تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د انبياوو د رالېږلو آريزه موخه لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنْزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ ﴿ حدید/۲۵﴾ = رښتیا (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل او (اسماني) كتاب او […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د انبياوو د رالېږلو آريزه موخه

لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنْزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ ﴿ حدید/۲۵﴾ = رښتیا (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل او (اسماني) كتاب او تله (له باطله د حق پېژندنه او عادلانه قوانين) مو ورسره ولېږل، چې خلك په انصاف وچلېږي او اوسپنه مو وركوزه كړه، چې پکې ډېر زور او خلكو ته (ډېرې) ګټې دي، چې الله ته معلومه شي، چې څوك په پټه د ده (د دين) او د استازيو يې ملتیا كوي؛ هو! الله بریمن ناماتى دى.

په دې آيت كې درې څيزونه د قسط پلي كولو سريزه ګڼل شوې ده: بينات، كتاب او ميزان (پيام قرآن، 7: 23 مخ) بينات (څرګند دلايل) پراخ مانا لري، چې معجزې او عقلي دلايل رانغاړي، چې پېغمبران پرې سمبال ول. له كتابه مطلب، اسماني كتاب دى او داچې د ګردو اسماني كتابونو حقيقت يو دى، نو كتاب مفرد راوړي؛ كه څه د وخت په تېرېدو او د انسانانو په تامل، منځپانګه يې ښه پوره شوې ده. ميزان، د تللو او سنجونې د وزلې پر مانا ده، چې حسي مصداق یې هغه تلې دي، چې څيزونه پرې تلي؛ خو بېشكه دلته يې مطلب، مانیز مصداق دى؛ يعنې هغه څه چې د انسانانو ټولې کړنې پرې سنجولاى شو او هغه احكام او الهي قوانين دي يا په ټوليز ډول الهي دين دى، چې د ښو او بدو، ارزښتونو او نا ارزښتونو د سنجونې  كچه ده. (نمونه، 23: 371 مخ) ځينو مفسرانو تر دې آيت لاندې ويلي، چې په ټولنه كې د قسط پلي كول په درېيو لاملونو پورې تړاو لري:

1_ هغه قانون، چې د قسط او ظلم برید وټاكي، چې په رڼا كې یې حق او عدل له تېري او تعدى  وپېژندل شي.

2_  عادل مجري، چې قانون په ټولنه كې پلى كړي.

3_ عادل قاضي، چې په ورمندون – قضاوت كې په قسط منځګړيتوب وكړي؛ نو ځكه كله پېغمبرانو په قضاوت او اجرائيوي چارو كې، شته اړپیچونه لرې كول او كله يې په خپلو لارښوونو د اختلافاتو مخه نيوه. (منشور جاويد، 10: 45 مخ)پاموړ خو داچې د قسط پلي كول په انبياوو پورې اړوند نه بولي؛ بلكې وايي: بايد انساني ټولنې داسې وروزل شي، چې پخپله قسط ته راپاڅي. ښه خو همدا ده، چې په ټولنه كې د قسط پلي كول، په ځانخبري او ځانځوښي – خودجوش ډول وي او نه په تپلو او زور زياتي. (پيام قرآن، 7: 23 مخ)  څېړنې وړ خو داچې په كتاب او ميزان پسې د حديد (اوسپنې) راكوزول يادوي او له هېښنده ځواك يې خبرې كوي. ښايي له دواړو سره يې د تړاو دليل دا وي، چې بايد د قسط پلي كول په دوو لارو وي: يوه، د ښوونې او تبليغ لار ده، چې پاكزړيو ته چارسازې ده او بله د زور او ځواك لار ده، هغوى ته چې خبرې ته غاړه نږدي او سرغړونه كوي. (منشور جاويد، 10: 44 مخ)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست