تبلیغات

زویکه! سپارښته درته کوم چې: په شتمنۍ او نېستۍ کې ((ځان ساتی))وسې او د الهي تقوا لار خپله کړې. په خوشخالۍ او غوسه کې د حق وینا وکړې، په سوکالۍ او تګلاسۍ کې منځلاري کوې، له دوست او دښمن سره په عدالت وچلېږې، په ښېرازتوب او سستۍ کې کار وکړې او په سختۍ او پراخۍ […]

زویکه! سپارښته درته کوم چې: په شتمنۍ او نېستۍ کې ((ځان ساتی))وسې او د الهي تقوا لار خپله کړې. په خوشخالۍ او غوسه کې د حق وینا وکړې، په سوکالۍ او تګلاسۍ کې منځلاري کوې، له دوست او دښمن سره په عدالت وچلېږې، په ښېرازتوب او سستۍ کې کار وکړې او په سختۍ او پراخۍ کې له الله راضي وسې.

زویکه! هغه شر چې جنت ورپسې وي، شر یې ګڼلای نشو او هغه خیر چې دوزخ ورپسې وي؛ نو په خیر یې شمېرلای نشو، بې له جنته هر نعمت کوچنی دی او هر کړاو د دوزخ له اور سره په پرتلنه سلامتي ده.

زویکه! څوک چې خپل عیبونه او نمګړتیاوې وویني،د نورو د نیمګړتیاو په راسپړولو نه بوختېږي.

څوک چې ځان ساتي ونه لري او د تقواجامې وانه غوندي، یوه جامه یې هم عیبونه پټولای نشي.

چا چې الهي قسمت ته غاړه ایښې وي ؛ نو څه یې چې له لاسه وتلي وي،پرې نه خپه کېږي.

څوک چې د ظلم توره راوباسي؛ نو په همدې توره وژل کېږي .

څوک چې خپل ورور ته څاه وباسي، په خپله پکې لوېږي .

څوک چې د بل پرده څیري کړي؛ د خپلې کورنۍ عیبونه یې رابرسېرېږي.

څوک چې خپله خطا هېره کړي؛ د نورو خطا ستره بولي.

څوک چې ( بې له وزلو) سختیو ته غاړه کېدي؛ نو ځان یې هلاک کړ.

چا چې ځان زخمو ته ورورتاوه؛ نو ډوب شو.

څوک چې پر خپلې خبرې او نظر میین وي؛ نو بې لارېږي.

څوک چې پر خپل عقل بسیا وکړي ( او سلا مشوره ونه کړي) ښویېږي.

څوک چې ځان پر خلکو لوړ ګڼي؛ نو خوارېږي .

څوک چې له پوهانو سره ناسته پاسته لري؛ نو عزتمنېږي .

څوک چې له پرېوتو او ناکسو سره ملګرتوب کوي، خوارېږي.

څوک چې له خلکو سره په بې عقلۍ چلېږي؛ نو کنځل به اوري.

څوک چې بدنامو ځایونو ته ځي؛ نو تورنېږي .

څوک چې ټوکې کوي، سپکېږي.

څوک چې ډېر یو څیز وکړي؛ نو پرې مشهورېږي.

څوک چې ډېرې خبرې کوي، تېروتنې یې ډېرې وي .

د چاچې تېروتنې ډېرې وي، شرم او حیا یې لږیږي.

د چا چې حیا او شرم لږ وي؛ نو پرهیزګاري یې ( هم) لږه وي .

د چا چې ځانساتنه او تقوا لږه وي؛ نو زړه یې مري او د چا چې زړه ومري؛ نو دوزخ ته ځي.

زویکه! څوک چې د خلکو عیبونه وویني؛خو په خپله هم ځان ورباندې روږدی کړي ؛ نو په ډاګه احمق دی.

چا چې اندنه وکړه؛نو عبرت اخلي او څوک چې عبرت واخلي ګوښي توب خپلوي او چا چې ګوښي توب خپل کړ؛ نو روغ رمټ پاتې شو.

څوک چې شهوت او هیلې شاته وغورځوي؛ نو ازاد ژوند کوي او څوک چې کینه کښ نه وي؛ نو ټولمنلی کېږي.

زویکه! د مؤمن عزت له خلکو په مړه خوا توب کې دی.

قناعت یوه ناپایه شتمني ده .

څوک چې ډېر مرګ یادوي؛ نو د دنیا په ډېر لږ څیز خوښېږي .

څوک چې خپلې ویناوې د خپلو کړنو برخه وبولي؛ نو له چټي خبرو دې لاس واخلي.

زویکه! له هغه هېښتیا ده، چې له سزا وډار شي؛ خو له ګناه لاس وانخلي، ثواب ته هیلمن وي ؛ خو توبه او ښې چارې ونه کړي!

زویکه! فکر، رڼا راولي، غفلت بدمرغي او ناپوهي ده.

نېکمرغه هغه دی،چې له نورو پند واخلي.

ادب خورا غوره میراث دی.

ښه خوی ښه ملګری دی.

له خپلوانو سره د اړیکو پرې کول [ په ژوند کې] د پرمختګ لامل نه ګرځي، برکت او پراخي پرې له منځه ځي.

له فسق او فجور سره شتمني نشته .

زویکه! عافیت او سلامتي لس برخې لري، چې نهه یې بې له الله یادولو،خوله چوپه نیول او یوه برخه یې له ناپوهانو او کم عقل سره د ملګرتوب پرېښوول دي .

زویکه! څوک چې په غونډو ، ټولنو او ناستو ولاړو کې له ((الله تعالی)) سرغړونه خپله جامه کړي؛ نو خدای د ذلت او خوارۍ جامې وراغوندي.

څوک چې د پوهې په لټه کې وي؛ نو پوهاندېږي .

زویکه! نرم چلېدل د پوهې ځانګړنه ده او افت یې توندي او تاوتریخوالی دی.

پر مصیبتونو او کړاوونو زغم د ایمان یوه زېرمه ده.

پاکلمنتوب او څانساتنه د تنګلاسۍ ښکلا ده او شکر د شتمنۍ ښکلا ده.

ډېر لیده کاته ستومانوونکي وي .

تر ازمېښت وړاندې ډاډ،د لر اندنې خلاف چار دی .

ځان ته غاورتوب د کم عقلۍ نښه ده.

زویکه! ډېر ځل یوه کتنه یو حسرت راولاړوي او یوه خبره نعمت له منځه وړي.

زویکه ! تر اسلام اوچت شرافت نشته، تر تقوا عزتمن کرامت نشته،تر ځانساتنې ټینګه کلا نشته، تر توبې اغېزمنه وزله او شفاعت نشته .

تر روغتیا ښکلې جامه نشته .

په ورځنۍ روزۍ تر خوشحالېدو بله ښه شتمني نشته او څوک [چې پر ورځنۍ ګوزارې بساینه وکړي، ژر سوکالۍ ته ورسي او خاطر یې ارامېږي .

زویکه! حرص، د رنځونو کونجي ، د ستونزو سپرلي او په ګناهونو کې د ور ډوبېدو لامل دی . پر دنیا زړه بایلل، ټول عیبونه رادبره کوي .

ځان ته د ادب ورکونې لپاره همدا درته بس ده،چې څه دې له نورو بد ایسي، ډډه ترې وکړي [ ادب له بې ادبو زده کړه]

ورو دې هماغه حق درباندې لري،چې ته یې پرې لرې.

څوک چې بې له عاقبت او پایلې سنجونې، ځان په چارو کې بوخت کړي، پېښې به یې راښکېل کړي، پر چار تر بوختیا وړاندې دې چاره سنجونه له پښېمانۍ ژغوري .

څوک چې ( د ژوند په مسایلو کې) ډول ډول نظریاتو ته په ځیر وویني؛نو د تېروتنو ځایونه به ښه وپېژني.

زغم، د نشتمنۍ ډال او کنجوسي د بدمرغۍ مخ پټی دی .

حرص د زړګنۍ نېستۍ نښه ده. مهربان نشتمن تر نامهربان شتمن غوره دی . د هر څه لپاره، یو خوراک شته او بنیادم د مرګ خوراکه ده.

زویکه! یو ګناهکار هم ( د خدای له لورنې) مه نهیلوه؛ځکه ډېر ګناهکار تر کلونو کلونو ګناهونو وروسته د ښه پای درلودونکي شوي دي او ډېر نېکچاري ول، چې د عمر په پای کې تباه او دوزخي شوي دي. خدای ته له دغسې برخلیکه پناه وروړو.

زویکه! ډېرو سرغړاندو [ توبه کړې] او ژغورل شوي او ډ‎ېر اطاعتګران هلاک شوي دي.

څوک چې د رښتیاوو په لټه کې شي، سختي پرې سپکېږي.

د نفس وده او هدایت، له نفس سره په مخالفت کې دی.

هر ساعت چې تېرېږي، له عمره کمېږي.

هۍ هۍ پر ظالمانو له راز پوه احکم الحاکمین خدایه.

زویکه! پر مریانو تېری، قیامت ته بده توښه ده.

هر غړپ په ستوني کې نښتای شي او ښایي هره مړۍ په ستوني کې بنده شي. هر نعمت د بل په زوال تر لاسه کوې.

څومره سوکالي رنځ ته، تنګلاسي نعمت ته، مرګ ژوند ته او ناروغي روغتیا ته ورنژدې ده ‎؛ نو پر هغه دې خوشحالي وي،چې علم وعمل یې، دوستي ودښمني یې، نیول وخوشې کول یې، خبرې او خبرې نه کول یې او کړه وړه او ویناوې یې یوازې د خدای لپاره وي .

پر هغه عالم دې افرین او افرین وي، چې له خپل علمه کار واخلي او زیارکښ وسي او له ناڅاپي مړینې وډار شي او تیارسئ ورته وي. که وپوښتل شي؛ نو نصیحت وکړي، که نه چوپ کېني، خبرې یې کمې وي، چوپه خوله کېدل یې له ناځوابۍ نه وي . پر هغه دې افسوس وي، چې پر بې برخېتوب، بېکسۍ او سرغړاندۍ اخته وي، څه چې نورو ته نه خوښوي، ځان ته یې خوښوي او کوم کار چې په خپله کوي، پر نورو یې ټکې کوي .

زویکه! پوه چې پسته خوله کاروي ؛نو ټولمنلی کېږي، خدای دې د خپل ښیون توفیق درکړي او په خپل ځواک دې غاړه ایښوونکی کړه، چې په واقع کې یوازې هغه بښونکی او کریم دی .

سرچینه

د تحف العقول کتاب د حضرت علی کرم الله وجهه د ویناوو برخه

لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور

ژباړه اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست