تبلیغات

مشرپوهنه  د امت يې برګزين دي اثناعـــــــــشر په بزرګۍ د همه جهان مخــدوم دي[1]   د مشر(امام) مانا: يو څوک،چې يوه ډله له ټولنيز،سياسي،علمي اويا ديني اړخ،رهبري کوي،لار ورته ښيي او پر لار يې وړي هم ؛ نو دې ته مشر او امام وايي او البته دا عمل (مشرتوب) په هغو لارو چارو او شرايطو […]

مشرپوهنه

 د امت يې برګزين دي اثناعـــــــــشر
په بزرګۍ د همه جهان مخــدوم دي[1]
 

د مشر(امام) مانا:

يو څوک،چې يوه ډله له ټولنيز،سياسي،علمي اويا ديني اړخ،رهبري کوي،لار ورته ښيي او پر لار يې وړي هم ؛ نو دې ته مشر او امام وايي او البته دا عمل (مشرتوب) په هغو لارو چارو او شرايطو پورې تړاو لري،چې په همدغو اړخونو کې په پراخ يا لږه توګه شته دى.

د اسلام سپېڅلي دين په هر اړخيز ډول بشري ژوند تر غور لاندې نيولى،لکه څنګه چې یې د مانیز ژوند اړخونه په پام کې نيولي دغسې په توکیز ژوند کې يې هم وګړني اوټولنيز اړخونه په تېره مشرتوب او چارواکۍ ته هم خورا پاملرنه کړې ده .

نو د پورته لاملونو له مخې اسلام له درى اړخونو د امت مشرتوب تر پام لاندې نيولى:

( الف) اسلامي حکومت .

( ب) معارف او د اسلامي احکامو ښوونه

(ج) لارښوونه او د مانیز- معنوي ژوند ارشاد.

(الف ) – اسلامي حکومت .

اسلامي ټولنه پورته درى اړخونو ته په ټينګه اړتيا لري؛نو څوک چې د همدې اړخونو په پامنیوي د ټولنې چارواکي وي؛نو د خداى تعالى او رسول (ص) له لوري وټاکل شي،چې البته پېغمبر اکرم(ص) هم دا ټاکنه د خداى تعالى په امر کوي ،چې دا د مسلمانانو د يو اړخ ګروهه ده او بل لورى وايي،چې د ” چارواکي” ټاکنه د امت په اختيار کېده [2]؛خو څه چې دواړه لوري ورباندې يوه خوله دي هغه د ټولنې د سمون او لاروښونې ته د مشر منل او لاروي یې ده.

هرعقلمن پوهېږي،چې ټولنيزې او هېوادنۍ چارې بې مشرۍ سرته نشي رسېداى او د مشرۍ په نشتوالي کې ټولنه له ګډوډۍ او اړودوړ سره مخ کېږي،د همدې دليل له مخې د ټولنې او هېواد مشر د ټولنې پايښت ته، که د لږ وخت لپاره هم بهر وځي، د چارو سمون ته ځايناستي پرېږدي او داسې نه ده،چې ټولنه پرخپل سر پرېږدي.

د يو هېواد ولسمشر،چې کوم بهرني هېواد ته ځي؛نو د سترې محکمې رئيس يا خپل مرستيال ځايناستى ټاکي او ان د ځينو هېوادونو په اساسي قانون کې د ولسمشر دغيابت په وخت کې په څرګنده توګه ماده هم کښل شوې وي .

اسلام پر نصوصو (کتاب الله، سنت) او فطرت ولاړ دى او داسې دين دى،چې پر اجتماعيت يې خپل او پردي ټول منښتي دي او په دې باب له هیڅ څیز سره هم نه پرتله کېږي.پېغمبراکرم(ص) د ټولنيزو چارو سمون ته خورا پاملرنه درلوده،هرې ټولنې ،چې به اسلام ومانه او يا هر کلی او ښار به،چې مسلمانانو سوبه کړ؛نو سملاسي به يې امير او مشر ورته ټاکه او چې جهاد ته یې لښکر لېږه؛نو د مسالې د زيات اهميت له امله يې په ترتيب سره څو اميران ورته ټاکل،ان د “موته” په غزا کې يې څلور تنه وټاکل،چې که لومړى شهيد شي؛نو دويم به مشر وي او که دا هم شهيد شي؛نو درېيم به وي او همداسې په ترتيب سره .

د پېغمبراکرم(ص) د ځايناستۍ مسالې ته پوره پام و او چې له مدينې به وته پرخپل ځاى به يې ځايناستى ټاکه [3] ،ان له مکې یې چې مدينې ته هجرت کاوه او لا تر اوسه څه خبره هم نه وه ؛نو د خپلو شخصي چارو د سمون او د خلکو د امانتونو بېرته سپارنې ته يې علي(ک) خپل ځايناستى وټاک. همداراز تر خپل رحلت وروسته يې د پورونو د ورکولو او شخصي کارونو سرته رسونې ته علي (ک) خپل ځايناستى وټاکه.

ارواښاد علامه شبلي نعماني [4] ليکي :

[ د مدينې منورې په لار کې په هغه ځاى کې ،چې “خم” نومېږي او له “جحفي” درى ميله لرې پروت دى او هلته يو ناور او تالارهم و،چې عرب ورته “غدير” وايې او ځکه دغه ځاى په عمومي رواياتو کې په “غدير خم” شهرت لري.دلته حضرت رسول اکرم (ص) ټول اصحاب کرام ( رض) راټول کړل او يوه خطبه يې وويله،چې ځينې غونډلې یې دا دي:

” له حمد او ثنا وروسته واورئ! خلکو بې شکه زه هم يو انسان يم،ممکن،چې د الله تعالى پرښته او استازى ژر راته راشي او زه يې هم ومنم (يعنې وفات شم) او زه ستاسې په منځ کې دوه درانه شيان پرېږدم ،چې يو يې د الله تعالى کتاب (قرآن کريم) دى،چې پکې ښیون او رڼا ده ؛نو دغه کتاب الله ټينګ ونيسئ او دويم زما اهل البيت دي،زه د خپلو اهل البيتو په باب تاسې ته الله تعالى دريادوم. “( دا غونډله يې درى ځل وويله ) .

دغه روايت په صحيح مسلم شريف (باب مناقب علي ک) کې ليکل شوی دی. په نسائي،د امام احمد په مسند،ترمذي ،طبراني،طبري،حاکم او نورو کتابونو کې څه نورې فقرې هم راغلې ،چې په ټولو کې د حضرت علي (ک) مناقب ښوول شوي. په دغو روايتو کې دغه يوه فقره على الاکثرشريکه ده : من کنت مولاه،فعلى مولاه،الهم وال من والاه وعاد من عاده”؛ يعنې د هر مسلمان ،چې زه ،خوښ اومحبوب (مولا) يم؛نو علي یې هم خوښ او محبوب (مولا) دى،اى الها! ته له هغه سره مینه ولره،چې له علي سره مینه کوي او هغه دښمن وګڼه،چې له علي سره دښمني کوي[5] )) ]

(ب) مشرتوب دالهي معارفو او اسلامي احکامو په څرګندونه اوښوونه کې :

د ښیون د جوت او ټولیز قانون له مخې ،د مخلوقاتو هر ډول په خپل تلونکي بهير کې (چې خداى تعالى پکې شته کړى) د کمال او نېکمرغۍ په پلو رهبري کېږي.

انسان له دې قانون مستثنا نه دى او بايد په ځانګړي ډول د واقع بينۍ د غريزې او ټولنيز اند او اند له لارې ښیون ورته وشي،چې د نيوي او اخروي نېکمرغۍ يې خوندي شي. يا په بله وينا: بايد پر يو لړ ګروهواوعملي دندو پوه شي،چې خپل عملي ژوند ورباندې پيل کړي څو انساني کمال اونېکمرغي ترلاسه کړي او پردې کړنلارې د پوهېدو لار د “دين” په نامه يادېږي،چې دا لار دعقل لار نه ؛بلکې د”وحې او نبوت” په نامه يوه ځانګړې لار ده،چې د انسانانو له ډلې ځينو سپېڅليو ته د انبياوو “الهي استازيو” په نامه په نښه او ښوول شوې ده.

پېغمبران عليهم السلام له خداى تعالى نه د وحې له لارې د خلکو انساني دندې خلکو ته څرګند او ابلاغوي،چې د عملي کېدو په بڼه کې نېکمرغي یې ورپه برخه شي؛نو پر چا ،چې وحې کېږي،احکام او اسماني شريعت د خداى تعالى له لوري ورسپارل کېږي دې ته “نبي” وايي. همداراز لازم دي ،چې دا احکام او انساني دندې په بشري نړۍ کې د تل لپاره خوندي پاتې شي او د لزوم په وخت کې خلکو ته راوړاندې او ښوونه يې وشي ؛نو دغسې چاته “امام ” وايي.

دا شونې ده،چې “نبوت” او “امامت” دواړه يو ځاى وي او شونې ده ،چې بېلا بيل وي ؛نو دا چې انبيا عليهم السلام معصوم او سپین لمني دي او ددې وړتيا لري،چې په بشپړه توګه الهي دندې ترسره کړي؛نو همدغسې د دين پاسوالان،مبلغين او ښوونکي هم معصومين دي؛ځکه خداى تعالى بايد بشريت ته پوره، روغ ،لاس نه وهل شوى او د تبليغ وړ دين پرېږدي،چې دا مانا بې له عصمت او الهي خوندي ساتنې ناشونې ده.

د نبي او امام توپير:

د پېغمبرانو عليهم السلام شمېر محدود دی،چې لومړى يې آدم عليه السلام او وروستنى ،چې نبوت پرې پاى ته رسېدلى حضرت محمد صلى الله عليه واله وسلم دى؛خو د دين د پاسوالانو،بيانوونکيو، څرګندونکیو او ښودونکيو ” امامانو” شمېر،نامحدود دى او کله هم بشري ټولنه او هره زمانه د امام له شتونه خالي نه وي که پېژندل شوي وي يا نه وي .

[فَإِن يَكْفُرْ بِهَا هَؤُلاء فَقَدْ وَكَّلْنَا بِهَا قَوْمًا لَّيْسُواْ بِهَا بِكَافِرِينَ [6] = او كه (فرضاً) دوى (د پېغمبر همپېري) ترې منكر شي (څه پروا نشته او حق دين بې ملا تړه نه پاتې کېږي؛ځكه) موږ به (داسې) خلك پرې وگومارو، چې منكر ترې نه دي. ]

په حدیث شریف کې راغلي : ” چې څوک ومري؛خو د خپلې زمانې مشر( امام) و نه پېژني؛نو مړینه یې د جاهلیت مړینه ده.[7]

ځينې وخت “نبوت” او “امامت” دواړه سره يو ځاى ويل لکه :

}وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِي قَالَ لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ[8]= او ( درياد كړئ) چې خداى ابراهيم په ډول ډول وسايلو وازمېيه ؛او هغه هم له دې ازمېښتونو ښه راووت (؛نو) خداى ورته وويل:(( په واقع کې زه تا د خلكو امام او مشر ټاكم .)) [ابراهيم] عرض وكړ:((او له ځوځاته مې هم (مشران او امامان وټاكه.) )) [خداى] ورته وويل:(( ظالمانو ته مې وعده نه رسي (او يوازې ستا د اولادې سپېڅلي ددې مقام وړ دي ) ))

}وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِمْ فِعْلَ الْخَيْرَاتِ وَإِقَامَ الصَّلَاةِ وَإِيتَاء الزَّكَاةِ وَكَانُوا لَنَا عَابِدِينَ[9] =او موږ هغوى لارښوونكي كړل، چې زموږ په امر يې (خلكو ته) لارښوونه كوله او موږ د ښو چارو د کولو او لمونځ درولو او زکات ورکولو وحې ورته وكړه او يوازې زموږ نمانځونكي وو.]

(ج) مشرتوب او د مانیز ژوند ارشاد:

امام او مشر لکه څنګه،چې د خلکو د ظاهري کړو وړو لارښوونکی دى،دغسې د باطني کړو وړو هم دى او هغه د انسانيت د کاروان قافله سالار “مخکښ” دى،چې په باطني لارې خلک د خداى تعالى په پلو رهبري کوي. د مسالې سپيناوي ته مو دوه لاندې سريزو ته پام رااړوم:

لومړۍ سريزه : د اسلام او نورو آسماني اديانو په اند د انسان د ابدي او رښتونې نېکمرغۍ او بدمرغۍ يوازينۍ وزله او لاره چاره،هغه نېک او ناوړه کړه وړه دي،چې آسماني اديان يې ښوونه کوي او پردې سربېره د خداى تعالى د ورکړي الهي فطرت له لارې پرنېکۍ او بدۍ هم پوهېداى شو.

متعال خداى دا کړنې له بشري اندنې سره مناسب په ټولنيزه ژبه د امر اونهې ،تحسين اوتقبيح په بڼه د وحې او نبوت له لارې بيان کړي دي. که چا غاړه ورته کېښووه؛نو له تلپاتې خوږ ژونده به برخمن وي،چې د انساني کمال او بشپړتيا ټولې غوښتنې به يې پوره شي او که چا ترې سرغړونه وکړه؛نو تريخ همیشنی ژوند به يې نصيب شي،چې د هر ډول بدمرغۍ او ناکامۍ ښودونکې دى .

د مخلوقاتو پالونکي له هر پلوه زموږ له تصوره پورته دى .زموږ غوندې ټولنيز اندنه نه لري او زموږ له ټولنيز ژوند دباندې،سيادت،بندګي،رعيت ،واکمني،امر و نهې،ثواب و بدله نشته،الهي خلقت هماغه د خلقت غونډال – نظام دى،چې پکې د هر څيز پيدايښت د خداى تعالى د خلقت په واقعې اړيکو پورې اړه لري اوبس .

له قرآن کريم[10] او نبوي احاديثو څرګندېږي،چې په دين کې داسې حقايق او معارف پراته دي ،چې زموږ له عادي فهمه او پوهېدنې اوچت دي؛خو دا يې زموږ له اندیزې کچې سره انډول بيان کړي او په داسې ژبه يې راته نازل کړي ،چې موږ پرې پوهېداى شو.

له پورته څرګندونو دا پايله اخلو،چې د انسان د ښو او ناوړه کړو وړو او هم څه،چې په ابدي نړۍ کې دي؛نو ترمنځ یې رښتوني او واقعې اړيکې شته،چې د ګاندې – راتلونکي ژوند نېکمرغي اوبدمرغي،خوښي او خپګان د خداى تعالى په امر،په هغوى پورې اړه لري .

يا په ساده وينا :د هر يو نېک او ناوړه عمل له امله د انسان په دننه کې يو واقعيت رامنځ ته کېږي،چې د ګاندې – راتلونکي ژوند څرنګوالى يې ورپورې اړه لري .

انسان که پوهېږي او که نه پوهېږي،د يو داسې کوچني په څېر دى،چې تر روزنې لاندې نيول شوى؛کوچنى يوازې د مربي او روزاند په “وکړه ” او “مه کړه” الفاظو او کومې ظاهري کړنې،چې کوي پوهېږي؛خو ،چې ستر شي او د روزنې وخت يې پاى ته ورسي؛نو په دې وخت چې په باطن کې یې کوم روحي ملکات او ځانګړنې ترلاسه کړي وي؛نوپه ټولنه کې به پر نېکمرغه ژوند لاسبرى شي او که د خپل نېک روزاند له اوامرو يې سرغړاوی کړې وي ،بې له بدمرغۍ یې بله لار نشته.

يا دداسې چا په څېر دى،چې د طبيب تر څارنې لاندې درمل او خواړه خوري،ځانګړى ادمان کوي او پرهېزهم په پام کې نيسي،چې ددې چار په پاى کې یې په دننه کې ځانګړى حالت پيدا کېږي،چې د روغتيا او خوښۍ لامل يې ګرځي.

لڼده داچې انسان ددې ظاهري ژوند په باطن کې يو بل باطني ژوند “مانیز ژوند” لري،چې له همدې کړو وړو يې سرچينه نيولې،وده مومي او په هغه “آخرت” کې يې نېکمرغي او بدمرغي په همدې پورې اړه لري. قرآنکريم هم داعقلي څرګندونه مني او په ډېرو آيتونو[11] کې مؤمنينو اوصالحينو ته له دې ژوند اخوا يو لوړ او روښانه ژوند او روح ازبادوي، په نبوي احاديثو[12] کې هم دې مسالې ته اشاره شوې ده .

دويمه سريزه : ډېرځل داسې هم کېږي،چې يو څوک مو ښو يا بدو ته رابولي؛خو خپله پرې عمل نه کوي؛ خو پېغمبران او مشران،چې د خداى تعالى په امر نورو ته لار ورښيي او مشرتوب يې پر غاړه دى، پخپله لومړني عاملين اوعملي بېلګې دي او خلک چې مانیز ژوند ته رابولي ،خپله هم دهماغه مانیز ژوند څښتنان دي؛ځکه خداى تعالى هله يو څوک د نورو مشرتابه او ښیون ته ټاکي،چې هغه پخپله لومړى سمه لار موندلې او ښیون شوى وي او چاته،چې الهي ځانګړى ښیون شوې وي،هغه کله هم سرغړونه نه کوي؛ځکه،چې په دې ډول لارښوونه کې هډو د سرغړونې څه ځاى نه پيدا کېږي. له دې څرګندونو لاندې پايلې ترلاسه کوو:

(الف ) : – په هر امت کې،پېغمبر او امام د مانیز ژوند په هماغو لوړو پوړيو “کمال” کې وي ؛ځکه څه ته ،چې خلک رابولي، خپله يې بايد بېلګه وي .

( ب) : – داچې په عمل کې ړومبنى،مخکښ او د ټولو مشر دى؛نو تر ټولو غوره دى .

(ج):- چا ته چې د خداى تعالى په امر د امت د مشرتوب پازوالي ورپرغاړه شوى وي؛نو لکه څنګه،چې په ظاهري کړو وړو کې مشر او لارښود وي دغسې په مانیز ژوند کې هم دی او د کړنو حقايق دهغه په مشرۍ خپل ټاکلي بهير ته دوام ورکوي[13].

له دې ځايه جوتېږي،چې په اسلامي امت کې تر پېغمبر اکرم(ص) وروسته د خداى له لوري ټاکل شوي او منصوب شوي امامان شته دی،چې ډېر احاديث یې په شتون او شمېر لېینه – ګواهي کوي،چې داټول به قريشي او له نبوي کورنۍ وي او دا چې مهدي عليه السلام به له همدوى؛خو وروستنى وي[14].

په تېرو پاڼو کې د مشرتوب اوږده ویینه وشوه او د پښتنو سترمشر (امام) ارواښاد خوشحال بابا په خپل کلام کې داسې انځوروي :

که په کار دې ده د خداى پېژندګلوي
پيروي د محـــــــــــــــــمد کړه د علي
هرآيت چې به راته پاسه له عرشه
لا په عرش به يې علــــــي و ومتلي
محمد چې هغه راز يې په معراج کړ
يکايک وو،د علــــــــــــــــــي و ته جلي
په محشربه هغه تور مخونه پاسي
چې يې نه دي تورې خاورې دتـلي
محمد ، علي ،چې دوه ويني په سترګو
په دا کار کې احولي ده احـــــــــــــوالي
د زړه زنګ په بل صيقل نه لري کېږي
په دوستي يې دعلي ده مصــــــــــقلي
که دا هومره ويل کا ورته رخصت دى
محمد دى پېغــــــــــــــــمبر،علي ولي
د على دآل دوســــــتى د ايمان زړه دى
څوک دى شک په دا په زړه نه راولي
د علي د آل په مدح کې جـــــــــنت دى
د خوشحال خټک په دا ده تــــــــــسلي
ارمغان ٣٢٣ مخ :

شفاعت د محمد ثابــــت په نص دى
دا په چې دي د درست جهان آخص دى
د موسى دعيسى کله داصــــــفت وو
د لولاک نعت پرده باندې مختص دى
اوليا يې د امت واړه ممــــــــــتاز دي
هرولي ئې په ارشاد کې مرخص دى
سرحلقه د اولياوو هغه شـــــــــماره
چې شيطان يې بند کړى په قفس دى
د رستم د مړنتوب خبرې هېڅ شــوې
ذوالفقارچې يې ياد شوي په قصص
دوستداران داهل بيت داوره خلاص دى
بې دوستي يې عالم کله مخلــــــص دى
په “ولا” کې د “علي” رافضــــــــــي کېږي
سکه خوشحال يې په “ولا” کې مشخص دي
٧٠٥مخ:

محــــبت دخاندان لرم په زړه کې
دولس واړه امامان مې دي بصر
٧١مخ :

   امامان يې د اولاد واړه برحق دي
ترمهدي پورې د واړو خدمتګاريم
٥٦٩مخ :

تر مهدي پورې يولس دي يادولس
چې همه واړه ددنيا ددين سرور دي
له اوله تراخره کــــــــه ګروهيږي
د بتول اولاد مې واړه نور بصردي
چې دوستي يې د سيد نه وي په زړه کې
دهغوسړيو تل خاورې په ســــــــــر وي
ترهلال او تربلال يې صــــــــــدقه شم
لا رانجه مې د پله خاورې دبوذر دي
ارمغان ٥مخ :

دامت يې برګزين دي اثناعشر
په بزرګۍ د همه جهان مخدوم دى
د خوشحال خټک دې حشــــــــــــــــــــــــر له هغو شي
چې دوستدار د “پنجتن پاک” چهارده معصوم وي

 خوشال بابا وايي :

دجهان دولس امام دي

په حديث کې نام په نام دي
يوعلي دويم حســـن دى
بل حسين پاکيزه تــــــــن دى
چهارم زين العابــدين دى
بل باقرستنه دديـــــــــــــــن دى
بل جعفر ورپـسې هم دى
بل امام موسى کاظـــــــــــم دى
بل امام، على رضــــادى
محــــمد تقى بل بـــــــــــــــيادى
بل امام ،على نقــــي دى
بل حسن عســـــــــــــکري دى
بل امام، امام مهدي دى
چې ددرست جهـــــان هادى دى
دبې بــــي زهرا اولاد دى
پشت په پشت داهســـې ياد دى
پاک ســـني هغه آدم دى
چې دآل په عشق محـــکم دى .[15]

د پېغمبراکرم (ص) دولس ځايناستي

 دلته هغه روايات راخلو،چې د نبوي کورنۍ عمومي مشرتوب جوتوي،چې پکې متعال خداى او رسول اکرم(ص) تر خاتم النبيين وروسته امامان او وصيان ټاکلي او خلکو ته یې ورښوولي دي او ورپسې يې په څرګندونه هم لاس پورې کوو.

(الف) په رواياتو(ثقلينو حديث)کې د نبوي کورنۍ عمومي مشرتوب :

په دې لړ احاديثو کې،د کوم امام ځانګړي نوم اخستل شوى نه دى؛ خو د نبوي کورنۍ عمومي مشرتوب پکې نوموتى دى. دوه بېلګې يې دا دي:

په صحيح مسلم(٧/١٢٢-١٢٣)او نورو لس ګونو کتابونو؛ لکه د امام حنبل مُسنَد،د دارمي سنن،د بيهقي سنن او مستدرک الصحيحين (٣/١٠٩او١٤٨)کې روايت شوى چې :

زيد بن ارقم (رض) وايي: رسول اکرم (ص) (له حجة الوداع نه په ستنېدو کې يې) د مکې او مدينې په لار کې د ((خم)) ډنډ پر غاړه،خلکو ته وينا وکړه: ((خلکو! باخبر،زه [ستاسې] يو بشر يم،نژدى دى،چې[تلپاتې نړۍ ته] مې وبولي او د حق بلنه ومنم. دوه ارزښتمن څيزونه په ميراث درته پرېږدم : د خداى کتاب،چې پکې ښيون-هدايت او رڼا ده،مه يې پرېږدئ او منګولې پرې ولګوئ)) بيا يې وويل: ((او زما اهلبيت،کورنۍ مې،د خپلو اهل بيتو په اړه خداى دريادوم!(دا غونډله يې درې ځل وويله) ))

بيا د مستدرک د روايت له مخې زياتوي: ((هوښيار وسئ، چې تر ما وروسته له دې دوو پاتې شونو سره څرنګه چلن کوئ.دا دواړه بيخي يو له بله نه بېليږي،څو په کوثر ډنډ کې ماته راشي))

د پېغمبراکرم له وروستۍ غونډلې پوهېداى شو،چې بايد د نبوي کورنۍ يو امام(چې په معتبرو رواياتو کې ټاکل شوى دى) اوږد عمر ولري، چې د نړۍ تر پايه ژوندى وي او تل په بشري ټولنه کې له قرآن سره جوخت او اوږه په اوږه وي او ددې دواړو (قرآن-اهل بيت) د نه بېلتون په اړه د پېغمبر وينا رښتيا شي.

٢-همدې ته ورته وينا حضرت جابر(رض) د پېغمبراکرم(ص) د عرفې له خطبې روايتوي. وايي: پېغمبر(ص) مې د حج پر مهال په عرفات کې وليد،چې پر خپل اوښ ((غضباء)) نومي سپور و او خلکو ته يې وويل: ((…خلکو! داسې څه درته پرېږدم،که منګولې پرې ولګوئ او لاس ترې وانخلئ،بيخي به بې لارې نشئ : د خداى کتاب او کورنۍ مې،چې زما اهل بيت دي.[16] ))

ترمذي ددې خبرې تر راوړو وروسته زياتوي،چې دا حديث له ابوذر،ابوسعيدخِدري،زيدبن ثابت او حُذيفة بن اُسيد(رضى الله عنهم)هم روايت شوى دى.

په دې روايت کې،پېغمبر اکرم(ص) خپل اهل بيت د قرآن هم اوږه کړي او ښيون په دوى او قرآن پورې ګڼي او د لمن نيول یې له بې لارۍ د ژغورنې لامل ښيي او وايي : هوښيار وسئ او ځير شئ،چې تر ما وروسته له دې دواړو سره څرنګه چلېږئ او پوه شئ،چې دا دواړه بيخي يو له بله نه بېلېږي او د کوثر ډنډ(د قيامت د ژغورنديو د راټولېدو ځاى)ته به را ته راشي.

له نظري اړخ دا يوه غوڅه قرآني مساله ده،چې اسماني کتابونه د خلکو ګروهيز،اخلاقي او د عمل لارښوونکي او امامان دي:

((وَمِن قَبْلِهِ كِتَابُ مُوسَى إِمَامًا وَرَحْمَةً وَهَذَا كِتَابٌ مُّصَدِّقٌ لِّسَانًا عَرَبِيًّا لِّيُنذِرَ الَّذِينَ ظَلَمُوا وَبُشْرَى لِلْمُحْسِنِينَ [17]= او تر دې مخكې د موسى كتاب، چې لارښود او رحمت و (د قرآن نښې ښوولې دي) او دا كتاب په عربي ژبه د تورات له نښو سره اړخ لګوي،چې ظالمان ووېروي او نېكانو ته زېرى وركړي . ))

د همدې آر په پامنيوي او ډډه پرې وهل،له قرآن سره د پېغمبر د اهل بيتو يوځاى کېدل د دوى مشرتوب او امامت هم جوتوي.

په بله وينا،د اسلام نظري اړخ په قرآن کريم کې ويل شوى؛خو بهرنى انځور يې د اهل بيتو په سيرت کې ښوول کېږي.

دا چې په نظري اړخ کې مو د قرآن امامت او مشرتوب منلې؛نو بايد په عملي اړخ کې هم د اهل بيتو امامت ومنو.

پردې سربېره،د پېغمبراکرم د وينا له مخې،ښيون يوازې په دې دوو ارزښتمنو ميراثونو پورې اړوند دى او پوهېږو،چې د قرآن ښيون په ټوليزه بڼه د ګروهيز،اخلاقي او عملي مسايلو په باب دى؛نو هرومرو به د قرآني اسلام[؛يعنې هغه اسلام،چې په قرآن کريم کې راغلى او مطلب، ددې دين اصول او ټوليز مسايل دي]څرګندول،بيانول او رڼا پرې اچول د اهل بيتو دنده وي،چې ښيون پوره شي.

(ب)په رواياتو کې د امامانو د شمېر ټاکنه:

رسول اکرم(ص)خبر کړي يو،کوم امامان،چې ورپسې راځي ((دولس)) تنه دي،چې دا مساله په صحاحو او مسانيدو کې روايت شوې ده:

١-امام مسلم په خپل صحيح کې له جابر بن سُمَرة(١)روايت کړى چې: رسول اکرم وويل: ((دا دين،تل او تر قيامته او هله،چې دولس تنه خلفاء مو پالندويان وي،ټينګ او پر ځاى دى.دا خلفاء ټول له قريشو ځنې دي.))

په دوو نورو روايتونو کې راغلي: ((تر هغې،چې دولس تنه خلفاء مو پالندويان شي))

په بل حديث کې: ((د دولسو تنو تر پايه)) (٢)

په صحيح بخاري کې راوي وايي:له پېغمبراکرم(ص)مې واورېدل،چې يې ويل: ((دولس تنه اميران او بولندويان دي)) راوي وايي:پېغمبر(ص)تر دې وروسته خبرې وکړې،چې پوه نشوم.پلار مې وويل: ويې وويل: ((هغوى ټول له قريشو څخه دي)).

بل روايت دى،چې يې وويل: ((د چا دښمني يې زيانمولاى نشي)). [18]

٢-بل روايت دى،چې رسول اکرم(ص)وويل: ((لا تزال هذه الامه مستقيماً امرها،ظاهرة على عدوها،حتى يمغى منهم اثنا عشر کلهم من قريش؛((د دې امت چارې به تل سمې او پر دښمنانو به برلاس وي،چې دولس تنه قريشي خلفا پرې تېر شي)) [19]

٣- په بل روايت کې راغلي،چې يې وويل: ((دا امت دولس تنه پالندويان لري، چا يې چې لاسنيوى ونه کړ،زيان ورته نشي وررسولاى،ټول له قريشو ځنې دي.))[20]

په بل روايت کې يې وويل: ((د دې امت چار به تل روان وي،تر هغې چې دولس تنه پرې ولايت ولري.))[21]

٥- له حضرت انس(رض)روايت دى،چې آنحضرت(ص) وويل : دا دين په هېڅ توګه نه ورکېږي،چې له قريشو نه دولس تنه وي او چې له نړۍ ولاړل،ځمکه خپل اوسېدونکي ډوبوي)) [22]

٦-په بل روايت کې يې ويلي: ((د دې امت چار تل بريا ته ورنژدې دى،چې ټول دولس تنه راپاڅي،دوى ټول قريشي دي)) [23]

٧-امام احمد بن حنبل،حاکم او نور له مسروق څخه روايتوي،چې ويې ويل: ((يوه شپه له عبدالله بن مسعود سره ناست وو او قرآن يې رازده کاوه،چې يو سړي ترې وپوښتل:اباعبدالرحمانه!ايا رسول اکرم دې پوښتلى و،چې د دې امت څو تنه خلافت ته رسي؟عبدالله وويل:عراق ته چې راغلى يم، داسې پوښتل شوى نه یم.په دې اړه مې پېغمبر پوښتلى او راته يې ويلي: ((هغوى د بني اسرائيلو د نقيبانو په شمېر دولس تنه دي.)) [24]

٨-ابن مسعود وايي،رسول اکرم وويل: ((تر ما وروسته خلفاء د موسى د نقیبانو په شمېر دي.)) [25]

تېر روايتونه په څرګنده وايي: د واليانو شمېر دولس تنه دى،چې ټول له قريشو ځنې دي.

علي(ک) په خپلې يوې وينا کې له قريشو مطلب څرګند کړى دى چې يې وويل: ((ټول امامان قريشي دي او د بني هاشمو(اهل بيتو) له ټبره ټاکل شوي،(ولایت) بې له دوى بل چاته روا نه دى او يوازې دوى (پر امت د ولايت)وړ دي.

وګورئ:نهج البلاغه،١٤٢خطبه،د مصر چاپ،مطبعة الاستقامه او همدا راز ويې ويل : هو،پر خداى قسم،ځمکه به بيخي د خداى لپاره د حق له حجته تشه نشي[دا قايم امام] يا بريمن دى او ښکاره او يا ډارن او پټ،چې الهي حجتونه او روښانه الهي نښې تل وي))[26]

د تېرو احاديثو نچوړ

د تېرو احاديثو پايله او لنډيز دادى: ددې امت د امامانو شمېر پر له پسې دولس تنه دى،چې د نړيوالو دنيوي او اُخروي نېکمرغي به د دوى په ښوونو کې وي .

په لومړى حديث کې راغلي:

په دې حديث کې تر قيامته د اسلام تلپاتېتوب ته اشاره شوې او د امت امامان يې دولس تنه ښوولي دي.

په پينځم حديث کې راغلي:

دې حديث هم،د دين شتون او پايښت د دولس ګونو امامانو د عمر تر پايه تاييد کړى او عمر يې د دنيا پاى بولي.

اتم حديث،د امامانو شمېر يوازې دولس تنه ښيي: ((تر ما وروسته خلفا،د موسى (ع) د اصحابو د شمېر هومره دي.))

دا حديث راښيي،چې تر رسول اکرم وروسته به بې له دولس ګونو خلفاوو بل خليفه نه وي.

د دې رواياتو الفاظ په ډاګه وايي: ((د خلفاوو شمېر يوازې دولس تنه دى او وروسته ترې ګډوډي،د ځمکې نابودي او قيامت دى)) نور روايتونه،چې دغسې څرګندتوب نه لري،همدا(روايت) يې بيانوي.

نو ځکه شونې ده،چې د دولس ګونو امامانو د يو امام عمر دعادي انسانانو د عمر پر خلاف،اوږد او خارق العاده وي؛لکه چې همدا اوس دى او دولسم امام؛ حضرت مهدي په همدې توګه دى.

 علماء څنګه د دولس ګونو امامانو حديث تفسير وي؟

په دې اړه عالمان بېلا بېلې څرګندونې لري:

د((ترمذي دسننو)) شارح،ابن عربي وايي: تر رسول اکرم وروسته اميران،مې،چې وشمېرل؛نو دا دي: حضرت ابوبکر، حضرت عمر، حضرت عثمان، حضرت علي، امام حسن، حضرت معاويه،يزيد،معاويه بن يزيد،مروان،عبدالمالک مروان، سليمان، عمربن عبدالعزيز،يزيد بن عبدالمالک،مروان بن محمد بن مروان،سفاح او…)) وروسته،تر خپل وخته ٢٧تنه عباسي خلفاء شمېري او وايي: په دوو کې تر سليمان ابن عبدالمالک پورې دي او که خليفه په واقعي مانا په پام کې ونيسو،موږ ته يوازې پينځه تنه پاتې کېږي: څلورګوني خلفاء او عمربن عبدالعزيز؛نو ځکه زه دې حديث ته کومه مانا نه مومم.)) [27]

قاضي عياض،د دې خبرې[چې له دې شمېر(دولس ګونو تنو)ډېر ولايت او واکمنۍ ته رسېدلي دي]په ځواب کې وايي: ((دا سمه نيوکه نه ده؛ ځکه پېغمبر ويلي نه دي،چې يوازې دولس تنه ولايت ته رسي؛البته دا شمېر ولايت ته رسېدلي دي او دا مطلب يې پر شمېر د ور زياتوالي مخه نه نيسي)) [28]

((سيوطي)) د خپل تاريخ په دولسم مخ کې یې په ځواب کې يوه خبره راوړى او وايي: ((د حديث مراد،د اسلام په اوږدو کې تر قيامته د((دولس ګونو خلفاوو شتون دى،چې پر حق عمل کوونکي وي،که څه پر له پسې نه وي.))

د فتح الباري (٦/٣٤١)مولف او هم سيوطي د خپل تاريخ په دولسم مخ کې ليکي: ((په يقين چې له دې شمېره(دولس ګونو) څلورګوني خلفا تېر شوي او پاتې نور د قيامت تر راتلو مخکې بايد هرومرو پوره شي.))

ابن جوزي وايي: ((نو ځکه داچې يې ويلي: ((وروسته به فتنه او ګډوډي وي)) مراد ترې د قيامت تر جوړېدو مخکې فتنې دي؛ لکه د دجال راوتل او وروسته هغه دى)) [29]

سيوطي وايي: ((له دې “دولسو تنو” څلور ګوني خلفا، حسن، معاويه، عبدالله بن زبير او عمربن عبدالعزيز،دا اته تنه واکمن شوي او احتمال دا چې عباسي خليفه مهدي(چې په عباسيانو کې؛ لکه په امويانو کې چې عمربن عبدالعزيز و)هم پرې ور زيات کړو او همدا راز طاهر عباسي د عدالت له امله يې؛نو بيا هم دوه تنه پاتې کېږي او د انتظار وړ دى، چې يو يې مهدي آل محمد(ص)له اهل بيتو څخه وي)).[30]

همداراز ويل شوي دي: ((د حديث مراد دا دى،چې هغه ((دولس تنه)) د خلافت د عزت په پېر،د اسلام په ځواکمنۍ او چارې يې ښه سمبالې وي،هغه کسان (دولس تنه)،چې د واکمنۍ پر مهال يې اسلام عزتمن شوى او ټول مسلمانان پرې راټول وي)).[31]

سيوطي،د خلفاوو تاريخ:لسم مخ د بيهقي له خولې ليکي : ابن کثير، تاريخ٦/٢٤٩ :

((دا شمېر(دولس تنه)د وليدبن يزيد بن عبدالمالک تر مهاله واکمن شول بيا ستره ګډوډي شوه او ورپسې د عباسيانو حکومت راغى او دا چې پر نوموړي شمېر يې ور زياتوي علت يې دا دى،چې د حديث ځانګړنې يې پرېښي يا يې له دولس تنو هغه کسان شمېري،چې له سترې ګډوډۍ وروسته راغلي دي.)) او همداراز ويلي يې دي: ((پر چا چې امت يوه خوله شوې درې ګوني خلفا ورپسې حضرت علي په صفين کې د منځګړتوب تر وخته،چې حضرت معاويه يې پر هغه ورځ خليفه ونوماوه .بيا د امام حسن له سولې سره،پرحضرت معاويه يوه خوله شول او تر دې وروسته يې پر زوى يزيد. حسين هم خلافت ته تر وررسېدو مخکې ووژل شو.د يزيد په مړينه اړپېچ پيدا شو، تردې چې د عبدالله ابن زبير (رض) تر وژنې وروسته،پر عبدالملک مروان يوه خوله شول او ورپسې پر څلورو زامنو يې: وليد،سليمان،يزيد او هشام،چې په دوى کې عمربن عبدالعزيز د سليمان او يزيد تر منځ په يوه واټن کې و او دولسم يې وليدبن يزيدبن عبدالملک و،چې خلکو له هشام وروسته پرې يوه خوله شول او څلور کاله يې واکمني وکړه)) [32]

نو ځکه د دې دولسو تنو خلافت په دې دليل سم دى، چې مسلمانان پرې يوه خوله ول او پېغمبر مسلمانانو ته د دوى خلافت(چې خلکو ته به اسلام ورلېږي) زېرى ورکړى دى.

ابن حجر د دې مخونې په اړه وايي: ((دا خورا غوره مخونه ده)) او ابن کثير وايي: ((د بيهقي لار د منلو نه ده،چې يو شمېر ورسره يوه خوله دي؛ يعنې داچې له پرله پورې خلفاوو؛د حديث مراد تر وليدبن يزيد بن عبدالملک پورې دى؛ځکه د دې “وليد” تر وخته خلفاو تر “دولسو تنو” زيات ول،په دې دليل،چې د حضرت ابوبکر، حضرت عمر، حضرت عثمان او حضرت علي خلافت سم ول او وروسته ترې امام حسن بن علي دى.په دې دليل،چې حضرت علي وصيت کړى و او د عراق خلکو ورسره بيعت کړى و،تردې چې له حضرت معاويه سره يې سوله وکړه.ورپسې يزيد ابن معاويه،معاويه بن يزيد،مروان بن حکم، عبدالملک بن مروان،وليدبن عبدالملک،سليمان بن عبدالملک،عمر بن عبدالعزيز،يزيدبن عبدالملک او هشام بن عبدالملک دى،چې ټول پينځلس تنه کېږي.ورپسې وليد بن يزيد بن عبدالملک او که تر عبدالملک مخکې د عبدالله بن زبير(رض) واکمني وشمېرو؛نو اولس تنه کېږي.په دې شمېرنې سره يزيد بن معاويه په هغو دولسو تنو کې راځي؛ خو عمربن عبدالعزيز ترې وځي،هغه عمربن العزيز،چې ټول مشران یې په ستاېنه يوه خوله دي او له خلفاى راشدينو يې شمېري او ټول خلک يې پر عدالت قايل دي او د واکمنۍ پير يې خورا ښه وخت و،ان شيعه هم پرې منښته کوي.

که ووايي :((ما يوازې هغه کسان شمېرلي،چې امت پرې يوه خوله شوي؛ نو لازمه يې دا ده،چې علي او زوى يې و نه شمېرل شي؛ځکه ټول خلک پرې يوه خوله نه ول؛ځکه ټولو شاميانو ورسره بيعت و نه کړ)) نو ددې ليد له مخې وايو: ((په دې مسلک کې،درې ګوني خلفاء معاويه، يزيد، عبدالملک،وليدبن سليمان،عمربن عبدالعزيز، يزيد او هشام شمېرل کېږي،چې ټول لس تنه کېږي او په دوى پسې وليدبن يزيدبن عبدالملک دى،چې د دې ليد لازمه د علي او زوى (حسن) يې ترې ايستل دي،چې دقيقاً دا نظر د اهل سنتو د امامانو او بلکې د شيعه و د څرګندونو پر خلاف دى)) [33]

ابن جوزي په ((کشف المشکل))کتاب کې د دې مخونو په ځواب کې دوه نور دلايل وړاندې کوي چې وايې: لومړى: ((پېغمبر (ص) په خپل حديث کې تر ځان او اصحابو کرامو وروسته پېښو ته اشاره نه کوي؛ځکه د اصحابو حکم د آنحضرت(ص)له حکم سره تړلى دى؛نو پايله داچې،تر اصحابو کرامو وروسته، راغليو واکمنو په اړه روايت دى،وينا يې د اموي خلفاوو شمېر ته اشاره ده؛ لکه چې د آنحضرت (ص) خبره ((لايزال الدين))؛يعنې ولايت تر هغه دوام لري،چې دولس تنه واکمن شي.بيا اوضاع تر لومړي حالته هم بدترېږي.په دې شمېر کې لومړى اموي خليفه يزيد بن معاويه او وروستى يې مروان حمار دى،چې ((ديارلس تنه))کېږي. حضرت عثمان،حضرت معاويه او عبدالله بن زبير (رض) نه شمېرل کېږي؛ځکه دوى اصحاب دي،که مروان بن حکم هم (له دې امله،چې د صحابيتوب په اړه يې اړپېچ دى او د عبدالله بن زبير(رض) پر وړاندې يې ماته وخوړه او خلک پر ابن زبير راټول شول) ترې وباسو؛نو د ((دولس تنو شمېر)) رښتيا کېږي.له امويانو،چې خلافت ووت؛ نو سترې فتنې،ګډوډۍ او خونړۍ حالت رامنځ ته شو،تردې چې عباسيانو حالات کابو کړل او حالات يې له بيخه واړول)) [34]

ابن حجر په ((فتح الباري))کې دا استدلال رد کړى دى.

دويم:ابن جوزى دا برخه له هغې ليکنې راخستې،چې((ابوالحسين ابن منادي)) د ((مهدي)) په اړه کښلې او وايي: شونې ده،چې دا موضوع تر مهدى وروسته په حالاتو پورې اړوند وي،چې په آخرالزمان کې راوځي؛ځکه ما د ((دانيال)) په کتاب کې ليدلي،چې مهدي وفات شي؛ نو د ((سبط اکبر)) له کړوسیو پينځه تنه واکمنۍ ته رسي، ورپسې د ((سبط اکبر)) له کړوسیو پينځه تنه د دوى وروستۍ د((سبط اکبر)) يو تن خپل وصي کوي،چې وروسته يې خپل زوى واکمنېږي او په دې توګه ((دولس تنه))واکمنېږي،چې هر يو يې امام او مهدى دى))

همداراز وايي: ((په بل روايت کې دي،چې وروسته ترې دولس تنه نارينه (شپږ تنه د حسن اولاده،پينځه تنه د حسين اولاده او بې له دوى يو تن) حکومت ته وررسي او دا چې وروستۍ تن مومي؛نو فساد نړيوالېږي.))

ابن حجر په صواعق کې پر دې حديث يو لمن ليک کښـلى او وايي: ((دا يو خوشى روايت دى،چې ډاډ پرې نشته)) [35]

بله ډله وايي: ((غالب ګومان دا دى،چې پېغمبراکرم په دې حديث کې تر ځان وروسته له عجايبو خبر کړي يو؛هغه فتنې،چې خلک په يوه وخت کې تالاترغۍ کوي او د((دولسو تنو اميرانو))ولکې ته يې راکاږي او که يې بې له دې غوښتي واى؛نو يې ويل: ((دولس اميران دي،چې دغسې کوي)) او داچې دغسې ځانګړنې يې ورته ويلي نه دي؛نو پوهېږو،چې دوى به په يوه وخت کې وي.)) [36]

ويلي يې دي: په پينځمه لېږديزه پېړۍ کې په ((اندلس))کې يوه پېښه وشوه،چې شپږو تنو ځانونه ((خليفه))ګڼل،پردې سر بېره،د مصر واکمن، د بغداد عباسي خليفه او له علويانو او خوارجو او همدا راز د خلافت نور مدعيان هم ول. [37]

ابن حجر د دې مخونې په اړه وايي:دا د هغه چا خبره ده،چې تش په بخاري کې په لنډو يو راغلي حديث پوهېږي؛نه نور څه. [38]

او همدا راز وايي: په يوه وخت کې شتون يې،ګډوډي او بېلتون دى چې دا د حديث مرادېداى نشي.))

[39]نو د همدې څېرنې له مخې د هېواد ستر عالمان او فرهنګي شخصيتونه؛لکه محمد جلال الدين بلخي (٦٧٢س مړ) شيخ نورالدين عبدالرحمان جامي(٨٩٨س مړ)شيخ سليمان قندوزي حنفي او خوشال بابا او همدا راز امام جويني په فرايد السمطين کې شيخ علي بن محمد مالکي په ابن صباع مشهور(٨٥٥س مړ) په خپلو اثارو کې د دولس ګونو امامانو نومونه راخلي،چې موږ د شیخ قندوزي ( د ینابیع المودة۹۹ مخ) په عبارت بسیا کوو:

  1. امام علي بن ابي طالب
  2. امام حسن بن علي .
  3. امام حسین بن علي.
  4. امام علي بن الحسين (زين العابدين ) .
  5. امام محمد بن علي (باقر).
  6. امام جعفربن محمد (صادق ) .
  7. امام موسى بن جعفر (کاظم ).
  8. امام علي بن موسى (رضا) .
  9. امام محمد بن علي (جواد ) .
  10. امام علي بن محمد(هادي)
  11. امام حسن بن علي (عسکري) .
  12. امام محمد بن حسن (مهدي منتظر) .

  خوشال بابا وايي :

تر مهدي پورې يولس دي يا دولس
چې همه واړه ددنيا ددين سرور دي
له اوله تراخره کــــــــه ګروهيږي
د بتول اولاد مې واړه نور بصردي [40]

 ددې روايتونو حقيقي مفهوم

د دولس ګونو امامانو په اړه،چې کوم روايتونه راغلي،که راټول یې کړو او په ورته ځير شو؛نو حقيقي مفهوم ترې لاس ته راځي او د هغو مخونو په ناسموالي به هم وپوهېږو،چې په دې اړه يو له بل سره اړخ نه لګوي:

١-د پېغمبر اکرم خلفا او د اسلام مخکښان تر دولسو تنو نه اوړي او ټول قريشى ځنې دي.

و يکون لهذه الامع اثنا عشر قيما کلهم من قريش= دې امت ته دولس تنه پالندويان دي،چې ټول له قريشو ځنې دي.[41]

او يا:يملک هذه الامه اثنا عشر خليفه=دې امت ته به دولس تنه خلفا وي.

اويا:يکون بعدى اثنا عشر خليفه کلهم من قريش= تر ما وروسته به دولس تنه خلفا وي،چې ټول له قريشو ځنې دي.

٢-دوى پر له پسې تر قيامته په امت کې وي :

((د خلافت چارې تر هغې،چې ان په نړۍ کې دوه تنه پاتې وي،په قريشو کې به وي)) [42]

چې دا حديث د نړۍ تر پايه د خلافت غځیدا اعلانوي . دا حديث […دا دين،چې تر هغې دولس تنه خلفا پر تاسې واکمن وي،تر قيامته پاتې کېږي] تر قيامته د دين د پاتې کېدو زېر‌ى راکوي او همدا راز د دولس تنو خلافت اعلانوي،په دې مانا چې پېغمبر اکرم څرګندوي،چې دين مې تر قيامته پاتې کېږي،چې دا موده د دولس ګونو امامانو د خلافت موده هم ده،چې بايد لږ تر لږه له دې خلفاو د يوه عمر هومره اوږد وي،چې د خلافت وخت يې تر قيامته وغځېږي .

 تر رسول اکرم(ص) وروسته د دولس ګونو امامانو ښوونه

 د اهل سنتو په سرچينو کې د دولس ګونو امامانو نومونه :

(الف):امام جويني [43] له عبدالله بن عباس څخه روايتوي،چې ويې ويل: رسول اکرم (ص) وويل : زه د پېغمبرانو ښاغلى يم او علي بن ابيطالب د وصيانو ښاغلى دى او بېشکه تر ما وروسته وصيان مې ((دولس)) تنه دي،چې لومړى يې علي بن ابيطالب او وروستى يې مهدي دى)).

(ب)امام جويني بيا هم په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايتوي چې و يې ويل:رسول اکرم(ص) وويل: ((په واقع کې تر ما وروسته خلکو ته مې خلفاء،وصيان او حجتونه ((دولس))تنه دي،لومړى يې زما ورور او وروستى يې زما زوى دى)) ورته وويل شو: رسول الله!ورور مو څوک دى؟ورته يې وويل: ((علي بن ابيطالب)) ورته وويل شو:زوى مو څوک دى؟ورته يې وويل :((هغه مهدي دى،هغه چې ځمکه به له عدله ډکوي لکه چې له ظلم او تېري ډکه شوې . پر هغه سوګند،چې زه يې پر حق زېرى ورکوونکى او ګواښنګرى لېږلى يم،که له نړۍ يوه ورځ هم پاتې نه وي، خداى به دا ورځ هومره اوږده کړي،چې زوى مې مهدي راووځي،د خداى روح عيسى بن مريم راکېوځي او لمونځ ورسره کوي، ځمکه به د پالونکي له رڼا روښانه شي او واکمني به يې ختيځ او لويديځ راونغاړي))

(ج)امام جويني بيا هم په خپل سند روايتوي،چې راوي وويل : وا مې ورېدل،چې رسول اکرم وويل :

((انا و على و الحسن و الحسين و تسعه من ولد الحسين مطهرون معصومون = زه،علي،حسن،حسين او د حسين نهه تنه زامن سپېڅلي او سپينلمني يو)) [44]

د اسلام په تاريخ کې واکمنو هڅه کړې،چې دغسې احاديث د اسلامي امت له لاسرسۍ لرې وساتل شي؛خو بيا هم عالمانو خورا هڅې کړي،چې احاديث د خلکو غوږونو ته ورورسول شي.

 [1] ٥مخ – ارمغان

[2] ( دينوري، الا مامة والسياسته ١/٢٣ ، شرح ابن ابى الحديد ١/٧٤مخ )

[3] (١) په غزاګانو کې په مدينه منوره کې د پېغمبراکرم ځايناستى:

د هجرت له دويم نه تر اتم کال،چې (٢٧) غزاګانې شوې [که د خيبر او وادي القرى غزاګانې په دوو وشمېرو؛نو د آنحضرت غزاوې ( ٢٨) کېږي او که نه (٢٧)به شي] نو په ترتيب چې پېغمبراکرم په مدينه منوره کې خپل ځايناستي پرېښي په لاندې ډول دي. البته دا د مسعودي په التنبيه و الاشراف کتاب کښل شوي او موږ د معالم المدرستین ( ١/٣٥٤- ٣٦٠ ) (علامه مرتضى عسکري عراقي عالم ) له کتاب رااخستي دي .

١_ سعد بن عبادة (رض) .٢_ سعد بن معاذ (رض) .٣_ زيد بن حارثه (رض). ٤_ ابوسلمه مخرومي (رض) .٥- ابن ام مکتوم(رض). ٦-ابولبابۀ انصارى (رض).٧_ ابوالبابه انصارى (رض). ٨_ ابن ام مکتوم(رض). ٩_ ابن ام مکتوم (رض) . ١٠_ عثمان بن عفان(رض). ١١_ ابن ام مکتوم ( رض) . ١٢_ ابن ام مکتوم(رض) . ١٣_ ابن ام مکتوم (رض) . ١٤_ عبدالله بن رواحه (رض) . ١٥_ عثمان بن عفان (رض). ١٦_ ابن ام مکتوم (رض) . ١٧_ زيد بن حارثه (رض) . ١٨—ابن ام مکتوم (رض) . ١٩_ ابورهم غفاري (رض). ٢٠_ ابن ام مکتوم (رض). ٢١—ابن ام مکتوم (رض) . ٢٢-   ابن ام مکتوم (رض) . ٢٣_ سباع بن عرفطة (رض) . ٢٤_ سباع بن عرفطة (رض) .٢٥_ ابورهم غفاري (رض) . ٢٦_ ابورهم غفاري (رض) .٢٧_ علي بن ابيطالب (ک).

دلته ځير شئ ،چې ابن ام مکتوم يولس (١١) ځلې، زيد بن حارث، ابولبابه،عثمان بن عفان او ابورهم غفار(رضى الله عنهم ) هر يو، دوه،دوه ځلې ځايناستي ټاکل شوي دي .

[4] (سيرة ٢/٦٢٣ د ارواښاد علامه برهان الدين کشککي پښتو ژباړه ،د پښتو ټولنې د ١٣٢٨ل کال له (٨٤) شمېر خپرونو،د کابل دعمومي مطبعې چاپ)

[5] په دې مبارک حديث کې “مولى” ویی – کلمه راغلى،چې په عربي ژبه کې (٢٧ ) ګونې ماناوې لري،داچې کومه مانا يې د حديث ويلو په وخت کې مراد وه ،په دې باب ژورې څېړنې او ځيرنې ته اړه ليدل او د څېړنې په ترڅ کې سړي ته جوتېږي،چې دا حديث د خلافت او چارواکۍ پورې تړاولرياوکه نه؟ خو څه،چې سړى پرې ژر پوهېداى شي،دادي،چې که د مولى ویی په هرې مانا راولو؛نو کومه مانا چې د رسول الله(ص) لپاره راځي، د على (ک) لپاره هم راځي،علامه امينى (الغدير ٢/٣٢٦) دا ( ٢٧ ) ګونې ماناوې داسې را اخستى دي :

١_ رب (پالونکی). ٢_ عم (تره) . ٣_ ابن عم (د تره زوى) .٤_ ابن (زوى).٥_ ابن اخت (خورى= د خور زوى ).٦_ معتق (ازادونکې ) . ٧_ معتق (آزاد شوى).٨_ عبد (بنده ، مربى ، مملوک) . ٩- مالک (په صحيح بخاري ٧/٥٧ کې د مالک پرځاى ملى راغلى او قسطلانى (رح) دهغه په شرح٧/٧٧ کې ليکلى ،مولى مليک دى ؛ځکه د خلکو د چارو زمه وار دى)

١٠_ تابع (پيرو،لاروى) .١١_ منعم عليه (احسان پرې شوى ).١٢_ منعم (دنعمت څښتن خاوند). ١٣_ شريک . ١٤_ حليف (هم تړونی؛چې تړون يې ورسره کړى وي ) .١٥_ صاحب (رفيق ،ملګرى) . ١٦- جا( همسايه، ګاونډى). ١٧_ نزيل (وارد،ساکن ) .١٨_ صهر(زوم ،داماد) . ١٩_ قريب (نژدې ) . ٢٠_ عقيد (هم ژبى،تړلى اوهمژمنى) . ٢١_ ولي . ٢٢- اولى بالشى.٢٣_ سيد (سرور،مشر،ښاغلى،اغا) . ٢٤_ محب (دوستدار). ٢٥_ ناصر(ياور،مرستندوى) . ٢٦- پرچارو لاسبری يا پر چارو واکمن . ٢٧_ دچارو متولى . په دې مسالى پورې اړوند لاندې کتابونه هم ولولئ .

١_ عبدالحميد،ابن ابي الحديد معتزلي شافعي،شرح نهج البلاغه (١٢/١٢٠/٢١/١١٥ – او ٧٩ مخونه ( ٢/١٩٦/٥٦١/٢٠٧) مخونه، د مصرچاپ د محمد ابوالفضل له څېړنې سره. ٢- صحيح بخاري: الف: ١/٦٥ باب کتابة العلم، ٥٥ حديث . ب : ٦/٢٩ باب مرض النبي کتاب المغازي٤٢٢-او ٤٢٣ حديثونه . ج: ٧/٢١٩ ،کتاب المرض،باب قول المريض قوموا عنى ، ٣٠ حديث . د: ٩/٢٠٠،کتاب الاعتصام بالکتاب والسنة،باب کراهية الخلاف ، ١٣٤ حديث . ٣_ صحيح مسلم ٣/١٢٥٧،کتابه الوصيه باب ترک الوصيه،٢٠ حديث . ٤_ د امام احمد حنبل مسند٤/٣٥٦/٢٩٩٢ حديث،په سم سند د مصر دارالمعارف چاپ . ٥_ طبري تاريخ ( ٤/٢٢٣) او ( ٢/٢٨٩) د مصر دارالمعارف چاپ. ٦_ ابن اثير،الکامل فى التاريخ ٣/٢٤د٢٣ کال پېښې د ارصادر چاپ. ٧_   مرتضى عسکري،عبدالله بن سبا١/١١٤ . ٨_ علامه شبلي نعماني،سيرةالنبي ٢/٦٣٦- ٦٣٧ مخونه ،د کابل چاپ ؛د١٣٢٨ل کال د پښتوټولنې له ٨٤ شمېر خپرونو څخه . ٩- يعقوبي ،تاريخ ٢/١٣٧مخ . ١٠_علامه صفى الرحمن مبارکپوري الرحيق المحتوم ٨٢٢ مخ، دعبدالله خاموش هروي فارسي ژباړه د١٣٧٥ کال داوړي چاپ. ١١_ ابن سعد،طبقات ٢/٢٦٢-٢٦٤. ١٢_ کنزالمعال: الف ) ٤/١٥٥(١٠٠٩ حديث) ب ) ٦/٣٩٢ ( ١٠٠٩حديث) ج) ٤/٥٥( ١١٠٦-او ١١٠ احاديث) ١٢_ صحيح بخاري ،کتاب الجهاد والسير،باب جواثر الوفد٤/٨٥ ، مطابع الشعب چاپ . ١٣_ صحيح مسلم، کتاب الوصية ١١/٨٩٠ ٩٤ مخونه د نوي له شرح سره . ١٤_ امام احمد حنبل مسند٣/٢٨٦( ١٩٣٥ حديث) په سم سند او ٥/٤٥( ٣١١حديث) د مصر دارالمعارف چاپ. ١٥_ امام راغب ،محاضرات ٧/٢١٣ مخ .

[6] (انعام /٨٩ )

[7] د امام احمد حنبل،مسند، د متقي هندي،کنزالمعال.

[8] (بقره/۱۲۴)

[9] (انبباء/۷۳)

[10] وَالْكِتَابِ الْمُبِينِ. إِنَّا جَعَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ. وَإِنَّهُ فِي أُمِّ الْكِتَابِ لَدَيْنَا لَعَلِيٌّ حَكِيمٌ (زخرف/ ۲/ ۳/ ۴آيتونه) = پر څرګندوى كتاب قسم! چې موږ هغه لوستونى عربي (=واضح) ګرځولى دى، ښايي چې پرې پوه شئ. او په رښتيا اصل کتاب له موږ سره دى، چې عزتمن او له حکمته ډک دى.

 [11] (الف) : وَجَاءتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّعَهَا سَائِقٌ وَشَهِيدٌ. لَقَدْ كُنتَ فِي غَفْلَةٍ مِّنْ هَذَا فَكَشَفْنَا عَنكَ غِطَاءكَ فَبَصَرُكَ الْيَوْمَ حَدِيدٌ (ق/۲۱،۲۲) = او هر څوك (پداسې حال كې محشر ته) راځي، چې سيخوونکى او شاهد به ورسره وي (ورته ويل كېږي) په يقين، تۀ خو لدې (ورځې او سترې محاكمې) بې خبره وې؛نو موږ (له سترګو) دې پرده لرې كړه؛نو نن دې سترګې تېزې دي.

(ب) : مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ (نحل/ ٩٧) = هر نارينه او يا ښځینه چې ښه كار وكړي (؛نو) كه ايمان يي راوړى وي؛ نو بېشکه هغه ته به په پاك ژوند،(حقيقي ) ژوندون وركړو او هرومرو به ترخپلو كړنو هم ښه بدله وركړو.

(ج) : يَوْمَ تَجِدُ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ مِنْ خَيْرٍ مُّحْضَرًا وَمَا عَمِلَتْ مِن سُوَءٍ تَوَدُّ لَوْ أَنَّ بَيْنَهَا وَبَيْنَهُ أَمَدًا بَعِيدًا وَيُحَذِّرُكُمُ اللّهُ نَفْسَهُ وَاللّهُ رَؤُوفُ بِالْعِبَادِ ( آل عمران /٣٠ ) = پر هغه ورځ به هرڅوك خپل ښه او بد كړه حاضر ومومي او دا هيله څرګندوي،چې (كاشكې) دهغه او د بدو كړو ترمنځ يې ډېر(زماني) واټن واى! خداى تاسې له خپلې (نافرمانۍ) وېروي (او په عين حال كې) خداى پرخپلو بندګانو مهربان دى

(د) : إِنَّا نَحْنُ نُحْيِي الْمَوْتَى وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَآثَارَهُمْ وَكُلَّ شَيْءٍ أحْصَيْنَاهُ فِي إِمَامٍ مُبِينٍ (یس/۱۲) = په حقيقت كې موږ پخپله مړي را ژوندي كوو او څه چې يې مخكې لېږلي او څه چې ترې پاتې دي ليکو يې او موږ ټول څيزونه په څرګند لارښود (لوح محفوظ) كې شمېرلي دي.

(هه): يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ = (انفال/۲۴) مؤمنانو! د خداى او پېغمبر بلنه ومنئ، چې كله مو د ژوند بښونكي څيز لوري ته رابولي او پوه شئ، چې خداى د انسان او د هغه د زړه ترمنځ پرده كېږي او دا چې ( په قيامت كې) به يواځې همده ته راټولېږئ.

[12] د بېلګې په توګه،خداى تعالى د معراج په حديث کې پېغمبر اکرم ته وايي:

(الف) : فمن عمل برضاي، الزمه ثلاث خصال، اعرفه شكرا لا يخالطه الجهل و ذكرا لايخالطه النسيان و محبة لا يؤثر علي محبتي محبة المخلوقين فاذا اجبني احببته و حببته الي خلقي و افتح عين قلبه الي جلالي و عظمتي فال اخفي عليه علم خاصة خلقي فاناجيه في ظلم الليل و نور النهار حتي ينقطع حديثه مع المخلوقين و مجالسته معهم و اسمعه كلامي و كلام ملائكتي و اعرفه سري الذي سترته عن خلقي و البسه الحياء حتي تستحيي منه الخلق كلهم و يمشي علي الارض مغفورا له و اجعل قلبه و اعيا و بصيرا و لا اخفي عليه شيئا من جنة و لا نار و اعرفه مايمر علي الناس يوم القيمة من الهول و الشدة

وګورٍئ : علامه مجلسى ؤ، بحارالانوار ١٧/٩،کمپانى چاپ.

(ب) : عن ابي عبد الله عليها السلام قال استقبل رسول الله صلى الله عليه واله حارثه بن مالک بن النعمان الانصارى فقال له : کيف انت يا حارثه بن مالک ؟ فقال : يارسول الله مؤمن حقا فقال رسول الله لکل شيئ حقيقه فماحقيقة قولک ؟فقال يا رسول الله عرفت نفسى عن الدنيا فاسهرت ليلى واظمات هو اجرى فکائى انظر الى عرش ربى و قد وضع اللحساب وکانى انظر الى اهل الجنة يتزاورون فى الجنة وکانى اسمع عرااهل فى النارفقال رسول الله : عبدنورالله قلبه.

وګورئ : د فيض تاليف ، وافى نومې کتاب ، درېم ټوک ، ٣٣مخ .

[13] (الف) : وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِمْ فِعْلَ الْخَيْرَاتِ وَإِقَامَ الصَّلَاةِ وَإِيتَاء الزَّكَاةِ وَكَانُوا لَنَا عَابِدِينَ ( انبياء/ ٧٣ )= او موږ د دوى لارښوونكي كړل، چې زموږ په امر يې (خلكو ته) لارښوونه كوله او موږ ورته د ښو چارو د کولو او لمونځ درولو او زکات ورکولو وحې وكړه او يواځې زموږ لمانځونكي وو.

( ب) : وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يُوقِنُونَ( سجده /٣٤) =[ او له هغوى مو يو شمېر(په خپل دين كې) د زغم او زموږ پر آيتونو د باور له امله لارښووونكي كړل، چې زموږ په حكم به يې(خلكو ته) لارښوونه كوله.]

له دې ډول آيتونو داسې ګټنه کړای شو،چې امام د خلکو پر ظاهري ارشاد او لارښوونې سربېره د يو ډول مانیزې لارښوونې او جاذبې څښتن هم دى،چې پاسنۍ نړۍ له خوا ورته سپارل شوی،چې د خلکو په پاکو زړونو کې د حقيقت ،نورانيت او باطني ذات له لارې اغېزې او تصرف کوي او د کمال لوري ته یې ورکاږي.(ښه ځيرشئ)

[14] (الف) : عن جابربن سمرة قال سمعت رسول الله يقول : لايزال هذا الذين عزيزا الى اثنى عشر خليفة قال : فکبر الناس وضجوا ثم قال کلمة خفية، قلت لابى : يا ابة ، ما قال؟ قال کلهم من قريش .

وګورئ: صحيح ابو داود ٢/٢٠٧،دامام حنبل مسند ٥/٩٢ او همدې مضمون ته نژدې او ورته څو نور احاديث .

( ب) : عن سلمان الفارسى قال: دخلت على النبى صلى الله عليه واله فاذا الحسين على فخذيه وهو يقبل عينيه ويقبل فاء ويقول : انت سيد ابن سيد وانت امام ابن امام وانت حجة ابن حجة وانت ابوحجج تسعة،تاسعهم قائمهم .

وګورئ: شيخ سليمان بن ابراهيم قندوزى حنفي ،ينابيع المودة، اوم چاپ ، ٣٠٨ مخ .

 [15] .د خوشال ارمغان ۸۰۵ مخ

[16] . (سنن٥/٦٦٢،٣٧٨٦حديث)

[17] ( احقاف/١٢)

[18] . فتح الباري١٦/٣٣٨.

[19] . وګورئ: د کنزالعمال غورچاڼ يا:٥/٣٢١. د ابن کثير تاريخ٦/٢٤٩. سيوطي،تاريخ الخلفا١٠مخ. کنز العمال ١٣/٢٦. الصواعق المحرقه،٢٨مخ.

[20] . وګورئ:کنزالعمال ١٣/٢٧ او غورچاڼ (منتخب) يې٥/٣١٢

[21] . وګورئ:نووي،د صحيح مسلم شرح١٢/٢٠٢. الصواعق المحرقه ١١٨مخ . سيوطي،تاريخ الخلفا:١٠مخ.

[22] . [کنزالعمال١٣/٢٧.]

[23] . وګورئ:تېره سرچينه.

[24] . وګورئ:د امام احمد حنبل مُسند١/٣٩٨او٤٠٦مخونه (احمد شاکر په لومړى حاشيه کې وايي:سندونه يې سم دي.)؛ حاکم،مستدرک او لنډيز يې٤/٥٠١. فتح الباري١٦/٣٣٩. مجمع الزوايد٥/١٩مخ. ابن حجر الصواعق المحرقه١٢مخ. سيوطي،د خلفاوو تاريخ لسم مخ. سيوطي،جامع الصغير١/٧٥. کنزالعمال١٣/٢٧. فيض القدير٢/٤٥٨.ابن کثير،تاريخ٦/٢٤٨-٢٥٠مخونه باب ذکر الائمه الاثنى عشر الذين کلهم من قريش،له ابن مسعوده روايت.

[25] . وګورئ:ابن کثير،تاريخ٦/٢٤٨. کنزالعمال١٣/٢٧. حسکاني، شواهد التزيل١/٤٥٥؛ابن کثير د خپل تاريخ په شپږم ټوک، ٢٤٨مخ کې وايي،د دې په څېر له عبدالله بن عمر،حذيفه او ابن عباس(رضى الله عنهم)هم روايتونه شوي دي.

[26] . وګورئ : شيخ سليمان حنفي قندوزي،ينابيع المودة،سلم باب٥٣٢مخ. غزالي،احياالعلوم الدين ١/٣. حلية اولياء١/٨٠. نهج البلاغه،٢٤٧حکمت.

[27] . وګورئ:د ترمذي پر سننو د ابن عربي شرح٩/٦٨-٦٩.

[28] . پر صحيح مسلم د نووي شرح١٢/٢٠١-٢٠٢؛ فتح البارى١٦/٣٣٩.

[29] . وګورئ:دسيوطي تاريخ دولسم مخ او فتح البارى شپږم ټوک٣٤١مخ.

[30] . ابن حجر،الصواعق المحرقه،١٩مخ؛ سيوطي،دخلفاوو تاريخ١٢مخ.

[31] . نووي،د صحيح مسلم شرح١٢/٢٠٢او٢٠٣؛فتح الباري١٦/٣٣٨-٣٤١.

[32] . سيوطي،د خلفاوو تاريخ١١مخ؛الصواعق المحرقه،١٩ مخ؛ فتح الباري١٦/٣٤١.

[33] . وګورئ:ابن کثير،تاريخ٦/٢٤٩-٢٥٠.

[34] . وګورئ:فتح الباري١٦/٣٤٠مخ.[دا مخونه يې د ابن جوزي له ((کشف المشکل))نه راخستې ده]

[35] . فتح الباري١٦/٣٤١.؛ الصواعق المحرقه:١٩مخ .

[36] . فتح الباري١٦/٣٣٨.

[37] . د نووي شرح١٢/٢٠٢.؛فتح الباري١٦/٣٣٩مخ.

[38] . فتح الباري١٦/٣٣٨.

[39] . وګورئ:تېره سر چينه.

[40] . د خوشال ارمغان ٥٦٩مخ .

[41] . کنزالعمال١٣/٢٧.

[42] . صحيح مسلم (٢/٣د مصر چاپ)

[43] . مشهور رجالي،ذهبي په((تذکرة الحفاط))(١٥٠٥مخ کې) د امام جويني په اړه وايي: يوازېنى حديثپوه امام، اکمل، فخرالاسلام، صدرالدين ابراهيم بن محمد بن صمويه جويني شافعي،د صوفيانو شيخ، په خورا ځير يې روايتونه راټولول او ټکيو او اجزاوو ته يې پوره پام و.”غازان شاه” د ده له لارې اسلام ومانه.

[44] . الف،ب او ج احاديث په فرائدالسمطين کتاب کې راغلي،چې د دې کتاب خطي نسخه د تهران پوهنتون په مرکزي کتابتون کې شته

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست