تبلیغات

(الف) : د اهل سنتو د احاديثوغوره کتابونه: ١- “صحيح بخاري”:ددې کتاب مؤلف “محمد بن اسماعيل بخاري” (رحمة الله عليه) دى،چې د اهل سنتو معتبر حديثي کتاب دى.”امام بخاري” دا کتاب په شپاړسوکلو کې تاليف کړى،چې اوه زره پینځه سوه دري شپېته ( ٧٥٦٣) احاديث لري . د”امام بخاري” لنډه پېژندنه : “محمدبن اسماعيل بن […]

(الف) : د اهل سنتو د احاديثوغوره کتابونه:

١- “صحيح بخاري”:ددې کتاب مؤلف “محمد بن اسماعيل بخاري” (رحمة الله عليه) دى،چې د اهل سنتو معتبر حديثي کتاب دى.”امام بخاري” دا کتاب په شپاړسوکلو کې تاليف کړى،چې اوه زره پینځه سوه دري شپېته ( ٧٥٦٣) احاديث لري .

د”امام بخاري” لنډه پېژندنه :

“محمدبن اسماعيل بن مغيره بن احنف جعفي”،چې په “امام بخاري” مشهور دى،کنيه يې “ابوعبدالله” دى او د”شوال” پر اولسم ١٩٤ س زېږېدلى دى .

د “امام بخاري” د احاديثوکتاب په “صحيح بخاري” مشهور دى او د اهل سنتو له “صحاح سته وو” ځېنې دى،چې ورته تر قرآن وروسته صحيح کتاب ويل کېږي .

“امام بخاري” خپل کتاب ته د “الجامع الصحيح المسند من حديث رسول الله وسننه وايامه” نوم غوره کړى؛خو په خلکو کې په “صحيح بخاري” مشهور دى .

د”امام بخاري” کتاب اوه زره پینځه سوه دري شپيته ( ٧٥٦٣) حديثونه لري، بې تکراره پکې دوه زره شپږسوه دوه ( ٢٦٠٢) ا حاديث دي،چې له شپږسوو زرو ( ٦٠٠٠٠٠) احاديثو يې را اېستلي دي .

“امام بخاري” ډېر شاګردان درلودل؛لکه “مسلم بن حجاج” د”صحيح مسلم” خاوند،”ابوعبدالرحمان النسائي” ‎‎ د”سنن نسائي” خاوند، “ابوعيسى ترمذي” د “سنن ترمذي” خاوند،”ابن قتيبه”،”ابوزرعه الرازي”،”ابوحاتم الرازيان” او نور….

د “امام بخاري” نورو آثارو؛ لکه “الادب المفرد” ، “الاسماو الکني”،”تاريخ صغير” “تاريخ اوسط”،”تاريخ کبير”،”ثلاثيات بخاري” او”السنن” ته   اشاره کړاى شو.

“امام بخاري” د کمکي اختر پر شپه پر ٢٥٦س “سمر قند” ته نږدې د”خرتنګ” په کلي کې وفات شو.

٢-“صحيح مسلم”:

ددې کتاب مؤلف “مسلم بن حجاج نيشابوري” (رحمة الله عليه) دى،چې اهل سنتو ته تر “صحيح بخاري” وروسته معتبر کتاب دى،چې د دولس زرو(١٢٠٠٠) احاديثوتولګه ده .

د”امام مسلم” لنډه پېژندنه :

“مسلم بن حجاج بن مسلم القشيري نيشابوري” (رحمة الله عليه) پر ٢٠٤س په “نيشابور”کې وزېږېد،کنيه يې “ابوالحسن” او لقب يې “امام الحافظ” و . د امام مسلم له آثارو مشهور کتاب “صحيح مسلم” دى،چې تر”صحيح بخاري” وروسته د اهل سنتوپه “صحاح سته وو” کې معتبرکتاب ګڼل کېږي .

“امام مسلم” خپل کتاب ،چې دولس زره (١٢٠٠٠) احاديث لري، د پینځه ويشت کلوپه موده کې وليکه .

د کتاب ځانګړنې يې دادي، چې ښه ترتيب شوی او بې له نېمګړتيا او زياتوالي لنډ شوي او احاديث يې په څلورو واسطو له “رسول الله” روايت کړي دي او د راويانوله پلوه احاديث يې د ډاډ وړ دي .

د “مسلم” نورو آثارو؛لکه “المسندالکبير”،”الجامع”،”الکني والاسماء”، “اوهام المحدثين” او”طبقات التابعين” ته اشاره کړاى شو .

“مسلم بن حجاج” پر ٢٦١س د “رجب” پر پینځه ويشتمه په “نيشابور”کې وفات شو.

٣-“جامع ترمذي” :

چې په”صحيح ياسنن ترمذي” مشهور دى.ددې کتاب مؤلف “محمدبن عيسى ترمذي” دى،چې له علماوو او فقهاوو يې پکې د احکامو اوغېر احکامو احاديث راغونډکړي دي.

 

د”امام ترمذي” لنډه پېژندنه :

نوم يې “محمدبن عيسى بن سوره بن موسى السلمي الترمذي” دى،چې په ٢٠٩س کې په “ترمذ” کې زېږېدلى.

“ترمذي”،چې په کومه پېړۍ کې ژوند کاوه،د احاديثو د علم د پرمختګ پېړۍ وه،چې په پايله کې “ترمذي” له ډېرو پوهانو دحديث علم زده کړ او له هغو يې روايتونه وکړل،چې د “امام بخاري” شاګردي يې هم کړې ده اوله “بخاري” او”مسلم بن حجاج” دواړو يې احاديث روايت کړي دي .

د “ترمذي” له آثارو: د”الجامع الکبير” کتاب دى،چې په “صحيح ترمذي” يا”سنن ترمذي”مشهور دى او نور کتابونه يې”الشمائل النبويه”،”التاريخ”او”العلل”دي .

“ترمذي” د عمرپه پاى کې پر سترګو ړوندشو او پر ٢٧٩س په “ترمذ” کې ومړ .

 ٤-“سنن ابوداود”:

مؤلف يې “سليمان بن اشعث” دى،چې پر “ابوداودسجستاني” مشهوردى ،دا کتاب څلورزره اته سوه ( ٤٨٠٠) احاديث لري،چې ډېرى يې فقهي دي .

 

د امام “ابوداود” لنډه پېژندنه :

نوم يې “سليمان بن اشعث بن اسحاق بن بشيربن شدادبن عمران السجستاني الازدى” دى،چې په اصل کې د”سيستان” دى اوپر ٢٠٢ س کې زېږېدلى دى. “ابوداود” په احاديثو کې د خپلې زمانې له مخکښانو و،چې “ابوعبدالله نسائي” [ د سنن نسائي ليکوال ] او ډېرو ترې روايتونه کړي دي .

د “ابوداود” له آثارو د احاديثوکتاب دى،چې په “سنن ابي داود”مشهوردى،چې داهل سنتوله “صحاح سته و” دى .

“ابوداود” په خپل کتاب کې څلورزره اته سوه ( ٤٨٠٠) احاديث راټول کړي،چې له پينځو سوو زرو( ٥٠٠٠٠٠) احاديثو يې چوڼلي او هغه احاديث يې راوړي،چې فقهاوو پرې استدلال کړى او فقهي احکام پرې ولاړ دي. د “ابوداود” له نورو آثارو “المراسيل” او”کتاب الزهد” ته اشاره کولاى شو .

“ابوداود” پر ٢٧٥س په “بصره” کې وفات شو.

٥-“سنن نسائي”:

مؤلف يې “ابوعبدالرحمان احمدبن علي بن شعيب نسائي” دى،چې د احاديثوله پلوه د”سنن ابي داود”او”صحيح ترمذي” سره ډېرنږدې دى .

د”امام نسائي” لنډه پېژندنه :

نوم يې “احمدبن علي بن شعيب” او په “شيخ الاسلام” مشهوردى، کنيه يې “ابوعبدالرحمان” دى اوپر ٢٢٥ س د “خراسان” په “نسا” کې پيداشوى،بيا “مصر” ته تللى او هلته اوسېدلي او په فقه اوحديث کې د زمانې له مخکښانو ځېنې و.

ويل شوي چې : (( د”دمشق” پرلور په سفرکې له “نسائي” د حضرت “علي” (ک) او “معاويه” بن ابي سفيان په هکله وپوښتل شول،هغه حضرت “علي” (ک) پر”معاويه” بن ابي سفيان غوره وباله،چې په پايله کې معتصبينو له جوماته دباندې وغورځاوه او له دمشقه ووت.))

د “نسائي” له آثارو د هغه د احاديثو کتاب دى،چې په “سنن نسائي” مشهورشوى او “المجتبى” هم ورته وايي .

د “نسائي” له نورو آثارو “خصائص اميرالمؤمنين علي” ، “مسندعلي”،”مسند مالک” ، “الضعفاء” او”المترکين” ته اشاره کړاى شو .

“نسائي” د خپل عمرپه پاى کې مکې ته ولاړ او پر ٣٠٣س هملته ومړ.

٦- “سنن ابن ماجه”:

مؤلف يې “محمد بن يزيد بن ماجه قزويني” دى،چې احاديث يې د فقهي مسائلوپر بنسټ ترتيب شوي او څلور زره درې سوه يوڅلوېښت ( ٤٣٤١) احاديث لري .

د”امام ابن ماجه” لنډه پېژندنه :

نوم يې “ابوعبدالله محمد بن يزيد ماجه قزويني” دى،چې پر ٢٠٩س د “ايران” په “قزوين” کې زېږېدلى دى .

د “ابن ماجه” له آثارو ځېنې د احاديثو مشهورکتاب “سنن ابن ماجه” دى،چې د اهل سنتوله “صحاح سته وو” څخه دى .

کتاب يې په “فقه” کې د اوډون له پلوه غښتلى دى او کوم احاديث يې،چې راوړي،د فقهي مسائلوله مخې يې ترتيب کړي او تکراري حديث پکې نه ليدل کېږي او له نوروځانګړنو يې ښه ترتيب اوباب بندي ده .

“ابن ماجه” په خپل کتاب کې څلور زره درې سوه يوڅلوېښت ( ٤٣٤١) حديثونه نقل کړي،چې درې زره دوه ( ٣٠٠٢) حديث يې په نورو”صحاحو”کې راغلي او يو زر درې سوه نهه دېرش (١٣٣٩)حديثونه په نوروصحاحو کې نه دي راغلي .

د “ابن ماجه” له نورو آثارو د “تفسيرالقرآن” او”تاريخ قزوين” نومونه يادولاى شو. “ابن ماجه” پر ٢٧٣ س وفات شو.

٧- “سنن دارمي”:

مؤلف يې “عبدالله بن عبدالرحمان بن فضل بن بهرام بن عبدالصمد” دى،چې کتاب يې پر “الجامع الصحيح” مشهور دى .

٨-“الموطا”:

مؤلف يې “مالک بن انس بن مالک اصبحي حميري” دى،کنيه يې “ابوعبدالله” او د “اهل سنت او جماعت” له څلورو امامانو دى.”امام مالک” دا کتاب دعباسي خليفه؛ “منصور”په غوښتنه ليکلى دى .

٩- “مسندامام احمد بن حنبل”:

مؤلف يې “ابوعبدالله احمدبن محمدبن حنبل شيباني” دى او د “اهل سنت او جماعت” له مخکښانو دى او په “مسند” کتاب کې يې دېرش زره احاديث دي.

 

د “اماميه شيعه وو” د احاديثو غوره کتابونه

١-“اصول کافي:

د “محمد بن يعقوب کليني رازي” تاليف دى،چې د خپل عمر وروستي شل کاله يې په “بغداد”کې تېر کړل اوهماغلته ومړ او دا کتاب يې په “بغداد” کې وليکه. هغه ړومبى امامي محدث دى،چې د ديني رواياتو په راټولولو،نظم ،ترتيب او تبويب يې پيل وکړ.

کتاب يې تقريبا شپاړلس زره حديث لري،چې د”شيعه وو” معتبرحديثي کتاب ګڼل کېږي او درې برخي لري:د “عقايدو اصول”،”فقهي احکام” او “خطبې او موعظې”،چې د”الروضة” په نامه يادېږي .

د”شيخ کليني” لنډه پېژندنه :

کليني د اماميه شيعه وو يو فقهي شخصيت دى،چې د “ايران” په “رى” کې زېږېدلى او ډېر عمر يې په “بغداد” کې تېر کړى او په “فقه” او”حديث” کې ترې آثار پاتې دي.

٢-“من لايحضره الفقيه”:

مؤلف يې “ابوجعفرمحمدبن علي بن بابويه قُمي” دى،چې په “شيخ صدوق” مشهور دى.دغه کتاب پينځه زره نهه سوه شل ( ٥٩٢٠) حديثونه لري،چې د “محمد بن زکريا” د کتاب “من لايحضره الطبيب” په سياق يې ليکلى دى .

د شيخ صدوق لنډه پېژندنه :

“شيخ صدوق” د شيعه مذهب له سترو پوهانو څخه دى ،چې پر٣٠٦س په قُم کې زېږېدلى او پر”شيخ صدوق” مشهور دى. په “رى” او “خراسان” کې ا وسېدلى او پر ٣٨١ س په “رۍ” کې وفات شو. په اسلامي علومو،تاريخ او شعرکې ترې تقريباً درې سوه (٣٠٠) کتابونه پاتې دي .

٣-“تهذيب الاحکام”:

مؤلف يې “محمد بن حسن طوسي” دى،چې په “شيخ طائفه” مشهور دى؛هغه د شيعه فقهاوو رئيس دى او د ډېرو اسلامي علوموپه هکله يې معلومات درلودل، کتاب يې ديارلس زره پينځه سوه نوي ( ١٣٥٩٠) حديثونه لري .

د شيخ طوسي لنډه پېژندنه :

“شيخ طوسي” د اماميه شيعه وو فقيه اوليکوال دى، پر ٣٨٥ س کال زېږېدلى او له خراسانه “بغداد” ته ولاړ، چې هلته څلوېښت کاله پاتې شو او بيا “نجف” ته ولاړ او پر ٤٦٠ س کې په “نجف” کې ومړ.

٤-“استبصار”:

مؤلف يې هم “ابوجعفرمحمدبن حسن طوسي” دى اوپينځه زره پينځه سوه يوولس (   ٥٥١١) احاديث لري .

٥-“بحارالانوار”:

مؤلف يې “محمد بن باقربن محمد تقي مجلسي” دى،چې په خپله زمانه کې د فقې او تفسير ستر عالم و او د “شيخ بهايي” شاګردي يې هم کړې ده .

“مجلسي”په خپل کتاب کې په نورو کتابوکې خپاره واره احاديث راغونډ کړل. په کتاب کې يې اعتقادي،تاريخي،د انبياوو او امامانو قيصې او بېل بېل فقهي بابونه شته.

ð د شيخ مجلسي لنډه پېژندنه :

“شيخ مجلسي”:د اماميه شيعه وو له پوهانو دى،چې پر١٠٣٧ س په “اصفهان” کې زېږېدلى د احاديثو ډېره برخه يې په “فارسي” ژباړل شوې او په اسلامي علومو او تاريخ کې ترې ډېر آثار پاتې دي .

٦- “وافي”:

مؤلف “محمد بن مرتضى” دى،چې په “ملامحسن فيض کاشاني” مشهور دى او په يوولسمه هجرى قمري پېړۍ کې د اماميه وو له سترو پوهانو څخه و.

کتاب يې د “کافي”، “من لايحضره الفقيه”،”تهذيب” او”استبصار” د کتابو ټولګه ده. همداراز ددې کتابوخپاره واره احاديث يې راټول کړي،په دې توپير، چې تکراري احاديث يې چاڼ کړي دي .

ð د ملامحسن فيض کاشاني لنډه پېژندنه :

“ملامحسن فيض کاشاني”:په يوولسمه هجرى پېړۍ کې د اماميه وو له سترو علماوو څخه دى، په فقه ،حديث ، تفسير او فلسفه کې د نظر خاوند دى او تر اتياو( ٨٠) پورې کتابونه يې تاليف کړي ،”ملا محسن” پر١٠٩١ س په “کاشان” کې ومړ.

٧_ “وسايل الشيعه”:

مؤلف يې “محمدبن حسن شامي” دى،چې په “حرعاملي” مشهور دى.ده په خپل کتاب کې هغه احاديث راټول کړي،چې په څلورمه هجري قمري پېړۍ کې د شيعه و د احاديثوپه کتابو کې راغلي او روايتونه يې پرې ورزيات کړل او د فقهي مسايلو له مخې يې اوډلي دي .

د حر عاملي لنډه پېژندنه :

“حر عاملي”:د شيعه مذهب فقيه او تاريخپوه دى،چې پر ١٠٣٣ س په “لبنان” کې زېږېدلى او”عراق” او “خراسان” ته يې سفرونه کړي او د عمرتر پايه په “خراسان” کې پاتې شو .

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست