تبلیغات

امام ابو حنیفه (رح) او اهلبیت راټولونه او وروستۍ پايله   د څېړنې اصلي پوښتنه مو دا وه،چې د اهلبيتو او  ديني مرجعيت په باب یې ” د حضرت امام ابوحنيفه (ره) ليدلورى څه دى او اهلبيتو ته پر کوم مقام قايل دى ؟” ددې پوښتنې په ځواب کې مو وويل،چې : ” اهلبيتو ته […]

امام ابو حنیفه (رح) او اهلبیت

راټولونه

او وروستۍ پايله

 

د څېړنې اصلي پوښتنه مو دا وه،چې د اهلبيتو او  ديني مرجعيت په باب یې ” د حضرت امام ابوحنيفه (ره) ليدلورى څه دى او اهلبيتو ته پر کوم مقام قايل دى ؟”

ددې پوښتنې په ځواب کې مو وويل،چې : ” اهلبيتو ته د امام ابوحنيفه (ره) په دريځ کې يې لږ تر لږه کولاى شو،چې د سياسي او مينوال شيعه په قالب کې ورته ځاى ورکړو که څه له علمي پلوه هم په يو ډول د اهلبيتو پر علمي مرجعيت باور لري .”

لکه چې څنګه مو ددې ليکنې په لومړي څپرکي کې ولوستل،د امام ابوحنيفه (ره) په پېر کې،اهلبيتو ته ليد توپير درلود او ان   په شيعي ټولنه کې دننه په عمومي مانا يې، په تېره بيا د امام ابوحنيفه (ره) په پېر کې د اهلبيتو د مقام او د ديني  مرجعيت په باب د نظر يووالى نه و.

بېلابېلې ډلې،چې د شيعه په نامه پېژندل کېدلې،ځينې يې يوازې له اهلبيتو سره د دوستۍ او د فضايلو په رانقلولو شيعه نومېدې . ځينو نورو د خلافت لپاره د رسول الله (ص) د کورنۍ پر غوراوي ګروهن وو او  حضرت علي (ک) يې په مرتبه کې تر حضرت عثمان (رض) اوچت ګاڼه او ځينو تر حضرت عمر (رض) او حضرت ابوبکر (رض) غوره ګاڼه ،ددې ترڅنګ د راشده خلفاوو (رضي الله عنهم) خلافت يې د راپېښېدو په ترتیب – اوډون منلى و. دا ډله د سياسي تشيع،عراقي تشيع يا په شامي تشيع يادېږي،د هغه وخت د کوفه مېشتو شيعيانو ډېرى برخه وو ،چې په خپله امام ابوحنيفه (ره) هم په دې ښار کې اوسېده او وده يې کړې وه .

يو لړ نور خلک هم وو،چې تر دوى هاخوا يې د اهلبيتو په بشپړ ديني مرجعيت ګروهن وو او ګروهن وو،چې په ټولو ديني چارو کې بايد اهلبيتو ته مراجعه وشي او د ټولنې علمي او سياسي مرجعيت يوازې په دوى پورې ځانګړى دى . دا  ډله،چې مخينه يې د رسول الله (ص) پېر ته رسي،د صادقينو تر مهاله هم نسبتا په لږه کې- اقلیت کې وو او هم د امويانو د واکمنۍ د زندۍ او خفقان چاپېريال له امله يې د اهلبيتو د ښوونځي له ټولو ګروهيزو او شرعي اړخونو پوره پوهه نه درلوده .د صادقينو فرهنګي  ګروهیزو- عقيدتي هڅو ددې ډلې په وده کې خورا او بنسټيزه ونډه درلوده .

امام ابوحنيفه (ره) له امويانو څخه عباسيانو ته د ځواک د لېږد په پېر کې اوسېده او دواړه لړۍ يې ليدلې وې.سره له دې چې امويانو او عباسيانو دواړو له امام ابوحنيفه (ره) نه د همکارۍ غوښتنه کړې وه او ټينګار يې پرې کړى و؛خو امام ابوحنیفه (ره) يو رژيم ته هم د همکارۍ لاس ور نه کړ؛بلکې د دواړو پر ناحقۍ ګروهن و او د همدې  ګروهې له  امله د دواړو حکومتونو له سختو مخالفانو ځنې هم و .

له فرهنګي پلوه دا پېر د کلامي فرقو د جوړېدو پيل و . امام ابوحنيفه (ره) هم لومړى د کلام پوهې ته مخه کړه او بيا يې فقهې ته لاس کړ او په دواړه ډګرونو کې اوڅار- مطرح او د اند څښتن و؛خو وروسته يې فقهي ښوونځي ډېر شهرت وموند.

د امام ابوحنيفه (ره) د پېر شيعيان،د صادقينو په هڅو، په فکري-فرهنګي بياژواکۍ کې ول او تر حضرت علي (ک) وروسته  دا د شيعه وو د علمي- فرهنګي ودې پېلامه وه .

ددې چاپېريال په پامنيوي،د امام ابوحنيفه (ره) په باب ويلاى شو ،چې هغه له اهلبيتو سره د مينې ترڅنګ،له يو مينوال شيعه هاخوا په واقع کې يو سياسي شيعه هم و .په سياسي اړخ کې يې د امامت او اسلامي خلافت په باب،نظر له زيديه سره همغږى دى ؛يعنې د راشده خلفاوو (رضی الله عنهم) د منلو ترڅنګ او په ډېر احتمال تر حضرت عثمان (رض) د حضرت  علي (ک) پر افضليت هم ګروهن و او تر هغه وروسته د امام حسن پر امامت او خلافت ګروهن و او تر هغه وروسته يې هم امامت او خلافت له فاطمې بي بي څخه د حضرت علي د ځوځات حق ګاڼه . هغه امامت په نص پورې ځانګړى نه ګاڼه او همداراز پر مسلمانانو د حکومت لپاره يې په ځواک واک ته رسېدل هم نه منل او ګروهن و،چې امام دې آزادانه د پخوانيو مسلمانانو په واسطه د حضرت علي (ک) له اولادې وټاکل شي .

نو ځکه هغه له صادقينو او زيد بن علي نه د پوهې په زده کړې سربېره د اهلبيتو له امامانو سره دوستانه او حسنه اړيکه درلودې او ددوى درناوى به يې کاوه او نه يوازې اموي او عباسي حکومت يې په رسميت و نه پېژانده؛بلکې د امويانو او عباسيانو پر خلاف د علويانو له پاڅونونو يې ملاتړ هم وکړ او په پایله کې له علويان سره د ملتوب او له اهلبيتو سره د مينې او شيعي لېوالتياوو له امله،عباسي منصور په زندان کې بندي کړ او په ډېر احتمال د زهرو په ورکولو يې په زندان کې شهيد کړ .

امام ابوحنيفه (ره) په عين حال کې چې په ټوليزه او مطلقه بڼه د صحابه وو عدالت نه مانه او په هڅه کې و،چې د غاليانو په واسطه راشده خلفاوو (رضي الله عنهم) ته د سپکو سپورو مخه ونيسي او غلاتو ته يوه منځلارې لار وښيي او په ټول کې د شيعيانو او اهلسنتو ليد،اهلبيتو،خلفاوو او د ديني ښوونو نورو موضوعاتو ته تعديل کړي او له امن او امانه يوه ډکه اسلامي ټولنه جوړه کړي،چې پکې بېځايه شخړې نه وي او ديني ورورولي پکې واکمنه وي  .

ډېرى هغه مناظرې،چې په شيعي او په ځينو سني سرچينو کې راغلي،چې د امام ابوحنيفه (ره) او امام باقر او امام صادق اړيکې ترېنګلې وښيي؛نو دا ډول مناظرې له متني او سندي پلوه د منلو وړ نه دي او له دواړو اړخه ستونزې لري . دا مناظرې ځينو امامي شيعه وو او حنفي مذهبو وګړيو جوړې کړې دي او په دوى کې ځينو د مذهبي تعصب له امله د صادقينو او امام ابوحنيفه (ره) ترمنځ ځينې علمي اختلافات خورا غوړ او ډکرنګه کړي دي او حقايق يې اپوټه ښوولي دي . امام ابوحنيفه (ره) ته د معاصرو شيعيانو ليد او تشيع ته د حنفيانو ليد له همدې له ځانه جوړو شويو کيسو څخه سرچينه اخستې ده . په تېره بيا د ځينو اهلسنت او جماعت ليد (د  عدلپالو او کلامي حنفيانو تر زوړ وروسته يې وده کړې ده)،چې له امام بخاري او صحيح يې اغېزمن دي . امام بخاري په خپله هم د خپلو حديثپالو استادانو تر اغېز لاندې و،چې دې استادانو يې له تشيع او اهلبيتو سره ضديت درلود او د امويانو اوعباسيانو په چوپړ کې وو او د واکمنانو لخوا ورته پيسې ورکول کېدې . بلخوا امام بخاري او ګډاندي-هم فکران يې هم د تشيع او غاليانو په ګډولو اخته شوي وو.په راوروسته پېرونو کې د عثمانيانو او صفويانو سياسي شخړو او اړپېچونو او د سلفیت ‏راښکاره کېدل او په حنفيانو کې يې نفوذ د شيعيانو او حنفيانو ترمنځ اړيکې ترېنګلې کړې او داچې  سلفیانو،تشيع او غاليانو ته په يوه سترګه کتل؛نو خپل همدا ليد يې نورو افراطي حنفيانو ته هم ولېږداوه .

حال داچې د امام ابوحنيفه (ره) اندې او ان د ماتريدي او طحاوي کلام ځينې عناصر،چې د حنفيانو کلامي مذهب دى،له شيعي اندو سره د پام وړ ګډ ټکي لري او د ګډ ټکيو ترسيوري لاندې او له صادقينو سره د امام ابوحنيفه (ره) چلن او همداراز له شيعيانو او اهلبيتو سره د امام ابوحنيفه (ره) له چلنه په اغېزمنيدو سره معاصر شيعيان او حنفيان کولاى شي،چې په ټولنه کې په ديني او ايماني ورورولۍ سوله ییز ژوند وکړي او يو ځواکمن اسلامي امت او عزتمنه اسلامي ټولنه رامنځ ته کړي .دداسې ورځ په هيله !

په خواشينۍ،چې د تشيع او تسنن ترمنځ جوړجاړی ته د امام ابوحنيفه (ره) هڅو اپوټه پايله ورکړه؛يعنې د هغه ټولنيزه سازښت-مصلحت غوښتنه،چې هغه يې دې ته اړ کړ ،چې شيعي او سني عناصر سره يوځاى کړي، ؛نو دې کار دې عقلپال متکلم او اهل راى فقيه ته هم د حديثپالو سنيانو د غوسې موچې راوپارولې او همداراز د شيعي ټولنې ليد يې هم ورته منفي کړ. حديثپالو اهلسنتو ورته ځکه  زنديق او د خپل دين دښمن ووايه او تکفير يې کړ،چې کړنلار يې عقلپاله وه او د منقولاتو پر ظاهر باندې یې له اډانې ډډه کوله . شيعي ټولنې هم ځکه د صادقينو د کړنلار مخالف او له اهلبيتو سره په تقابل کې ګاڼه،چې راى او قياس يې کاراوه . البته په داسې ټولنه کې،چې د زغم او ګوزارې کچه ټيټه وي او ټول يوازې خپله اخستنه او پوهه مطلقه او يوازېنى حقيقت ګڼي؛نو د حقيقت پلټنې روح پکې کمزورى کېږي ؛نو په ټولنه کې به د جګړې یو اوزار د کرکې څرګندونه او پر ناصح او ګوتنیونکي د ټاپو لګول وي .دا ټکى تر څه بريده طبيعي برېښي،هر انسان،چې  کله مصالحې او تسالم ته د رابلنې په دريځ کې شي؛نو طبيعتا بايد د دواړو لوريو د ضعف او قوت ټکي او نيمګړتياوې ووايي .

که ټولنه د درک او شعور داسې کچې ته رسېدلې وي،چې دواړه صادقانه خپلې نيمګړتياوې ومني او د لرې کولو په هڅه کې يې شي؛نو دلته به هغه سمونپال او مصلح د بري احساس کوي،چې د دې چار لپاره يې ميدان ته رادانګلي دي؛خو په ډېره خواشينۍ ،چې د ويينې او شخړې دواړه لوري د ناصح او سمونپال يوازې هغه خبره  مني،چې په ګټه يې ده او کوښښ کوي،چې له هغو نيوکو (که څه په حقه هم وي) ځان پاک کړي او رد يې کړي ،چې په دوی کې دي؛نو له سمونپال سره دښمني کوي،چې ولې دې زما نيمګړتياوې رابربنډې کړې او داچې سمونپال منصفانه په نږه نيت د دواړو لوريو په شننه بوخت دى،چې د نيمګړيو ټکيو په لرې کېدو يې د يووالي لپاره ګام پورته شي؛نو که دواړه لوري د ګوتنیونکي او ناصح او سمونپال شننې يو اړخيزې وګڼي او له انصافه لرې شي؛نو طبيعي ده،چې دواړه لوري به له ناصح او سمونپال سره د دښمنۍ لپاره پلمه لاس ته راوړي او د هغه ناصحانه غږ د اورېدو پر ځاى به یې تکفير کړي .

په خواشينۍ تل شاهدان او لووي وو،چې کله د اهلسنتو کوم ستر عالم،ناصح او ګوتنیونکی د شيعيانو د دريځ په تاييد کې څه وويل يا به يې وليکل؛نو ځينې سخت دریځه حنفيان وايي،چې شيعه شوى دى او پر خبرو يې ډاډ په کار نه دى . په بل اړخ کې چې کله له شيعه علماوو ځنې يو د خير غوښتنې او یووالي غوښتنې له امله د شيعيانو د دريځ شننه کوي او اهلسنتو ته مثبت نظر لري ؛نو سخت دریځه شيعيان پرې د انحراف او کږلارۍ ټاپه لګوي او يا وايي،چې له اهلبيتو څخه په واټن کې شوى دى .

څو پېړۍ دي،چې دې لنډليد،تعصب او پخپلې اخستنې او ذهنيت پورې د حقيقت ځانګړي ګڼل له اسلامي ټولنو څخه د شننې او منصفانه ازاد انديشانه نظر څرګندولو مخه نيولې ده او د اسلامي ټولنو د اندو د زرغونېدو،د اسلامي مذاهبو د پيوستون او د مؤمنينو له تاليف قلوب مخه مو نېولې ده او ددې پر ځاى یې د يو بل په تکفير او تفسيق لاس پورې کړى دى او خپل منځ ته مو د دښمنانو د راننووتو لار پرانستې ده او د ” کل حزب بما لديهم فرحون” جملې له مخې هر هغه څه مطلق حق ګڼو،چې پرې روږد شوي يو او نه يوازې مخالف غږ ،چې ان د سمونپالو او ناصحانو له دردمندانه او دلسوزانه غږ يې هم په ستوني کې زندۍ کوو.

ددې کتاب ليکوال هم له دې ډارېږي،چې هسې نه چې ځينې متعصب شيعيان يې ددې کتاب د ځينو جملو له امله منحرف او له خپله مذهبه وتلى وګڼي او متقابلا ځينې متعصب حنفي ورونه يې ددې کتاب د ځينو جملو له امله مغرض رافضي وګڼي .سره له دې نه شو کولاى د هغو حقايقو له ويلو سترګې پټې کړو،چې احساس کېږي که صادقانه وويل شي؛نو د مسلمانانو ترمنځ به د ډېرو بدوينو مخه ونيسي.ديني متونو او تراثو  ته بياکتنه او پراخ اندي – بازانديشي مو د عقل غوښتنه او ديني دنده ده او هيلمن يم،چې مخاطبان او لوستونکي دې ناڅيزه زیار ته په منصفانه ليد او له تعصب او حب او بغض نه په لرې سترګه وګوري او همداراز په خيرغواړۍ او ناپلوۍ يې نيمګړتياوې راپه ګوته کړي .

دا ټکى دې هم وويل شي،چې د امام ابوحنيفه (ره) د وخت اهل حديث ورسره په سخته مخالف شول او د شيعيانو ليد امام ابوحنيفه (ره) ته په تدريج منفي شوى دى او ددې نظريې منل ستونزمن برېښي،چې ووايو،چې د امام ابوحنيفه (ره) د وخت شيعيانو امام ابوحنيفه (ره) ته منفي ليد درلود .

بايد زياته شي،چې : د امام ابوحنيفه (ره) بل ستر مظلوميت په دې کې دى،چې له هغه د لاروۍ ځينې مدعي ډلې،له دينه د خپلې اخستنې د تاييد په موخه،د امام ابوحنيفه (ره) په اندو کې لاسوهنه وکړه،چې نن ددې ډلې غوره او څرګنده بېلګه امام ابوحنيفه (ره) ته منسوبه د سلفي حنفيانو ډله ده .

بيا هم بايد ټينګار وشي،چې ليکوال هېڅکله خپل ليد لورى بې عيبه او  نيمګړى نه ګڼي .د علمي بېوزلۍ او ځينو سرچينو ته د نه لاسرسۍ له امله يې و نه شو کولاى،لکه څنګه چې په کار وه ،هغسې څېړنه وکړي؛خو دومره هيلمن يم،چې څېړنه مې د اسلامي مذاهبو د بادارانو او په تېره د حضرت امام ابوحنيفه (ره) په ليد لوريو کې د اهلبيتو د مقام څېړنې ته يو ور وي .

يو له هغو وړانديزنو،چې په دې باب د څېړنو لپاره يې رامخې ته کولای  شو دادى،چې له صادقينو سره د امام ابوحنيفه (ره) د مناظراتو په باب،چې په شيعي او سني سرچينو کې کوم روايتونه رانقل شوي،له رجالي،ادبي او منځپانګې له پلوه يې دقيقه او ژوره شننه او څېړنه وشي. بل وړانديز مې دادى،چې په امام ابوحنيفه (ره) پورې اړوند سرچينې بايد له سره وکتل شي او د هغو د لارويانو ادعاګانې ورسره په عالمانه او منصفانه ډول بې له تصعب او غرضه وکتل شي،چې څومره ورسره همغږې دي .

 

” و آخر دعوانا ان الحمدلله رب العالمين”

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست