تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ    د انسان ژوند د حتمي سیالۍ ډګر دی حضرت علي (ک) خپل زوی امام حسن (رض) ته په یوه لیک کې کاږي: وَ أَكْثِرِ الِاسْتِخَارَةَ وَ تَفَهَّمْ وَصِيَّتِي وَ لَا تَذْهَبَنَّ عَنْكَ صَفْحاً خیر ډېر غواړه، پر وصیت مې ښه پوه شه او مخ ترې مه اړوه. فَإِنَّ خَيْرَ الْقَوْلِ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

 

د انسان ژوند د حتمي سیالۍ ډګر دی

حضرت علي (ک) خپل زوی امام حسن (رض) ته په یوه لیک کې کاږي:

وَ أَكْثِرِ الِاسْتِخَارَةَ وَ تَفَهَّمْ وَصِيَّتِي وَ لَا تَذْهَبَنَّ عَنْكَ صَفْحاً

خیر ډېر غواړه، پر وصیت مې ښه پوه شه او مخ ترې مه اړوه.

فَإِنَّ خَيْرَ الْقَوْلِ مَا نَفَعَ

ښه خبرې هغه دي چې ګټورې وي.

وَ اعْلَمْ أَنَّهُ لَا خَيْرَ فِي عِلْمٍ لَا يَنْفَعُ

او کومه پوهه او علم چې ګټور نه وي، څه خیر پکې نشته.

وَ لَا يُنْتَفَعُ بِعِلْمٍ لَا يَحِقُّ تَعَلُّمُهُ

د کوم علم چې زده کړه روا نه وي، څه ګټه هم پکې نه وي

د انسان ژوند د حتمي سیالی ډګر دی

موږ ټول د ژوند په اوږدو کې په ډول ډول سیالیو کې برخه اخلو او هر یو له نورو د مخکې کېدو په لټه کې یو. خلک له ګهیځه تر ماښامه، که د مادي ستونزاوارۍ په هڅه کې وي، یا په خپلمنځي شخړو اخته وي او مقابل لوری پړ کړي، په رښتینه کې پر لوبې بوخت دي.

 ظاهرا د لوبې نه کولو بلنه او یا په سیالۍ کې له مخکې کېدو د پر شا کېدو بلنه، نابریالۍ بلنې دي. یعنې خلک نه سیالي او لوبه پرېږدي او نه په لوبه کې په ساده او خوشې بایلودو خوښېږي؛ ځکه دا د انسانانو د طبع خلاف یو چار دی. له لوبې د وتو امر کول، یو نا واقع وینی اخلاقي دستور دی.

 ژوند عین لانجه او سیالي ده. د همېشني «غفلت» قصه ده. څوک له دباندې دې سیالۍ ته نه ویني، ټول پر لوبه اخته دي، بې له دې چې پوه شي دا کومه لوبه ده او پر سیال د بریا نیت هم ورسره دی.

که ټول لوبې ته له دباندې وویني او یا هیڅوک د وړو هوډ و نه لري، لوبه ډیل کېږي. غفلت او ځانمني د لوبې ستنې دي. یو خوا نباید وپوښتي چې څه لوبه کوو او ولې یې کوو او بلخوا نباید پر بایلودو خوښ وي؛ نو ځکه خپله لوبه کول رسمیت لري او په اړه یې څه ګړ پړ نشته. او نا ډیله ده؛ خو مهم دا دي چې لوبه د مشرانو لارښوونه راونغاړي او ځانګړې بڼه او لوری ومومي.

ډېری چارې د خلکو له ژوند سره اغږل شوي او ډیلول یې یو ناسم کار دی. د مشرانو وظیفه ده چې دې چارو ته نوې او تازه مانا او مضمون ورکړي. د مثال په توګه، د بشر د ټولنیز ژوند اوږد تاریخ ښوولې چې «اختلاف» یو حتمي چار دی؛ نو ځکه خلکو ته نشو ویلای چې خپلمنځي اړپیچ (او اختلاف) مه کوﺉ؛ خو د اختلاف اړوند او سمه موضوع ورښووای شو. که خلک د ستر او شریف کار پر سر شخړه ونکړي؛ نو پر سپکو او ناڅېزو چارو به یې وکړي او شخړه به روانه وي.

 په نړۍ کې د ‎ژوند د سیالي ډیلونه شونې نه ده؛ مهمه هغه موضوع ده چې سیالي ورباندې وشي

که خلک په ښو چارو کې سیالي ونکړي؛ نو په بې ثمره، بې خاصیته، خوشې او سپکو څېزونو کې به سیالي وکړي.

قرآن کریم وایي:

فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ (بقره/۱۴۸) = په ښېګڼو كې سیالي کوئ.

سیالي وکړﺉ او یو تر بله ړومبي شئ؛ خو نه په هر چار کې، نه د بوختیا او وخت تېرېدنې په نیت او نه یوازې د دې لپاره چې ځانمني مو مړه شي او ویې ګټئ؛ بلکې تر دې ورهخوا او مهمتر، پام مو د سیالۍ موخې ته ورواړوﺉ؛ د نېکیو او ښو په لټه کې اوسئ.

په بدیو کې تو نورو وړاندې کېدل، عین بایلل دي. کله چې د یو شر او ناوړه چار پر سر سیالي کېږي، په رښتینه کې وړوونکی او بایلېدونکی ګرد بایلېدونکي دي.

 فرض کړﺉ دوه تنه یو بل کنځي او هڅه کوي چې په دې شخړه کې یو تر بله مخکې شي، نباید وانګېرو که یو په کنځلو د بل خوله ټپه کړه؛ نو په دې سیالۍ کې به بریالی شوی وي. دواړه په دې شخړه کې بایلېدونکي دي. په ژوند کې، ډېری دغسې لوبې دي چې یوې لوري ته یې هم د بریا نښه نشته. دا چې امیر المؤمنین علي (ک) خپل زوی امام حسن (رض) وایي:

« وَ أَكْثِرِ الِاسْتِخَارَةَ: خیر ډیر غواړه»

له آره په ښو پسې ووځه، له نورو سیمو ووځه او یوازې د نېکیو په سیمو کې سفر وکړه؛ په همدې منظور دي.

وَ تَفَهَّمْ وَصِيَّتِي وَ لَا تَذْهَبَنَّ عَنْكَ صَفْحاً فَإِنَّ خَيْرَ الْقَوْلِ مَا نَفَعَ – پر وصیت مې ښه پوه شه او مخ ترې مه اړوه ښه خبرې هغه دي چې ګټورې وي.

یعنې وینا مې ګټوره ده؛ خو هله ګټوره ده چې ته یې هم د عمل کولو او ګټنې لپاره ولولې. هغه خبره چې ګټوره نشي؛ نو چټي او  خوشې خبره به وي.

وَ اعْلَمْ أَنَّهُ لَا خَيْرَ فِي عِلْمٍ لَا يَنْفَعُ – او کومه پوهه او علم چې ګټور نه وي، څه خیر پکې نشته.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست