تبلیغات

د ايمان خاوند يوه ورځ يودرويش په سيندکې لامبل،چې يوې خادمۍ پرې يرغل وکړاو پر پښه يې وچيچه . درويش ځان په لامبو کڅ ته راوايست،ويې وويل : خدايه شکر! خدايه شکر! هلته يو سړى ولاړ و،چې د درويش دى خبرو حيران کړ، ورته يې وويل : سره له دې،چې له پښې دې وينې راروانې […]

د ايمان خاوند

يوه ورځ يودرويش په سيندکې لامبل،چې يوې خادمۍ پرې يرغل وکړاو پر پښه يې وچيچه . درويش ځان په لامبو کڅ ته راوايست،ويې وويل : خدايه شکر! خدايه شکر! هلته يو سړى ولاړ و،چې د درويش دى خبرو حيران کړ، ورته يې وويل : سره له دې،چې له پښې دې وينې راروانې دي،بيا هم د خداى شکرونه کوې .

درويش : ځکه د خداى مننه کوم ، چې دخادمۍ خولى ته يې ورګوزار کړم؛نه دګناه خولې ته.

درويش دايمان خاوندو .


د ايمان کيسه

“دوپال کوندراک” نهه ويشت کلن و او له ځوانۍ يې له خداى سره مينه درلوده .”پال” به د خپل شاوخواخلک ليدل،چې بېوزله، کمزوري او ځينې يې ان د تلو ځواک هم نه لري؛هوډ يې وکړ ،چې د دوى لپاره يو کار وکړي؛ هغه په دې بېوزليوکې خداى ليده . هغه مهال يې يوازې پينځه ويشت سنټه درلودل؛خو ايمان يې ډېر و .د پيسو لږوالى د ايمانوالو لپاره د لارې خنډ نه وي . “پال” پردې پينځه ويشت سنټو”د نېکۍ خونه”جوړه کړه،چې پکې يې بېوزليو ته وړياخواړه ورکول،د بېوزليو لپاره د نېکۍ د خونې پرانستېدل د يو خوږ خوب په څېر وو، چې هېڅکله به پلي نشي؛خو څو ورځې وروسته “د نيکۍ خونه” پرانستل شوه او ليکې ليکې بېوزله ورته ولاړ وو،چې وياړه خواړه وخوري . هغوى به د “پال” لپاره دعا کوله ؛ “پال” خورا پوروړى شو او که بل هر څوک د پال پر ځاى واى؛نو دومره پورونو به خورا وارخطا کړى و؛خو هغه داسې نه و . هغه خپل ځان او ژوند خداى ته ورتسليم کړى و؛ نور نو د خداى کار و،چې اړتياوې يې پوره کړي؛ هغه به موسکي ويل : دا پورونه زما نه دي؛هغه مې د بادار دي او زه د “هغه” بنده يم .

“د نېکۍ خونې” ته به هره ورځ خورا بېوزله راتلل او دومره ګڼه ګوڼه شوه،چې ځاى يې کم شو . پال هوډ وکړ،چې يو کور په ګرانه بيه وپېري او چې قباله وليکل شوه او لاسليک ته چمتو شوه ؛نو پال د کور خاوند ته وويل : پيسې نه لرم ؛ خو ټينګار يې درلود، چې کور وپېري . د کور خاوند تصور وکړ،چې پال پرې ملنډې وهي؛خو څو شېبې وروسته يې وويل : زه خو څه لېونى شوى نه يم؛زه کور ستا شو او د خپلو سپېڅليو موخو لپاره ترې کار واخله .

يوه ورځ دبرق بيل راغى او پال يې د تحويلولو پيسې نه درلودې،د برق مامور راغى،چې برق پرې بند کړي . “پال” خپلې خونې ته ولاړ او دعا يې وکړه او خپلې خونې چې راووت ؛نو و يې ليده ، چې يو سړى راغلى دى،چې د برق تر بيله زياتې پيسى ورکړي .

د “پال” دنېکۍ” په دې بې روحه دنيا کې د ډېرو بېوزليو هيله او ژوند و.

يوه ورځ “پال” يو سړى وليد،چې د يوه له پاسه پل سيند ته ګوري. “پال” احساس کړل،چې هغه سړى ځان پر سيند لاهو کول غواړي،ورغى او تر خبرو وروسته پوه شو،چې هغه سړى د اوسېدانې ځاى نه لري،هغه يې د نېکۍ کور ته راوست او جسمي او روحي خواړه يې ورکړل،هغه نهيلي سړي د هيلې احساس وکړ او ژمن شو،چې د دنيا د ستونزو د هواري لپاره به مېړنى شي .

يوه ورځ په يوه سوړ ژمي کې يو شل سړى د نېکۍ خونې ته راغى،بوټان يې پر پښو نه وو؛ځکه د بوټانو د پېرلو پيسې يې نه درلودې،چې کله “پال” ورته خواړه او بوټان ورکړل ؛ نو دومره خوشحاله شو؛ لکه چاچې د نړۍ ټوله شتمني ورکړې وي .

“د نېکۍ خونې” څوک وږي رخصت نه کړل او کله هم بې خوړو نه شوه . پال وايي : موږ تر څو ورځو ډېره زېرمه نه درلوده؛خو نه پوهېږم،چې دا خواړه له کومه راځي؛يوازې دومره پوهېږم ، چې هېڅ “د نېکۍ خونه” بې خوړو شوې نه ده . پال داسې ايمانوال و،چې خپل ژوند يې خداى ته وربښلى و، هېڅکله يې خپل تعريف نه کاوه او د خپلو نېکيو منت يې پر چا نه ايښووه؛ ويل يې : دا خداى دى،چې دا ټولې چارې کوي .

پال به له ټولو سره په خلاص لاس مرسته کوله او تل يې په زړه کې ويل : زما مرسته ورسره بسيا نه ده . دې خبرى ته رسېدلى و، چې له خلکو سره مرستې ورته بېرته راستنېږي او هره ورځ به يې د د مرستو ولکه پراخېده .

هغه پوهېږي،چې ورکونکى غني خداى دى،له خلکو سره يې په مرسته کې حساب کتاب نه کاوه،زړه يې ستر و او په امانت کې يې پوټې خيانت نه کاوه،خپل ورځنى لګښت يې خورا لږ و، زړه يې ارام و؛ځکه هېڅ هيله يې نه درلوده؛ يوازې د بېوزليو خدمت ته بې صبره و او د خداى ورکړه به يې د خداى بندګانو ته ورکوله .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست