تبلیغات

أخبرنا أحمد بن سليمان ، قال:حدّثنا عبيد الله] بن موسي [ قال:أخبرنا]محمّد بن عبد الرحمان[ بن أبي ليلي عن الحكم ]بن عتيبة [ و المنهال ، عن عبد الرحمان أبي ليلي،عن أبيه ، أنّه قال لعليّ ـ و كان يسير معه ـ: إنّ النّاس قد أنكروا منك أنّك تخرج في البرد في الملاءتين و تخرج […]

أخبرنا أحمد بن سليمان ، قال:حدّثنا عبيد الله] بن موسي [ قال:أخبرنا]محمّد بن عبد الرحمان[ بن أبي ليلي عن الحكم ]بن عتيبة [ و المنهال ، عن عبد الرحمان أبي ليلي،عن أبيه ، أنّه قال لعليّ ـ و كان يسير معه ـ: إنّ النّاس قد أنكروا منك أنّك تخرج في البرد في الملاءتين و تخرج في الحرّ في الحشو و الثوب الغليظ ؟! قال:« أو لم تكن معنا بخيبر » ؟ قال:بلي. قال:« فإنّ رسول الله (ص) بعث أبا بكر و عقد له لواءً فرجع ، و بعث عمر و عقد له لواءً فرجع بالنّاس ، فقال رسول الله (ص) لأعطين الراية رجلاً يحبّ الله و رسوله ، و يحبه الله و رسوله ، ليس بفرّار. فأرسل إليّ و أنا أرمد، قلت:إنّي أرمد،فتفل في عيني و قال : اللهمّ اكفه أذي الحرّ و البرد. فما وجدت حرّاً بعد ذلك و لا برداً » .

 

14- حديث : حضرت ابي ليلي (رض) وايي: له علي سره روان وم،ورته مى وويل: خلك درته حيران دي؛ځكه په اوړي كې ډبلې جامې او په يخنۍ كې نرۍ جامې اغوندې،دا ولې؟ علي(ک) راته وويل:(( ولې تۀ راسره د خيبر په جګړه كې نۀ وې؟)) ورته مې وويل: وم.علي(ک) وويل:رسول اکرم د خيبر د جګړې پر ورځ؛ لومړى بيرغ حضرت ابوبكر ته وركړ،چې( بې له فتح) راوګرځېد،ورپسې يې حضرت عمر ته وركړ،هغه هم ( بې له فتح) راوګرځېد. بيا رسول اکرم وويل:((سبا به بيرغ داسې سړي ته وركړم،چې خداى او رسول يې پرې ډېر ګران دى او هغه هم پر خداى او رسول يې ډېر ګران دى، چې بېخي له جګړې نۀ تښتي.)) بيا يې زه راوغوښتم او سترګې مې خوږېدې؛نو خپلې توكاڼې يې راته پر سترګو وموږلې او سترګې مى ښه شوې او دعا يې راته وكړه: ((خدايه! ” له ګرمۍ او يخنۍ يې وساتې))؛نو نۀ مې ګرمي كېږي او نۀ يخني!

 

15 . أخبرنا محمّد بن عليّ بن حرب المروزي قال:أخبرنا معاذ بن خالد قال:أخبرنا الحسين بن واقد عن عبد الله بن بريدة ، قال:سمعت أبي بريدة يقول:حاصرنا خيبر ، فأخذ اللواء أبوبكر و لم يفتح له ، و أخذ من الغد عمر فانصرف و لم يفتح له ، و أصاب النّاس يومئذ شدّة و جهد ، فقال رسول الله ( ص ):« إنّي دافع لوائي غداً إلي رجل يحبّ الله و رسوله ، و يحبّه الله و رسوله ، لا يرجع حتّي يفتح له ». وبتنا طيبة أنفسنا أنّ الفتح غداً ، فلمّا أصبح رسول الله (ص) صلّي الغداة ، ثمّ قام قائماً و دعا باللواء و النّاس علي مصافّهم ، فما منّا إنسان له منزلة عند رسول الله (ص) إلّا هو يرجو أن يكون صاحب اللواء ، فدعا عليّ بن أبي طالب و هو أرمد ، فتفل في عينيه و مسح عنه و دفع إليه اللواء ، و فتح الله له . قال : و أنا فيمن تطاول لها.

 

15- حديث : حضرت ابي بريده(رض) وايي: خيبر مو کلابند كړى و، چې بيرغ حضرت ابوبكر(رض) واخېست او جګړې ته ولاړ؛خو فتح يې په برخه نۀ شوه.سبا حضرت عمر (رض) بيرغ واخېست او جګړې ته ولاړ؛خو فتح پر برخه يې نۀ شوه او له خپلو سرتېرو سره راوګرځېد. بيا رسول اکرموويل: ((سبا به بيرغ داسې سړي ته وركړم،چې خداى او رسول يې پرې ډېر ګران دى او هغه هم پر خداى او رسول يې ډېر ګران دى او چې جګړه يې نۀ وي ګټلې؛ نۀ راستنېږي.)) موږ شپه ښه په ارامه ويده شو، چې هسې هم سبا د فتح ورځ ده،چې سبايي شو؛ نو پېغمبر اکرم لمونځ وكړ او بيرغ يې راوغوښت،خلك په ليكو كې ولاړ وو، د پېغمبر اکرم ټولو يارانو هر يو د ځان لپاره تمه درلوده،چې بيرغ به وركوي،بيا يې علي(ک) راوغوښت،چې سترګې يې خوږېدې.پېغمبر اکرمخپلې توكاڼې د علي(ک) پر سترګو وموږلې او بيرغ يې وركړ، چې خداى برى د علي(ک) پر برخه كړ.

ابى بريده وايي : زه هم په تمه وم ، چې پېغمبر اکرم به بيرغ راكړي.

 

14 حديث په نورو سر چينو كې : مصنّف ابن ابي شيبه : ج 6 ، ص 370 ، ح 320 ؛ مسند احمد : ‌ج 2 ، ص 168 ، ح 778اوج 2 ، ص 342 ، ح 1117 ؛ فضائل احمد : ص 47 ، ح 73اوص 141 ، ح 206 ؛ تاريخ كبير : ج 7 ، ص 263 ؛ سنن ابن ماجه : ج 1 ، ص 43 ، ح 117 ؛ مسند بزّار : ج 2 ، ص 135 ، ح 496 ؛ معجم كبير طبراني : ج 7 ، ص 77 ؛ معجم اوسط طبراني : ج 3 ، ص 151 ، ح 2307اوج 6 ، ص 368 ، ح 5785 ؛ مستدرك حاكم : ج 3 ، ص 37 ؛ دلائل النبوه : ص 463 ، ح 391 ؛ مناقب ابن مغازلي : ص 74 ، ح 110 ؛ ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ج 1 ، ص 219 ، ح 260 ـ 264 .

 

15 حديث په نورو سر چينو كې:مسند احمد : ج 5 ، ص 353او355 ؛ فضائل احمد : ص 88 ، ح 131 ؛ سنن کبرى نسائي : ج 5 ، ص 179 ، ح 8601 ؛ مناقب كوفي : ج 2 ، ص 508 ، ح 1008 ؛ مناقب ابن مغازلي : ص 188 ، ح 224 ، اسد الغابه : ج 4 ، ص 21

 

16 . أخبرنا محمّد بن بشّار ، قال:حدّثنا محمّد بن جعفر، قال: حدّثنا عوف،عن ميمون أبي عبد الله:أنّ عبد الله بن بريدة حدّثه عن بريدة الأسلمي قال :لمّا كان حيث نزل رسول الله (ص) بحضرة أهل خيبر،أعطي رسول الله (ص) اللواء عمر،فنهض معه من نهض من النّاس،فلقوا أهل خيبر،فانكشف عمر و أصحابه،فرجعوا إلي رسول الله (ص) ، فقال رسول الله (ص):« لأعطين اللواء رجلاً يحبّ الله و رسوله ، و يحبه الله و رسوله».

فلمّا كان من الغد تصادر أبو بكر و عمر ، فدعا عليّاً و هو أرمد فتفل في عينيه ، و نهض معه من النّاس من نهض ، فلقي أهل خيبر ، فإذا مرحب يرتجز و هو يقول :

قد علمت خيبر أنّي مرحب           شاك السلاح ، بطل ، مجرب

أطعن أحياناً و حيناً أضرب                 إذا الليوث أقبلت تلهب

فاختلف هو و عليّ ضربتين ، فضربه عليّ علي هامته حتّي عضّ السيف منها أبيض رأسه ، و سمع أهل العسكر صوت ضربته ، فما تتام آخر النّاس مع عليّ حتّي فتح الله له و لهم .

 

16- حديث : حضرت بريده اسلمي (رض) وايي:رسول اکرم چې په خيبر كې و؛ نو بيرغ يې حضرت عمر(رض) ته وركړ او حضرت عمر، چې له خيبريانو سره مخ شو، نو راوګرځېد، بيا رسول اکرم وويل: سبا به بيرغ داسې سړى ته وركړم ، چې خداى او رسول يې پرې ډېر ګران دى او هغه هم پر خداى او رسول يې ډېر ګران دى، چې سبا شو؛ نو حضرت ابوبكر او حضرت عمر دواړه په تمه وو، چې بيرغ به وركړي؛ خو رسول اکرم بيرغ علي(ک) ته وركړ.د علي(ک) سترګې خوږېدې،پېغمبر اکرم خپلې توكاڼې د هغه پر سترګو وموږلې او له څو تنو سره يې جګړې ته ولېږه. له خيبريانو سره،چې مخ شو؛ نو مرحب (يهودي) شعرونه ووايه:

زه مرحب د خيبر پر وسلې پوره سمبال يم ، كله نېزه وهم او كله توره.

زمرى چې راسره مخ شي؛نو له وېرې د لمبو په څېر لړزېږي.

بيا مرحب له علي(ک) سره پر جګړه شو. علي(ک) مر حب داسې په توره پر سر وواهه چې د تورې غږ يې خلكو هم واورېد او خداى د خيبر فتح د علي(ک) پر برخه كړه.

 

16 حديث په نورو سر چينو كې : مصنّف ابن ابي شبيه ، ج 7 ، ص 393 ، ح 36863 ؛ مسند احمد : ج 5 ، ص 358 ؛ فضائل احمد : ص 103 ، ح 156 ؛ كتاب السنه : ص 594 ، ح 1379او1380 ؛ سنن کبرى نسائي :‌ ج 5 ، ص 178 ، ح 8600 ؛ تاريخ طبري : ج 3 ، ص 11او12 ؛ مسند شاميّين طبراني : ج 3 ، ص 347 ؛ مستدرك حاكم : ج 3 ، ص 37اوص 437 ؛ مناقب ابن مغازلي : ص 187 ، ح 222 ؛ كشف الاستار : ج 2 ، ص 338 ، ح 1814 .

 

17 . أخبرنا قتيبة بن سعيد ، قال:حدّثنا ]يعقوب بن عبد الرحمان الزهري[ عن أبي حازم ]سلمة بن دينار [ ، قال أخبرني سهل بن سعد أنّ رسول الله (ص) قال يوم خيبر:« لأعطين هذه الراية غداً رجلاً يفتح الله له ، يحبّ الله و رسوله ، و يحبه الله و رسوله». فلمّا أصبح الناس غدوا علي رسول الله (ص) كلّهم يرجو أن يعطي ، فقال :« أين عليّ بن أبي طالب ». فقالوا: يا رسول الله،يشتكي عينيه. قال:« فأرسلوا إليه». فأتي به ، فبصق رسول الله (ص) في عينيه و دعا له، فبرأ كأن لم يكن به وجع ، فأعطاه الراية ، فقال عليّ:« يا رسول الله ، أقاتلهم حتّي يكونوا مثلنا ؟ »

قال : « انفذ علي رسلك حتّي تنزل بساحتهم ، ثمّ ادعهم إلي الإسلام و أخبرهم بما يجب عليهم من حقّ الله ، فو الله ؛ لأن يهدي الله بك رجلاً واحداً خير لك من أن تكون لك حمر النعم».

 

17- حديث : حضرت سهل بن سعد(رض) وايي: رسول اکرم د خيبر د جګړې پر ورځ وويل:((سبا به بيرغ داسې سړي ته وركړم، چې خداى او رسول يې پرې ډېر ګران دى او هغه هم پر خداى او رسول يې ډېر ګران دى.)) چې سبا شو؛ ټول خلك له رسول اکرم څخه راتاو شول او په تمه وو، چې بيرغ به وركړي. رسول اکرم وويل:((علي بن ابيطالب چېرې دى؟)) خلكو ورته وويل:رسول الله!سترګې يې خوږېږي.رسول اکرم وويل:((يو تن ورپسې ولېږئ))؛نو يو ورپسې ولاړ او علي(ک) راغى، بيا پېغمبر اکرم خپلې توكاڼې ورته پر سترګو و موږلې او دعا ورته وكړه، د علي(ک) سترګې ښې شوې، بيا يې بيرغ وركړ.علي(ک) وويل: ورسره به وجنګېږم، چې زموږ په څېر شي (مسلمانان شي) رسول اکرم ورته وويل: خپل ماموريت ته ولاړ شه او چې ورغلې؛نو اسلام ته يې راوبله او د خداى پر حق يې پوه كړه، پر خداى قسم ! كه يو سړى پر لار سم كړې؛ نو درته له سره بخنو اوښانو غوره ده.

 

18 . أخبرنا أحمد بن سليمان ، قال حدّثنا يعلي بن عبيد قال : حدّثنا يزيد بن كيسان عن أبي حازم [سلمة بن دينار [ ، عن أبي هريرة قال : قال رسول الله (ص): «لأدفعنّ اليوم الراية إلي رجل يحبّ الله و رسوله،و يحبه الله و رسوله». فتطاول القوم،فقال:« أين عليّ» ؟ فقالوا:يشتكي عينيه،قال، فبصق نبيّ الله (ص) في كفيّه ، و مسح بها عيني عليّ ، و دفع إليه الراية ، ففتح الله علي يديه .

 

18- حديث : دا حديث هم د پورتنيو حديثونو په څېر دى؛خو نسائي هغه له حضرت ابوهريره(رض) داسې نقل كړى دى : رسول اکرم وويل:(( نن به بيرغ داسې سړي ته وركړم،چې خداى او رسول يې پرې ډېر ګران دى او هغه هم پر خداى او رسول يې ډېر ګران دى.))

 

17 حديث په نورو سر چينو كې : مسند احمد : ج 5 ، ص 333 ؛ فضائل احمد : ص 107 ، ح 159 ؛‌ صحيح بخاري : ج 4 ، ص 57او73اوج 5 ، ص 22او171 ، ح 3701 ؛ صحيح مسلم : ج 4 ، ص 1872 ؛ سنن سعيد بن منصور : ج 2 ، ص 178 ، ح 2472او2473 ؛ سنن ابن ابي داود : ج 3 ، ص 322 ، ح 3661 ؛ سنن کبرى نسائي : ج 5 ، ص 46 ، ح 14 ؛ مسند ابو يعلي : ج 1 ، ص 291 ، ح 94اوج 13 ، ص 522 ، ح 18اوص 531 ، ح 28 ؛ مناقب كوفي : ج 2 ، ص 507 ، ح 1007 ؛ صحيح ابن حبّان : ج 15 ، ص 377 ، ح 6932 ؛ مسند روياني : ص 124 ، ح 1023 .

 

18 حديث په نورو سر چينو كې : مصنّف ابن ابي شيبه : ج 7 ، ص 396 ، ح 36884؛ سنن کبرى نسائي : ج 5 ، ص 46 ، ح 15 ؛ صحيح ابن حبّان : ج 15 ، ص 379 ، ح 6923 .

 

19 . أخبرنا قتيبة بن سعيد قال: حدّثنا يعقوب] بن عبد الرحمان[ عن سهيل ] بن أبي صالح [ ، عن أبيه،عن أبي هريرة:أنّ رسول الله (ص) قال يوم خيبر : « لأعطين هذه الراية رجلاً،يحبّ الله و رسوله ، و يحبه الله و رسوله ، يفتح الله عليه ». قال عمر بن الخطّاب:ما أحببت الإمارة إلّا يومئذ ، فدعا رسول الله (ص) عليّ بن أبي طالب فأعطاه إيّاها و قال:«امش و لا تلتفت حتّي يفتح الله عليك». فسـار علـيّ شيئاً، ثمّ وقف ـ و ذكر قتيبة كلمة معناها ]و لم يلتفت [ ـ فصرخ:« يا رسول الله ،علام أقاتل النّاس؟»قال:« قاتلهم حتّي يشهدوا أن لا إله إلّا الله،و أنّ محمّداً رسول الله ، فإذا فعلوا ذلك فقد منعوا منك دماءهم و أموالهم إلّا بحقّها،و حسابهـم علـي الله ».

 

19- حديث: حضرت ابوهريره(رض)وايي:رسول اکرم د خيبر د جګړې پر ورځ وويل:((دا بيرغ به داسې سړې ته وركړم،چې خداى او رسول يې پرې ډېر ګران دى او هغه هم پر خداى او رسول يې ډېر ګران دى او دا جګړه به ګټي.)) دا مهال حضرت عمر(رض) وويل:(( بې له ننه مې هيڅكله د بولندويۍ شوق نۀ و كړى.))بيا رسول اکرم، علي بن ابيطالب(ک) راوغوښت او بيرغ يې وركړ او ورته يې وويل:((ځه ولاړ شه او تر هغې مه راګرځه، چې جګړه دې نۀ وي ګټلي.))علي(ک) روان شو، لږ چې ولاړ؛ ودرېد، رسول اکرم ته يې وويل: د خداى استازيه ! د څه لپاره ورسره وجنګېږم؟ رسول اکرم ورته وويل:ورسره وجنګېږه،چې پر خداى او رسول يې ايمان راوړي او كه داسې يې وكړل؛ نو څه ورته مۀ وايه،نور هغوى پوه شه او خداى.))

 

19 حديث په نورو سر چينو كې : مصنّف ابن ابي شبيه : ج 7 ، ص 394 ، ح 36871؛ فضائل احمد : ص 101 ، ح 153 ص 113و ص178اوص 173اوص 244و ص 173 ، ح 244 ؛ صحيح مسلم : ج 4 ، ص 1871 ، ح 6 ؛ كتاب السنه :‌ص 594 ، ح 1377او1378 ؛ سنن سعيد بن منصور : ج 2 ، ص 179 ، ح 2474 ؛ سنن کبرى نسائي : ج 5 ، ص 179 ، ح 8603 ؛ مناقب كوفي : ج 2 ، ص 502 ، ح 1005او1006 ؛ تاريخ بغداد : ج 8 ، ص 5 ، امالي طوسي : ص 52 ، ح 68 .

 

20 ـ أخبرنا إسحاق بن ابراهيم ، قال: أخبرنا جرير بن]عبد الحميد [ عن سهيل ] بن أبي صالح [ ،عن ابيه عن أبي هريرة قال:قال رسول الله (ص): « لأعطين الراية غداً رجلاً يحبّ الله و رسوله و يحبه الله و رسوله يفتح عليه».

قال عمر: فما أحببت الإمارة قطّ الايومئذ.قال فاشرأبّ لها،فدعا عليّا فبعثه ثمّ قال:« إذهب فقاتل حتّي يفتح الله عليك و لا تلتفت».

قال: فمشي ما شاء الله ، ثمّ وقف فلم يلتفت فقال:« علام أقاتل النّاس؟» قال:« قاتلهم حتّي يشهدوا أن لا إله إلّا الله و أنّ محمّداً رسول الله ، فإذا فعلوا ذلك فقد منعوا دماءهم و أموالهم إلّا بحقّها،وحسابهم علي الله » .

 

20- حديث : دا حديث هم د 19حديث په څېر دى. نسائي هغه په بل سند له حضرت ابوهريره(رض) راخېستى دى.

 

20 حديث په نورو سرچينو كې : انساب الأشراف : ج 2 ، ص 8 ، ح 11 ؛ ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ج 1 ، ص 177 ، ح 222او223 .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست