تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه خوشحال بابا او نبوي کورنۍ څېړنه : اجرالدین اقبال د ١٣٧٨ کال په دوبي کې مې “ارمغان خوشحال” مطالعه کړ،د لوستو په ترڅ کې مې پام  شو،چې خوشال بابا د “خودي” په باب مطرح کړي مسالې له ډېر و پوهانو وړومبى کښلي  دي […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

خوشحال بابا او نبوي کورنۍ

څېړنه : اجرالدین اقبال

د ١٣٧٨ کال په دوبي کې مې “ارمغان خوشحال” مطالعه کړ،د لوستو په ترڅ کې مې پام  شو،چې خوشال بابا د “خودي” په باب مطرح کړي مسالې له ډېر و پوهانو وړومبى کښلي  دي .

  خوشحال د خپلې ټولنې روڼ اندی، فيلسوف او اسلامپبوه او د “فرهنگي ټولنپوهنې”له اړخه ورته جوته وه ،چې  پښتانه بايد ځان وپېژني؛نو ځکه يې “خودي” په عام  فهمه ژبه؛ژوره معنا مطرح کړه .

له تاريخي پلوه،چې د افکارو لېږد ته ځير شو؛نو دا را ته څرګندېږي،چې “علامه اقبال لاهوري” او د هغه په لاروي؛ ډاکتر علي  شريعتي، د “خودي” په مساله کې د “خوشحال بابا” په پله تللي دي،چې د هغه په درناوي کې وايي :

خوش سرودآن شاعر افغان شناس

آنکه بيند باز گويد بـــــــى هراس

ان حکيم ملـــــــــــــــــت افغانيان

راز قومــــــى ديد وبى باکانه گفت

حرف حق باخوشــــى رندانه گفت

“خوشحال بابا” د پښتو د اروایزو او ټولنيزو ځانګړنو پر يادولو سربېره يو لړ (( عقيدتي- تاريخى )) پېښې مطرح کړي،چې لوستونکي د تاريخ لوستوته اړباسي .

“خوشحال بابا”د “نصوصو” پر بنسټ پېښې څېړلي  او بيا يې دريځ نيولى،چې دا يو معياري دريځ دى .

خټک پرېږده په درست افغان کې

عجب که هسې فرهنگيالي راشي[1]

****

دا نادره عقيده لــــــــــــــکه زمـــــا ده

لا عجب که بل پيدا هسې افغان شي[2]

د کتاب له خلاصېدو سره سم مې،چې د ځينو دريځونو په باب ياددښتونه اخستي وو،په مطالعه مې لا س پورې کړ او بيا مې خپل فرهنګي زيار راټول کړ،چې دا دی درنو لوستونکيو ته يې وړاندې کوم .

 خوشحال بابا په خپلو اشعارو کې د  “نبوي کورنۍ”، “دولس ګونو امامانو” او اصحابو کرامو درناوى کړى او دلته  مې زيار ايستلى،چې دې اشعارو ته روايتي اسناد راټول کړم،تر لوستو وروسته جوتېږي،چې “خوشحال” څومره ستر عالم او د پښتنو فرهنګى امام او مشر دى؛خو په خواشینۍ سره،چې په هر اړخيزه توګه سم نه دى پېژندل شوى .

د پښتنو د پياوړيو او سترو پوهانوپه ليکنو او آثارو کې ډېر داسې څه کتل کېږي،چې څېړونکيو ته د ځينو مسايلو په باب د جرړې سر په ګوتو ورځي؛نو  څوک چې په خپله ټولنه کې اندیز- فکري او فرهنګي فعاليتونه کوي او نيت يې دا وي،چې په اولس کې بنسټيز اوښتون او سمون راشي؛نو نژدې لار يې داده ،چې د خپلې ټولنې باوري اندیز او کلتوري سرچينې راوسپړي او په اوسنيو ادبياتو او د شته ستونزو په پامنيوي يې بيان او راڅرګند کړي او دا د هر يو باخبره پازوال – مسوول او ژمن روڼ اندي دنده ده .

 “خوشحال بابا” ( ١٠٢٢- ١١٠٠ هه مړ) له فقهي پلوه “حنفي مذهب”دى؛خو تاريخي دريځ يې د دولس ګونو امامانو د مشرۍ په پلوي دى .

درست په دا پوهېږم چې څلور مذهبه حق دي

زه د حنــــــــــفي مذهب دعـــوى لرم محکمه[3]

***

د خوشحال  خــــــــــټک  دې حشــــــر له هغـو شي

چې دوستدار د پنجتن پاک چهارده معصــــــوم وي[4]

***

ترمهدي پورې يوولس دي يــا دولس

چــې همه واړه د دنيا د دين ســرور دي[5]

***

د امت يـــــې برګزين دي اثنــاعشر

په بزرګۍ د همه جهان مخــدوم دى[6]

او دا خورا مهمه مساله ده،چې فقهي لاروي او تاريخي دريځ يې کوشي کړى دى .ارواښاد علامه امير حمزه شينوارى (١٩٩٢مړ)  پر همدې پله تللى  او د ترکيې يو مشهور  ستر عالم؛”قاضي بهلول بهجت  افندي” ( ١٢٨٨- ١٣٥٠ هه مړ) چې د طريقت له  اړخه نقشبندي ،له فقهي پلوه شافعي؛خو تاريخي دريځ يې د “خوشحال بابا” په څېر و.

 دغسې  د علم  او فرهنګ د ټاټوبي ( افغانستان) دهجري درېيمې پېړۍ ستر محدث، ارواښاد شيخ “سليمان بن ابراهيم  قندوزي يا بلخي” (١٢٩٤ هه مړ) له فقهي پلوه د حضرت اما ابوحنيفه (رح) لاروى دى؛خو تاريخي درځ يې د “خوشحال بابا” پر ليکه دى .

 دا پوهان تاريخ د نصوصو په رڼا کې څېړي او تاريخ څنګه،چې  پېښ  شوى،هغسې يې نه مني؛بلکې  ګروهن دي،چې  تاريخي  بهير بايد د نبي اکرم (ص) د ارشاداتو په رڼا کې بهېدلى واى؛ دوى په القاءتو او حکومتي تبليغاتو پسې نه ځي ؛بلکې  د سمې څېړنې او پلټنې له مخې يې خپلې تاريخي ګروهنې غوره کړې دي .

تر پېغمبراکرم (ص) وروسته،موږ ته دين له دوو لارو رارسېدلى،يو لورى مدعي دى،چې د اهل البيتو عليهم السلام لارويان يو او ديني پوهه مو د “ثقلينو” د حديث پر بنسټ  ولاړه ده او بل اړخ وايي، چې له اصحابو کرامو رضى الله عنهم لاروي کوو او په حقيقت کې دوى دواړه ځانونه د پېغمبراکرم د سنتو لارويان بولي .”خوشحال بابا” ددې لپاره ، چې  “حق دين” په دوو څانګو وېشل شوى،بېرته يو شي؛نو خپلې هيلې داسې بيا نوي :

زه خو د زړۀ درد غـواړم په هر يو مذهــــب کې

تا زده ستا خبرې،چې نقلونه رنګارنګ کړې[7]

له دې  ځايه جوتېږي،چې “خوشحال بابا” په ( ١٠٢٢هه ١٦١٢ع- ١١٠٠هه ١٦٨٨ع ) په اولسمه ميلادي پېړۍ کې په پښتنو او سيمه کې د (( اسلامي مذاهبو د پيوستون)) مخکښ او بنسټګر و، حال داچې موږ  پر ١٩٤٧ميلادي کال په “قاهره” کې د ((جماعة التقريب بين المذاهب الاسلاميه يا د اسلامي مذاهبو د پيوستن ټولنه)) ددې کار پيلامه بولو!

که د خوشحال بابا په لاروۍ خپلې اسلامي پوهېدنې په خورا ښه  ادبياتو،مناسب دود او طريقه او د پښتنو مزاج ته په پاملرنه راوړاندې کړو؛نو په سيمه او نړۍ کې به د (( اسلامي خلافت)) جنډه هسکه شي.

“خوشحال بابا” امام او مشر و او هر اړخيز ( فرهنګي،تاريخي،شاعر، فيلسوف،توره،قلم او…) وګړه-شخصيت يې درلود،تر اوسه يې ځينې اړخونه څېړل شوي او ځينې نور يې تر خاورو لاندې دي .

دا د سر په سترګو مه ګوره خوشحال ته

د باطن ســــــترګې پيدا کړه ته يې ګوره[8]

نوځکه پر پښتنو روڼ اندو لازمه ده، چې د خپلې ټولنې د فرهنګي ودې او خړوبتيا لپاره “خوشحال” بابا ته په باطني او علمي سترګو وويني او د اوسنۍ نړۍ علمي پرمختياوو ته په پاملرنه له دې سمندره تر خپلې وسې، پوهېدنې راوړاندې کړې .

 له دې فرهنګي زياره مې مراد مذهبي ړندو تعصبونو ته لمن وهل نه دي؛ځکه دا مو دنده نه ده،موږ روڼ اندي يو، چې ټولنې ته بايد ډيوه په لاس ورکړو. د حمزه باباپه وينا :

شيعه د سترګو تور اهل ست مې دى لاس

په کار د اختلاف يې ماله نه دى احســـاس

 مذهب يوه وسيله ده،چې سړى پرې حق وپېژني،موخه نه ده؛بلکې موخه دين دى؛نو ځکه له فقهې پلوه ډېرى پښتانه حنفي مذهبه دي او موږ هم په همدې ټولنې پورې تړاو لرو،چې  هرومرو په همدې فقهي بهير کې روان يو. موږ  بايد اوسني نسل ته “پښتنى ديني فرهنګ” (چې د اسلام  يو ميراث دى او له نصوصو راولاړ شوى) د وخت په ژبه وښيو، نور هغوى پوهېږي،چې څه وکړي او په چا پسې ولاړ شي.

د خوشحال خبره نغوږده پرې عمل کړه

تجربې يې دي لـــــــــــــــيدلې د روزګار[9]

 

 اجرالدین اقبال

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 دا “برګ سبز تحفه درويش”،چې لولئ،موخه يې داده،چې :

١-  ((إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا [10]= په حقيقت كې خداى او پرښتې يې پر پېغمبر درود وايي (رحمتونه لېږي) مؤمنانو! تاسې هم پرې  درود او سلام ووايئ او (فرمان ته يې) پوره تسليم وسئ .))

٢- ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى = ((زه له تاسې پر خپل رسالت هېڅ بدله نه غواړم؛خو (زما) له خپلوانو (= اهل بيتو) سره مينه (هرومرو غواړم))

۳-(( إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا = بېشكه خداى يوازې غواړي له تاسې((اهل البيت =نبوي كورنۍ))چټلي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي . ))

٤- ((قَالُواْ أَتَعْجَبِينَ مِنْ أَمْرِ اللّهِ رَحْمَتُ اللّهِ وَبَرَكَاتُهُ عَلَيْكُمْ أَهْلَ الْبَيْتِ إِنَّهُ حَمِيدٌ مَّجِيدٌ =( پرښتو) وويل :(( ايا د خداى پر كار تعجب كوې؟ دا د خداى رحمت او برکتونه ستاسې پر کورنۍ دي؛ځكه چې هغه ستايل شوى (او) د ستر شان څښتن دى ؛))

٥- حضرت ابوبکر (رض) ويلي : (( ارقبوا محمد  صلى الله عليه واله وسلم فى اهل بيته؛يعنې د محمد (ص) په پار يې د اهل بيتودرناوى وکړئ .[11]))

٦-د پېغمبر اکرم (ص) له کورنۍ سره مينه،د ايمان برخه ده،چې دا مينه يې پېژندنې ته سريزه ده؛نو موږ له “نبوي کورنۍ”  سره د مينې لپاره دا څو کوښې ډالۍ کړې دي .

 ٧-په مسلمانانو کې يو ځانګړى مذهب د “نبوي کورنۍ”  دفاع کوي او سړى داسې ګڼي،چې دا “سپېڅلې کورنۍ” يوازې په همدوى پورې تړاو لري او د نورو څه نه کېږي؛نو ځکه،موږ ددې انحصار د ماتولو لپاره د خپلې  وسې هومره ګام پورته کړى او له اسلامي کتابونو مو د “نبوي کورنۍ” فضايل راټول کړي دي .

٨-تر  څه بريده دا زموږ  پړه ده،چې موږ د “نبوي کورنۍ” دفاع او د هغوى د فضايلو څرګندونه يو ځانګړي مذهب ته پرېښې او د مصري عالم او تاريخپوه؛ “احمد بن علي مقريزي” ( ٧٦٦- ٨٤٥ هه مړ) په وينا، ډېر مسلمانان د “نبوي کورنۍ” په باب پړه دي؛نو موږ يې بايد په دې باب “حق” ادا کړو.

٩- د ” نبوي کورنۍ” سمه دفاع،د رښتينو مؤمنينو او اهل سنتو  بنسټيزه دنده ده؛ځکه پر موږ لازمه ده،چې د نبوي احاديثو په رڼا کې يې د فضايلو د څرګندولو له لارې د پېغمبر اکرم(ص) درناوى وکړو.

 ١٠- د اهل سنتو په ټولو مصادرو او اساسي کتابونو کې د “نبوي کورنۍ” فضايل کښل شوي؛خو په تبليغاتي او حکومتي غونډالونو کې،ددې سرچينو پر  بنسټ دريځ نه دى نيول شوى؛نو ځکه موږ د هڅوبیزو منډو ترړو- فرهنګي مبارزې او سوليز – منطقي دود له مخې مسوول يو،چې خپل تبليغات د “قرآن” او “نبوي سنتو” له مخې  وکړو.

 ١١- داچې يوه ليکنه د “نبوي کورنۍ” په فضايلو پورې تړاو لري؛نو داسې دې ونه  انګېرل شي، چې د يو ځانګړي مذهب لپاره لمن وهل دي؛ځکه په فقهي  چارو کې لاروي ،د هرې ټولنې پر واکمن ((فقهي مذهب)) پورې اړه لري  او روڼ اندی له خپلې ټولنې بيل، موجود نه دى،چې په ګوښه او اشرافيت کې ژوند وکړي!

١٢-موږ د پېغمبراکرم(ص) کورنۍ او اصحابو رضى الله عنهم ته د يو تشکيلاتي جوړښت په توګه ګروهن يو، هر يو ځانته مدارونه او مرتبې لري او د هغوى د مراتبو په پامنيوي يې درناوى راباندې لازم دى او د ارواښاد امير حمزه بابا په لاروۍ چې :

د کور خلک برابر د پرديو نه دي

زه اول يم پنجتني بيا چار ياري

 بلخوا موږ ته ديني مرجع پر “قرآن مجيد” سربېره “اهل البيت  عليهم السلام” او “اصحاب کرام” دي؛ځکه موخه مو دين دى،له دواړو لارو چې رارسېدلى وي؛ لکه ارواښاد “خوشحال بابا” چې وايي :

زه خود زړۀ درد غواړم په هر يوه مذهـب کې

تا زده ستا خبرې چې نقلونه رنګا رنګ کړي [12]

١٣- په صحيح بخاري کې د اهل بيتو درناوي ته يې له نامې سره د ((عليهم السلام)) څرګندنه – اصطلاح راغلې او موږ په دې فرهنګي زيار کې په ځينو ځايونو کې د بخاري شريف لاروي کړې ده .[13]

١٤-موږ  دلته د ((نبوي کورنۍ)) د لارويانو د ځينوعالمانو له کتابونو هم ګټنه  کړې؛ځکه شيخ الاسلام ابن حجر هيثمي شافعي رحمة الله عليه  په ((الصواعق المحرقه )) کې  د ((نوح بېړۍ )) او له ((باب حطه )) سره  د اهل بيتو ورته والى داسې تفسير کړى، چې ډاډه کړي يې يو،چې د هغوى د لارې عالمانو له ليکنو کار واخلو. بلخوا څوک چې د چا دفاع او لاروي کوي ؛نو ښه ده،چې پر نظر ياتو يې هم پوه شو.

 ١٥-هيله ده په دې نيمګړي فرهنګي زيار کې ،په سمو ګوتنيو نو مو خپلو تېروتنوته ځیر کړى .

خوشال بابا وايي :

 د خوشحال خټک دې حشرله هغــــــــــــــــــوشي

چې دوستدار د((پنجتن پاک))چهارده معصوم وي  [14]

هڅه به مو وي،چې لومړی د ستر خوشال بابا په اشعارو کې پر راغليو ((پنجتن پاک)) د سمو روایاتو رڼا واچوو او ورپسې د څوارلس معصومو په اړه هم معتبر روایت راوړو .

 پنجتن پاک؛ نبوي کورنۍ آل محمد؛علي، حسن، حسين او فاطمه دي

( امام احمد بن حنبل؛ مسند: 6ټوک، 323 مخ ) پرخپل سند له شهر بن حوشب له ام سلم څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : رسول اکرم، بي بي فاطمې ته وويل : (( مېړه او دوه زامن دې راوله )). بي بي فاطمې راوستل؛بيا رسول اکرم  پرې  فدکي څادر خپور کړ او خپل لاس يې پرې کېښود او و يې ويل : ((خدايه ! دوى آل محمد دي؛نو درود او برکت پر محمد او  آل يې راولېږه، چې ته حميد او مجيد يې )) حضرت ام سلمه بي بي وايي:  ما ترې د څادر يوه څنډه راکښوده، چې زه هم تر څادر لاندې شم؛نو رسول اکرم راڅخه کش کړ او و يې ويل :ته پر خير يې .

دا روايت طحاوي؛مشکل الاثار: لومړي ټوک،108 مخ ،متقي هندي ؛ کنزالعمال :7ټوک، 103 مخ او سيوطي په درالمنثور کې د  د احزاب د سورت تر تطهير آيت لاندې  رواړى  دى .

( مستدرک الصحيحين :3ټوک ،108 مخ ) پر خپل سند له عامر بن سعد څخه روايت راوړى،چې لنډيز يې دادى : يوه ورځ معاويه بن ابوسفيان  حضرت سعد بن ابي  وقاص ته وويل : ولې د ابو طالب زوى ته کنځل نه کړې ؟ سعد (رض)  : په اړه  يې،چې درې خبرې رايادې شي؛نو کنځلې ورته نه کوم؛هغه درې څيزونه،چې رسول اکرم (ص) يې په اړه  وويل،که يو يې هم زما په اړه  و؛نو پر ځمکه به را ته تر ټولو ګران بيه څيزونو ښه و . معاويه بن ابوسفيان وپوښتل : ابا اسحاقه ! هغه درې څيزونه څه دي ؟ سعد (رض): هغه مهال،چې له اسمانه وحى راغله؛نو رسول اکرم (ص)، علي ، حسن،حسين او فاطمه تر څادر لاندې  کړل او و يې ويل : ((خدايه ! دوى مې اهلبيت دي )).دويم داچې د تبوک د جګړې پر ورځ رسول اکرم (ص) علي خپل ځايناستى کړ او پخپله جګړې ته ولاړ؛نو علي ګيله وکړه : رسول الله ! زه دې په مدينه کې له ښځو او ماشومانو سره پرېښووم ؟ رسول اکرم (ص) ورته وويل : ((خوښ نه يې داسې راته ووسى؛لکه هارون، چې موسى ته و؛خو پر دومره توپير،چې تر ما وروسته به بل پېغمبر نه راځي؟)) او درېم داچې د خيبر پر ورځ رسول اکرم (ص) وويل : د جګړې بېرغ به ډېر ژر هغه ته ورکړم، چې پر خداى او استازي يې ګران دى او خداى او استازى يې هم پرې ګران دى او خداى به دا جګړه مسلمانانو ته د هغه په لاس و ګټي؛نو دا مهال ټول اصحاب په تمه ول، چې هغوى به ښيي؛خو رسول اکرم (ص) وويل : علي چېرته دى ؟ ورته وويل شول: سترګې يې خوږېږي . د خداى استازي (ص) وويل :ورته ووايه،چې راشي . ولاړل او علي يې راوست،چې راغى؛ نو رسول اکرم (ص) ورته خپلې توکاڼې په سترګو کې وموږلې او د جګړې بېرغ يې ورکړ او خداى پرې خيبر سوبه کړ .

حاکم ددې حديث تر نقلولو وروسته وايي : دا حديث ټول هغه شرائط لري،چې مسلم او بخاري يې د يو حديث د سم والي لپاره غواړي او د درېم ټوک په 147 مخ کې یې ددې حدیث لنډون راوړى دى. متقي؛کنزالعمال :6ټوک ،405 مخ له عبد الله بن حعفر بن ابيطالب څخه د صفيه ( د ام سلمه په ځاى ) په اړه  راوړي او سند يې هم ورته سم ګڼلى دى  او سيوطي ؛درالمنثور هم دا روايت د تطهير تر آيت لاندې راوړى دى .

( امام احمد حنبل؛مسند : 6ټوک ،296 مخ ) پر خپل سند له ام سلمه  نقل کړي : يوه ورځ پېغمبراکرم زما په کور کې و، چې خادم وويل: علي او فاطمه د وره شاته دي . رسول اکرم (ص)  راته وويل : پاڅه او زما له اهلبيتو لرې شه ! زه پاڅېدم او لرې ودرېدم، چې علي او فاطمه راغلل، حال داچې حسن او حسين هم ورسره ول؛بيا رسول اکرم دواړه واخستل او په غېږ کې يې کېنول  او ښکل يې کړل او بيا يې يو لاس پر علي او بل يې پر فاطمې کېښود او دواړه يې ښکل کړل او بيا يې پرې يو تور څادر واچاوه او و يې ويل : ((خدايه ! زه او اهلبيت مې د تا پر لور يو؛نه د اور پر لور.)) ام سلمه وايي : ما ورته وويل : او زه . راته يې وويل : او ته .

دا مضمون او ورته نږدې يو مضمون محب طبري له ذخاير نه (7ټوک؛103 مخ )او اختصار يې په هماغه مخ کې له طبراني نقل  کړى او  او بيا يې يو ورته مضمون په 217 مخ کې له طبراني له واثله څخه روايت کړى او هيثمي؛مجمع :9ټوک ،167 مخ هم  دا روايت له واثله بن اسقع نه نقل کړى دى .

 د تطهير آيت د رسول اکرم،علي،فاطمې،حسن او حسين په اړه  راغلى دى

( صحيح مسلم د فضايل الصحابه کتاب : د فضايل اهل البيت باب ) پر خپل سند له صفيه بنت شيبه نه روايت کړى،چې و يې ويل : يوه ورځ سهار د خداى استازي حال داچې يو تور خال څادر پر اوږه اچولې و، په کور کې ناست و، چې حسن او ورپسې حسين او ورپسې فاطمه او په پاى کې علي هم راغى او رسول اکرم (ص) تر څادر لاندې ځاى کړل او چې راټول شول،دا آيت يې ووايه : ((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا= بېشكه خداى يوازې غواړي چې له تاسې”اهل البيت =نبوي كورنۍ” پليتي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي.)

دا روايت حاکم؛مستدرک الصحيحين :3ټوک ،147 مخ هم راوړى او هغه يې د ټولو هغو شرايطو خاوند وګاڼه،چې مسلم او بخاري يې د يو صحيح حديث لپاره غواړي .

بيهقي؛ سنن :2ټوک ،149 مخ او ابن جرير د خپل تفسير د 22 ټوک په 5 مخ کې او سيوطي هم په درالمنثور کې  د تطهير تر آيت لاندې  راوړى ( او د هغه د وينا له مخې ) ابن ابي  شيبه او ابن ابي حاتم هم دا روايت نقل کړى او  زمخشري هم  دا روايت د مباهلې په آيت کې راوړى او فخر رازي يې په اړه  ويلي : پوه شه، چې دا هغه روايت دى، چې پر سموالي يې د تفسيرونو او حديثونو د کتابونو خاوندان  يوه خوله دي .

( صحيح ترمذي :2ټوک :209 او 308 مخونه ) پورتني روايت ته ورته روايت راوړى او ويلي يې دي : له ام سلمه ،معقل بن يسار ،ابي  الحمراء او انس نه نور روايتونه هم نقل شوي دي .

طحاوي؛مشکل الاثار: لومړى ټوک ،335 مخ او ابن اثير جرزي ؛ اسدالغابه : 2ټوک،12 مخ  او ابن جرير طبري؛ د خپل تفسير  د 22 ټوک په 6 او 7 مخ کې ويلي : ام سلمه د هغوى لپاره  حريره ( فېرني) پخه کړه ؛هغوى وخوړه بيا ويده شول او بيا پرې رسول اکرم (ص) څادر واچو .

( صحيح ترمذي :2ټوک:319 مخ )پر خپل سند له شهر بن حوشب څخه همدا مضمون نقل کړى او ويلي يې دي، چې دا حديث په دې اړه تر ټولو غوره حديث دى او په دې اړه  له عمرو بن ابي  سلمه ،انس بن مالک ،ابي الحمراء،معقل بن يسار او عايشې بي بي روايتونه نقل شوي دي .

ابن جرير طبري ددې روايت تر نقلولو وروسته ويلي دي، چې دا يا څادر و او يا چپنه وه .

احمد بن حنبل ؛مسند :6ټوک ،306 مخ ، ابن اثير جرزي ؛اسدالغابه ٤ټوک، 29 مخ ، محب طبري ؛ذخاير :21 مخ او ابن حجر عسقلاني ؛ تهذيب التهذيب ،2ټوک،297 مخ هم دا روايت په لږ اختلاف نقل کړى دى او حريره هغه خواړه ول، چې له شيدو او اوړو جوړېدل .

(صحيح ترمذي :2ټوک:29 مخ )پر خپل سند له انس بن مالک څخه نقل کړي،چې ويې ويل : د شپږ مياشتو لپاره دا کار رسول اکرم خپل دود کړى و،چې جومات تله ؛نو د فاطمې د کور د ور له مخې به تېرېده او ويل يې : ( لمونځ اى زما اهلبيتو ! ) (إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا) او په دې  اړه  له  ابي  الحمراء،  معقل يسار او ام سلمه  روايتونه نقل شوي دي .

او همدا روايت ابن جرير طبري ؛ تفسير :22 ټوک،5 مخ او حاکم؛ مستدرک: 3ټوک ،158 مخ کې هم راوړى دى او هغه يې د ټولو هغو شرايطو خاوند ګڼلى،چې مسلم د يو روايت د سموالي لپاره ښوولي دي او احمد حنبل؛ مسند : 3ټوک ،252 مخ او ابن اثير جرزي ؛اسدالغابه ٥ټوک،521 مخ او متقي؛کنزالعمال :7ټوک ،103 مخ له ابن ابي  شيبه نه او سيوطي  په درالمنثورکې د تطهير تر آيت لاندې  راوړى او ويلي يې دي : ابن منذر ،ابن مردويه او طبراني يې نقلونکي دي.

سيوطي په درالمنثور کې د طه د سورت په ((وامر اهلک بالصلوة)) آيت کې له ابن مردويه،ابن عساکر ،ابن نجار ،ابي  سعيد خدري روايت کړى او ويلي يې دي : چې دا آيت راغى؛نو پېغمبر اکرم (ص) د اتو مياشتو لپاره د علي(ک) د کور مخ ته راته. ويل يې : ( لمونځ ! خداى دې درباندې ولورېږي؛انما يريد الله ) الخ.

( ابن جرير طبري؛تفسير : 22 ټوک ،7 مخ ) پر خپل سند له حکيم بن سعد څخه روايت کړى،چې  ويلي يې دي :  له ام سلمه سره د علي (ک) خبره رامنځ ته شوه، چې و يې ويل : د ( انما يريد الله ) الخ، آيت د علي په باب نازل شوى دى (او د حديث تر پايه).

(مستدرک :2ټوک ،416 مخ) پر خپل سند له ام سلمه روايت کړى،چې ويلي يې دي :د (( انما يرېد الله )) الخ ، آيت زما په کور کې نازل شو او بيا يې  د را نازلېدو کيسه کړې او د مستدرک خاوند وايي: دا حديث ټول هغه شرايط لري، چې بخاري يې د حديث د سموالي لپاره غواړي او همدا روايت يې د نهم ټوک په 147 مخ کې راوړى دى او بيهقي؛سنن :2ټوک ،150 مخ ، طحاوي ؛مشکل الاثار:لومړي ټوک،344 مخ ، خطيب بغدادي ؛ د بغداد تاريخ: 9ټوک ،126 مخ ، ابن جرير طبري ؛تفسير:22 ټوک ،7 مخ ،ابن اثير؛ اسدالغابه : 5ټوک ،521 او 589 مخونه او محب طبري ؛ذخاير :23 مخ کې نقل کړى دى ؛چې البته محب طبري يې تر نقلولو وروسته ويلي دي : ابوالخير قزويني هغه را وړى دى .

( مستدر ک الصحيحين :3 ټوک ،147 مخ ) پر خپل سند له عبدالله بن جعفر بن ابيطالب څخه دې مضمون ته نږدې يو بل روايت نقل کړى او تر نقلولو وروسته يې ويلي دي : سند يې سم دى .

سيوطي؛در المنثور :5ټوک، 198 او 199 مخونه ) تر ويينې لاندې د آيت تر تفسير لاندې  ليکي : ابن مردويه له ام سلمه (رض)  روايت کړى،چې ويې ويل :دا آيت په داسې حال  زما په کور کې نازل شو،چې اووه کسان مې په کور کې ول : 1_ جبراييل 2_ميکائيل 3_علي 4_ فاطمه 5_حسن 6_ حسين 7_ او په خپله زه،چې ولاړه ومه او و مې ويل : رسول الله ! زه له اهلبيتو ځنې نه يم ؟ و يې ويل : ته پر خير يې او د رسول الله مېرمن يې.

سيوطي دې روايت ته ورته يو بل  روايت له ابن مردويه نه او خطيب له ابي سعيد نه نقل کړى او وايي : ( هغه دا حديث صحيح ګڼلى ) او ابن جرير او ابن منذر او حاکم ( هغه هم دا حديث صحيح ګڼلى ) او ابن مردويه او بيهقي پر خپلو سندونو له څو لارو له ام سلمه  روايت  کړى دى.

بيا وايي : ابن جرير ،ابن ابي  حاتم ،طبراني او ابي  سعيد روايت کړي، چې و يې ويل : پېغمبر اکرم(ص) ويلي دي : دا آيت زما،علي ،فاطمه ،حسن او حسين  په  باب  نازل  شوى دى.

بيا وايي : ابن ابي  شيبه ،احمدبن جرير،ابن منذر،ابن ابي حاتم ، طبراني، حاکم ( هغه دا حديث صحيح ګڼلى ) او بيهقي په خپل سنن کې له واثله بن اسقع نه روايت کړى،چې و يې ويل : (د حديث تر پايه).

بيا وايي : حکيم ترمذي،طبراني،ابن مردويه ،ابونعيم او بيهقي په دلائل کې ټولو له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې ويې ويل : رسول اکرم (ص) وويل : خداى مخلوقات دوې ډولې کړل او زه يې غوره ډول کړم. تردې،چې وايي : بيا يې ټبرونه هم پر کورنو واېشل او زه يې له غوره کورنۍ کړم ؛ هغه کورنۍ،چې په اړه  يې وويل شول : (إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا) ؛نو موږ اهلبيت له ګناه پاک يو.

او همداراز وايي : ابن جرير،ابن ابي  حاتم له قتاده نه روايت کړى،چې د پورتني آيت په تفسير کې يې وويل :  ((دا هغه اهلبيت دي،چې خداى له هر ډول بدۍ پاک کړي او خپله لورنه يې ورته ځانګړې کړې)) او دا حديث ضحاک بن مزاحم  راوړى،چې تل به رسول اکرم (ص) ويل : (( موږ هغه اهلبيت يو،چې خداى پاک کړي يو، د نبوت له شجرې او د رسالت له دريځه يو او د پرښتو د تلو راتلو ځاى،د رحمت کور او د علم کان يو.))

او هم وايي : ابن مردويه له ابي سعيد خدري (رض) روايت کړي،چې کله علي د فاطمې بي بي مېړه شو؛نو پېغمبر اکرم (ص) يې څلوېښت ورځې د کور وره ته راته ،ويل يې : ((زما اهلبيتو! سلام، لورنه او برکت دې پر تاسې وي، د خداى لپاره لمونځ مو رحمت شه ؛(انمايريد الله ) الخ  زه له هغوى سره په جګړه کې يم،چې درسره په جګړه کې دي او د هغوى دښمن يم،چې ستاسې دښمن دى او له هغوى سره په سوله او دوستۍ کې يم، چې درسره په سوله او دوستۍ کې وي .))

دې روايت ته ورته يو بل روايت له ابن جرير،ابن مردويه ،ابي الحراء او حضرت ابن عباس څخه نقل  شوى دى .

( امام احمد حنبل؛مسند:لومړي ټوک،330 مخ ) پر خپل سند له عمرو بن ميمون نه روايت کړى،چې و يې ويل : زه له حضرت ابن عباس سره وم،چې نهه کسان ورته راغلل او ويې ويل : يا دا ځاى راته خالي کړه او يا راسره ګوښي ځاى ته ولاړ شه ؛ نو حضرت ابن عباس ورته وويل : درسره به ولاړ شم . راوي وايي : تر هغه ورځې حضرت ابن عباس روغ و او لا ړونډ شوى نه و او ورسره يو کونج ته ولاړ او ورسره پر خبرو شو؛خو پوه نشوم،چې څه يې وويل، چې ناڅاپه مو حضرت ابن عباس زموږ پر لوري پر راتګ وليد، حال داچې جامې يې څنډلې او ويل يې : هېښنده ده،چې هغه سړی کنځی،چې لس ځانګړنې لري :

1_ د خداى استازي يې په اړه  وويل : سبا به يو داسې کس جګړې ته ولېږم،چې خداى به يې تر ابده خوار نه کړي ؛خداى او استازى يې پرې ګران دى ؛ نو پر هغه ورځ ډېر په تمه ول،چې هغوى ته به غږ وکړي؛خو رسول اکرم (ص) وپوښتل : علي چېرته دى ؟ ورته وويل شول : مېچنه کوي.رسول اکرم (ص) وويل : ولې په تاسې کې کوم يو دا کار و نه کړ ؟ بيا علي راغى، حال دا چې سترګې يې داسې خوږېدې،چې هېڅ ځاى ورته نه ښکارېده او بيا رسول اکرم (ص) ورته سترګې دم کړې او بيا يې د جګړې بېرغ درې وارې ورپاو او بيا يې علي ته ورکړ؛علي هم د کلا پر لور ولاړ؛ کلا يې سوبه کړه او  صفيه د حى لور يې اسيره راوړه .

2_پلانى يې د مکې پر لور ولېږه،چې د توبې  سورت د مکې خلکو ته ووايي او بيا يې علي ورپسې ولېږه، چې سورت ترې واخلي او د لېږلو پر مهال، رسول اکرم (ص) ورته وويل : دا سورت يوازې هغه کس بايد يوسي، چې له ما څخه او زه له هغه څخه ووسم.

3_ رسول اکرم (ص) خپلو تربورانو ته وويل : په تاسې کې کوم يو چمتو دى، چې  په دنيا او آخرت کې راسره موالات وکړي ؟ علي يوازېنى کس و، چې و يې ويل : رسول الله ! زه به په دنيا او اخر ت کې درسره موالات کوم . رسول اکرم (ص) وويل : ته په دنيا او اخرت کې زما ولي يې او دا خبره يې دوه وارې وکړه .

4_او هغه په نارينه وو کې ړومبى و،چې اسلام يې راووړ.

5_د خداى استازي پر علي،فاطمه ،حسن او حسين څادر واچاوه او ويې ويل : (  إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا).

6_ علي و، چې ځان يې پر خداى وپلوره او او د خداى د استازي په بستره کې څملاست؛نوچې کله حضرت ابوبکر راغى؛نو ګومان يې وکړ، چې پېغمبر اکرم دى؛نو غږ يې کړ : رسول الله ! علي ورته وويل : د خداى استازى د ميمون د څاه  پر لور ووت،ژر ولاړ شه او ځان ورورساوه او بيا حضرت ابوبکر روان شو او ځان يې رسول اکرم (ص) ته ورساوه.

7_ علي به د رسول اکرم (ص) په څېر تيږه اچوله .

8_ پېغمبر اکرم (ص)،چې د تبو ک د جګړې لپاره وته ؛نو  علي ورته وويل : اجازه راکوئ،چې زه هم درسره ولاړ شم؟ رسول اکرم(ص) ورته وويل : نه !؛ نو علي  وژړل، چې بيا د خداى استازي ورته وويل : ته تر ما وروسته د هر مؤمن ولي يې .

9_ رسول اکرم (ص) حکم وکړ،چې بې د علي د کور له وره نور ټول ورونه وتړئ او علي د رسول اکرم(ص) په څېر کړاى شول،چې په جنابت کې جومات ته راشي؛ځکه لار يې پر جومات وه او بې له هغې يې بله لار نه درلوده .

10_ علي هغه دى،چې رسول اکرم(ص)  يې په اړه  وويل : د چا چې زه ولي يم؛نو علي يې هم ولي دى.

دا روايت : نسائي ؛خصايص:8 مخ او محب طبري؛رياض النضره ،2ټوک،203 مخ کې راوړى او د ( موافقات) په کتاب کې يې احمد ، حافظ ابوالقاسم دمشقي ته نسبت ورکړى او په ( اربعين الطوال ) کې يې د هغه روايت يوه برخه نسائي ته نسبت ورکړې او هيثمي؛مجمع :9ټوک،119 مخ هم  راوړى دى او هغه يې احمد او طبراني ته په ( کبير او اوسط ) کې نسبت ورکړى دى .

( احمد حنبل؛مسند:4ټوک،107 مخ ) پر خپل سند له شداد بن ابي  عمار له واثله بن اسقع نه د تطهير د آيت دشان نزول په اړه  يو روايت نقل کړى؛خو داچې  مضمون يې د تېرو روايتونو په څېر و؛نو را مو  نه وړ. ابن جرير هم په خپل تفسير 22 ټوک په 6 مخ کې او حاکم؛مستدرک:2ټوک،416 مخ او همداراز په 3ټوک ،147 مخ کې هم راوړى او هغه يې د صحيحو حديثونو د شرايطو خاوند ګڼلى دى .

بيهقي هم دا حديث په خپلو سننو کې له دوو لارو د دويم ټوک په 152 مخ  کې  او طحاوي؛مشکل الاثار : لومړى ټوک، 336 مخ او متقي؛کنزالعمال :7ټوک، 92 له ابي  شيبه او ابن عساکر څخه نقل کړى او هيثمي هم په خپله مجمع کې د نهم ټوک په 167 مخ کې او هغه يې احمد او ابويعلي ته نسبت ورکړى او په 147 مخ کې  يې پر بل عبارت راوړى او طبراني ته يې نسبت ورکړى دى .

(امام احمدحنبل؛مسند:6ټوک،292 مخ )پر خپل سند له  حضرت ام سلمه بي بي  روايت کړى،چې ويلي يې دي: پېغمبر اکرم (ص) زما په کور کې و، چې فاطمې د تيږې په يو ديګ کې حريره راوړه ؛نو فاطمه مې خپلې کوټې ته بوتله،رسول اکرم(ص) فاطمې ته وويل : ولاړه شه او مېړه او زامن دې هم راوله .ام سلمه وايي : علي ،حسن او حسين راغلل او حريره يې وخوړه،د خداى استازى په دې  ټوله موده کې پر خيبري څادر ناست و او ما هم په کوټه کې لمونځ کاوه؛نو خداى د تطهير آيت را نازل کړ او بيا رسول اکرم(ص) د څادر ډېره برخه پرې واچوله،چې ټول يې پټ کړل او بيا يې خپل لاس پورته کړ او ويې ويل : خدايه ! دا زما اهلبيت دي. خدايه ! له هر ډول چتلۍ يې پاک کړه او هاغسې،چې په خپله پوهېږې پاک يې کړه؛نو په دې  وخت کې ما هم سر له کوټې رابهر کړ او ومې ويل : زه هم درسره يم. رسول اکرم(ص) وويل :ته پر خېر يې.

دا روايت : واحدي ؛ اسباب النزول:267 مخ او طحاوي؛مشکل الاثار: لومړى ټوک ،332 او 334 مخونو کې له دوو لارو  او محب طبري؛ذخاير:23 مخ  رواړي او د ذخاير د روايت په پاى کې دا زياتوالى راغلى دى : زه به له هغوى سره په دښمنۍ کې يم،چې له دوى سره په دښمنۍ کې وي او له هغوى سره به په دوستۍ کې يم،چې زما له اهلبيتو سره په دوستۍ کې وي او بيا وايي : دا حديث قبايي په معجم کې او سيوطي د درالمنثور په کتاب کې د تطهير تر آيت لاندې  راوړى او ويلي يې دي : دا حديث ابن جرير ،ابن منذر، ابن ابي  حاتم ،طبراني او ابن مردويه له حضرت ام سلمه  روايت کړى دى .

(امام احمد حنبل؛مسند:6ټوک،292 مخ )پر خپل سند له شهر بن حوشب څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : هغه مهال، چې د حسين بن علي د وژنې خبر ام سلمه بي بي ته راغى؛نو و يې ويل : د عراق خلک ملعون شوي دي ؛حسين بن علي يې وژلى دى؛خداى دې هغوى ووژني، چې ورسره وجنګېدل او مړ يې کړ،ما په خپله وليدل،چې يوه ورځ فاطمې د تيږې په يوه ديګي کې حريره راوړه او په پتنوس کې تر اچولو وروسته يې د رسول اکرم (ص) مخې ته کېښود، چې رسول اکرم(ص) فاطمه وپوښتله: د تره زوى دې چېرته دى؟ ويې ويل : په کور کې دى.رسول اکرم (ص) ورته وويل : ولاړه شه او ورته ووايه،چې راشه او زامن دې هم له ځان سره راوله.ام سلمه وايي : فاطمه راغله او دوه بچي يې له لاسه نيولي ول او علي هم ورپسې را روان و؛نو رسول اکرم(ص) هغه دوه ماشومان په غېږ کې واخستل او علي يې ښې خواته او فاطمه يې کيڼې خوا ته کېنوله او تر دې وروسته پېغمبراکرم(ص) هغوى په  خيبري څادر کې راټول کړل او پر چپ لاس يې د څادر دواړه پيسکې ونيوې او ښې لاس يې اسمان ته پورته کړ او ويې ويل :خدايه ! چټلي ترې لرې کړه او هماغسې،چې پخپله پوهېږې،دوى سپېڅلي کړه . خدايه ! دا زما اهلبيت دي،له دوى پليدي لرې کړه او هماغسې،چې پخپله پوهېږې، سپېڅلي يې کړه.ما په دې وخت کې وويل : آيا زه ستا اهل نه يم ؟ و يې ويل : ته هم راننوځه او زه هغه مهال تر څادر لاندې  شوم، چې د اهلبيتو په اړه  يې دعا پاى ته ورسېده .

دا روايت : ابن جرير،  طبري؛تفسير طبري :22 ټوک،6 مخ، طحاوي؛ مشکل الاثار:لومړى ټوک،335 مخ او محب طبري؛ ذخاير:22 مخ هم نقل کړى دى .

(خصايص نسائي : 4 مخ ) پر خپل سند له عامر بن سعد بن ابي  وقاص څخه روايت کړى،چې  ويې  ويل : معاويه بن ابوسفيان مې پلار ته امر وکړ،چې علي وکنځه. سعد (رض) ورته وويل : چې کله د هغه په باب د رسول اکرم (ص) درې  جملې رايادې شي؛نو هېڅکله به یې و نه کنځم او که  هغه يوه  يې س هم زما په اړه  وه ؛نو پر ځمکه به راته تر ټولو ګران بيه څيزونو  غوره وه : 1_ په يو جګړه کې رسول اکرم(ص) علي ته ګډون نه و ورکړى؛نو علي ګيله وکړه او و يې ويل : رسول الله ! ما د جهاد له ثوابه بې برخې کوې او له ښځو او ماشومانو سره مې پرېږدې، چې پېغمبراکرم(ص) ورته وويل : ((خوښ نه يې،چې داسې راته يې؛ لکه هارون،چې مو سى ته و؛خو پر دومره توپير،چې تر ما وروسته څه نبوت نشته . ))

دويم داچې رسول اکرم(ص) د خيبر پر ورځ دهغه  په اړه وويل :سبا به د جګړې بېرغ هغه ته ورکړم،چې خداى او استازى يې پرې ګران دى او هغه هم پر خداى او استازي يې ګران دى؛نو چې سبا شو؛نو ټولو غږ نيولى و،چې پېغمبر اکرم (ص) به پرې غږ کوي؛خو رسول اکرم (ص) پر علي غږ وکړ او چې علي يې ورته راوست؛سترګې يې خوږېدې،رسول اکرم (ص) خپلې توکاڼې ورته په سترګو کې مرهم کړې او بيا يې د جګړې بېرغ ورکړ .

درېم داچې کله د ( انما يريد الله ) الخ  آيت نازل شو؛نو رسول اکرم (ص) علي،فاطمه ،حسن او حسين را وغوښتل  او يې ويل : خدايه ! دا زما اهلبيت دي .

( د بغداد تاريخ :10 ټوک:278 مخ )پر خپل سند له حضرت ابي  سعيد خدري د تېرو راويتونو په څېر روايت راوړى او ابن جرير طبري؛ تفسير :22 ټوک،7 مخ هغه له حضرت ام سلمه  او په 5  مخ کې له حضرت ابي  سعيد خدري او محب طبري؛ذخاير :24 مخ کې راوړى او هغه يې امام احمد او په مناقب کې يې طبراني ته نسبت ورکړى دى او هيثمي ؛ مجمع :9ټوک،167 مخ کې راوړى او هغه يې بزار ته نسبت ورکړى او علي بن سلطان د مرقاة د پينځم ټوک په 590 مخ کې نقل کړى دى .

( رياض النضره:2ټوک،188 مخ ) وايي : د تطهير آيت،چې راغى؛نو رسول اکرم (ص) علي،فاطمه ،حسن او حسين د ام سلمه بي بي کور ته  راوغوښتل ( د حديث تر پايه ) او په پاى کې يې هغه قلعي ته هم نسبت ورکړى دى .

( استيعاب :2ټوک :598 مخ ) له ابي  الحمراء روايت کړى دى،چې ويلي يې دي : زه يوه مياشت په مدينه کې وم او هر سهار به مې ليدل، چې پېغمبراکرم (ص)  د فاطمې بي بي د کور مخې ته راځي او وايي : ( لمونځ! لمونځ ! إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا).

دا روايت :ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه:5ټوک ،66 او 174 مخ هم نقل کړى دى .

( د ابن جرير طبري تفسير؛22ټوک:6 مخ ) له ابي  الحمراء يو بل  روايت نقل کړى،چې و يې ويل : چې اوه مياشتې په مدينه کې وم .

ابي  داود طيالسي؛8ټوک ،274 مخ له حضرت انس بن مالک څخه يو بل روايت نقل کړى،چى د رسول اکرم(ص) ددې عمل موده يې يوه مياشت ښوولې ده .

(کنزالعمال؛7ټوک،97 مخ ) له واثله پر همدې مضمون روايت نقل کړى دى . اسدالغابه هم د دويم ټوک په 20 مخ کې له اوزاعي له شداد بن عبدالله له واثله بن اسقع نه همدې روايت ته ورته روايت نقل کړى دى او په اخر کې يې راغلي : ما واثله ته وويل : له رجسه مراد څه دى ؟ و يې ويل : پر خداى شک او د درېم ټوک په 413 مخ کې د عطيه په ژباړه کې ( چې اسماعيل په اصحابانو کې شمېرلى ) او له عمير ابي  عرفچه له عطيه  هغه روايت ته ورته يو روايت راوړى،چې دا روايت ابن حجر؛اصابه :4ټوک ،247 مخ هم راړى دى .

(مشکل الاثار : لومړى ټوک،332 مخ ) پر خپل سند له ام سلمه بي بي او په 333 مخ کې هم له ام سلمه بي بي او په 332 مخ کې له عامر بن سعد له پلار يې او 336 مخ کې پر خپل سند له عمرة الهمدانيه په دې اړه روايت نقل کړى،چې په  وروستي کې راغلي،چې عمرة وويل :ام سلمه بي بي ته مې وويل : ام المؤمنين ! ددې سړي په اړه راته څه ووايه ، چې په موږ کې و او ووژل شو او ځينې ورسره دښمنان ول او ځينې ورسره دوستان وو. ام سلمه بي بي وويل : ستا بدې راځي او که ښه دې راځئ؟ ورته مې وويل : نه مې ښه راځي  او نه مې بدې راځي._ د مشکل الاثار په کتاب کې يو څه نه دي چاپ شوي  او له دې ځايه پيلېږي_ خداى د ( انما يريد الله ) آيت را نازل کړ، حال داچې په کور کې  بې له  جبراييل ، د خداى له استازي ،علي ،فاطمې،حسن او حسين بل څوک نه وو؛نو ما وويل : رسول الله ! زه هم له اهلبيتو ځنې يم ؟ راته يې وويل : ته له خداى سره خپل ثواب لرې.پر خداى چې ډېر مې زړه غوښتل،چې پېغمبر اکرم (ص) راته ووايي،چې ته هم له اهلبيتو څخه يې او که را ته يې ويلي واى؛ نو تر ټولو هغه څيزونو  به را ته ښه واى،چې لمر پرې لګېږي .

مشکل الاثار : 338 مخ هم له ابي الحمراء په همدې اړه  يو روايت راوړى  دى .

(هيثمي؛ مجمع :9ټوک ،169 مخ ) له حضرت ابي  سعيد خدري روايت نقل کړى،چې ويلي يې دي : وروسته تردې،چې رسول اکرم (ص) فاطمه علي ته ورواده کړه؛نو څلوېښت ورځې به يې د کور د وره مخې  ته راتله او ويل يې : ( السلام عليکم اهل البيت و رحمة الله و برکاته ؛انما يريد الله …) الخ او دا روايت يې د طبراني د اوسط کتاب ته هم نسبت ورکړى دى او د6ټوک په په 121 مخ کې يې له ابي  الحمراء روايت نقل کړى،چې  د خداى استازي دا کار  6 مياشتې وکړ او د 9 ټوک په 169 مخ کې يې له ابي  برزه روايت نقل کړى،چې  رسول اکرم(ص) دا کار 7 مياشتې وکړ او د لومړي ټوک په 206 مخ کې يې له حضرت انس بن مالک څخه روايت راوړى،چى ويلي يې دي : حضرت عمر بن الخطاب،حضرت ابوبکر ته ورغى او ورته يې وويل : ولې پر فاطمه مرکه نه کوې؟ حضرت ابوبکر وويل : پېغمبر اکرم ما ته خپله لور نه راکوي او بيا حديث ته ادامه ورکوي،چې دې ځاى ته رارسي، چې علي له فاطمې سره واده وکړ او په پاى کې وايي : رسول اکرم (ص) وويل : ام ايمن ! يوه لوټه اوبه راوړه؛ اوبه يې ورته راوړې او رسول اکرم (ص) هم له هغې اوبو يو څه وڅښکلې او بيا يې فاطمې ته ورکړې،چې هغه يې هم وڅښکي او بيا يې ترې اوبه واخستى او دا اوبه يې د فاطمې  پر تندي،د وليو منځ او سينه واچولې او بيا يې علي ته اوبه ورکړې او ورته يې وويل : وڅښکه! او بيا يې  د علي تندى ،د وليو منځ او سينه پرې غوړه کړه او و يې ويل : خدايه ! دا زما اهلبيت دي، چټلي ترې لرې کړه او هاغسې،چې په خپله پوهېږې،تطهير يې کړه .

او د نهم ټوک په 207 مخ  کې يې له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي: خلکو به تل د خداى پر استازي د فاطمې مرکه کوله؛خو رسول اکرم (ص) به نه ورکوله،چې حضرت سعد بن معاذ له علي سره وکتل  او همداراز خپله کيسه کوي، چې وايي : د خداى استازي وويل : اسماء ! په يو لوښي کې اوبه راوړه ! اسماء راوړې او بيا رسول اکرم (ص) هغه پر خپل مخ او پښو و موږلې او بيا يې فاطمه راوغوښته او اوبه يې ورته پر سر او سينه وشيندلې او بيا يې هغه اوبه راخستى او پر خپل ځان او فاطمې يې پخنک کولې او بيا يې وويل : هغه له ما او زه له هغه يم؛نو خدايه ؛لکه څنګه چې دې زه له چټلۍ پاک کړم، لور مې او مېړه يې هم له پليدۍ پاک کړې او هغسې،چې ته پوهېږې، سپېڅلى يې کړې او بيا يې د اوبو يو بل لوښى راوغوښت او هماغه کار يې له علي سره هم وکړ او هماغه دعا يې ورته وکړه او تر دې وروسته يې دواړو ته وويل : پاسئ او خپل کور ته ولاړ شئ ؛ خداى دې تاسې دواړه وبښي او خداى مو زړونه سره ولګوه او خداى دې ستاسې نيتونه خداى صالح کړي. ( او د حديث تر پايه)

او د نهم ټوک په 146 مخ کې وايي : له ابي الطفيل نه روايت شوى،چې ويلي يې دي :حسن بن علي موږ ته وينا کوله ؛ د خداى تر حمد او ثنا وروسته يې وويل : زه د بشير او د نذير زوى يم ،زه د رسول اکرم  زوى يم،زه د خداى پر لور د رابلونکي زوى يم،زه د بلې ډيوې زوي يم، زه د هغه چا زوى يم،چې خداى د عالميانو لپاره رحمت رالېږلى دى،زه له اهلبيتو څخه يم،چې خداى چټلي ترې لرې کړې او هغوى خداى هغسې،چې په خپله پوهېده،تطهېر کړي دي ( د حديث تر پايه) او بيا يې حديث د طبراني کبير او اوسط کتابو  او بوعلي او بزاز ته نسبت ورکړى دى .

او د نهم ټوک په 172 مخ  کې وايي : له ابي  جميله نه روايت شوى،چې د علي (ک) تر وژل کېدو وروسته حسن بن علي ځايناستى وټاکل شو،يو د لمانځه پر مهال له خپل ځايه راپاڅېد او هغه يې پر پنډۍ په چاړه وواهه؛ حسن د څو ورځو لپاره رنځور شو او تر رغېدو وروسته يې پر منبر وويل : د عراق خلکو ! زموږ په اړه  له خدايه ووېرېږئ  ؛موږ هم ستاسې اميران يو او هم مېلمانه  او موږ هغه اهلبيت يو، چې خداى يې په اړه  په قرآن کې ويلي دي : ( انما يريد الله ) پر هغه ورځ يې دومره خبرې وکړې،چې په جومات کې داسې څوک نه وو پاتې،چې ژړلي به يې نه ول او بيا وايي : طبراني هم دا حديث راوړى او رجال يې ټول ډاډمن دي .

(مستدرک الصحيحين :3ټوک،172 مخ ) پر خپل سند له علي بن الحسين نه روايت کړى،چې ويلي يې دي : حسن بن علي د خپل پلار تر وژل کېدو وروسته خلکو ته وينا وکړه او د خداى تر حمد او ثنا وروسته يې وويل : خلکو څوک چې موږ پېژني؛نو پېژني مو اوکه څوک مو نه پېژني؛نو زه حسن بن علي د رسول اکرم زوى يم؛زه يې د وصي زوى يم ، زه د بشير زوى يم،زه د نذير زوى يم ،زه د خداى پر لور د رابلونکي زوى يم،زه د بلې ډيوې زوى  يم،زه له هغو اهلبيتو څخه يم،چې جبراييل به ورته راتله او له کوره به يې اسمان ته الوته ،زه له هغو اهلبيتو څخه يم، چې خداى له هر ډوله پليدۍ پاک کړي وو او هغسې،چې پخپله پوهېده، تطهير کړي يې ول.

(تفسير ابن جرير طبري :22 ټوک،7 مخ )پر خپل سند له ابي  الديلم نه روايت کړى،چې ويلي يې دي : علي بن الحسين  يو شامي ته وويل : د احزاب په سورت کې دې نه دي ويلي : (إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا ) شامي وويل : مګر تاسې اهل البيت ياست ؟ ورته يې وويل :هو موږ اهل البيت يو .

[1] . ( ارمغان ٧٢مخ )

[2] . ( ارمغان ٤٢مخ )

 [3] . ( ارمغان ٥ مخ)

[4] . ( ارمغان ٥ مخ )

[5] . ( ارمغان ٥٦٩ مخ )

[6] . ( ارمغان ٥ مخ)

[7] . (ارمغان٣٩٣مخ)

[8] . ( ارمغان ٧٢٤مخ )

[9] . ( ارمغان ٩٨٥مخ )

 [10] . احزاب ٥٦آيت

[11] . وګورئ : دامام سيوطي درالمنشور ٦/٧

 [12] . ( ٣٩٣مخ – ارمغان خوشحال)

[13] . صحيح بخاري ٣/١٧١،کتاب البيوع د ((مکتبة الرياض الحديثه)) چاپ :

 عن على عليه السلام قال: کانتلى شارف… فلمااردت آن ابنى بفاطمة عليها اسلام بنت رسول الله …

 ٢/١٢٦ وطرق النبي (ص) باب فاطمة وعليهما السلام ليلة للصلاة

٤/٤٨٦ کتاب المناقب: ((… رايت النبي وکان الحسن بن على عليهما السلام يشبهه ))

٩/٤١٨ کتاب التوحيد،باب المشينة والار ادة عن على بن الحسين عليهماالسلام اخبره …))

[14] . ارمغان – ٥مخ

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست