تبلیغات

د ایمان او ارواحو او د اختلاف په اړه یې د حضرت علي (ک) وینا یو سړی حضرت علي (ک) ته ورغی، و یې ویل: ځینې وایي، کوم بنده چې زنا وکړي مؤمن نه دی، کوم بنده چې شراب وڅښي مؤمن نه دی، کوم بنده چې سود وخوړ مؤمن نه دی، هغه بنده چې په […]

د ایمان او ارواحو او د اختلاف په اړه یې د حضرت علي (ک) وینا

یو سړی حضرت علي (ک) ته ورغی، و یې ویل: ځینې وایي، کوم بنده چې زنا وکړي مؤمن نه دی، کوم بنده چې شراب وڅښي مؤمن نه دی، کوم بنده چې سود وخوړ مؤمن نه دی، هغه بنده چې په ناحقه یې بل وواژه ایمان نلري. د دې خبرې [منل] راته ګران دي او سینه یې راتنګه کړې، تردې چې انګېرم دا د خدای بنده چې نمونځ کوي او که ومرم خاورو ته مې سپاري ( او که ومري) خاورو ته یې سپارم [ او یو پر بل اسلامي دودونه پلي کوو] [ نو څنګه] په یوې کوچنې ګناه له ایمانه وځي؟

امیرالمؤمنین حضرت علي (ک) ورته وویل: ورور دې رښتیا درته ویلي، پخپله مې له پېغمبره (ص) واورېدل، چې خدای خلک درې پوړۍ پیدا کړي او په درېیو مقامونو کې یې ځای پر ځای کړي دي، قرآن وایي: (( نو ( د ښي لاس) نېکمرغه یاران؛ ( د ښي لاس) نېکمرغه یارن څوک دی او ( د کیڼ لاس) بدمرغه یارن، ( د کیڼ لاس) بدمرغه یاران څوک دي! او (درېمنۍ ډله) د مخکښانو مخکښان (دي) . همدوی (خدای ته) ورنژدې دي.[1]))

هغوی چې خدای د ((مخکښانو مخکښ)) یاد کړي، مرسل او (( غیرمرسل)) پېغمبران دي او خدای پینځه روحه پکې ایښې دي :

۱ ـ روح القدس ۲ ـ د ایمان روح ۳ ـ د قوت (بدني ځواک) روح. ۴ ـ د شهوت (توکيزو څوبتیاوو ) روح ۵ ـ د بدن روح (د ژوند لامل، چې په تلو یې ژوند پای ته رسي).

په روح القدس د پېغمبرۍ او رسالت مقام ته ور رسي؛ د ایمان په روح د خدای عبادت کوي او څه ورسره نه شریکوي،د قوت په روح له خپلو دښمنانو سره جګړه کوي او خپل ژوند تنظیموي؛ د شهوت په روح د خوارک څښاک خوندونه مومي او د ښځو له حلالې نکاح برخمنېږي؛ د بدن په روح خوځي او واده کوي. د دې پوړیو خلکو ګناهونه بښل شوي دي، خدای تعالی وایي: (( موږ له دې رسولانو، ځینې تر ځینو غوره ګرځولي دي او له دوی له ځینو سره خدای پخپله خبرې کړې دي او ځینو ته یې لوړې پوړۍ ورکړې دي او عیسی د مریمې زوی ته مو څرګندې نښې ورکړې او په سپېځلي روح ( روح المقدس ) مرسته مو ورسره وکړه.[2]))

بیا یې د ګردو پېغمبرانو په باب وویل: (( او ( له خپل لوري) یې په یوه روح سره غښتلي ( او پایند) کړي دي[3]))؛ یعنې په دې روح یې عزتمن او پر نورو یې اوچت کړي ، دوی بښل شوي دي.

بیا یې د (( ښي لاس)) یاران یاد کړي، دوی رښتینې مؤمنان دي او څلور روحونه یې پکې ایښې دي :د ایمان روح، د قوت روح، د شهوت روح او د بدن روح؛ مؤمن بنده پوره دا څلور روحونه لري، تر هغه چې ځینې حالات ورپېښ شي.

ویې پوښتل : څه حالات؟

علي (ک) وویل: ړومبی یې هغه حال دی چې خدای تعالی ویلي : (( او ځینې هومره عمر کوي، چې د ژوند ناکاره پړاو ( او زړښت) ته رسي؛ داسې چې پر هر څه تر پوهېدو وروسته ، بیا پر هېڅ نه پوهېږي[4]))

د دغسې یو تن ټول روحونه کمېږي؛ خو له ایمانه نه وځي؛ ځکه (څه ګناه یې کړې نه ده او ) خدای دغسې کړی، نه د نمانځه وخت پېژني، نه د شپې د نمانځه وس لري او نه د روژې نیونې او دا پخپله د ایمان د روح کمښت دی؛ خو انشا الله څه زیان نه ور رسي.

د شهوت روح یې هم کمېږي، داسې که د آدم ښکلې لوڼې یې تر مخ تېرې شي، زړه به ورپورې ونه تړي؛ خو لا تر اوسه د بدن روح ( د ژوند لامل) پکې پاتې دی او تر مړینې خوځښت لري، د بوډا دا حال په خیر دی؛ ځکه خدای دې حال ته وررسولی دی (دویم ) او کله انسان د ځواکمنۍ او ځوانۍ [ او د عقل او ارادې د واکمنۍ] په پېر کې داسې حالات پیدا کوي، چې په ګناه لاس پورې کوي، د (( قوت روح)) یې ګناه ته هڅوي، د (( شهوت روح)) یې ګناه ښکلې وربرېښووي او د (( بدن روح)) یې واګې راکاږي، چې ( د دې ټولو لاملونو په لاسنیوي) په ګناه کې یې ورګوزار کړي او د ګناه پر مهال ایمان له ده او دی له ایمانه جلا کېږي او چې توبه یې کړې نه وي ‎، ایمان یې نه راستنېږي، که توبه یې وکړه او ولایت ( او د اولوالامر اطاعت) ته یې غاړه کېښووله، خدای یې توبه ومني او که ګناه یې له سره کړه ( نو په لوی لاس یې) له ولایته لاس اخستی ( د خپل موالي له لاروۍ یې لاس پر سر شوی) او خدای به یې دوزخي کړي [ او دا وه، د هغه حدیث مانا چې پوښتونکي اورېدلی و].

د (( کیڼ لاس) [بدمرغه] یاران؛ یهود او نصارا دي، خدای تعالی یې په اړه وايي: ((چاته چې موږ اسماني کتاب ورکړی؛ نو هغه [= پېغمبر اکرم (ص)] د خپل اولاد غوندې پېژني (؛خو) یوه ډله یې حقیقت پټوي او پخپله پوهېږي. دا ستاد پالونکي له لوري حق (حکم) دی؛ نو هسې نه په اړه یې له شکمنو وسې[5])).

داچې دې ډلې څه پېژندل، نټه یې ترې وکړه؛ نو خدای په دې رنځ اخته کړل، چې د (( ایمان روح)) یې ترې واخست او په تنه کې یې یوازې درې روحه ورپرېښوول: د قوت روح، د شهوت روح او د بدن روح. بیا یې دوی په څارویو پورې اړوند وګڼل ویې ویل: (( دوی یوازې د څارویو په څېر دي[6] .)) ځکه څاروي (هم)د قوت په روح پېټي وړي، د شهوت په روح واښه خوري او د بدن په روح خوځي .

پوښتونکي حضرت علي (ک) ته وویل: [ په دې څرګندونو ] دې زما زړه راژوندی کړ.

[1] [واقعه ( ۵۶) ۸- ۱۱ ایتونه:]

[2] [بقره (۲) – ۲۵۳ آیت:]

[3] [مجادله ( ۵۸) – ۲۲ آیت:]

[4] [حج (۲۲) – (۵) آیت:]

[5] [بقره (۲) – ۱۴۶ او ۱۴۷ آیتونه:]

[6] [فرقان (۲۵) – ۴۴ آیت:]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست