تبلیغات

د امام حسین (رض) ویناوې پر نېکیو د امر او له بدیو د منع په اړه د شهید امام، د پېغمبر اکرم (ص) د لمسي حضرت اباعبدالله الحسین (رض) څخه یوه اوږده وینا روایت شوې،چې له حضرت علي (ک) هم روایت شوې ده. خلکو! خدای د یهودو عالمان غندلي؛نو له دې نه دې د خدای […]

د امام حسین (رض) ویناوې

پر نېکیو د امر او له بدیو د منع په اړه د شهید امام، د پېغمبر اکرم (ص) د لمسي حضرت اباعبدالله الحسین (رض) څخه یوه اوږده وینا روایت شوې،چې له حضرت علي (ک) هم روایت شوې ده.

خلکو! خدای د یهودو عالمان غندلي؛نو له دې نه دې د خدای دوستان پند واخلي : (( ولې د نصاراوو پوهان او د یهودو عالمان دوی د ګناه له خبرو او د حرام مال له خوړو نه منع کوي؟[1])) او وایي: (( د بني اسراییلو کافران د داوود او عیسی د مریمې د زوی په ژبه لعنت شوي دي؛ ځکه ګناوې یې کولې او له بریده اوړېدل او یو بل یې له بدو چارو ځنې نه منع کول، رښتیا څه یې چې کول بدچار و![2]))

نو خدای ځکه وغندل،چې په ظالمانو کې وسېدل، د دوی ناوړه کړنې یې لیدې؛خو نه یې منع کول؛ځکه پیسې یې ورکولې او خولې یې ور ټپولې، د خپلو نیوکو له پایلو ډارېدل (ډالۍ یې اخستې، د ځان ساتنې او مصلحت په نامو یې خولې چوپې نیوې) سره له دې چې خدای ویلي: (( نو له خلکو مه ډارېږئ او له ما وډار شئ[3].)) او هم وایي: ((مؤمنان او مؤمنانې یو د بل دوستان دي، پر ښو چارو امر او له بدیو منع کوي[4])). خدای پاک ړومبی پر نېکیو امر او له بدیو منع د یو فرض کړنې په توګه یاده کړې؛ ځکه پوه دی، که دا دنده ترسره او پلې شي؛ نو نورې سختې او اسانې ستونزې پخپله هوارېږي ؛ځکه پر نېکیو امر اسلام ته بلنه ، له ظالمانو سره مبارزه او د مظلومانو د حقوقو اخستنه ده، ولجې (او بیت المال) په نیاو پر خلکو ویشل او د زکات هرومرو اخستل او پر ځای یې لګول دي .

بیا هغه ډله (پوهان) یاست،چې په پوهې مشهور شوي یاست،خلک مو په ښو یادوي، په نصیحت مشهور وسئ خلک د رباني عالمانو ( او روحانیونو) په نامو په شوکت او دبدبه درته قایل دي،شریفان درنه ډارېږي اوکمزوري مو درناوی کوي .

هغوی مو پر ځانونو غوره بولي،چې څه احسان مو ورسره کړی نه دی او نه د کوم نعمت حق ورباندې لرئ، تردې چې د اړتیاوو د پوره کېدو لپاره مو واسطه کوي او منل کېږئ هم، پر لار د واکمنو په دبدبه او د لویانو په عزت روان یاست ؛ خو ایا دا ټول درناوی د دې لپاره نه دی،چې خلک درته سترګې پر لار دي، چې الهي دنده تر سره کړئ او ((حق الله)) ته راپاڅئ؟ نو ولې په ډېری دندو کې ناغېړي کوئ ،د امامانو حق ته ورشا کوئ، تر لاس لاندیو او کمزوریو حق لتاړوئ؛خو خپل خیالي حقوق غواړئ؟ [حال دا چې ] تاسې خو د خدای په لار کې نه څه شتمني لګولې او نه مو ځاني سرښندنه کړې ده، او نه د خدای لپاره له کومې ډلې سره نښتي یاست؛ نو څنګه [ په دغسې اند او حالاتو] د جنت،د پېغمبرانو د ملګرتوب او له عذابه د بچېدو هیلمن یاست؟ تاسې خو په هیلو ډډه وهلې او بې کړنو له خدایه تمې لرئ؛ نو ډارېږم، هسې نه چې د خدای پر عذاب اخته شئ؛ ځکه د خدای په پېرزوینه داسې مقام ته وررسېدلي یاست، چې تر نورو مو غوراوی موندلی دی، حال دا چې خلک د [رښتونیو] خدای پېژاندو درناوی نه کوي؛ خو تاسې د خدای په نامه ورته منل شوي یاست . اوس وینئ،چې (زورواکي) د خدای ژمنې ماتوي؛ خو ورباندې نه خپه کېږئ؛خو که د خپلو پلرونو ژمنې مو ولتاړل شي،پرې غمجنېږئ (خدای د خپلو نیکونو هومره ارزښت درته نه لري) . د پېغمبر اکرم (ص) ژمنې تر پښو لاندې شوي، په ښارونو کې ړانده ، ګونګیان او بېوزلي بې ملاتړه پاتې دي، پالندویان او پناه ځایونه نلري او ورباندې نه لورېږئ او نه له خپل مقامه په ګټنې په ګټه یې څه کار کوئ او نه هغوی ته مو څه ورپام دی،چې په دې باب مسوولیت ننګېري او له ظالمانو سره مو د غوړه مالۍ او سازش لار خپله کړې ده. دا ټولې کړنې هماغه ((منکرات)) دي،چې خدای یې د مخنیوي امر کړی دی؛ خو غافل یاست، مسوولیت مو تر ټولو خلکو ډېر دی ؛ځکه د علم پر مسند او چوکۍ مو ډډه و هلې ده ( په غصب مو د رښتینو پوهانو مقام نیولی دی) او کاشکې حس، حرکت (او یا اورېدونکي غوږونه مو) درلودای . ډېری مسوولیت در پرغاړه دی،چې د رښتینو عالمانو مقام مو و نه ساته او په دې اړه پاتې راغلئ او کاشکې په دې باب مو له خپل شعوره کار اخستی وای! او داځکه چې پر خدای پېژاندو عالمانو د احکامو پلي کول ورترغاړې دي، چې د خدای پر حلالو او حرامو امینان دي او دا موقعیت درنه اخستل شوی؛ځکه د حق په اړه پر اړپېچ اخته شوي یاست او له څرګند دلیل سره سره د پېغمبر اکرم (ص) د لارې او سنتو په اړه مو په اړ پېچ لاس پورې کړ او که تاسې داسې خلک وای،چې (د دښمن) پر وړاندې مو زغم او مقاومت درلودای او د خدای په لار کې مو له مال لګونې دریغ نه کولای، د خدای ( او د مسلمانانو حکومتي) چارې به ستاسې پر لاس وای او تاسې به د هر چار مرجع واست؛ خو (افسوس چې) ظامان مو پر ځانونو مسلط او لاسبري کړي او الهي چارې مو ورسپارلي دي، چې د (( شبهې)) له مخې ( او په ړندو سترګو) کار وکړي او د ځاني غوښتنو او شهوتپالۍ پر لار ولاړ شي؛هغه لامل، چې جباران یې ستاسې پر مقام مسلط کړي، دا دی چې تاسې له مرګه تښتئ او په دې (ننګین) ناپایښتي ژوند مو زړه ورتړلی دی، کمزوري وګړي مو ورتسلیم کړي، یو شمېر مریان او یوه ډله وږي او مغلوب ظالمان چې څنګه یې زړه وغواړي، په هېوادنۍ چارو کې لاسوهنه کوي،په ځاني غوښتنو پسې ځي، د اشرارو خوي یې خپل کړی او پر جبار خدای سترګې وربرنډوي.

په هر ښار کې پر منبرونو تکړه ویناوال او مبلغین لري، ټولو هېواد یې په واک کې دی، لاسونه یې هرچېرې خلاص دي، خلک د مریانو په څېر د دفا ع ځواک نلري، ( داظالمان) ځینې یې زورور او کینه کښ دي او کمزوري سخت ځپي او ځینې پر خدای او قیامت ګروهه نلري .

هېښتیا! او څنګه به هېښنده نه یم، چې د اسلام ځمکه د داسې وګړیو په ولکه کې ده،چې یا خاین او ظالم دی یا باجګیر او بېکاره، یا سخت زړی او بې انصافه، په څه کې چې ترمنځ مو شخړه ده، منځګړی خدای دی او د خپلمنځي اړپېچونو قاضي مو هم خدای دی .

خدایه! ته پخپله پوهېږې ،د منکراتو مفاسدو پر ضد مو چې کوم خوځښت پیل کړی ، پاچاهۍ او دبدبې ته د تمې لپاره نه دی او نه شتمنۍ راټولو ته دی، غواړو ستا د دین نښې وښیو. په ښارونو کې دې سمونې راولو ( او مفاسد لرې کړو) چې مظلوم بندګان دې سوکالي او امنیت وونګېري او بې غمه دې عبادت وکړي، غواړو د اسلام فرایض،نبوي سنن او احکام دې پلي کړو؛ نو تاسې [دیني عالمان] مو ملاتړ شئ، په اړه مو انصاف وکړئ، چې ظالمان درباندې مسلط شوي او ستاسې د پېغمبر (ص) د رڼا به تتولو پسې یې راخستې ده . خدای راته بس دی، ورباندې بروسه لرو، درشل ته یې توبه کاږو او ورته ستنېدا هم ده.

 

[1] [مائده (۵) : ۶۳ آیت:]

[2] [مائده: ۷۸ – ۷۹ آیتونه: ]

[3] [مائده – ۴۴ آیت: ]

[4] [توبه (۹) ـ ۷۱ آیت: ]

سرچینه

د تحف العقول کتاب

لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور

ژباړه اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست