تبلیغات

د خپلوانو حقوق ۲۱ ـ د مور حق دادی چې پوه شې، په ګېده کې یې وې، داسې چې هېڅوک بل دغسې وړای نشي، د خپل زړه مېوه یې درباندې خوړه، چې هیچا پر بل خوړلې نه ده. غوږونه ، سترګې لاسونه ، پښې، وېښتان ، پوټکی او (لنډه دا چې) ټول غړي یې په […]

د خپلوانو حقوق

۲۱ ـ د مور حق دادی چې پوه شې، په ګېده کې یې وې، داسې چې هېڅوک بل دغسې وړای نشي، د خپل زړه مېوه یې درباندې خوړه، چې هیچا پر بل خوړلې نه ده. غوږونه ، سترګې لاسونه ، پښې، وېښتان ، پوټکی او (لنډه دا چې) ټول غړي یې په خورا خوشحالی ستا ساتنې ته ډال کړي ول. د دوه ځانۍ د پېر ټولې ستونزې یې وګاللې،تردې چې د قدرت لاس (پالونکي) له تنګ زیلانځه پراخې نړۍ ته رابهر کړې. مور خوشحاله وه، چې تا موړ کړي او پخپله وږې پاتې شي، تا پټ کړي؛ خو پخپله بربنډه وي، تا خړوب کړي او پخپله تږې وي، پر تا سیوری کړي او خپله لمر ته وي، ستونزې وګالي او په ناز دې وپالي، ویښه وي؛ خو تا پر خواږه خوب ویده کړي، دننه یې ستا د شتون لوښی و، لمن یې ستا پالنځی و، تیونه یې ستا د اوبو ګوډي وو او ځان یې د کړاوونو پر وړاندې ستا ډال و، د نړۍ سړې تودې یې ستا په پار تېرولې ، ته باید په همدې اندازه مننه ترې وکړې او دا حق پېژندنه او مننه یوازې د خدای په توفیق او مرسته کړای شې.

۲۲ ـ د پلار حق دادی، چې پوه شې، هغه دې بیخ دی او ته یې ښاخ او که دا نه و؛ نو ته هم نه وې؛ نو که په خپل وجود کې دې د خوښې څه ولیدل؛ نو پوه شه، چې دا نعمت دې له هغه دی؛ خو څومره حق، چې درباندې لري، مننه اوقدرونه یې وکړه. ولا قوة الا بالله.

۲۳ ـ د اولاد حق دادی،چې پوه شې، هغه دې د تن یوه برخه ده، په نړۍ کې چې هر ښه او بد لري، درمنسوب دي، مسوول یې چې ښه یې وروزې، د خدای لار وروښیي، ‎پر خپل اطاعت یې مودب کړې او د خدای د حکم مننې روحیه پکې رادبره کړې او په دې هڅو کې ثواب یا سزا لرې؛ نو داسې ورسره چله، چې په نړۍ کې د ښې روزنې نښې دې سر لوړي او ښکلا وي او په آخرت کې دې خدای ته غاړه خلاصه وي، و لا قوة الا بالله.

۲۴ ـ د ورور حق دادی،چې پوه شې هغه دې مټ دی، ملاتړ دې دی، چې پناه وروړې، یو عزت دی، چې ورباندې ډاډمن یې او مټ دې دی، چې د یرغل لپاره یې کاروې؛ د خدای له حکمه د سرغړاندۍ او پر خلکو د ظلم وزله کوه یې مه . مرسته ورسره کوه او د دښمن پر وړاندې یې ملاتړ وسه، دده او شیطان ترمنځ د بېلتون پرده شه، نصیحت ورته کوه او د خدای د رضا لپاره ورمخه کوه ، په دې شرط، چې ورور دې د پالونکي حکم ته غاړه ږدي، که نه باید خپل خدای دې تر وروره ړومبی او عزتمن وبوله.

۲۵ ـ د هغه حق چې ته یې ازاد کړی یې دادی، چې پوه شې: خپله شتمني یې ستا په لار کې لګولې، د مریتوب له ذلت او وحشته یې دازادۍ عزت او ارامۍ ته ورسولې، د مرییتوب له بنده یې خوشې کړې، ستا د مرییتوب زولنې یې ماتې کړې، د عزت بوی یې دربوی کړ، د بېچاره توب له بنده یې خوشې کړې ، ستا ستونزې او سختۍ یې لرې کړې، د انصاف خوله یې درپرانسته، ګرده دنیا یې روا کړه ( په تګ راتګ، کسب و کار او… ازاد شوې) د ځان خاوند او د خپل واک یې کړې، د بند زولنې یې ستا له پښو پرانستې ، د پالونکي نمانځنې ته بې غمه او فارغ شوې او په دې لار کې یې خپله شتمني درباندې ولګوله؛ نو پوه شه، چې دادې تر خپلوانو وروسته په ژوند او مرګ کې تر هر چا درنژدې دی او تر بل هر چار وړ دی، چې د خدای په لار کې یې مرستندوی وسې او که درته اړمن شو؛ نو ځان پرې ړومبی مه بوله.

۲۶ ـ د خپل ازاد کړای شوي مریي حق دادی، چې پوه شې، ته خدای د هغه ملاتړ، پاسوال، مرستندوی او پنا کړی یې او هغه یې ستا او د ځان ترمنځ لاسوند او وزله کړې او وړ ده، چې د دوزخ له اوره دې وساتي، دا دې د آخرت بدله ده او که په دنیا کې خپلوان نلرې؛ نو میراث یې ستا دی؛ ځکه تا یې ازادۍ ته شتمني لګولې او تر ازادی وروسته چې کومې دندې درباندې ایښوول شوې وې، ترسره کړي دې دي، که حق یې ورپوره نکړې؛ نو د دې ډار شته، چې میراث یې درته (حلال او) خوندور نه وي، و لا قوة الا بالله.

۲۷ ـ هغه چې احسان او نېکي یې درسره کړې، حق یې دادی، چې مننه ترې وکړې، نېکي یې یاده کړې، په ښو یې یاد کړې، په اخلاص دعا ورته وکړې، چې په پټه او ښکاره دې د هغه قدرونه کړې وي او که وکړای شې؛ نو ښه یې ورجبران کړه ، که نه د جبرانولو په لټه کې یې وسه.

۲۸ ـ د موذن حق دادی، چې پوه شې خدای دریادوي او له عبادته برخمنۍ ته دې رابولي، د الهي فریضي په کولو کې دې غوره مرستندوی دی، باید له دې چوپړه یې مننه وکړې اوکه له منارې دې کور ته درګوري او ته ورته بد وینې ؛ نو نباید په الهي کار کې بد وینی ورته وسې او پوه شه، چې موذن بېشکه د خدای یو نعمت دی ، په هر حال د خدای د دې نعمت شکر وباسه، قدرونه یې وکړه او ښه ورسره وچلېږه. و لا قوة الا بالله.

۲۹ ـ د جماعت امام حق دادی، پوه شې چې هغه ستا او د خدای ترمنځ او د خدای پر وړاندې دې استازی دی. امام ستا له لوري خبرې کوي او ته یې له لوري خبرې نه کوې، دعا درته کوي او ته دعا ورته نه کوې او له خدایه یو څه درته غواړي او ته څه ورته نه غواړې او د خدای پر وړاندې د پرېشانه درېدنې او غوښتو دې بې اړې کوي؛ خو ته یې په دې کار کې نه بې اړې کوې؛ نو که د دې دندو په یوه برخه کې څه لنډون وکړي ؛ نو هغه مقصر دی، نه ته، که ګناهکار وي ( او د دندې پر خلاف وچلي) ته یې په ګناه کې برخوال نه یې ، سره له دې ( چې د دې خدمت په مقابل کې)څه احسان دې ورسره کړی نه دی ( او څه پور دې ورباندې نشته) ؛ نو ځان یې ستا د ځان ډول او نمونځ یې ستا د نمانځه ډال کړی؛ نو باید د دې کار مننه یې وکړې، و لا قوة الا بالله.

۳۰ ـ څوک چې ناسته پاسته درسره لري، حق یې دادی،چې نرم او ښه چلن ورسره وکړې، په خبرو اترو کې انصاف ورکړې او په خبروکې یو دم سترګې دې ترې مه اړوه، په خبرو کې دې مراد د هغه پوهول وي، که ته ورغلې؛ نو د بېرته راتګ اختیار درسره دی او که هغه راشي؛ له هغه سره هم دی ؛ خو بې اجازې یې مه راپاڅه، و لا قوة الا بالله.

۳۱ ـ د ګاونډي حق دادی،چې پسي شا یې (پت) وساتې، پر وړاندې یې درناوی وکړې او په هرحال کې یې مرستندوی وسې؛ خو ګانې پکې مه لټوه، بدیو پیدا کولو ته یې پلټنه مه کوه، که ناڅاپه دې د هغه کومه نیمګړتیا ولیده؛ نو سینه دې د ګاونډي راز ساتلو ته هومره ټینګه کلا کړه، چې په نېزو هم لاسرسی ورته نه وي، که له چا سره یې خواله کوله، غوږ ورته مه نیسه، په سختیو کې یې ځان ته مه پرېږده، په نعمتونو کې رخه ورباندې مه کوه، له ښویېدنې یې تېر شه، غلطي یې وبښه، که جاهلانه چلن یې درسره وکړ، ته زغم وکړه، سازګاري ورسره ولره، بدې خولې ترې وګرځوه او (منافق) چلي ناصح وربرسېره کړه او ښه ورسره وچلېږه، لا حول و لا قوة الا بالله.

۳۲ ـ د لارې د ملګري حق دادی، که وکړای شې په احسان او نېک چلن کې پرې ور مخکې وسه، که نه لږ تر لږه برابري ورسره وکړه، که ستا احترام یې وکړ، احترام یې وکړه، که یې وساتلې؛ نو ویې ساته، اجازه ورنه کړې، په ځوانمردۍ کې درنه مخکې شي، که درنه مخکې شو، تلافي یې وکړه، له لازمې مینې لنډون مه ورسره کوه، نصیحت ورته کوه او ساته یې، د خدای د اطاعت په لار کې یې ملګری وسه، د ګناه په پرېښوولو کې مرسته ورسره وکړه او (په پای کې) رحمت ورته وسه، نه زحمت او عذاب . و لا قوة الا بالله.

۳۳ ـ د شریکباڼي حق دادی، چې پسي شا یې دنده ترسره کړې او چې حاضر وي، څنګ په څنګ هڅاند ورسره وسه، بې نظره یې هوډ مه نیسه، په زورورۍ او بې مشورې کار مه کوه، مال یې وساته، په کوچني او لوی څیز کې خیانت ورسره مه کوه، چې په حدیث کې راغلي: (( پر دوو شریکباڼو تر هغې د خدای د لورنې لاس دی، چې خیانت ونه کړي)) و لا قوة الا بالله.

۳۴ ـ د مال حق دادی، چې په حرامو یې ترلاسه نه کړې، په حرامو کې یې ونه لګوې، له لازم ځای یې دریغ نه کړې او په نا لازم ځای کې یې ونه لګوې او په داسې حال کې که مال د خدای وي ( او البته مال یې دی) یوازې د الله په لار کې یې ولګوه او هغه چې شونې ده، ودې نه ستایي ( او د زیار قدرونه دې ونه کړي؛ یعنې وارث دې) پر ځان مه ړومبی کوه، چې البته تر تا وروسته په شتمنیو کې به دې ښه ځایناستی نه وي او ستا د خدای د طاعت په لار کې به یې ونه لګوي، په پایله کې تا پخپله په دې ناروا تصرفاتو په خپله شتمنۍ کې یې لاسنیوی کړی او که وارث خپلو حالاتو ته ورځیر شي ( پر ځان یې زړه سوځي) او میراث دې د خدای د اطاعت په لار کې ولګوي؛ نو غنیمت هغه یووړ او ګناه، پښېماني او وبال به یې ستا تر غاړې وي . ولا قوة الا بالله.

۳۵ ـ که د چا پور درباندې وي؛ نو حق یې دادی، چې پور یې ورکړې، چار یې ورسم کړې، مړه خوا یې کړې او د سر وینې یې پښو ته رانه ولې، نن و سبا ورته مه کوه، چې پېغمبر اکرم (ص) ویلي: (( د پور په ورکړه کې د پانګوال نن و سبا کول ظلم دی)) او که نه یې لرې په خوږه ژبه یې رضا کړه او مهلت ترې وغواړه، په مینه او نرمۍ یې ستون کړه، نه دا چې نه یې پور ورکړې او هم بدچلن ورسره وکړې، چې دا پستي ده . و لا قوة الا بالله.

۳۶ ـ هغه چې ناسته پاسته درسره لري، حق یې دادی،چې په ټګۍ ورسره ولاړ نشې، دروغ ورته ونه وایې، ناراستي ورسره ونه کړې، و یې نه غولوې، د بې رحمه دښمن په څېر یې ونه ځپې، که پر تا یې داډ درلود، د شونتیا تر بریده هڅه ورته وکړه، چې له هغه سره ټګي کول، چې درباندې ډاډمن دی، د سود خوړو په څېر دی .

۳۷ ـ چاچې دعوا درباندې کړې (مدعي) حق یې دادی، که حق او رښتیا وایي، دلیل یې مه ردوه او د ادعا په باطلولو او بې اغېزې کولو کې یې هڅه مه کوه او پر ګټه یې د ځان دښمن شه او بې د ګواهانو له شهادته، ته په خپله هم ګواه او قاضي وسې، چې دا درباندې د خدای حق دی، که دعوا یې رښتیا نه وه، جوړجاړی ورسره وکړه او [د خدای پر وړاندې یې له خپلې کړنې] وډار کړه او په دین یې قسم ورکړه او د خدای پر وریادولو توند دریځ نیول یې ورمات کړه ، چټيات او جنجال یوې خواته کېده، چې نه یوازې د مقابل لوري غوسه نه سړوي؛ بلکې ګناه یې ستا پر غاړه اچوي او دښمني يې لا هم زیاتېږي؛ ځکه بده خبر شر راولاړوي او ښه خبره شر ځپي،ولاقوة الابالله.

۳۸ ـ تا چې پر چا دعوا کړې (مدعي الیه) حق یې دادی،که دعوا دې رښتیا او سمه وي؛ نو په ښو خبرو خپله ادعا څرګنده کړه؛ ځکه پر چا چې دې دعوا کړې، دعوا اورېدل ورته سخت وي او خپل دلیل دې په نرمه ، ارامۍ او ښو الفاظو ورڅرګند کړه او مقابل لوری دې په شخړه او تا ویلي او ما ویلي، له خپل دلیله لرې نه کړي، چې د شخړې په ترڅ کې دې دلیل لتاړېږي او جبرانولای یې نشې، ولاقوة الابالله.

۳۹ ـ څوک چې سلا مشوره درنه اخلي، حق یې دادی، که سم تدبیر او رایه لرې، ورته یې ووایه او هاغسې مشوره ورکړه، چې که ته یې پر ځای وې، هماغسې دې کول؛ البته په مهربانۍ او نرمۍ مشوره ورکړه، چې دا خوی، غم له منځه وړي او سخت دریځي، تاوتریخوالی رامنځ ته کوي او که د مسالې په اړه مشوره ورکولای نشې؛ نو داسې څوک وروښیه، چې په مشورې یې ډاډمن یې او لارښوونه یې خوښوې؛ نو په دې توګه به دې د هغه په نصیحت کولو کې لنډون کړی نه وي . ولاحول ولاقوة الابالله.

۴۰ ـ له چا سره چې مشوره کوې (مستشار) حق یې دادی،که ستا پر مراد ولاړ، نظر او رایه یې درنکړه؛ نو نه به یې تورنوې؛ځکه نظریات خو مختلف وي او ته د نظر په کارولو کې ازاد یې او دا چې د مشورې وړ دې ګڼلی، د تورنولو حق یې نه لرې؛ بلکې باید د نظر څرګندلو او مشورې منلو یې مننه وکړې، که موافق نظر یې درکړ، باید د خدای شکر وباسې او له وروره دې یې په مننې ومنې او د دې پېرزوېنې د جبرانولو په لټه کې وسې، که یوه ورځ یې مشوره درسره وکړه، جبران یې کړې . و لا قوة الا بالله.

۴۱ ـ د نصیحت غواړي حق دادی، تر هغه بریده، چې وړ یې دی او له وسې یې پوره وي، پند ورکړې او داسې خبرې وکړې، چې ښه پرې ولګي او پرې وپوهېږي؛ ځکه هر عقل د یو ډول خبرې وړ دی، چې ورباندې پوه او متوجه شي؛ خو باید دود دې پېرزوینه او لورنه وي، ، لا قوة الا بالله

۴۲ ـ هغه چې نصیحت درکوي (ناصح) حق یې دادی، چې پر وړاندې یې نرم وسې او د پند له چینې یې ځان خړوب کړې، غوږ ورکېدې، چې په پند یې پوه شې، بیا غور وکړې که وینا یې سمه وه؛ نو د خدای شکر وکاږه، و یې منه او د لارښوونې پر ارزښت یې پوه شه او که نصیحت دې د خپل مراد له مخې نه و؛ نو نه به یې تورنوې او پوه شې، چې په نصیحت کې یې څه لنډون کړی نه دی او تېروتی دی؛ خو داچې ( د وړاندې مخینې له امله) یې تورن کړې، چې په دې حال کې یې خبره مه منه، و لا قوة الا بالله.

۴۳ ـ د سپین ږیري حق دادی،چې د سپین ږیرتوب احترام یې وکړې، که په اسلام کې د فضیلت مخینه لري، درناوی یې وکړې، ړومبی یې وګڼه،شخړه ورسره مه کوه، په لار کې ترې مخکې کېږه مه، په مخکې یې هم مه ځه، ناپوه یې مه بوله، که بې عقلي یې درسره وکړه، ویې زغمه، د اسلام او سپین ږیرتوب په پار یې احترام وکړه؛ ځکه د سپین ږیرتوب حق د اسلام حق هومره دی، و لا قوة الا بالله.

۴۴ ـ د کشر حق دادی، چې مینه ورسره وکړې، په (اندیزه) روزنه او ښوونه کې یې هڅه وکړې، له ګناه یې تېر شې، پرده پرې واچوې، جوړجاړی او سازش ورسره وکړې، شخړه ورسره مه کوه، د کوچنیتوب پر تېروتنو يې پرده واچوه، چې دا یې د سمېدو( او توبې) لامل دی، باید له کوچني سره ګوزاره وشي، لاس و ګرېوان ورسره مه شئ، دا (پلرنی) دود او چلن یې ودې او ښیون ته خورا مناسب او وړ دی .

۴۵ ـ د ګداګر حق دادی که (پوهېږې رښتیا وایي) او د اړتیا د ورپوره کولو وس یې لرې؛ نو ور یې کړه او هم دعا ورته وکړه، چې خدای یې له دې حالته وباسي او که په رښتیا ویلوکې یې شکمن ، ورباندې بدوینی یا ډاډمن پرې نه یې؛ نو (ړومبی) دې پام وي، چې هسې نه دا ناډاډمني د شیطان وسوسه نه وي، چې له دې لارې دې له ثوابه بې برخې کړي او پرېنږدي، چې خپل پالونکي ته ورنژدې شې ( او بل داچې که څه نه ورکوې؛ نو) مه یې بې پته کوه او په پسته ژبه یې ستون کړه او که پر ځان او نفس برلاسېدای او له در اچول شوې وسوسې سره مبارزه کړای شې؛ نو اړتیا یې ورپوره کړه، چې دا ټینګ هوډ ( او پر نفس لاسبري) ده.

۴۶ ـ د هغه حق چې څه ترې غواړې دادی، چې که در یې کړ، په مننه او قدر یې ومنه، که در یې نه کړ؛ نو عذر یې ومنه او نېک ګومانی پرې وسه ، پوه شه چې خپل مال یې درنه درېغ کړی ( نه ستا مال) او نباید، چې څوک د خپل مال په نه ورکولو ټپسوری شي، که څه ظالم وي، چې ((انسان ډېر ظالم او نامنندوی دی)).

۴۷ ـ د هغه حق، چې خدای ته د هغه له لارې خوشحال کړی یې، دادی، چې که موخه یې ستا خوشحالي وه؛ نو ړومبی د خدای شکر وباسه ، بیا د بدلې په ځای کې، د دې لورنې په قدرونه کې مننه ترې وکړه او د ډېر جبران په لټه کې وسه او که دا موخه یې نه درلوده، بیا هم د خدای شکر وباسه او له هغه (خوشحالوونکي) مننه وکړه او پوه شه، چې دا خوشحالي د خدای له لوري ده او داچې نوموړی د الهي نعمت وزله وه؛ نو مینه ورسره ولره او خیر یې وغواړه؛ ځکه د نعمت وزلې، چې هر څه وي، برکت دی، که څه نیت یې ونه لري . و لا قوة الا بالله.

۴۸ ـ که له تقدیره چا په خوله یا لاس بد درسره وکړل، حق یې دادی،که دا کار یې په لوی لاس و؛ نو و یې بښه، چې هم (په ګانده کې) د شر جرړه ووځي او هم ښه ادب دی او ډېرې اخلاقي ګټې هم لري، خدای تعالی وایي: (( او هرومرو څوک چې تر مظلومۍ وروسته، مرسته وغواړي ( چې غچ واخلي) ؛ نو ( د پړې) هېڅ لار پرې نشته او څوک چې زغم او بښنه وکړي (؛ نو د ټینګې ارادې خاوند دی؛ ځکه) دا په چارو کې د ټینګ هوډ نښه ( او پر ځان لاسبري) ده [1])) او هم وایي: (( که غچ اخلئ ؛ نو هومره یې واخلئ، چې څومره تېری درباندې شوی وي؛ خو که زغم وکړئ؛ نو دا خو زغمناکو ته خورا ښه ده[2]))

او که بد کول په لوی لاس درسره نه ول؛ نو نباید د غچ اخستو په تکل کې شې، چې خطا ته یې په لوی لاس سزا ورکړې، باید مهرباني ورسره وکړې، چې په نېک چلن یې ځواب کړې، و لا قوة الا بالله[3].

۴۹ ـ د خپل همدینوالو حق دادی، چې د ځورولو په فکر کې یې نه وسې! بلکې د رحمت لامل ورته وسې، له بد چاریو سره یې نرم چله ، مینه ورسره کوه او سمولو ته یې هڅه کوه ، له نېکانو – که نېکي یې درسره کړې وي که نه – مننه یې وکړه، که له ځان سره هم نېکي وکړي ( او طبعا نېک خویه وي) ؛ نو له تاسره یې کړې ؛ ځکه په دې چلن یې ستا له ځورولو ډډه کړې او کوم زحمت یې در رسولی نه دی او ځان یې ساتلی دی؛ نو ټولو ته دعا او مرسته ورسره کوه ، د هر یو مقام په پام کې ونیسه،مشران یې د پلار پرځای ، کوچنیان یې د خپلو اولادونو پر ځای او منځو مال یې د خپلو وروڼو پر ځای وګڼه : هر یو چې درغی مینه ورسره وکړه او د ورورۍ حق یې ورپوره کړه.

۵۰ ـ د ((ذمیانو[4])) حق دادی، چې څه خدای ترې منلي، ویې منې،په باب یې د خدای ژمنه پلې کړې (کوم امان چې خدای ورکړی، مات یې نه کړې) او ( د زمې د تړون په چوکاټ کې) خبرې ورسره وکړې، چې پلي کولو ته یې مجبور دي او یو له بل سره په چلن کې د خدای حکم په پام کې ونیسئ او ددې پامنیوي، چې دوی ستا په پناه او د خدای او رسول په ذمه کې دي، نه ښایي ظلم ورباندې وکړې؛ ځکه له رسول الله (ص) روایت شوی : (( څوک چې د اسلام په پناه کې له کوم کافر سره ظلم وکړي؛ نو دښمن یې یم.)) نو خدای ته مو پام وي . و لا قوة الا بالله.

دا پنځوس حقوق درنه راچاپېر دي او وتلی ترې نشې، باید ټول پلي کړی او په عملي کولو کې یې له خدایه مرسته وغواړې، و لا حول و لا قوة الا بالله ، والحمد لله رب العلمین.

[1] [شوری (۴۲) – ۴۱ او ۴۳ آیتونه]

[2] [نحل (۱۶) – ۱۲۶ آیت]

[3] [احمد جنتي: د روایت دا برخه په مواعظ العددیه کې په یو بل ډول روایت شوې ده، چې د عفوې ، غچ او د هغو آیتونو تفسیر، چې په دې باب راغلی، په څرګنده یې ځای نیسي او ژباړه یې داده: چا چې بد درسره کړي، حق یې دادی ،چې ترې تېر شې او که پوه شې عفوه ورته ښه نه ده؛ یعنې لا ظلم کولو ته هڅېږي؛ نو غچ ترې واخله، چې خدای وایي: (( پر چا چې ظلم شوی (او) غچ اخلي (؛نو) پړه پرې نشته)) . دا مضمون هغه شبهه لرې کوي، چې په اسلام کې عفوه کول، د ظلم د پراختیا لامل دی او هم د هغه تور ځوابول دي، چې اسلام ظالمان روزي. ]

[4] [یهود، نصارا او مجوس، چې د اسلام په پناه کې دي اود ذمې په شرایطو چلېږي]

سرچینه د تحف العقول کتاب لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور ژباړه اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست