تبلیغات

  ١١. أخبرنا قتيبة بن سعيد و هشام بن عمّار، قالا:حدّثنا حاتم ]بن إسماعيل[،عن بكير بن مسمار،عن عامر بن سعد أبي وقّاص، ]عن أبيه [ قال:أمر معاوية سعداً فقال:ما منعك أن تسبّ أبا تراب ؟ قال:أما ما ذكرت ثلاثاً قالهنّ رسول الله (ص) فلن أسبّه، لأن تكون لي واحدة منهنّ أحبّ إلي من حمر النعم: […]

 

١١. أخبرنا قتيبة بن سعيد و هشام بن عمّار، قالا:حدّثنا حاتم ]بن إسماعيل[،عن بكير بن مسمار،عن عامر بن سعد أبي وقّاص، ]عن أبيه [ قال:أمر معاوية سعداً فقال:ما منعك أن تسبّ أبا تراب ؟ قال:أما ما ذكرت ثلاثاً قالهنّ رسول الله (ص) فلن أسبّه، لأن تكون لي واحدة منهنّ أحبّ إلي من حمر النعم: سمعت رسول الله (ص) يقول له ]وقد«خ»[خلّفه في بعض مغازيه، فقال له عليّ:« يا رسول الله ! تخلفني مع النساء و الصبيان؟» فقال رسول الله (ص):« أما ترضي أن تكون منّي بمنزلة هارون من موسي ألّا أنّه لا نبوّة بعدي ».و سمعته يقول في يوم خيبر:« لأعطين الراية، رجلاً يحب الله و رسوله،و يحبّه الله و رسوله».فتطاولنا لها فقال:« ادعوا لي عليّا». فأتي به أرمد،فبصق في عينيه و دفع الرايه إليه. و لمّا نزلت ـ زاد هشام ـ:( إنما يريد الله ليذهب عنكم الرّجس أهل البيت ) دعا رسول الله (ص) عليّاً و فاطمة و حسناً و حسيناً فقال : « اللهم هؤلاء أهلي ».

 

11- حديث :معاويه بن ابي سفيان مې پلار،سعد بن ابي وقاص ته وويل: علي(ک) ته كنځل وكړه؛خو سعد دغه كار ونۀ کړ .معاويه ورته وويل: ولې دې “ابوتراب” ته كنځل ونۀ کړل؟ سعد ورته وويل:كله به هم علي ته كنځل ونۀ کړم؛ځكه رسول الله (ص) په باب يې درې ځانګړنې بيان كړي،كه يوه يې ما درلوداى؛نو ډېره به راته ښه واى.لومړى: په يوه جګړه كې رسول اکرم هغه ( په مدينه كې) خپل ځايناستى وټاكه او په خپله جګړې ته ولاړ؛ نو علي ورته وويل:د خداى رسوله! ما دلته له ښځو او ماشومانو سره پرېږدې؟رسول اکرم ورته وويل: په دې خوښ نۀ يې، چې راته داسې يې؛لكه هارون چې موسى ته و؛خو په دومره توپير، چې له ما وروسته بل پېغمبر نۀ شته.دويم:د خيبر په جګړه کې رسول اکرم وويل:(( سبا به بيرغ داسې چاته وركړم ،چې خداى او رسول يې پرې ډېر ګران دى او هغه هم پر خداى او رسول يې ډېر ګران دى)).موږ په ځير بيرغ ته كتل،چې چا ته به يې وركوي. رسول اکرم وويل:(( علي ته غږ كړئ،چې راشي.)) علي راغى او سترګې يې خوږېدې.رسول اکرم پر سترګو يې توكاڼې وموږلې او سترګې يې ښه شوې او بيا يې بيرغ وركړ.درېم: د ((انما يريد الله ليذهب عنكم الرجس اهل البيت….)) آيت راغى؛نو رسول اکرم علي،فاطمه،حسن او حسين را وغوښتل او و يې ويل: ((خدايه! دا زما اهل بيت دي)) .

 

11 حديث په نورو سر چينو كې : مسند احمد : 3/160 ح 1608 ؛ صحيح مسلم 4/1871 ح 32 ؛ سنن ابن ماجه 1/45 ح 121 ؛ مصنف ابن ابي شيبه 6/369 ح 15 ؛ كتاب السنته 587 ح 1336اوح 1338او596 ح 1387 ؛ سنن ترمذي 5/638 ح 3728 ؛ مسند ابو يعلي : 12/310 ح 6883 ؛ مناقب كوفي 1/528 ح 474او2/501 ح 1006 ؛ تفسير طبري 22/6 ح 8 ؛ صحيح ابن حبّان 15/15 ح 6643 ؛ معجم كبير طبراني 1/146 ح 328و 23/377 ح 892 ؛ تفسير الوسيط واحدي 1/441 ؛ مستدرك حاكم : 3/108او147او150 ؛ سنن بيهقي 7/63 ؛ ترجمه الامام علي من تاريخ دمشق 1/226 ح 271او273او274 ؛ امالي طوسي : 306 ح 616 .

 

12 . أخبرنا حرمي بن يونس بن محمّد قال:حدّثنا أبو غسّان،قال: حدّثنا عبد السلام ] بن حرب[‌ عن موسي الصغير،عن عبد الرحمان بن سابط،عن سعد بن أبي وقّاص،قال:كنت جالساً تنقصوا علي بن أبيطالب، فقال:لقد سمعت رسول الله (ص) يقول له خصال ثلاثة لأن تكون لي واحدة منهنّ أحبّ إلي من حمر النعم:سمعته يقول:« إنه مني بمنزلة هارون من موسي إلّا أنّه لا نبيّ بعدي». و سمعته يقول:« لأعطين الراية غداً رجلاً يحبّ الله و رسوله ، و يحبّه الله و رسوله ». و سمعته يقول:« من كنت مولاه فعليّ مولاه » .

ژباړه : حضرت سعدبن ابي وقاص (رض): په يوه ډله کې ناست وم ، چې په علي پسې يې خبرې پيل كړې.ما ورته وويل:د خداى له رسول نه مې د علي په باب درې ځانګړنې اورېدلي، چې موږ يې يوه هم نۀ لرو: 1 _ تۀ راته داسې يې؛لكه هارون چې موسى ته و؛خو په دومره توپير، چې له ما وروسته بل پېغمبر نۀ شته. 2 _ سبا به بيرغ داسې چاته وركړم، چې خداى او رسول يې پرې ډېر ګران دى او هغه هم پر خداى او رسول يې ډېر ګران دى.3 _ د چا چې زه مولا يم؛علي به هم مولا يې وي.

 

‌12 حديث په نورو سر چينو كې : مصنّف ابن ابي شبيه : ج 6 ، ص 369 ، ح 15 ؛ سنن ابن ماجه : ج 1 ، ص 45 ، ح 121 ؛ كتاب السنه : ص 596 ، ح 1387اوص 610 ، ح 1454 ؛ ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ج1 ، ص 225 ، ح 270اوص 232او234 ، ح 276او277 ؛ البداية والنهاية : ج 7 ، ص 431 .

 

13 . أخبرني زكريّا بن يحيي قال:حدّثنا نصر بن عليّ ، قال : أخبرنا عبد الله بن داود عن عبد الواحد بن أيمن ، عن أبيه ، أنّ سعداً قال : قال رسول الله (ص) : « لأدفعنّ الراية غداً إلي رجل يحبّ الله و رسوله ، و يحبه الله و رسوله ، يفتح الله علي يديه » . فاستشرف لها أصحابه فدفعها إلي عليّ .

 

13- حديث : نسائي په بل سند له حضرت سعد بن ابي وقاص نه داسې را اخلي: رسول الله (ص) د خيبر په جګړه كې وويل:(( سبا به بيرغ داسې سړي ته وركړم، چې خداى او رسول يې پرې ډېر ګران دى او هغه هم پر خداى او رسول يې ډېر ګران دى او دا جګړه به د خداى په مرسته د هغه په لاس ګټو.

13 حديث په نورو سر چينو كې: كتاب السنه : ص 587 ، ح 1341اوص 591 ، ح 1359 ؛ مستدرك حاكم : ج 3 ، ص 116 .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست