تبلیغات

د یزید عاقبت بېشکه یزید په خپله واکمنۍ کې ډېر درانه ګناهونه وکړل؛خوداچې حضرت حسین(رض) یې شهید کړی په اړه یې بېلا بېل نظریات دي. ځینې وایي چې یزید په دې جنایت کې هیڅ ونډه او مسوولیت نه درلود؛ځینې وایي: په پیل کې یې د ابن زیاد کړنه تایيد کړه ؛خو په پای کې پښېمانه […]

د یزید عاقبت

بېشکه یزید په خپله واکمنۍ کې ډېر درانه ګناهونه وکړل؛خوداچې حضرت حسین(رض) یې شهید کړی په اړه یې بېلا بېل نظریات دي.

ځینې وایي چې یزید په دې جنایت کې هیڅ ونډه او مسوولیت نه درلود؛ځینې وایي: په پیل کې یې د ابن زیاد کړنه تایيد کړه ؛خو په پای کې پښېمانه شو.

خو واقعیت دادی،چې یزید د کربلاپه پېښه کې خپلو ټیټ رتبه یا لوړ رتبه برخوالو مامورینو ته سزا ورنکړه او پردې سر بېره پخپله  هم پر هماغه سیاست روان و،چې مامورینو یې خپل کړی و ؛لکه چې د نبوي ښار(مدینة النبي  صلی الله علیه واله وسلم) حرمت یې مات کړ او د مسلم بن عقبه په مشرۍ یې یو لښکر ورولېږه،چې مدینوال یې را ایسار کړل او ډېری مهاجرین ، انصار او اولادونه یې په دې پېښه کې شهیدان شول .

ورپسې د یزید لښکر مکې مکرمې ته مخه کړه؛خو لښکرمشر یې په لارکې ومړ،چې د مدینې پېښې پکې وکړي،ورپسې د یزید لښکر مکه معظمه محاصره کړه او تر څو ورځو نښتو وروسته خبرراغی چې یزید مړ شوی دی .

حضرت زبیربن عبدالله (رض) د یزید لښکریانو ته وویل: «یااهل الشام قداهلک الله طاغیتکم؛ شامیانو،الله تعالی مو سرغړاند هلاک کړه.[1]»

په دې وخت کې د یزید لښکر له محاصرې لاس واخست او خپاره واره شول .

د اهلسنتو د عقایدو او تاریخ په کتابونو کې په ډاګه د حسین(رض) له وژونکیوکرکه څرګنده شوې او پر وژونکیو او لاملینو یې لعنت ویل شوی دی . ارواښاد شیخ عبدالحق دهلوي وایي :« یزید زموږ په نزد یو خورا مبغوض انسان دی،دې بدمرغه،چې په دې امت کې کومې چارې کړي، چاهم کړي نه دي . د حسین د وژنې او د اهلبیتو تر سپکاوۍ وروسته یې د مدینې ویجاړۍ او د مدینوالو وژنې ته لښکر ولېږه او د مدینې  تر ویجاړولو وروسته  یې د مکې مکرمې د ویجاړولواو د عبدالله بن زبیر (رض) د وژنې امر وکړ.

نوځکه یوازې خدای یې پر توبې پوهېږي او بس؛حق تعالی دې زموږ او ګردو مسلمانانوزړونه له لاندې کسانو سره له مینې کولو وژغوري او ملاتړو یې : د اهلبیتو د ښمنان او په ا ړه یې بداندي ،د حق اهلبیتو لتاړوونکي، له دوی سره د مینې او صدق عقیدت پرېښوونکي او موږ دې د اهلبیتومینوال او په قیامت[2] کې ورسره راپاڅوي [3].

اوپه پای کې :

حضرت حسین (رض) مسلمانانو ته  د عزت،زغم ، مړانې او ازادۍ سبق ورکړ.

حسین (رض) پر نېکیو دامر او له بدیو د منع بلونکی و؛ موخه یې د قرآن حاکمیت و،چې «قسط و عدل» او «وروري وبرابري » هر ځای راونغاړي او«اسلامي حکومت » د مسلمانانو د ژوند په ټولو اړخونوکې په واقعي بڼه اوپوره ډول پلی شي.

د ژوند تر پایه،د همدې الهي ارمان د پلي کېدو په لارکې ودرېد؛ نوځکه مسلمانان باید د حسین مړانه د خپل ژوند بېلګه کړي او ځان ددې ستر شهیدپه ښکلي اخلاقو اوځانګړنو وپسولي او د زمانې د یزیدیانو او سرغړاندو پر  وړاندې مبارزه کې زغمناک وسي؛نو هله به  مسلمانان د اسلام ددښمنانو پر وړاندې عزت اوسرلوړي ننګېري او هېڅ باطل ځواک او واکمنۍ ته به غاړه نږدي.

په دې هیله چې خدای مو دحسین دښوونځي رښتوني لارویان کړي .

[1] ابن کثیر،البدایة والنهایة،۸ /۲۰۶ مخ.

[2] [خوشحال باباوایي :

دخوشحال خټک دې حشرله هغوشي – چې دوستدار دپنجتن پاک چهارده معصوم وي] .

[3] شاه عبدالحق دهلوي ، تکمیل الایمان ، ۱۷۳مخ .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست