تبلیغات

د ايمان بېلګې مېړه وارخطا او په خپګان خپلې مېرمنې ته وويل : له کومه به ١٥٠٠ سکې د خپلى لور د واده لپاره راوړو؟ دې سړي په يوه دولتي اراده کې کار کاوه،نېک او سم انسان و او بډېخور نه و، دومره يې ګټله،چې سټله يې؛خو مېرمن يې هېڅکله نهيلې او خپه نه وه،ارام […]

د ايمان بېلګې

مېړه وارخطا او په خپګان خپلې مېرمنې ته وويل : له کومه به ١٥٠٠ سکې د خپلى لور د واده لپاره راوړو؟ دې سړي په يوه دولتي اراده کې کار کاوه،نېک او سم انسان و او بډېخور نه و، دومره يې ګټله،چې سټله يې؛خو مېرمن يې هېڅکله نهيلې او خپه نه وه،ارام يې مېړه ته وويل : پلار ته مې يو ليک ليکلى دى،چې ځواب به يې په خپل وخت کې راشي .

مېړه پوه نه شو؛ځکه خسر يې څو کاله مخکې مړ شوى و، چې هېڅ يې هم په ميراث کې نه ول پرېښي ؛نو په حيرانتيا يې مېرمن وپوښتله : پلار خو دې مړشوى دى . مېرمن : خپل اسماني پلار ته مې ليک ليکلى،چې تل يې زېرمې ډکې وي، “هغه” به په خپل وخت مال اوشتنمي راولېږي . مېړه : فکر مې نه کاوه،چې دومره به بې عقله يې، دا د ټوکو وخت دى،زه په څه حال يم او ته په څه حال ؟ د واده نېتټه رانږدې شوه او د پولۍ پړک ته ناست يم ، څه به کوم !!؟

ځو ورځې تېرې شوې،چې سړى نور هم وارخطا شو او يو کار يې هم له لاسه و نه شو، چې يوه ورځ خوشحاله خپل کور ته راغى او مېرمن ته يې وويل : ستا ليک پلار ته ورسې ، ځواب يې هم ورکړى دى او همدا نن راورسېداو خپلې مېرمنې ته يې وويل : يو لرې خپلوان مې درلود،چې هېر کړى مې و ،هغه مړ شوى دى او په ميراث کې يې راته يو لک سکې پرېښې دي.

ښځه له خوشحالۍ په جاموکې نه ځايېده،ايمان يې برى موندلى و . ايمان ګروهمن نه دى،چې خداى يې نشي کولاى ؛ بلکې ګروهمن دى،چې خداى اراده کوي اوکېږي .

برکت

يوه ورځ دوو تنو په بېړۍ کې سفر کاوه ،چې توپان شوه او بېړۍ يې ماته کړه،هغوى دواړو ځان له انسانانو يوې تشې جزيرې ته ورساوه او د ونو له پاڼو او لرګيو يې يوه کوټنۍ جوړه کړه. په دې دوو کې يو پر خداى ډېر ايمان درلود او ايمان يې درلود،چې د خداى په ټولو چارو کې خير وي؛خو هغه بل پر خداى ايمان نه درلود او تل به يې پر ايمانوال ملنډې وهلې، چې ته څومره ساده يې،چې پردى خبرو باور لرى؛خو بيا هم يو له بل سره وو، هره ورځ به د سمندر غاړې ته تلل او خپل څادر به يې خوزواه ،چې که څوک يې وويني او ورپسې راشي او له دى ځاىه يې بوځي؛هره ورځ به د سمندر غاړې ته راتلل او مازيګر به بېرته تلل؛ يوه ورځ ، چې له کڅه راستانه شو؛و يې ليدل،چې خونې يې اور اخستى او يوازې ايرې يې پاتې دي .

بې ايمانه پر کنځلو شو ؛خو ايمانوال ورته وويل : وروره ! ولې خپل ماغزه خرابوې . ډاډ ولره،چې په دې کار کې به مو خير و.

بې ايمانه :ته پوه شه او خداى دې پوه شه ! زه نور له تا سره کار نه لرم .

بله ورځ،چې کڅ ته ولاړل؛نو يوه وړه بېړۍ يې وليده ،چې دوى ته په تمه وه . د بېړۍ خاوند وويل : پرون مې وليدل ، چې له دې جزيرې لوګى راپورته کېږي،ګومان مې وکړ،چې يو څوک به دلته وي،چې مرستې ته اړتيا لري؛نو ځکه راغلم.

 ايمان؛هر څه د زړه په سترګو ويني

يو ايمانوال انسان ،چې داسې ځان خداى ته تسليموي ؛نو تل به خوندي وي خداى چې لارښوونکى وي؛نو څوک لار نه ورکوي .

 د خداى بلبله

د يوې ښځې مېړه ومړ او څه يې،چې درلودل، په مړى ترې ولګېدل . دې ښځې يو زوى هم درلود؛خو بيا يې هم کار کوه يوه ورځ ورته د ډېرو پيسو بيل راغى ،ياد يې وو،چې دا بيل يې ورکړى؛خو نه پوهېږي،چې رسيد يې څه کړى دى؟ خداى ته يې دعا وکړه : خدايه ! ښه پوهېږې،چې دا بيل مې ورکړى دى او که رسېد مې پيدا نه کړ؛نو مجبوره به شم ، چې بيايې هم تحويل کړم .

دبيل مامور راغى او ښځې ته يې وويل : که په يوه ونۍ کې دې دننه دننه دا بيل ور نه کړ؛نو محکمې-ورمندتون ته به دې معرفي کړو .

ښځې په زړه کې دعا وويله، چې يوه بلبله خونې ته راننووته، ددې ښځې کوچنى زوى په دې بلبلې پسې شو او بلبه پر يوه تخته کېناسته او بيا د هغې لاندې ورغله ، کوچنى ماشوم ،چې په بلبلې پسې و؛د بيل له ماموره يې وغوښتل،چې د تخت د ځاى پر ځاى کولوکې ورسره مرسته وکړي،تخت يې چې وخوزاوه،و يې ليدل،چې وړوکى کاغذ پر ځمکه پروت دى . ښځې راواخست او ډېره حيرانه شوه . خداى يې دعامنلې وه . دعا يې داوه : خدايه يوازې ته يې ، چې ټولې چارې دى رحمت اوبښنه ده .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست