تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د امام صادق (رح) ویناوې چې ځینو لارویانو  یې ((شیندلې مرغلرې)) نومولې دي. وروڼه باید درې دندې په پام کې ونیسي (چې وروري پایښته شې) که نه یو له بله بېلېږي او سره دښمنېږي: انصاف، مهرباني او د کینې پريښوول. که ټول خپلوان درې څېزونه په پام کې ونه نیسی؛ نو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د امام صادق (رح) ویناوې چې ځینو لارویانو  یې ((شیندلې مرغلرې)) نومولې دي.

وروڼه باید درې دندې په پام کې ونیسي (چې وروري پایښته شې) که نه یو له بله بېلېږي او سره دښمنېږي: انصاف، مهرباني او د کینې پريښوول.

که ټول خپلوان درې څېزونه په پام کې ونه نیسی؛ نو ژوند یې اومړی کېږي او دښمن یې ټپسوری کوي: یو له بل سره دې کینه نه کوي، چې ترمنځ یې درز رادبره نشي او د چارو جرړه یې پرې نشي. یو له بل سره دې اړیکه (او تګ راتګ) ولري چې مینه پر ځای پاتې شي [مینه په تلو راتلو زیاتېږي] او یو له بل سره همکاري وکړي چې ټول له عزت ( او قدرته) برخمن وي.

شجاعت او مړانه له درېیو غرېزو سره اغږل شوې ده چې هر یوه ځانګړې ځانګړنه لري ( چې په نورو کې نشته: سرښندنه (فداکاری)، ذلت نه منل او نامه ګټل، که یو مړنې دا درې واړه ځانګړنې ولري ؛ نو دا هماغه اتل دی چې څوک سیالی ورسره کړای نشي او په خپل پېر کې به په زړور مشهور وي او که په دې ځانګړنه کې یې یوه ډېره وه ؛ نو مړانه به یې په همدې ځانګړنه کې مخ پر ډېرېدو وي او په دې اړخ کې به یې کړنی هم پیاوړې وي.

هره ټولنه درېیو تنو ته اړتیا لري، چې په دنیوي او اخروي چارو کې پناه وروړي او که دا درې ونه لري؛ نو د لارې د ماشو په څېر به د ډډې لګولو ځای نلري: پرهیزګار اندیال فقیه، صالح واکمن چې حکم یې چلېږي او ډاډمن ځیرک طبیب.

دوست په درېیو څېزونو ازمېیلای شو، که ټولې پکې وې نو نږه او بې دوکې دوست دې، که نه د سوکالۍ د پېر ملګری دی، نه د لاستنګۍ: [ دا درې محکه دادی: ] یا مال ترې وغواړې یا مال امانت وروسپارې یا یې په ناخوښمنې پېښه کې راګډ کړې.

که خلک له درېیو څېزونو خوندي وي؛ نو هر اړخېزه سلامتي او روغتیا به ولري: بده ژبه، بد لاس او بدې کړنې (هغه ټولنه چې د ژبې، لاس او یو د بل له کړنو بې غمه وي؛ نو پوره سوکاله ده او اسلام غواړي چې همدغسې یوه ټولنه رادبره کړي).

په واقع کې نارینه د خپل کور او کورنۍ د تنظیمولو لپاره درېیو خویونو ته اړ دی، که په مزاج او طبیعت کې یې هم نه وي؛ نو هر څنګه چې کېږي باید په ځان کې یې راپیدا کړي: ښه  معاشرت او ناسته پاسته، په اندازه د لاس پراخي او د ناموس غیرت چې خپله کورنۍ وساتي.

هر صنعتګر د خپلو پېرونکیو د جذب لپاره درېیو ځانګړنو ته اړ دی: په کار کې مهارت او استادي، امانت او چا چې کار وسپارلی له ځانه یې خوشحاله کړي.

درې څېزونه دي، څوک چې په یوه یې اخته شي، خپل عقل بایلي: د نعمت له لاسه ورکول، فاسده مېرمن او د دوست (له لاسه وتو) داغ.

احسان یوازې په درېیو څېزونو پوره کېږي: پکې بیړه کول، ډېر یې لږ ګڼل او منت نه ایښوول.

خوښي په درېیو څېزونو کې ده: وفا، د حقوقو رعایت او په سختیو کې لاسنیوي.

درې څېزونه د سمې اندنې نښې دي: ښه چلېدل، ښه غوږ نیول او ښه ځواب ورکول.

خلک درې ډوله دي: عاقل، احمق او ګناهګار. عاقل که وپوښتل شي ځواب درکوي، که خبرې پیل کړي؛ نو سمې خبرې کوي، که واوري، ښه یې یادوي. احمق په بیړه خبرې کوي په خبرو کې ځان بایلي، که ناوړه کار ته اړ کړای شي ترسره کوي یې. که ګناهګار ته امانت ورکړې خیانت کوي او که کومه خبره ورسره شریکه کړې؛ نو د ننګ لامل دې ګرځي.

وروڼه درې ډوله دي: یو د خوړو په څېر دی، چې تل ورته اړتیا ده ، چې دا عقلمن دی، بل د درد په څېر دی (چې کله ناکله له ناچاری ورسره لاس و ګریوانېږي) او دا احمق دی او درېیم درمل ( او د درد علاج) دی او دا اندیال دی.

درې څېزونه د عقل کچه ده: استازی د استوونکي د عقل نښه ده: ډالۍ د ډالۍ ورکوونکي ارزښت ښیي او لیکنه د لیکوال د ارزښت ښودونکې ده.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست