تبلیغات

  هره میاشت درې ورځې روژه شئ، چې له یوه عمر روژې سره برابره ده، موږ د میاشت د پیل او پای پنجشنبه او د منځو مال چهارشنبه روژه نیسو؛ ځکه خدای جهنم پر چارشنبې پیدا کړی؛ نو له اوره یې خدای ته پناه یوسئ. څوک ې څه اړتیا لري،د پنجشنبې ګهیځ وخته دې ورپسې […]

 

هره میاشت درې ورځې روژه شئ، چې له یوه عمر روژې سره برابره ده، موږ د میاشت د پیل او پای پنجشنبه او د منځو مال چهارشنبه روژه نیسو؛ ځکه خدای جهنم پر چارشنبې پیدا کړی؛ نو له اوره یې خدای ته پناه یوسئ.

څوک ې څه اړتیا لري،د پنجشنبې ګهیځ وخته دې ورپسې ووځي،چې رسول اکرم (ص) ویلي: (( الهي! د پنجشنپې ګهیځ مې امت ته مبارک کړې)) او چې له کوره ووت؛ نو د آله عمران سورت وروستي آیتونه [۱۹۰-۱۹۴]، ایة الکرسي، د قدر او د حمد سورتونه دې ووایي،چې دنیوي او اخروي اړتیاوې به یې پوره شي.

پېړې جحامې واغوندئ؛ ځکه څوک چې نرۍ او نازکې جامې اغوندي؛ دین به یې هم نازک ( او کمزوری) وي.

نمانځه ته داسې جامې مه اغوندئ،چې بدن پکې ښکاري، د خدای درشل ته توبه وکاږئ او د مینې په ځولۍ کې یې ورولوېږئ، چې د خدای توبه ګار او پاکان ښه ایسي او مؤمن خدای ته ډېره توبه کاږي.

چې کله مؤمن خپل ورورته اف [ هغه کلمه چې د کرکې پر وخت کارېږي] ووایي؛ نو د ورورۍ اړیکه یې شلېږي او چې کافر ورته وایي؛نو یویې کافر شوی [؛ځکه که رښتیا یې ویلي وي؛ نو اورېدونکی کافر دی او که تور یې وپورې تړلی وي؛ نو په خپله کافر دی] نه ښایي مؤمن خپل ورور تورن کړي،که تور ولګوي؛ نو لکه څنګه چې مالګه په اوبو کې ویلې کېږي؛ نو ایمان به یې هم ترمنځ ویلې شي. څوک چې د توبې هوډ لري، ور یې ورته پرانستی؛نو خدای ته نږه توبه وکاږئ،هیله ده خدای مو له بدیو تېر شي .

ژمنو ته وفاردار وسئ. د ګناهونو له امله له خلکو نعمتونه اخستل کېږي؛ځکه خدای پر بندګانو ظلم نه کوي او که ژر په دعا لاس پورې کړي؛نو نعمتونه ترې نه اخستل کېږي او که د کړاوونو تر نازلېدیا د نعمت له زوال وروسته په اخلاص خدای ته پناه یوسي او ناغېړي او اسراف و نه کړي، خدای به یې ټولې بدچارۍ ورسمې کړي او اخستی هر نعمت یې ورستنوي.

که مسلمان په تنګسه کې شي؛نو له خپل پالونکي ګیله نه کوي؛بلکې خدای ته ( له تنګسې) شکایت کوي؛ځکه په اسمانونو او ځمکو اوڅه یې چې ترمنځ دي ، د ګردوچاروکونجي ،چاره او تدبیر د خدای په لاس کې دي، چې د ستر عرش خاوند دی او ټوله ستاېنه نړۍپال ته ده.

بنده چې له خوبه راپاڅېد او کېناست؛ نو تر ولاړېدو وړاندې دې ووایی: له بندګانو مې پالونکی راته بسیا دی او هغه غوره وکیل دی .

چې څوک د شپې له خوبه پا‎څي او اسمان ته وګوري؛ نو دا آیتونه دې ولولي: (( په رښتیا چې د اسمانونو او ځمکې په پیدایښت او د شپې او ورځی په تلو راتلو کې عقلمنو ته (څرګندې) نښانې دي . هغوی چې خدای په ناسته ولاړه او ملاسته یادوي او د اسمانونو او ځمکې په پیدایښت کې فکر کوي او ( وایي) پالونکیه! دا دې عبث ( او بې موخې) پیدا کړي نه دي، ته له دې پاک یې چې ( عبث کار وکړې) ؛ نو د اور له عذابه مو وساته .[1]

پالونکیه! تا چې څوک ( د هغه د کړنو له امله) په اور کې وغورځاوه ؛ نو خوار او سپک دې کړ او ظالمانو ته هېڅ مرستندوی نشته.

پالونکیه! وامو ورېدل ، چې بلونکي (خلک) ایمان ته رابلل، چې : (( پر خپل پالونکی ایمان راوړئ)) ؛ نو ایمان مو راووړ، پالونکیه! ګناهونه مو راوبښه او بدي رانه لرې کړه او موږ له نېکانو سره ( او د هغوی په بهیر کې) مړه کړه.

پالونکیه! تا چې د خپلو استازیو له لارې د څه وعده راسره کړې ؛ نو ترسره یې کړه او د قیامت پر ورځ مو مه رسوا کوه؛ ځکه ته بیخي له خپلو ژمنو نه اوړې .

د زمزم د اوبو څښل درد رغوي؛ نو د حجرالاسود په لوري کې یې اوبه وڅښئ چې [ تر حجرالاسود لاندې] څلور جنتي نهرونه دي : فرات، نیل، سیحون او جیحون .

نباید مسلمان له هغه بولندوی سره جهاد ته ولاړ شي، چې پر امر یې ډاډمن نه وي او د جګړېزو ولجو په اړه الهي حکم نه پلی کوي، که ورسره ولاړ او په دې لار کې ومړ ؛ نو زموږ له دښمنانو سره به یې زموږ د حقوقو په غصب او د وینو په لتاړلو کې لاسنیوی کړی وي او د جاهلیت پر دود به مړ شوی وي .

زموږ د اهلبیتو یادول له چټلیو، ناروغیو او د ګناه له وسوسې شفا ده، له موږ سره په مینې پالونکی خوښېږي او هغه چې زموږ حکم ته غوږ نیسي او پر لار مو روان وي ؛ نو سبا به په جنت کې راسره وي . څوک چې زموږ د واکمنۍ په انتظا کې وي؛ نو د خدای په لار کې په خپلو وینو کې د لوغړن په څېر دی .

څوک چې زموږ د جګړې پر مهال حاضر وي او د داد چغه مو اوري؛ خو ملاتړ مو مه نه کوي، خدای به یې پړ مخ دوزخ ته ورټېل وهي.

چې کله خلک له خاورو راپورته کېږي او په تنګسه کې ونیول شي؛ نو موږ د جنت ور یو، موږ باب حطه [ د ګناه تویولو ور] یو، چې د سلامتۍ ور دی، څوک چې پکې ورننوځي ژغورل کېږي او چا چې سرغړونه ترې وکړه ؛ نو هلاک شو.

خدای دین په موږ پیل کړی او پای یې هم په موږ ده، چې څه غواړي،په موږ یې محو او له منځه وړي، په موږ د روزګار سختي له منځه وړي او په پار مو باران وروي، هسې نه چلي شیطان مو تېرباسي . که ((قایم) مو راپاڅي، اسمان به خپل بارانونه ووروي، ځمکه به شنیلي راوټوکوي، د بندګانو له زړونو به کینې لرې شي، داړن او څاروي به په ګډه ورسي؛ لکه چې یوه ښځه به په یوازې ځان ټوکړۍ پر سر د عراق او شام ترمنځ ځي راځي او لار به یې تکه شنه وي او کوم داړن به زیان نه ورسوي او پخپله به هم ترې نه ډارېږي.

که پوه شئ چې په دښمنانو کې وسېدل او د ناوړو خبرو په اورېدو یې صبر څومره اجر او ثواب لري؛ نو سترګې به مو روښانه شي.

که له لاسه مو ورکړم؛ نو تر ما وروسته به له بې خونده او پیکه څېزنو سره مخ شئ، هومره تېری او الهي حقوقو ته بې اعتنایي به ووینئ،چې پر ځان به وډار شئ او د مرګ هیلمن به وسئ؛ نو په دغسې روزګار کې د خدای په رسۍ (قرآن، چې د خالق او مخلوق ترمنځ پړی دی) منګولې ولګوئ او خپاره واره کېږئ مه او صبر، نمونځ او تقیه [ یو ډول تشکیلاتی حواله ده] خپله کړئ او پوه شئ،چې خدای تعالی په هر نرګ اوښتونکي خلک ښه نه بولي ؛ نو له حق او حقوالو یې لاس مه اخلئ، څوک چې نور زموږ پر ځای غوره کړي هلاکېږي، دنیا به له لاسه ورکړي او له نړۍ به ګناهکار ولاړ شي،چې خپل کور ته ورننووتئ؛ نو پکې پر مېشتو سلام واچوئ، که څوک پکې نه ول؛ نو وواست (( السلام علینا من ربنا؛ زموږ د پالونکي له لوري دې پر موږ سلام وي)). کور ته د ورننووتو پر مهال (( قل هوالله احد)) سورت ووایئ، چې نېتسي له منځه وړي. خپلو کوچنیانو ته نمونځ ورزده کړئ او چې اته کلن شو، نمانځه ته یې اړ کړئ.

سپیو ته له ورنژدېدو ډډه وکړئ ؛ د چا چې له لوند سپي سره جامي ولګېدې، نو خپلې جامې دې ووینځي او که سپی وچ و ؛ نو پر جامو دې اوبه پښ وهي .

که زموږ له خولې مو کوم حدیث واورېد، چې پر تفسیر یې پوه نشوئ؛ نو راستون یې کړئ او تم شئ او چې کله حق درښکاره شو؛ نو غاړه ورته کېدئ . افشاګراو بېړندویه مه وسئ، هغوی چې [ په ګروهیزو مسایلو کې] افراط کوي، باید موږ ته راستانه شي او هغوی چې تر موږ وروسته پاتې دي [ او د اهلبیتو شان؛ لکه څنګه چې ښایي نه یې پیژني] باید راسره یوځای شي ،څوک چې راسره یوځای شي، مطلب ته ور رسي او چې سرغړونه رانه وکړي، ورکېږي. څوک چې زموږ لاروی شو، بریمن شو او هغه چې له لارې مو جلا شو، تر پښو لاندې شو. دوستان مو د خدای د لورنې پوځیان او دښمنان مو د خدای د غوسې، لار مو منځلاري ده او مسلک مو وده او ښیون دی .

سهوه په پینځو نمونځونو کې روا نه ده : د وتر نمونځ، د هر فرض نمانځه لومړی دوه رکعته، چې حمد او سورت پکې وایي، د ګهیځ نمونځ، د ماښام نمونځ ، او هر دوه رکعتي فرض نمونځ ، که څه په سفر کې وي.

عقلمن دې بې اودسه قرآن نه لولي. په نمانځه کې د هر سورت تر ویلو وروسته رکوع او سجدې وکړئ، چې دا د سورت حق پوره کول دي.

نه ښایي بنده پر انځور یا انځوریز فرش نمونځ وکړي؛ خو که انځور تر پښو لاندې وي یا یې په څه پټ کړي؛ نو روا دی.

نه ښایي بنده په نمانځه کې انځوریزه سکه په خپله جامه کې غوټه کړي( او نمونځ ورسره وکړي) ؛ خو که په کڅوړه یا جیب کې وی زیان نلري.

نه ښایي بنده د غنمو، وربشو او د هر خوراکي څیز پر درمند او ډوډۍ سجده وکړي.

اودسماتي ته چې ځئ، ووایﺉ: ((د خدای په نامه، خدایه، دا ازار رانه لرې کړه او د شیطان له شره پناه راکړه)) او چې کېناست ودې ایي: (( خدایه! لکه چې څنګه دې پاک خواړه راپر برخه او را خوندور کړي؛ نو بسیاینه یې راته وکړه)) او تر اودسماتي وروسته چې خپلو غولو او مدفوع ته ګوري،ودې وایي: (( خدایه! له حلالې روزۍ مې برخمن کړه او له حرامو مې وساتې))؛ ځکه رسول الله (ص) ویلی: (( خدای پر هر بنده یوه پرښته ګومارلې، چې اودسماتی وکړي، پرښته یې غاړه ورټیټوي،چې يې وویني او په دې وخت کې مناسبه ده، له خدایه حلاله روزي وغواړي؛ نو پرښته وایي: (( بنیادمه! دا هغه څیز دی،چې ورته حرصناک وې، وګوره چې له کومه ځایه دې راووت او پر څه حال شوي دي.))

بنده دې د خدای په نامه اودس پیل کړي او اوبو ته د لاسونو تر وړاندې کولو مخکې دې ووایي: (( د خدای په نامه، لویه خدایه، له توبه ګارانو او پاکانو مې وګڼه)) چې اودس یې پای ته ورساوه، و دې وایی: (( ګواهي لم، چې یوازې الله د نمانځنې وړ دی، ایکي یو او سیال نه لري او بېشکه محمد د خدای بنده او استازی دی)) که دغسې یې وکړل،د بښنې وړ دی، چا چې د نمانځه د حق په پېژندنې نمونځ وکړ؛ نو خدای یې بښي.

بنده دې د فرض نمانځه پر مهال، نفل نمونځ نه کوي او نه دې یې بې عذره پرېږدي او که قضا شو؛ نو که شونې و قضایي دې یې وکړي . خدای ( د نمونځ کوونکیو په ځانګړنه کې) وایي: (( هغوی چې تل خپل نمونځونه کوي[2]))

دوی هغه کسان دي،چې که د شپې نمونځونه تر‎ې قضا شي؛ نو د ورځې یې کوي او چې د ورځې ترې قضا شي نو د شپې یې کوي.

چې د فرض نمانځه وخت راورسېد،د نوافلو قضا مه کوئ، لومړی فرض نمونځ وکړئ، بیا نفل . په حرمینو کې نمونځ له زرو رکعنو نو سره برابر دی او د حج په لار کې یو درهم لګول له زرو درهمو سره برابر دي .

بنده دې په خپل نمانځه کې خشوع [ او د زړه حضور] ولري؛ او خاشع په نمانځه له څه سره لوبې نه کوي . قنوت په دوه رکعتي نمانځه کې، په دویم رکعت کې تر رکوع مخکې دی؛ خو د جمعې د ورځې نمونځ دوه قنوته لري، یو د لومړي رکعت تر رکوع وړاندې او بل یې د دویم رکعت تر رکوع وروسته او د جمعې ورځې په نمانځه کې دې په لومړي رکعت کې تر حمد وروسته د جمعې سورت او په دویم رکعت کې دې د منافقون سورت ووایي: تر دوو سجدو وروستته دې کېني،چې بدن آرام شي، بیا دې پاڅي، چې موږ دغسې کوو.

د تکبیرة الاحرام پر وخت لاسونه د سینې برابر پورته کړئ، په نمانځه کې په لازمه اندازه نېغ ودرېږي او تر نمانځه وروسته دواړه لاسونه سم اسمان ته ونیسئ او دعا وکړئ.

ابن سبا وویل: امیرالمؤمنینه! ایا خدای په هر ځای کې نه دی؟ ویې ویل: هو! په هر ځای کې دی . ویې ویل: نو ولې د خدای بنده خپل لاسونه [یوازې] د اسمان لوري ته پورته کوي؟

ویې ویل: هۍ هۍ، په قرآن کې دې لوستي نه دي:(( او ستاسې روزي او څه چې وعده یې درسره کېږي، په اسمان کې دي[3])) خدای خو د روزۍ ځای په اسمان کې ټاکلې؛ نو بې له دې یې له کومه غواړې؟

د بنده نمونځ هله قبلېږي، چې له خدایه جنت وغواړي، د دوزخ له اوره پناه ورته یوسي او وغواړي، چې حورالعین یې مېرمن کړي.

چې نمونځ کوئ؛ نو خپل وروستی نمونځ یې وګنئ، چې تل وداع ورسره کوئ . موسکا، نمونځ نه باطلوی؛ خو غږیزه خندا [قهقهه] یې باطلوي .

چې خوب پرزړه مسلط شي؛ نو اودس کول فرضېږي . که په نمانځه کې خوب درباندې راغی؛ نو نمونځ پرېږده او ویده شه؛ ځکه په خوبولي حال کې نه پوهېږې،چې څه وایې، ښایي ( د دعاپر ځای) ځان ته ښېرا وکړې .

څوک چې له زړه نه راسره مینه لري او په خوله مو مرسته کوي او په جهاد کې برخه راسره اخلي؛ نو په جنت کې به په یوه درجه کې راسره وي . څوک چې له زړه نه راسره مینه لري او په خوله مو مرسته کوي او په جګړه کې مو له دښمنانو سره مبارزه ونه کړي یوه درجه راټیټ دی.

څوک چې له زړه نه راسره مینه لری؛ خو په لاس او خوله مو مرستندوی نه وي دوه درجې راټیټ دی.

څوک چې په زړه کې راسره دښمن وي او په لاس او خوله راسره مخالفت کوي، د دوزخ په خورا ټیټو درجو کې به وي.

څوک چې په زړه کې دښمني راسره لري او یوازې په خوله مخالفت راسره کوي،نه په لاس؛ نو یوه پوړې ترې لوړ دی.

څوک چې په زړه کې راسره مخالف وي؛ خو په خوله او لاس مخالفت راسره نه کوي؛ نو په دوزخ کې دی. جنتیان چې په جنت کې زموږ د لارویانو کورونه ویني؛لکه انسا ن چې په اسمان کې ستوري ویني.

د مسبحاتو سورتونو [حدید، حشر، صف، جمعه، تغابن او د یوې وینا له مخې اعلی] د لوستو پر وخت ووائي: ((سبحان ربی الاعلی ؛ پاک دی لوړ پوړی پالونکی] او چې د (( ان الله و ملائکته یصلون علی النبي)) آیت مو ولوست؛ پر پېغمبر ډېر درود وایئ، که په نمانځه کې وئ یا بې نمانځه.

[1] آل عمران ۱۹۰-۱۹۴:

[2] [ معارج(۷۰) – ۲۳ آیت)

[3] ذاریات ( ۵۱) – ۲۲ آیت:

سرچینه

د تحف العقول کتاب د حضرت علی کرم الله وجهه د ویناوو برخه

لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور

ژباړه اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست