تبلیغات

نصیحت د الهي تقوا سپارښتنه درته کوم او له عذابونو یې مو ډاروم، بېرغونه او نښې یې درته هسکوم، ژر دی چې داړوونکی تریخ (مرګ) به درشي او درسره به لاس وګرېوان شي او ستاسې او د کړنو ترمنځ به مو بېلتون راولي؛ نو د عمر په پاتې موده او روغتیا کې ښې چارې وکړئ،چې […]

نصیحت

د الهي تقوا سپارښتنه درته کوم او له عذابونو یې مو ډاروم، بېرغونه او نښې یې درته هسکوم، ژر دی چې داړوونکی تریخ (مرګ) به درشي او درسره به لاس وګرېوان شي او ستاسې او د کړنو ترمنځ به مو بېلتون راولي؛ نو د عمر په پاتې موده او روغتیا کې ښې چارې وکړئ،چې پېښې او مصیبتونه ناڅاپي په خرپ و ترپ راځي او د ځمکې له مخې مو د ځمکې ورد ننه ته ورکاږي، له هسکوالي ټیټوالي ته ، [ له اشنایانو او دوستانو سره] له مینې، د یوازېتوب وحشت ته، له راحت او رڼا یې تیارو او له پراخۍ یې تنګې فضا ته ورغورځوي، تردې چې نه به د خپلوانو لیدو ته ورتلای شې، نه به د ناروغ پوښتنه کړای شې او نه به کوم فریاد ځوابولای شې . خدای دې موږ او تاسې ته د هغې ورځې سختې را اسانې کړې او له سزا دې یې تېر شي او ډېر ثوابونه دې او را پر برخه کړي .

د خدای بندګانو! که د هستۍ وروستی منزل او موخه همدا (مرګ ، قبر او سختي یې) وای؛ نو ارزښت یې درلود، چې انسان خپل ټول غمونه ورځانګړي کړي،له دنیا چورلټ غافل شي او له دې (سختیو) د ژغورنې لپاره ډېر کړاوونه وګالي، دا خو لا څه چې ( دا د کار پیلامه او د لارې سر دی او)تردې وروسته په خپلو کړنو کې د حساب لپاره راګېر دی، نه کوم ملاتړ لري ،چې د عذاب مخه ونیسي او نه مرستندوی لري،چې دفاع ترې وکړي . پر هغه ورځ ایمان راوړل چارسازی نه دی، که په دنیا کې بې ایمانه و او یا یې په ایمانوالۍ څه ښې چارې کړې نه وي؛ نو ایمان یې څه ګټه نه وررسوي، (( ووایه: سترګې پر لار وسئ،چې موږ سترګې پر لار یو[1]))

د الهي تقوا سپارښتنه درته کوم؛ ځکه خدای ضمانت کړی،چې څوک د تقوا لار خپله کړي؛ نو ناخوښي به یې پر خوښۍ‎ ورواړوي (( او له هغې لارې به روزي ورورسوي، چې ګومان یې نه کاوه[2])) ( ته ای اورېډونکیه) هسې نه چې له هغوی وسې،چې د نورو پر ګناهونو ډارېږي؛خو د خپلو ګناهونو له سزا بې غمه وي! ځکه خدای تبارک و تعالی د خپل جنت په اړه نه تېروځي او یوازې په اطاعت او بندګۍ یې ثوابونه تر لاسه کولای شو، انشاءالله .

[1] [انعام (۶) – ۱۵۸ آیت]

[2] [طلاق (۶۵) – ۳ آیت]

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست