تبلیغات

دعبادت پراخوالى     مؤمن نه يوازې دا چې لمونځ کوي؛بلکې د عبادت د فرهنګ خپرولو ته هم هلې ځلې کوي.حق ته بلنه او د تبليغ دنده د هرمؤمن په غاړه ده.تر ايمان او صالح عمل ‏وروسته خداى،انسان دې ته هڅوي،څو خلک حق او صبر ته راوبولي.[ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ (عصر/٣) ] که لس ‏سګرټ […]

دعبادت پراخوالى

    مؤمن نه يوازې دا چې لمونځ کوي؛بلکې د عبادت د فرهنګ خپرولو ته هم هلې ځلې کوي.حق ته بلنه او د تبليغ دنده د هرمؤمن په غاړه ده.تر ايمان او صالح عمل ‏وروسته خداى،انسان دې ته هڅوي،څو خلک حق او صبر ته راوبولي.[ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ (عصر/٣) ]

که لس ‏سګرټ څښوونکي يو کلي ته ننوځي؛نو په ډېره کمه موده کې به نور ‏هم له ځان سره يوځای کړي.دا کار ‏څو لمو‏نځ کوونکي اوعبادت کوونکي ولې نه کوي،څو د کلي او ښار نور خلک هم له ځان سره يوځاى کړي؟په ټولو ځايو‏نو لکه کوڅه،کور،مکتب،ښار او کلي کې ‏ دا الهي پورګرامونه او موخې لاپسې پراخه کړو.

تکليف،دندې او شرطونه

دعبادت تر اهميت او افتونو‏ وروسته‏ عبادت کوونکي بايد کوم شرطونه ولري؟

مکلفیت،انسان ته ‏ستر امتياز دی.انسان ددې وړتيا لري،چې خداى پرې پېرزوینې وکړي او د هغه له خوا پر ‏ځانګړې دندې ‏مکلفېږي او پر ځمکه ‏د خداى امانتوال ‏دی.دا ځانګړنه،چې د انسان د خوښۍ حالت څرګندوي‏ له ویاړونو ځنې یې ده او دې پړاو ته رسېدل ‏دې ولمانځل شي. يوعالم ‏ تل د خپل بلوغ کليزه لمانځله او ويل ‏يې: پر داسې ورځ ‏ما د الهي دندو د ترسره کولو مسووليت پر غاړه واخيست. ‏

که ‏څوک اولسمشر، وزير يا د جرګې غړې شي؛نو خلک ورته مبارکي وايي،ځکه ‏د خلکو له خوا يې مسووليت پر غاړه اخيستى دی.

د مکلفیت او بلوغ ورځې ته رسيدل هم،د خداى له خوا د مسوليتونو پر غاړه اخستل دي او دا ورځ هم نيکمرغه وي. په لنډه توګه د مکلفیت شرطونه دا دي:

( ١)   بلوغ

هلک چې ‏پینځلس کلن شي او انجلۍ،چې ‏نهه کلنه شي؛نو د تکليف يا بلوغ عمر ته رسېږي.هلکان کېدای شي له دې عمره مخکې هم بلوغ ته ورسي،دا ‏عبادت او تکليفي بلوغ دی او د واجباتو ترسره کول او له حرامو ‏مخنيوی پر انسان ‏لازمېږي. بلوغ نور ډولونه هم لري،چې دا دي: سياسي بلوغ،

په دې معنا،چې د انسان فکر وده کوي او د ټولنې له سياسي ستونزو ‏ خبرېږي،سم اندیز خط لري او د غوره مشرانو ‏اطاعت کوي.

د امام حسن ځوې،قاسم خپل تره امام حسين ته وايي:(( که حکومت د يزيد په شان ‏طاغوت سره وي، ورسره د مبارزې په لار کې راته مړينه له شاتو ‏هم خوږه ده.)) دا یې د سياسي بلوغ نښه ده.

 وټیز – اقتصادي بلوغ

په دې معنا،چې انسان د خپلو او نورو مالونو په ګټنه ‏کې د ودې ‏بسیا ‏پړاو او حد ته رسيدلې دی.قرآن وايي:[ وَآتُوا الْيَتَامَى‏ أَمْوَالَهُمْ (نساء/۲) – او يتيمان (چې د ودې پړاو ته ورسېدل)؛نو خپل مالونه يې بېرته وركړئ]

د واده بلوغ

په دې معنا،چې ‏هلک او انجلۍ د بلوغ عمر ته د رسېدو سربېره،د ژوند د سنبالنې ‏او کنترول او دهغې د مسووليتونو او همداراز د دندې د ترسره کولو توان هم ولري،ځکه په دې اړه بلوغ او قانوني عمر په يوازى ځان بیسا نه دی.

پاملرنه

که څه هم بلوغ د مکلفیت شرط دی؛خومعنا يې دا نه ده،چې نابالغه دې په ټولیزډول‏ خوشې کړای شي.قرآن ‏نابالغو ته هم حکم کوي،چې بې اجازې ‏دې کومې خونې ته نه ننوځي او د موروپلارخونې ته د ننوتو پرمهال ‏دې ترې اجازه واخلي.

[ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِيَسْتَأْذِنكُمُ الَّذِينَ مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ وَالَّذِينَ لَمْ يَبْلُغُوا الْحُلُم مِنْكُمْ ثَلاثَ مَرّاتٍ مِنْ قَبْلِ صَلاةِ الفَجْرِ وَحينَ تَضَعُونَ ثِيابَكُمْ مِن الظَّهِيرَةِ وَمِن بَعْدِ صَلاَةِ الْعِشَاءِ ثَلاَثُ عَوْرَاتٍ لَكُمْ لَيْسَ عَلَيْكُمْ وَلاَ عَلَيْهِمْ جُنَاحٌ بَعْدَهُنَّ طَوَّافُونَ عَلَيْكُم بَعْضُكُمْ عَلَى‏ بَعْضٍ كَذلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الآيَاتِ وَاللَّهُ عَليمٌ حَكِيم ( نور/ ٥٨) – مؤمنانو! بايد چې ستاسې مريان او وينځې او هغه ماشومان چې مړانې نۀ وي وهلي،په درېو وختونو كې له تاسې اجازه واخلي: د سهار له لمانځه مخكې او غرمه چې كله تاسې (عادې) جامې وباسئ او د ماسخوتن تر لمانځه وروسته (دا) درې وخته ستاسې،د ځان بربنډولو وختونه دي؛خو له دغو وختو پرته نۀ پر تاسې څه ګناه شته او نۀ پر هغوى (چې كه هغوى بې اجازې راشي؛ځكه) ستاسې يو بل ته بيا بيا راتګ دى (چې په پاك زړۀ د يو بل خدمت وكړئ) پدې توګه خداى خپل آيتونه تاسې ته څرګندوي او خداى پوه (او) حكيم دى.]

حضرت لقمان خپل ځوې ته حکم کوي: اى ځويه!لمونځ کوه او پرنېکیو امر او له بدیو منع کوه. [بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلاَةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ –(لقمان /١٧)] که څه هم،چې بلوغ د مکلفیت شرط دی؛خو موروپلار‏مخکې له دې،چې اولادونه يې بلوغ ته ورسي ورته دې ديني احکام،لمونځ او روژه وروښیي او که اولاد یې ‏‏خبره ونه منې؛نو په جدي توګه دې ‏ وغندي.   بلوغ د مکلفیت شرط دی؛خوکه نابالغه ‏چا ته مالي زيان ور‏سوي؛‏ موروپلار دې ‏تاوان ورکړي،ځکه د خلکو حساب د خداى له حسابه بيل دی. بلوغ د مکلفيت شرط دى؛خو د کمکيانو غوره او ښه عملونه اجر لري که،تيروتنه وکړي يا څه بد رد ووايي؛نوهغوی تنبيه او تعزيرکېږي.

( ٢)   قدرت

قدرت او توان د مکلفيت شرط دی.څوک،چې ناتوانه وي،مکلف نه دی او له هرچا ‏د توان په اندازه یې انتظار کېدلای شي. په الهي تکليفونو کې هم د قدرت محدودې ته پاملرنه شوې ده.

[لاَنُكَلِّفُ نَفْساً إِلَّا وُسْعَهَا– (انعام/۱۵۲) ، موږ پر هر چا د هغه د وسې هومره پېټى ږدو.]

موخه دا ده چې دا فشار بايد د انسان د توان له حد‏ه بهر نه وي،که نه دين خو کړاوونه او فشار لري.جهاد،چې ټول کړاوونه دي،پر ناروغه، ړندو ‏اوهغوی،چې توان نه لري،ساقط دی او پردې کسانو ‏جهاد نه کېږي.

[ لَيْسَ عَلَى الْأَعْمَى‏ حَرَجٌ وَلاَ عَلَى الْأَعرَجِ حَرَجٌ وَلاَ عَلَى الْمَرِيضِ حَرَجٌ وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَمَن يَتَوَلَّ يعَذِّبْهُ عَذَاباً أَلِيماً ( فتح/١٧ ) – پر ړوند او ګوډ او شل او ناروغ باك نشته (كه په جهاد كې برخه وانخلي) او څوك چې د خداى او استازي يې اطاعت وكړي ،هغه (جنتي) باغونو ته ننباسي، چې تر(ونو) لاندې يې ويالې بهېږي او څوك،چې مخ واړوي، پر دردناك عذاب يې اخته كوي! ]

( ٣)   واک او اختيار

که پر يو کس ‏ګناه وتپل شې او يا هم په زوره له کومې دندې منع شي ؛نو په داسې حالت کې د دې انسان غاړه نه نيول کېږي؛يعنې دا چې اختيار او د عمل آزادي د تکليف شرط دی.په جبر او زور کې د مسئلې حکم بل شان وي.د بيلګى په توګه يو طاغوت مسلمانان حج ته نه پرېږدي يا‏ يو تن له لوږې مري او بې د مردارې غوښې له خوړلو ‏‏بله لار نه لري.

( ٤)   عقل

عقل او شعور د انسان د فضيلت ملاک اومکلفيت دی. حساب او کتاب او له غاړې نيول هم د عقل له مخې ‏ترسره کېږي.څوک،چې عقل و نه لري ،تکليف اجر اوعذاب هم نه لري. په ځينو روايتو‏نو کې راغلي،چې عقل د خداى له لومړنيو مخلوقاتو‏ و او واقعي عبوديت هم پرعقل ‏ولاړ دی.د حديث په کتابونو‏ کې هم دعقل ویینه – بحث تر نورو ویینو ‏مخکې راغلی ده.

‏څه،چې عقل کمزورې کوي [لکه شراب] په اسلام کې منع شوي دي او کوم څيزونه،چې د عقل او د درک د زياتوالي لامل ګرځې په اسلام کې پرې ټينګارشوې لکه!زده کړه،ښوونه،مسافرت‏ او مشورې.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست