استبداد او زندۍ ، فعلیت ته د رسېدنې په لار کې د استعدادونو د بندېدو لامل ګرځي او تردې ناوړه داچې د واقعیتونو او حقایقو پر خلاف،تر شیطانه لا ډېر مکار خناسان د آزادۍ په نامه خلک تېرباسي .

نو له آزادیو معقوله ګټنه د رشید عقل، مناسبې پوهې او بسیا تجربې پر بنسټ ده او که د هغو وګړو ګروهه د نظر څرګندول ،خبرې او لیکنې،چې د خناس د وسوسو تر اغېز لاندې راغلي وي یا دا چې د جنسي چارو تر دباو لاندې راغلي وي؛ نو دا هر څه د شیطان ټګی برګي ده او په یوه ټکي کې ، بې له ارتجاع، یا شاتګه بل څه نه دي . هوښیار ځوانان دې په کلکه په ځان پاملرنه وکړي او په لنډه وینا، هره کړنه او یون چې له ناکابو شویو غرایزو راولاړېږي؛نو په ځنګل کې د ځناور آزادي ده،چې د نورو ځناورو په داړلو او یا یې هم له خپلې مړۍ په شړلو ځان آزاد ویني، چې دې ته آزادي نه وايي. لنډه داچې آزادي مقصوده موخه نه؛بلکې د تکامل وسیله ده او دویم داچې له آزادۍ ناوړه ګټنه د ځنګل تر آزادۍ ناوړه ده او تر دې هم ناوړېږي،چې دا د اخلاقو او انسانیت د مقام ورکاوي ده او درېم داچې آزادي خپل بریدونه لري .

۲۱۱مساله :وګړیزې او ټولنیزې آزادۍ په درې بریدونو کې رامحدودېږي:

۱- چې د نورو وګړیو آزادۍ نفې نکړي یا داچې هغه د خپلې ګټې په پار تنګ نکړي . آزادي د ټولو حق دی او ترجیح بلامرجح،عقلاً باطل، په عرف کې قبیح ده.

۲- بل وګړي ته تاوان و نه رسوي .

۳- ټولنې ته تاوان و نه رسوي .

ټول عقلا د دې درې شرطونو اعتبار مني او هېڅ عاقل هم مطلقه آزادي نه مني او دلیل یې په تېره مساله کې وویل شو او دیني قواعد یې هم بیانوي . په آزادۍ کې څلورم برید هم شته دی او هغه دا چې د پنځونې سترې موخې ته زیان ونه رسوي او د نړۍ پنځګر څښتن په دین حرام یا مکروه کړي دي.

روښانه ده، چې دا څلورم قید هغه وګړي مني، چې نړۍ لید یې حکیم،ځواکمن،وسمن،پوه او واجب الوجود واحد خالق ته رسېدلی وي او د دې دنیا ژوندن د انساني حیات د پیل او پای پړاو او ټوله پېر یې نه ګڼي؛بلکې د حیات د پیل پړاو او د تکامل ښوونځی ګڼي او پایښت ته یې پای نشته او له لایتناهي ابدیت سره یې نښتی ګڼي .

خو هغه وګړي، چې له دې دومره ښکلې نړۍ،د کهکشانو د بدیع او محیرالعقول نظام، د اتم په داخل کې له کوچینو ذراتو او د انسان،څاروي او بوټيو په وجود کې پر پرتو اجزاوو او ذراتو سترګې پټوي او د عقل او فطرت پرخلاف د ټولو وجود،تصادف[1] ته نسبت ورکوي او انسان چې اشرف مخلوقات دی، د یوې داسې پاڼې په څېر ګڼي،چې په پسرلي کې راټوکېږي او په خزان کې مړاوېږي او په ژمي کې غورځېږي او ورستېږي او پنځون موخه لرونکی نه ګڼي او ځان د بیزو ځوځات ګڼي،د آزادۍ څلورم قید نه مني . هو! د دې دوو عقلي او توکیزو نړۍ لیدونو ترمنځ توپیر د ځمکې او اسمان د توپیر هومره دی .

۲۱۲ مساله: آزادي په برابر ډول د ټولو وګړیو حق دی. د وګړیو توکیزې او مانیزې هیلې په عرض او طول کې ډېر پراخوالی لري. د ځمکې په کره کې زموږ مطلوب معاني او مواد ډېر محدود دي . اوس که د وګړیو آزادۍ را محدودې نکړو او هر څوک یې د غرایزو د غوښتنې له مخې آزاد پرېږدو؛نو زموږ ټولنیزو ژوندن به د ځناورو تر جنګلي ژونده خورا ناوړه او ظالمانه وي . هو! ټول پوهېږو چې ټولنیز عدالت د ټولنیز ژوند مهم رکن دی؛خو ډېر لږ پردې پوهېږي،چې که د انسان روح تصفیه او تنویر نشي؛نو ټولنیز عدالت به د پوره مرتبې له مخې تش یو شعار پاتې شي،چې په بشري نړۍ کې نه پلي کېږي او نه به یې ولري او موږ نن د غربي ځورواکو دولتونو معامله د نړۍ له نورو هېوادونو سره وینو،چې دوی نړۍ له کړکېچه ډکه کړې او اور یې ورته کړی او راتلونکی به تر ننه خورا ناوړه وي او که غواړي کنه؛نو ټول دې دا ومني،چې د بشر د روح روڼوالی د آزادۍ له څلورم قید سره نېغه اړیکه لري،چې په مخکې مساله کې مو وویله.

 

[1] تصادف د علت او معلول د تکویني قانون او عمومي سببیت مقابل ټکی دی او یو سلنه عقلي امکان هم نلري او ټول تجربي علوم پر همدې تکویني قانون ولاړ دي او د هغې ټولو په بطلان دا علوم بې اعتباره کېږي

سرچینه :

د کتاب نوم : سیاسي توضیح المسایل

لیکوال : آیت الله شیخ محمد آصف محسني

ژباړن :اجرالدین اقبال

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست