تبلیغات

د تورو احکام یو لاروي یې د امیرالمؤمنین حضرت علي (ک) د جګړو په اړه وپوښت: امام باقر علیه السلام ورته وویل: خدای تعالی، حضرت محمد (ص) له پینځو تورو سره راولېږه. درې یې تل لغړې کړې دي او تر هغه به په تېکو کې نشي، چې جګړه پای ته رسېدلې نه وي ( او […]

د تورو احکام

یو لاروي یې د امیرالمؤمنین حضرت علي (ک) د جګړو په اړه وپوښت: امام باقر علیه السلام ورته وویل: خدای تعالی، حضرت محمد (ص) له پینځو تورو سره راولېږه.

درې یې تل لغړې کړې دي او تر هغه به په تېکو کې نشي، چې جګړه پای ته رسېدلې نه وي ( او د انسانانو ترمنځ د جګړې لمبې کېنني او د غلیم له لاسه وسله ونه لوېږي) او جګړه هله پای مومي ، چې لمر له لویدیځه راوخیژي ( او امام مهدي علیه السلام راښکاره شي) [ او د دې حکم له مخې جهاد په اسلام کې دوام لري] او کله چې لمر له لویدیځه راوخوت؛ نو ګرد سره خلک به له امنیته برخمن شي؛ نو هغه چې تردې وړاندې ایمان راوړی نه وي یا یې د ایمان په حال کې نېکې چارې کړې نه وي، څه ګټه ورته نلري .

بله چمتو توره ده ( چې فرصت ته سترګې پر لار ده).بله په تیکې کې توره ده، چې نور یې راباسي؛ خو امر یې له موږ سره دی. درې لغړې توري دادي :

لومړی د مشرکو عربانو پر وړاندې د تورې کارول، خدای تعالی وایي: ((مشرکان مو، چې په هر ځای کې وموندل، ویې وژنئ، ویې نیسئ او راایسار یې کړئ او به هر څارنځي کې د لارې پر سر یې ورته کېنئ ؛ نو که ( له خپل کفره) راوګرځي (؛یعنې ایمان راوړي)، نمونځ وکړي او زکات ورکړي؛ نو دنیي وروڼه مو دي[1])). دا ډله (مشرک عربان) به یا وژنئ یا به اسلام مني ( او بس) او د رسول الله (ص) د دود له مخې مالونه یې غنیمت او اولادونه یې بندیان دي؛ نو په واقع کې پېغمبراکرم (ص) پخپله یو شمېر یې بندیان کړل، یو شمېر یې وبښل او له یو شمېر یې فدیه (او تاوان) واخست ( او خوشې یې کړل).

دویمه هغه توره ده، چې د کتابیانو پر وړاندې وکارول شوه، خدای په دې اړه وایي: ((خلکو ته ښې خبرې کوئ[2]))

دا آیت د ذمیانو په باب دی، چې وروسته په دې آیت نسخ شو: (( له کتابیانو چې څوک پر خدای او د آخرت پر ورځ ایمان رانه وړي او څه چې خدای او پېغمبر یې حرام کړي، نه یې حراموي او حق دین نه مني؛ نو تر هغه ورسره وجنګېږئ، چې په ذلت په خپل لاس جزیه ورکړي[3])) دا ډله، چې په هر اسلامي هېواد کې وي، بې له جزیې ورکولو یا وژنې بله لار نلري ، مال یې غنیمت دی، او لادونه یې بندیان دي او که جزیه یې ومنله؛ نوبندیانول یې حرام او مال به یې محترم وي او واده کول هم ورسره روا دي او هغوی چې د اسلام پر وړاندې په پردي هېواد کې وسي، بندیانول او د شتمنیو نیول یې راته حلال او واده ورسره جایز نه دی؛ یا به اسلام مني یا به جزیه ورکوي، که نه وژل کېږي.

درېیم ډول توره د عجمو (ناعربو) مشرکانو پر وړاندې ده؛ لکه ((ترک))، ((دیلم)) او ((حزر)) . خدای تعالی د محمد (ص) سورت په لومړیو کې د دوی د کیسې تر ویلو وروسته وایي: (( او چې ( د جګړې په ډګر کې له جنایتکارو) کافرانو سره مخ شوئ؛ څټونه یې غوڅ کړئ ( او دې چار ته دوام ورکړئ) چې ښه یې وځپئ؛ نو ( په دې ترڅ کې بندیان یې) کلک وتړئ . بیا یا ښېګڼه (ورسره) وکړئ ( او خوشې یې کړئ) او یا ( یې د خوشې کېدو په بدل کې) فدیه [= غرامت] ترې واخلئ ( او دا حالت باید) تر هغه وي، چې جګړه (مار) خپله وسله پر ځمکه کېږدي[4]))

د کار په پای کې ښېګڼه ورسره کول؛ یعنې تر بندیانولو وروسته یې ازادول (فامامنا بعد)، فدا ( واما فداء)؛ یعنې د دوی او مسلمانانو ترمنځ د جګړې د بندیانو د تبادلې تړون؛ نو دوی تر هغه چې په کفري هېوا کې وي؛ بې له وژنې یا اسلام منلو بله لار نلري او واده ورسره جایز نه دی.

درېیمه توره، چې باید چمتو وي، د ((باغیانو[5])) او (( تاویلیانو[6])) پروړاندې وکارول شي . خدای تعالی وایي : ((او که له مؤمنانو دوه ډلې په خپلو کې پر جنګ شي ؛ نو ترمنځ یې سوله وکړئ، بیا که له دوو یې پر بلې تېری وکړ؛ نو له تېري کوونکې سره تر هغه وجنګېږئ، چې د خدای حکم (عدالت ) ته راوګرځي[7]))

دا آیت چې رانازل شو، پېغمبراکرم (ص) وویل: سکه، ځینې به مو تر ما وروسته د قرآن تاویل ( او باطن) ته جنګېږي؛ لکه چې تنزیل [ او خپله قرآن] ته وجنګېدم . وپوښتل شو: څوک دی؟ ویې ویل: هغه چې څپلۍ ګنډي[8]. عمار یاسر (رض) ( په صفین جګړه کې) ویل (( د رسول الله (ص) په مشرۍ مې تردې بیرغ لاندې درې ځل جهاد کړی او دا مې څلورم ځل دی، پر خدای قسم [ که د معاویه بن ابوسفیان لښکر] مو د ((هجر)) (:بحرین)تر نخلستانونو پرشا وتمبوي ( په خپل حقانیت کې نه شکمنېږو او) پوهېږو، چې پر حق یو او هغوی پر باطلو دي)).

د امیرالمؤمنین حضرت علي (ک) چلن له هغوی سره [چې له ده سره یې جګړه وکړه] د مکې د سوبې پر ورځ له مکیانو سره د رسول الله د چلن په څېر و، د دوی اولادونه یې بندیان نه کړل، عمومي بښنه یې اعلان کړه، چې : ((څوک چې د خپل کور ور بند کړي، خوندي دی، څوک چې وسله کېدي، په امان کې دی)) امیرالمؤمنین علی (ک) د بصرې په جګړه کې غږ کړ: (( اولادونه یې مه بندیانوئ، ټپي مه وژنئ، تښتیدلي پسې مه ځئ، څوک چې د خپل کور ور بند کړي، په امان کې دی او څوک چې وسله پر ځمکه کېدي، په امان کې دی)).

پینځمه توره، په تیکې کې توره ده، چې غچ ته کارولېږي، خدای تعالی وایی: (( نفس د نفس او سترګه د سترګې په بدل کې (قصاصېږي[9]) )) دا توره د وژل شوي خپلوان کاروي ( که غچ اخلي) او حکم یې له موږ سره دی.

دا هغه تورې وې، چې خدای تعالی خپل استازی (ص) ورسره راولېږه، څوک چې دا ټولې یا یوه یې یا له ځینو احکامو یې نمښته وکړي؛ نو پر محمد (ص) باندې به د الله تعالی پر نازل شویو څيزونو کافر شوی وي.

 

یو نصیحت

یوه ورځ یو شمېر لارویان یې ورسره ناست ول او امام نصیحت ورته کاوه او [له الهي عذابه] يې ډارول؛ خو دوی په خپلو کې بوخت ول ( او نصیحت ته غوږ نه و)، امام له دې (غفلت او بې ادبۍ) غوسه شو، لږ یې سر ځوړند ، بیا یې راپورته کړ، ويې ویل: په رښتیا که زما د خبرو یوه څنډه هم ستاسې په زړونو کې ناسته وای؛ نو هرومرو مو ساه وته.

هن! بې ساه تنو او مړو پلتو! ته وا دېوال ته ولاړې دړې او توږل شوي بوتان یاست، ولې ( دکان) له ډبرو سره نه زر تر لاسه کوئ؟ ولې له ځلانده رڼا، رڼا نه اخلئ؟ ولې له سمندره مرغلرې نه راباسئ؟ سمه خبره له هر چار واورئ، که څه خپله عمل پرې نه کوي؛ ځکه خدای وایي: (( [ هغو بندګانو ته مې زېری ورکړه، چې خبرې ته غوږ ږدي او د غوره یې لاوري کوي او همدوی دي، چې خدای لار ورښوولې ده[10]))

غولیدلیه ! انسانه ! افسوس درباندې! هغه نه ستاېې چې ناپایښته [څیز] ورکوې او پایښتی درکوي[11]؟ یو ناپایښته ((درهم)) ورکوې او له لسو تر اوسوو ګرایو[12] له عزتمن بښونکي بدله اخلې، هغه چې خوراک څښاک درکوي، په جامو دې پټوي، روغتیا درکوي، له کړاوونو دې ژغوري، له ګواښنګرو دې ساتي، هغه خدای چې په شپه و ورځ کې دې ساتي، ستا دعا یې قبوله کړې او په ازمېښت کې دې وده غواړي؛ لکه چې هغه د لوږې، ډار او درد شپې دې هېر کړې، چې دعا دې وکړه او قبوله یې کړه او دا ښه احسان یې چې درسره وکړ، مننه یې لازمه شوه؛ خو ته په هغوی کې وې، چې خدای یې یاد و؛ خو تا هېر کړ او له فرمانه دې یې سرغړونه وکړه.

افسوس درباندې، د ګناه غل یې ، هر وخت چې شهوت درمخې ته شي یا د کومې ګناه لاره چاره درچمتو شي، ورځغلې او په خپلې بې عقلۍ پر ګناه لاس پورې کوې، ته وا خدای دې نه ویني یا په څارنځي کې دې نه دی .

جنت غوښتونکیه! څومره پر اوږده خوب پروت یې، سپرلۍ دې ستړې او بې همته یې؟؛ نو خدای دې خیر درکړي په دې غوښتنه او دا مطلب چې لرې . ای له دوزخه تښتېدونکیه! سپرلۍ دې څومره په بیړه ورځغلوې او پخپله یې (هم) د وزلیو په چمتو کولو کې زیار کاږي.

دا قبرونه وګورئ، چې د کورونو په مخ کې مو د کتاب د لیکو په څېر لیکې شوې دي، لیکې یو بل ته ورنژدې دي، قبرونه یو د بل تر څنګ دي؛ خو پکې پراته یو له بله لرې دي، جوړ یې کړل او خراب یې کړل، ( یو له بل سره په راټولېدو کې) مینناک شول او خپاره واره شول، تم شول او وشړل شول، مېشت شول او ولېږدېدل، دا چا اورېدلي: لرې نژدې او نژدې لرې وران کور، ډاروونکې ارامي، نا ارامه هستوګنه، پاتېدونکی تللی، بې په قبرونو کې له پرتو، د کومو خلکو په باب مو دغسې ځانګړنې اورېدلي دي؟

د درېیو ورځو زویه! د زوکړې ورځ دې، د ښخولو ورځ دې او هغه ورځ، چې پالونکي ته دې راپاڅې او څه ستره ورځ ده .

ای د ښکلیو څېرو خاوندانو! ای اوبو ته ګونډو وهلیو تږیو اوښانو، ولې مو تنې ابادې او زړونه مو ویجاړ وینم؟ پر خدای قسم، که هغه څه چې و به یې وینئ او د خپل کار پایلې په خپلو سترګو ووینئ، بېشکه وبه وایئ: ((کاشکې، ستانه شو او (بیا) د خدای آیتونه دروغ ونه ګڼو او له مؤمنانو وسو))؛ خو ستر خدای وایي: (( دوی په واقع کې پښېمانه نه دي؛ بلکې کوم نیتونه او کړنې یې چې مخکې پټولې، اوس ورته رابرسېره شوې ( او په وحشت کې پرېوتل) او که بیا ولېږل شي؛ نو هماغه څه به کوي، چې منع شوي ترې وو او بېشکه دوی دروغجن دي[13]))

[1] [توبه (۹) – (۵) او(۱۱) آیتونه]

[2] [ بقره (۲) – (۸۳) آیت]

[3] [توبه (۹) – (۲۹) آیت]

[4] [محمد (۴۷) – ۴ آیت]

[5] [ او د اسلامي حکومت پر ضد د سرغړاندو]

[6] [چې په ظاهره مسلمانان دي؛ خو په باطن کې کافر دي او امام د قرآن په تاویل ورسره جنګېږي؛لکه خوارج]

[7] [حجرات (۴۹) – ۹ آیت].

[8] (؛ یعنې حضرت علي (ک) چې پر ګنډلو بوخت و)

[9] [ مائده (۵) – ۴۵ آیت]

[10] [زمر (۳۹) – ۱۸ آیت].

[11] ( هغه خدای چې د دنیا مال غواړي او همېشنی جنت درکوي)

[12] ( د اخلاص د مراتبو په توپیر)

[13] [انعام (۶) – ۲۷ او ۲۸ آیتونه]

سرچینه

د تحف العقول کتاب

لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور

ژباړه اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست