تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د انسان په پېچلي پنځون كې يوه ځيرنه أَفَرَأَيْتُمْ مَا تُمْنُونَ ﴿واقعه/۵۸﴾ = آيا له هغه څاڅكي خبر ياست، چې (په زيلانځ كې يې) څڅوئ؟! أَأَنْتُمْ تَخْلُقُونَهُ أَمْ نَحْنُ الْخَالِقُونَ ﴿واقعه۵۹﴾ = ايا تاسې یې (ماشوم) پيدا كوئ که موږ پنځګر یو؟! د پوهانو د موندنو له مخې، (دا د اوبو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د انسان په پېچلي پنځون كې يوه ځيرنه

أَفَرَأَيْتُمْ مَا تُمْنُونَ ﴿واقعه/۵۸﴾ = آيا له هغه څاڅكي خبر ياست، چې (په زيلانځ كې يې) څڅوئ؟!

أَأَنْتُمْ تَخْلُقُونَهُ أَمْ نَحْنُ الْخَالِقُونَ ﴿واقعه۵۹﴾ = ايا تاسې یې (ماشوم) پيدا كوئ که موږ پنځګر یو؟!

د پوهانو د موندنو له مخې، (دا د اوبو په ظاهر ناڅيزه) څاڅكى د سپرم (د نارينه د څاڅكي) او اووم (د ښځې د څاڅكي) له يوځاى كېدو جوړېږي. سپرمونه ډېر كوچني زره بېني چينجي دي او شونې ده، چې په هر ځل انزال كې يې شمېر له دوو تر پینځو سوو ميليونو وي.

هېښنده خو داچې دا ډېر کوچنى موجود د ښځې له څاڅكي سره تر يو ځاى كېدو روسته ډېر ژر وده كوي، ښه ډېر تكثر مومي او د بدن ژوندینکې جوړوي او سره له دې، چې ژوندینکې په ظاهره يو بل ته ورته دي؛ خو تر جلا كېدو روسته، يو شمېر يې زړه جوړوي، يو شمېر يې لاس و پښې، يو شمېر يې سترګې او غوږونه جوړوي او جوخت هر يو خپل ځاى نيسي؛ نه د زړه حجرات د پښتورګیو ځاى ته ورځي او نه د پښتورګیو د زړه ځاى ته. لنډه داچې څاڅكى په جنيني پېر كې بېل بېل پړاوونه وهي، چې د ماشوم په بڼه وزېږي او دا ټولې چارې د الهي خالقيت او پرله پسې تدبير په رڼا كې دي.

 حال داچې په دې پنځونه كې د انسان ساده ونډه يوازې په زيلانځ كې د مني په تويولو پاى ته رسي، چې دا پخپله د معاد پر حقانيت يو ژوندى دليل او د مړيو رانژدې كولو ته د پالونكي ځواك راښيي. (نمونه، 23: 241 مخ)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست