يو سړي امام صادق وپوښت: د خداى پر وجود څه دليل دى؟
امام : تر اوسه په بېړۍ کې سپور شوى يې؟
و يې ويل: هو !
امام :تر اوسه پېښ شوي،چې په سمندر کې توپان شي او بېړۍ د ډوبېدو په حال کې وي او له هر ځايه دې هيله پرې شي؟
و يې ويل: هو داسې راپېښ شوي ول .
امام وويل:هغه مهال دې زړه يو ځاى ته متوجه و او پناه يې غوښته او له يوه ټکي يې غوښتل،چې و يې ژغوري؟
و يې ويل: هو!
امام :هغه هماغه خداى دى،چې په هغو سختو حالاتو کې دې ترې پناه غوښته . (بيست ګفتار)