تبلیغات

د بدن او عقلاني استعداد روزنه روزنه په اصل کې دوه ډوله کېداى شي: يو ډول يې د “جوړولو” يا “صنعت” په شان ده او دا هغه روزنه ده،چې انسان ته پکې د څيز په سترګه ليدل کېږي،چې د ځانګړي مطلب يا مطلبونو لپاره جوړېږي او څه،چې په دې جوړولو کې مراد نه دى،په خپله […]

د بدن او عقلاني استعداد روزنه

روزنه په اصل کې دوه ډوله کېداى شي: يو ډول يې د “جوړولو” يا “صنعت” په شان ده او دا هغه روزنه ده،چې انسان ته پکې د څيز په سترګه ليدل کېږي،چې د ځانګړي مطلب يا مطلبونو لپاره جوړېږي او څه،چې په دې جوړولو کې مراد نه دى،په خپله همدا ماده،چې څيزونه ترې جوړېږي،جوړوونکى يا صنعتګر يې د خپلو ځانګړو موخو لپاره جوړوي او هغه کارونه پرې کوي،چې د جوړوونکي له موخو سره اړخ لګوي او دا مهمه نه ده،چې دا کار دې مادې ته بد دى او نيمګړتيا ورته ګڼل کېږي.د مثال په توګه : انسان وري ته د يو څيز په سترګه ګوري،چې بايد ګټه ترې واخلي او دا ورى هم انسان ته ددې لپاره ارزښت لري،چې ګټه ترې اخلي.اوس نر ورى په پام کې ونيسئ،چې ګټه ترې اخلي؛بايد چاغ يې کړي،چې و يې پلوري يا يې په خپله له غوښې نه کار واخلي او که دا ورى په خپل طبيعي حالت پرېږدي؛نو جنسي تحريکات يې هاخوا او دېخوا راکاږي او داسې به نه وي،چې سر يې لاندې نيولاى وي،چې واخه وخوري،چې چاغ شي؛نو راځي او ورى خسي کوي؛چې خسي شو ؛نو جنسي تحريکات يې له منځه ځي او يوازې وښو ته يې مخه کېږي او چاغېږي.د انسان له نظره د وري خسي کول،پوره کول يې دي؛خو آيا دا کار د وري له نظره هم پوره کول دي؟ آيا د وري له نظره يې پوره کړى دى که نميګړى کړى يې دى؟ څرګنده ده،چې د وري له نظره يې ښکاره نيمګړتيا پکې رامنځ ته کړې ده.

پخوا به يې مريان خسي کول.د مريي له نظره،مريي به نيمګړى کېده ؛خو د هغوى له نظره،چې له مريانو يې ګټه اخېسته،په مريانو کې يې کمال رامنځ ته کړى و؛يعنې تردې وروسته يې په حرمسراګانو کې ترې ښه ګټه اخېستاى شوه.

په ټوليزه توګه د انسانانو په روحي رزونه کې همدا مطلب دى.يو وخت يو ښوونځى يو مراد لري او غواړي انسانان هغسې وروزي،چې خپل مراد تر ګوتو کړي،که څه هم په انسانانو کې نيمګړتياوې رامنځ ته کوي،ځينې طبيعي احساسات له انسانه واخلي او روحي او بدني نيمګړتيا پکې رامنځ ته کوي؛خو د خپل مراد لاس ته راوړو ته يې ښه جوړوي.

 

انساني روزنيز ښوونځى

خو يو وخت وي،چې ښوونځى د انسان په چوپړ کې وي؛يعنې له انسان نه بهر بله موخه نه لري او موخه يې نېکمرغۍ ته د انسان رسول دي؛نه دا چې بل مراد ولري او انسان هغه مراد ته د رسېدو لپاره جوړ کړي او په څرګندنه- اصطلاح کې يو مکتبي انسان شي.

انساني روزنيز ښوونځى هغه دى،چې له انسانه بهر بله موخه و نه لري؛يعنې بنسټ يې کمال ته د انسان رسول وي.ددې ښوونځى بنسټ بايد د استعدادونو او انساني ځواکونو پر روزنه او تنظيمولو وي؛يعنې دا ښوونځى حداکثره دوې کاره کړاى شي: يو دا چې د انساني استعدادونو په پېژندنه او روزنه؛نه په کمزوري کولو کې يې کوښښ وکړي او دا چې د انساني استعدادونو تر منځ يو نظام رامنځ ته کړي؛ ځکه انسان په طبيعت کې له ځانګړې ازادۍ برخمن دى،چې په دې نظام کې هېڅ ډول افراط و تفريط رامنځ ته نشي؛يعنې هر ځواک خپله مخه ووهي او پر نورو يرغل و نه کړي.

انسان دوه ډوله استعدادونه لري : يو ډول هغه استعدادونه دي،چې له نورو ژونديو ژويو سره شريک دي او بل ځانګړي استعدادونه. بدني چارې هغه استعدادونه دي،چې له نورو ژونديو ژويو سره شريک دي.

د اسلام له نظره د بدن روزنه

لومړى مسئله داده،چې آيا اسلام د بدني روزنې پلوى دى که د بدن د کمزوري کولو پلوى دى؟ آيا اسلام د بدني روزنې مخالف دى که د بدن پالنې؟

دلته دوه خبرې دي او دا تعبيرونه کله انسان تېر باسي. اسلام د بدن روزنې پلوى دى،سره له دې،چې د بدن پالنې مخالف دى. آيا د اسلام له نظره د اسلام کړنلار بايد داسې وي،چې بدن يې روغ وي،حداکثر وده ولري او ناروغ نشي ؟ يا پر خپل حال پرېښوول شي.

اړنګ نشته،چې د اسلامي ښوونو سپارښتنه ده،چې بايد بدن روغ وساتو،و يې روزو او په ساتنه کې يې کوښښ وکړو.

د فقې له څرګندو اصولو ده،چې ډېرې چارې ځکه حرامې شوي، چې بدن ته تاوان لري او فقهاوو يو ټوليز اصل مطرح کړى،چې که هر څه، محرز شي او بدن ته ضرر لري_که څه هم دليل ورته په قرآن او سنتو کې و نه لرو_؛حرامېږي. البته دا يې هم ويلي،چې ځينې ضررونه “معتد به” او ځينې “غير معتد به” دي؛يعنې ضرر يې دومره لږ دى،چې د پام وړ نه وي او داسې حکمونه په اسلام کې حرام نه وي؛بلکې مکروه دي يا وايي: پرېښوول يې مستحب دي؛خو که د يو څيز ضرر قطعي او څرګند شي؛نو د اسلام له نظره قطعا حرام دى او که فقهاوو د څه په هکله فتوا نه وي ورکړي؛نو ورته په ډاګه روښانه نه دي،چې آيا واقعا ضرر لري که نه؟

د مثال په توګه : د چرسو د څکلو په هکله فتوا؛لکه څنګه چې مرحوم آقا سيد ابوالحسن په “وسيلة النجاة” کې وايي:يو وخت وايو: يو لوږى چرس څنګه دي (نه دا چې روږد پرې شې)؟؛ځکه د ضرر په کچه دي او دا هغه “معتد به” مقدار نه دى؛نو حرام نه دي؛خو په چرسو روږدېدل او هره هغه سريزه حرامه ده،چې ددې روږد لامل شي،حال دا چې د چرسو په هکله داسې کومه خبره نه په قرآن کې راغلې او نه په سنتو کې. په چرسو روږدېدل ځکه حرام دي،چې بدن ته ضرر لري.

ټوليزه خبره داده: هغه څه حرام دي،چې انسان ته ضرر لري.

په احاديثو د ډېرو خوړو او مېوو سپارښتنه شوې او دليل يې هم ورته ويلى،د مثال په توګه : د بدن پلاني غړي ته ښه دى او د پلاني رنځ درمل دى او دا چارې په احاديثو کې ډېر دي،چې د يو څيز د حراموالي ،حلالوالي،مکروه والي او مستحب والي دليل يې بدن ته ضرر رسول او يا ګټه رسول ښوول شوي دي.

د علمي،روغتيايي او د بدني غښتلتيا د اصول په رڼا کې بدن روزنه انسان ته کمال دى او هغوى،چې له جسمي پلوه غښتلي ول؛نو د بدني غښتلتيا ورته کمال شمېرل کېده؛لکه امام علي (ک)،چې غښتلى و او بدني ځواک يې له کمالاتو ځنې شمېرل کېده.

جسمي روزنه او بدن پالنه

کېداى شي وواست : اسلام،چې د بدني روزنې پلوى دى؛نو ولې دومره وايي،چې بدني پالنه بده ده؟

هغه بدن پالنه بده ده،چې د روغتيايي اصولو مخالفه وي او هغه بدن پالنه په واقع کې نفس پالنه ده؛يعنې انسان شهوتپال وي؛يعنې په خپلو ځاني غوښتنو پسې وي او د بدن له ودې سره هېڅ تړاو نه لري.که انسان د نفس پالنې په مانا بدن پالنه وکړي؛نو بدن ته يې ضرر رسي. نفسپال انسان يوازې د ګېډې په غم کې وي،چې د ګېډې خوندنه ډېر واخلي او اړنګ نشته،چې که څوک غواړي روغ ووسي؛نو بايد پر نسپالنه برلاسى شي.

 

د عقلاني استعدادونو روزنه

عقلاني استعداد د انسان د ځانګړيو استعدادونو په لړ کې لومړى درجه دى او دا هماغه څيز دى،چې که د اديانو خاوندان داسې نه وي؛نو په لارويانو او روحانيانو کې دا خبره دود وه،چې دين يې د عقل په مقابل کې حقيقت ښووه او عقل يې ددين د پرمختګ په لار کې خنډ ګاڼه،چې بايد متدين انسان يې بايد شاته واچوي او که داسې يې و نه کړل؛نو ددين خاوند به نشي،چې دا خبره په مسيحيت کې ډېره ليدل کېږي او په نورو اديانو کې هم؛خو اسلام له دې انساني استعداد سره څنګه دى؟

او دا هغه ځاى دى،چې د اسلام واقعي ارزښـت پکې څرګندېږي. اسلام د عقل پلوى دى او ډېرى تکيه يې په عقل ده او نه يوازې له عقل سره يې مبارزه نه دى کړې؛بلکې مرسته او تاييد يې ترې غوښتې دى او تل هم داسې وي،چې له عقله خپل تاييد غواړي. په دې هکله په قرآن کريم کې خورا آيتونه دي.

 

تعقل په قرآن حکيم کې

اسلام د تعقل سرسخت پلوى دى.قرآن حکيم وايي:

((فَبَشِّرْ عِبَادِ. الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَأُوْلَئِكَ هُمْ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ =نو زما بندګانو ته زېرى وركړه؛هغو ته چې خبره اوري او (بيا) ښه اړخ يې مني؛ دا هغه خلك دي،چې خداى ورته سمه لار ښوولې ده او يوازې همدوى عقلمن دي.)) (زمر/١٧-١٨)

زما بندګانو ته زېرى وركړه،چې : ((الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ= هغو ته چې خبره اوري.)) نه وايي: يسمعون. “سماع” او “استماع” سره توپير لري. “سماع”؛يعنې اورېدل که څه هم د انسان خوښه نه وي.”استماع” غوږ ايښوول دي؛لکه څنګه چې تاسې دلته ناست ياست او خبرې اورېدو ته چمتو ياست. د موسيقۍ په هکله وايي: سماع يې حرامه نه ده، استماع يې حرامه ده.قرآن حکيم وايي: ((الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ)) هغوى،چې خبره استماع کوي؛يعنې داسې نه ده،چې خبره يې لا درک کړې نه وي او ووايي : موږ يې اورېدل نه غواړو. لومړى غوږ ږدي،ځير پکې کوي او فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ، بيا يې چاڼوي،شننه يې کوي،ښه او بد يې سنجوي او غوره پکې انتخابوي.

د آيت مانا د عقل او فکر خپلواکي ده،چې فکر بايد انسان ته چاڼوونکى وي او انسان،چې هر خبره اوري،په دې چاڼوونکي کې يې اچوي،ښه او بد سره بېلوي او غوره پکې انتخابوي.

أُوْلَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ. سره له دې،چې دا هدايت عقلي دى؛خو خداى يې الهي ګڼي.

وَأُوْلَئِكَ هُمْ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ.يوازې همدوى د واقعي عقل خاوندان دي . “الالباب” د “لب” جمع ده. لب؛يعنې ماغزه؛لکه څنګه چې وايو : د بادام مغز،د غوز مغز.کېداى شي دا د قرآن ځانګړې اصطلاح وي (؛ځکه په نورو ځايو کې مې و نه موندله) او که د قرآن ځانګړې اصطلاح هم نه وي؛قرآن حکيم “عقل” ته د “لب” ټکى ډېر کارولى دى؛لکه چې انسان يې له غوز يا بادام سره تشبېه کړى،چې په بادام او غوز کې پوټکى هم وي؛خو اصل يې ماغزه دي.

د انسان ټول بدن،چې په پام کې ونيسئ؛نو ماغزه او اصل يې فکر دى.که په بادام کې ماغزه نه وي؛نو څه به پرې وکړو؟وايو:تش منځی- پوچ دى او تش منځی بې ځنډه لرې اچول کېږي. انسان،چې عقل و نه لري؛نو د انسانيت جوهر،کچه او ماغزه نه لري او پوچ دى؛يعنې د انسان په بڼه دى؛خو د انسان مانا پکې نشته او ددې تعبير له مخې،د انسان مانا هماغه عقل دى،عقل چې تر دې حده وي.د عقل،عقلوالى يې په خپلواکۍ کې دى. الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ.له دې ورته نور غوره تعبير پيدا کېداى نشي،چې د انسان عقل بايد “خپلواک واکمن” وي،عقل يې خپلواک وي،د کره کتنې او شننې ځواک ولري او هغه انسان،چې له دې نعمته بې برخې وي؛نو په هېڅ شمېر دى.

دا آيت مو بېلګې ته راوړاندې کړ او په قرآن کې عقل او تعقل ته رابلونکي آيتونه خورا زيات دي،چې د موضوع د لنډوالي لپاره ورته اشاره نه کوم.

 

تعقل په احاديثو کې

ډېرى اسلامي روايتونه د عقل او تعقل د ارزښت په هکله دي.

د مسلمانانو مشر وايي : خداى دوه حجته لري (حجت پېغمبر او مشر ته ويل کېږي): د ظاهر حجت او د باطن حجت؛ انبياء د ظاهر حجت دي او عقل باطن حجت دى.))

جهل د عقل مقابل ټکى دى او د اسلامي روايتونو له مخې،عقل د شننې او کره کتنې ځواک دى.که وينو،چې په ډېرو ځايو کې اسلام جاهل ټکولى او رټلى؛نو د نالوستي او د عالم په مقابل کې نه دي؛ بلکې جاهل د عقل ضد دى . عاقل هغه دى،چې د شننې او کره کتنې ځواک ولري او جاهل هغه دى،چې دا ځواک و نه لري . موږ ډېر عالمان وينو،چې عالمان دي؛خو جاهلان دي؛په دې مانا عالمان دي،چې له بهره يې ډېر زده کړي؛خو ذهن يې يوازې ګودام وي،په خپله اجتهاد،استنباط،شننه او کره کتنه نه لري. د اسلام له نظره داسې کسان جاهل دي؛ځکه جاهل دي،چې عقل يې په ټپه ولاړ دى،کېداى شي علم يې ډېر وي؛خو عقل يې په ټپه ولاړ وي.

په روايت کې راغلي: الحکمة ضالة المؤمن؛حکمت د مؤمن ورک شوى څيز دى.حکمت؛يعنې له حقيقته ډکه پوهه؛هغه پوهه،چې استحکام او سټه ولري او خيالي نه وي.

او دا خبره دومره اسلام ته ارزښت لري،چې ايمان،حکمت خورا ستايلى او وايي:حکمت د مؤمن ورک څيز دى؛يعنې د حکمت پر وړاندې د انسان حالت بايد داسې وي،چې ګرانبيه څيز يې ورک کړى وي او تل يې په لټه کې وي او په نورو روايتونو کې هم راغلي:حکمت زده کړئ که څه هم له منافق،کافر او مشرک څخه وي؛يعنې که احساس مو کړل،چې څه وايي،علم او حکمت دى؛نو دې ته مه ګوره،چې کافر دى، مشرک او نجس دى او مسلمان نه دى؛ور منډه کړه او حکمت ترې زده کړه، چې حکمت خو اصلاً ستا دى،چې د هغو لاسونو ته ورغلى او همداراز په روايت کې راغلي: مؤمن،چې په هر ځاى کې حکمت پيدا کړي؛نو ځان ورته تر نورو وړ ګڼي.

 

د علم زده کړې ته د مسلمانانو هڅونه

په دويمه هجري پېړۍ کې،چې اسلام دومره پرمختللى و؛نو يو دم يې د بهرنيانو،ايرانيانو،روميانو،هنديانو،يونانيانو او په هر ځاى کې ،چې علم ته يې لاس رسى درلود؛نو ټول يې وژباړل او اسلامي نړۍ ته يې راننه ايستل.ددې کار علت څه و او څنګه ورسره اسلامي نړۍ غبرګون و نه ښود؟

علت يې دا و،چې دې ښوونو دې ته لاره چاره چمتو کړې وه،چې په هر هېواد ان که په “چين” کې يې هم که کوم کتاب مونده؛نو ژباړه يې (اطلبوا العلم ولو بالصين) (جامع الصغير١/٤٤). د مثال په توګه: “عبدالله مقفع” د امام صادق په وخت کې “د ارسطو منطق” و ژباړه،چې دا کارونه له امام صادق نه مخکې ان د “بني اميه وو” پر مهال پيل شوي ول؛خو د امام صادق په وخت کې يې زور واخېست.

د “هارون الرشيد” او “مامون الرشيد” پر مهال څومره ژباړې وشوې. “بيت الحکمه” داسې يوه مدرسه وه،چې په خپل وخت کې يې سارى نه درلود او ډېرو اسلامي مشرانو او ان دولس ګونو امامانو پر عباسي خلفاوو خورا نيوکې کړي؛خو په يو ځاى کې يې هم دا کار بدعت نه دى ګڼلى،چې ولې يې د کافرو ملتونو علوم ژباړلي او اسلامي نړۍ ته يې راننه ايستي دي.

خبره مې داده : دا په اسلام کې يو آر دى،چې: (( خذوا الحکمة و لو من اهل النفاق)) ددې موضوع احاديث لوړ مضامين لري.

له حضرت عيسى مسيح (ع) نه روايت دى،چې : (( څنګه چې صراف د سکې کره کتنه کوي او ښه او بده يې پېژني او ښه يې اخلي او بده يې نه اخلي؛موږ هم فکر او عقل لرو،له ځانه نه وېرېږو او ډار نه لرو،په دې فکر کوو،ښه يې اخلو او بد يې پرېږدو.)) (بحارالانوار٢/٩٦)

اوس پوهېږو،چې د ((خذوا الحکمة ولو من اهل الشرک “يا ولو من اهل النفاق” )) ريښه دا آيت دى: الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَأُوْلَئِكَ هُمْ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ))

 

د ابوعلي سينا بلخي خبره

وايي: ((څوک،چې روږد شو او خبره بې دليله ومني؛نو د انسانيت له جامو وتلى دى؛يعنې انسان بې دليله خبره نه مني او څوک،چې عادت لري،له خبرې بې دليله منکر شي؛نو دا هم بده ده.که حيرانوونکي څه دې واورېدل او د شوني او ناشوني لپاره يې دليل نه لرې؛نو مه يې منه،ووايه : “کېداى شي”. واقعي انسان هغه دى،چې د منلو او نه منلو کچه يې دليل وي او په هر ځاى کې،چې دليل نه وي؛نو ووايي :” نه پوهېږم”.))

 

د علم او عقل د يوځايتوب لزوم

اوږد حديث دى،چې زه يې په لنډو راخلم:

بيا يې وويل : خو يوازې عقل هم يوازې بسيا نه دى،عقل بايد له علم سره يو ځاى کړو؛ځکه عقل طبيعي او غريزې حالت لري،چې هر څوک يې لري؛خو علم عقل روزي،عقل بايد په علم وروزل شي.

په نهج البلاغه کې راغلي: علم دوه دي : يو اورېدل شوى؛يعنې له بهره زده شوى او بل مطبوع علم .

مطبوع علم هغه دى،چې د انسان له خټې او طبيعته سرچينه اخلي؛ هغه علم،چې انسان له بله نه وي زده کړى؛نو څرګنده ده،چې د ابتکار ځواک يې دى . بيا وايي : (( وعلم مسموع))؛يعنې که علم مطبوع نه وي ؛نو ګټه نه لري او واقعا هم داسې ده .

 

د بيکن خبره

وايي: علما درې ډلې دي:ځينې د مېږيانو په څېر دي،تل له بهره دانه راوړي او زېرموي يې .د ذهن زېرمتون يې دى.په واقع کې د ټيپ په څېر دى،چې څه اوري ضبطوي يې او يوازې هغه بېرته راوباسي،چې اورېدلي يې دي. دويمه ډله د ورېښمو د چينجي په څېر دي،په منظمه بڼه خپلې توکاڼي اوبدي او له ځانه يې راوباسي.دا هم واقعي عالم نه دى؛ځکه له بهره څه لاس ته نه راوړي او له ځان او خياله يې جوړوي،چې بالاخره د ورېښمو چينجى په ځاله کې مړ شي. درېمه ډله واقعي علماء دي.دوى د شاتو د مچيو په څېر دي،بهر ګلان سټي او شات ترې جوړوي.))

“مسموع علم” دې له “مطبوع علم” سره يو ځاى شي؛يعنې څه چې له بهر اخلئ؛نو په خپل دننني ځواک يې ښه وڅېرئ او څه ترې تر لاسه کړئ. عقل بايد له علم سره يو ځاى وي. قرآن (عنکبوت/٤٣) وايي: ((وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ وَمَا يَعْقِلُهَا إِلَّا الْعَالِمُونَ = دا مثالونه دي، چې موږ يې خلكو ته وايو؛ خو يواځې پوهان پرې پوهېږي.))

يعنې لومړى بايد انسان عالم وي؛خام مواد راتول کړي او بيا يې په عقل وشني؛مثلاً که موږ د ابو علي سينا بلخي په څېر غښتلى عقل ولرو او قرآن هم ووايي،چې تاريخ خورا ښه عبرت دى؛خو زه له تاريخه خبر نه يم؛نو عقل به مې په څه پوه شي؟!

يا راته وايي،چې په ګردې هستۍ کې د خداى نښې دي او زه هم د اوچت عقل خاوند يم؛خو زه په دې ماڼۍ کې له کارېدلو موادو ناخبره يم؛په خپل عقل به په کومو څيزونو پوه شم؟څرنګه يې الهي نښـې راوسپړم؟ نو اړينه ده،چې په علم يې راوسپړم او په خپل عقل د هستۍ نښې درک کړم.

 

تقليد

((َإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنزَلَ اللّهُ قَالُواْ بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آبَاءنَا أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لاَ يَعْقِلُونَ شَيْئاً وَلاَ يَهْتَدُونَ (بقره/١٧٠) = او چې كله ورته وويل شي:((څه چې خداى نازل كړي، لاروي يې وكړئ.)) وايي: (( موږ د خپلو پلرونو پر لار ځو.)) (ښه نو ) كه پلرونه يې، پرڅه نۀ پوهېدل او سمه لار يي نۀ وه ميندلې؛( نو بيا به هم ورپسې ځئ )))

اسلام له سنتپالۍ سره سخته مبارزه کړې،په دې مانا،چې د تېرو په پټو سترګو هر څه و نه منل شي او دا مو دليل وي،چې هغه خو زموږ پلرونه ول،پېغمبران،چې له خپلو ولسونو سره لاس په ګرېوان ول؛يوه يې همدا مسئاله وه،چې ستا خبرې نوې دي او زموږ د تېرو لار بېله وه.

تېرو ته غاړه ايښوول،د عقل پر ضد يو حالت دى؛قرآن وايي:چې په عقل خپله لار غوره کړه؛نو ځکه له سنتپالۍ سره د اسلام مبارزه؛يعنې له عقله ملاتړ کول دي.

 

 

په اکثريت پسې تلل

انسانان لکه څنګه چې په پټو سترګو په تېرو پسې ځي؛دغسې که د جماعت او ټولي پر وړاندې واقع شي؛نو غواړي ځان ورسره همرنګ کړي،وايي: ((که ځان نه رسوا کوې؛نو له جماعت سره همرنګ شه)) که جماعت رسوا وي؛نو ورسره همرنګېدل هم رسوا کېدل دي؛خو په انسان کې له ټولي سره د همرنګېدو لېوالتيا ډېره ده.

ابوعلي سينا بلخي وايي:زه نوې خبره د ارسطو له خولې وايم؛ځکه که په خپله يې ووايم؛نو څوک يې نه مني.

قرآن کريم وايي،چې اکثريت کچه او معيار نه دى: ((وَإِن تُطِعْ أَكْثَرَ مَن فِي الأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَن سَبِيلِ اللّهِ إِن يَتَّبِعُونَ إِلاَّ الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلاَّ يَخْرُصُونَ(انعام/١١٦) = او كه تۀ د ځمكې پرمخ د ډېرى خلكو خبرې ومنې (؛نو) د خداى له لارې به دې بې لارې كړي (؛ځكه) هغوى يواځې په (خپلو) ګومانو پسې ځي او يواځې اټکليان دي.))

چې دا دريځ په خپله عقل ته يو ډول خپلواکي ورکول دي او دې ته مو رابولي،چې بايد عقل کچه او معيار وي.

 

 

 

د خلکو د خبرو پروا مه ساته

د خلکو خبرو ته غوږ مه ږدئ،په تشخيص پسې يې مه ځئ؛تشخيص مو بايد خپل وي؛مثلاً که په لاس کې مو يو غوز وي او څوک درته ووايي،چې څنګه ښه مرغلره ده؛خو ته پوهېږې،چې مرغلره نه ده؛نو نه ښايي،چې و دې غولوي،پرعکس که په لاس کې دې مرغلره وي او درته ووايي،چې دا غوز دې له کومه کړى؛نو ته پرې غوږ مه ګروه؛ته بايد په خپل تشخيص،عقل او فکر پسې ولاړ شې او عقل دې لارښود وي.

 

د مسلمانانو له نظره د تعقل تاريخچه

د عقلاني او فکري استعداد پر روزنه مو ويينه ده. اسلام داسې سول- منطق لري،چې تل له عقله مرسته غواړي؛يعنې چې کله خلک رابولي ؛نه وايي: (( که غواړئ د ايمان خاوندان شئ؛نو کله هم فکر مه کوئ ،تعقل مه کوئ،تعقل انسان کوم ځاى ته نه رسوي، ايمان يوه پړاو دى او تعقل او تفکر بل پړاو دى او انسان بايد تسليم شي،چې د ايمان حقيقت ورته څرګند شي))

دا ډول خبرې په مسيحيت کې خورا ليدل کېږي.

خو موږ د مسلمانانو له خولې ددې خبرې مقابل خبره اورو. په قرآن حکيم کې عقل ستايل شوى او مرسته ترې غوښتل شوې؛خو د مسلمانانو په سول- منطق کې د عقل او علم سپکاوى شوى دى.

په لومړۍ درجه کې زموږ په عرفاني او غير عرفاني ادبياتو کې د عقل سپکاوى شوى او پردې سربېره د اسلام په تاريخ کې يو لړ بهيرونه ول ،چې د عقل خبره پکې مطرح وه: يو “اشعري” او “معتزلي” کلامي بهير و او بل د امام ابوحنيفه (ره) فقهي قياس او له قياس سره مخالفت او درېمه د عرفان او تصوف مسئله ده،چې دا درې تقريبا اصلي بهيرونه ،چې بايد ويينه پرې وشي. دلته موږ له درې ښوونځيو سره مخ يو،چې هر يو له عقل سره يو ډول مخالفت کوي؛خو هر يو خپله ځانګړې لار لري او د خلکو په ويناوو او متلونو کې هم د عقل سپکاوى شوى .

 

په ادبياتو او د خلکو په متلونو کې د عقل سپکاوى

په ادبياتو او د خلکو په متلونو کې ددې لپاره د عقل سپکاوى شوى ،چې د انسان دښمن دى،په دې مانا،چې له انسان هوساېنه اخلي ،ولې؟؛ځکه که انسان عقل و نه لري،نو څه حسولاى نشي او چې کله يې حس نه کړل؛نو خپګانونه نه درک کوي او چې خپګانونه يې درک نه کړل؛نو هغه دردونه او کړاوونه هم نه درک کوي،چې دا خپګانونه يې لامل دي . د شاعر وينا ده:

دشمن جان من است عقل من هوش من

کاش گشاده نبود چشم من و گوش من

کله کله موږ هم په خپلو خبرو کې وايو : پلانى څومره بختور دى،چې په ډېرو خبرو نه پوهېږي يا وايو : څومره هوسا يې،چې نه پوهېږې او څومره بدمرغه يم،چې چارې حسوم او پوهېږم.

“فرخي يزدي” وايي:

چيزهايي که نبايست ببيند بس ديـــد

به خدا قاتل من ديده بيناى من است

داسې خبرې او شعرونه ډېر دي.آيا له بېخه دا سم سول- منطق دى؟

که په ډاګه وويل شي؛نو سمه نه ده. هغوى،چې دا خبرې کړي، غوښتل يې د مطلب لازمه راوپوهوي،نه په خپله مطلب؛يعنې هغه کس،چې وايي:

دشمن جان من است عقل من هوش من

کاش گشاده نبود چشم من و گوش من

واقعا مراد يې دا نه دى،چې څومره به ښه ول،چې زه نه پوهېدم؛بلکې غواړي ووايي: درد لرم؛خو چې کله وايي: د خپګانو لاملونه شته او هغه لاملونه په دې تعبير بيانوي؛يعنې دا واقعا په عقل نيوکه نه ده،يو ډول ادبي تعبير دى؛لکه څنګه چې په خپله “فرخي” وايي:

چيزهايي که نبايست ببيند بس ديـــد

به خدا قاتل من ديده بيناى من است

ټولنيزو چارو ته يې پام دى،چې په ټولنه کې نيمګړتياوې وينم،همدا به زما وژونکي شي او وژونکې يې هم شوې او په آخر کې يې وواژه . که همدې “فرخي” ته وويل شي: خوښ يې،چې داسې انسان يې،چې هېڅ نه درک کوي؟ و به وايي: نه !

د عقل پر ضد يو عقلي استدلال کړاى شو او هغه داچې عقل د درد لامل دى . درد ښه دى که بد؟ درد خو بد دى؛او هغه څه هم بد دي،چې د درد لامل وي.

ددې ځواب هم روښانه دى:کوم درد،چې موږ وايو بد دى. په خپله درد يوه فلسفه لري.درد خبرېدل دي.درد په دې مانا بد دى،چې لامل يې بايد نه وي او دا چې وايو: ښه به وي،چې درد نه وي؛يعنې ښه ده،چې د درد لامل نه وي او که د درد لامل وي؛نو هغه رنځ دى. درد انسان ته پوهه ده. د غړيو درد هم همداسې دى.دا چې په بدن کې درد احساسېږي،په دې مانا دى،چې رنځ شته . په دې درد طبيعت ورته اعلانوي،چې دلته رنځ دى .

چې کله په موټر کې کوم عيب راپيدا شي يا ګرم شي؛نو په سوچبورډ کې سره اشاره روښانېږي؛نو چلوونکى خپه شي،چې ولې مې د موټر انجن ګرم شو؛نو داسې نشو ويلاى،چې بايد و نه وايو،چې ولې سره اشاره روښانه شوه؛ځکه دا اشاره وايي،چې د موټر په انجن کې خرابي ده.

که درد نه و؛نو انسان به له خپله رنځه نه خبرېده او درملنه به يې هم نه کوله؛نو په خپله درد بد نه دى.هغه څه،چې بد دي،هغه څه دي،چې دا درد يې اعلانوي. درد انسان په کوړه وهي،چې درملنه دې وکړه؛نو تر ټولو بد رنځ هغه دى،چې درد و نه لري؛يعنې اعلان نه کوي؛لکه ځينې سرطانونه،چې څو انسان ترې خبرېږي؛نو اوبه له ورخه تېرې وي؛خو که په هماغه لومړيو وختو کې،چې سرطان (چنګاښ) را پيدا شوى و او اعلان (درد)يې کړى و؛نو درملنه يې اسانه وه.

د انسان عقل،هوش او حس ددې لپاره محکوم نه دي،چې درد حسوي ؛ځکه دا حس خبرېدل دي او خبر راکوي،چې مخکې بې حسي ده؛نو ځکه موږ په خپلو ادبياتو کې يو لوړ مطالب وينو،چې درد ستايي: (( الهي سينه اى درد آشنا ده )) ولې يې درد په نورو ځايو کې ستايلى دى؟ د هغوى همدې ټکي ته پام و،چې درد درلودل؛خبرېدل دي. درد د خوځښت او لارې چارې لټولو کوړه ده. درد نه درلودل سکون او بې حسي ده.

مولانا جلال الدين بلخي په دې هکله يو ښکلى شعر لري:

حسرت و زارى که در بيمارى است

وقت بيـــمارى همه بيــــــدارى است

د رنځ پر مهال کړخ او د رنځور احساس د رنځور ويښتيا ده.رنځور ته اعلان دى :خبر اوسه،چې رنځور يې.

بيا وايي:

پس بدان اين اصل را اى اصل جو

هر که را درد است او برده است بو

د دردونو خاوند د حقيقت له بويونو يو حقيقت بوى کړى دى او هغه، چې درد نه احساسوي؛بې حسه جمادي موجود دى.

هر که او بيدارتر پر درد تر     هر که او آگاهتر رخ زردتر

د انسان ټولنيز مسايلو ته پام وکړئ.يو کس بې توپيره وي او څه يې ،چې په شاوخوا کې تېرېږي، کار يې پکې نه وي او يوازې غواړي خپل خر له پله تېر کړي او چې خر يې له پله تېر شو؛نو که پل خراب هم شي؛نو پروا نه کوي او په مقابل کې بادرد په پام کې ونيسئ،چې يوازېني څيز ته يې چې پام نه دى،خپل خر دى.

دلته د اميرالمؤمنين تعبير هم هماغه د ((درد)) تعبير دى،چې “عثمان بن حنيف” ته يې په يوه ليک کې ليکلي:

دا درد انسان ته بسيا دى،چې په خپله مړه ګېډه ويده شي او په شاوخوا کې يې وږې ګېډې وي.

و حسبک داءً ان تبيت ببطنة     و حولک اکباد تحن الى القد

يو انسان داسې وي،چې که په خپله موړ وي او نور وږي؛نو درد احساسوي او د حضرت علي (ک) (نهج البلاغه/٤٥ ليک) په وينا :

ولعل بالحجاز او اليمامة من لا طمع له فى القرص؛يعنې که هغه په کوفه کې موړ وي او په حجاز کې يو وږى وي؛نو د لوږې درد يې احساسوي.

 

دردمندي ستايل شوې که رټل شوې؟

دا دردمندي غوره ده که هغه بې دردي،چې که پر ګاونډي يې هر څه تېرېږي،احساس يې نه کړي؟

موږ هغه کامل انسان ګڼو،نه دا يو، له دې مخې،چې درد درلودل حساسيت دى،رنځ نه دی،نيمګړتيا نه ده؛بلکې کمال دى؛يعنې له نورو انسانانو سره يې تړاو دى او دا ښيي،چې د انساني ټولنې غړى دى او که بل غړى په درد شي؛نو دې هم په دردېږي.

د رسول اکرم يو حديث دى،چې بيا “شيخ سعدي” د شعر په بڼه ويلى دى:

مثل المومنين فى تواددهم و تراحمهم و تعاطفهم مثل الجسد اذا اشتکى منه عضو تداعى له سائر الجسد بالسهر و الحمى. (جامع الصغير٢/٥٥)

مؤمنان د يو بدن د غړي په شان دي؛همدا چې يو غړى په درد شو؛نور غړي هم هوسا نه ويدېږي . د مثال په توګه:که غاښ درد کوي او نور غړي ووايي:غاښ دې خپل کار کوي،غاښ دې وباسي،چې روغ شي . نه ! يو غړى،چې په درد وي؛نور هم ورسره کړېږي او ورسره همدردي کوي؟څنګه همدردي کوي؟په تبه او ويښتيا. په يو غړي کې به رنځ وي ؛خو ټول بدن ورسره يو ځاى تبه کوي او خوب نه ورځي. وايي:مؤمنين داسې دي.همدردي حساسيت دى؛نيمګړتيا نه ده او کمال دى.


 

د عقل او علم سپکاوى او د معاش مسئله

ځينې خلک علم او عقل د ژوند د مادياتو د ګټلو وسيله او اوزار ګڼي،چې کله يو تن فکر کاوه،چې تر نورو پوه او هوښيار دى؛نو ګوري،چې په ژوند کې تر ډېرو نالوستو او ناپوهانو وروسته پاتې دى؛ نو عقل او علم ته کنځلې کوي او وايي : له دې دومره معلوماتو سره،چې يو هټۍ ته ولاړ شې او يو کيلو سبزي پرې در نه کړي؛نو څه ګټه لري؟

“عبيد زاکاني” شاعر هم همداسې و او بيا په عمل کې هم همداسې شو.وايي:

اى خواجه مکـــــن تا بتوانى طلب عــلم

کاندر طلب علــم راتب يکروزه بمــــاني

رو مسخرگى پــيشه کن و مطربى آمـــوز

تا داد خود از کهتر و مهتر بستـــــــــــاني

او په څنګ کې پر خپل وخت نيوکه کوي،چې زما په وخت پوهه ارزښت نه لري او د يو ډم ارزښت د لسو پوهانو هومره دى او يو ساعت ګټه يې د عالم د يوې مياشتې هومره ده.

په عمل کې هم همدا شاعر همداسې شو او سره له دې،چې عالم و،ټوکو ټکالو او لطيفو ته يې مخ کړ.

دا هم ناسمه خبره ده؛يعنې انسان بايد پوهه او هوښياري په پېسو او شتمنۍ و نه سنجوي او ووايي: که پېسې پرې ګټل کېږي؛ښه دي او که نه ګټل کېږي؛نو ښه نه دي.

په عربي کې يو مشهور شعر دى،چې د “ابوالعلاء معري” که د “ابن الرواندي” دى،چې د اسلام په تاريخ کې په “زندقه مشهور” دي،چې وايي:

کم عاقل عاقل اعيت مـذاهبه     و جاهل جاهل تلقاه مرزوقــا

هذا الذى ترک الاوهام حائرة     و صير العالم النحرير زيديقا

څومره د هوښيارانو هوښيار ليدل کېږي،چې د ژوند په لار کې پاتې دي،نه پوهېږي،چې کوم خوا ولاړ شي،بېچاره دى او څومره د ناپوهانو ناپوه دى،چې پراخه روزي لري او دا هغه څه دي،چې يو نحرير عالم له دينه اړوي او زنديق کوي يې.

حال دا چې هغه بايد دلته پر عکس پايله اخېستى واى او ويلي يې ول ،چې رزق ددې هوښياريو تابع نه دى؛نو زه هم بايد پوه شم،چې د رزق تدبير د بل چا په لاس کې دى.

دا سول- منطق موږ هم ډېر ګورو او څرګنده ده،چې غلطه خبره ده او انسان بايد علم او عقل په دې کچو و نه سنجوي.

[ژباړن: رحمان بابا وايي:

عقل مه غواړه طالع غواړه رحمانه  

                                                           ډېر عقلمن د طالعمنو نوکران دي]

 

تعقل د اشاعره او معتزله وو له نظره

د دوېمې هجري پېړۍ په منځ کې،په اسلامي نړۍ کې د اسلامي عقايد په اصولو کې د تفکر په اړه دوه بهيره راپيدا شول.ځينې ددې پلويان شول،چې عقل کړاى شي په خپله اسلامي عقايدو، اصولو او ټول مسايلو (توحيد،نبوت،معاد،پرېښتو، احکامو او نورو…) ته يو مقياس او کچه شي. بايد په لومړي پړاو کې يې خپل عقل ته وروړاندې کړو،چې عقل انسان ته سل په سلو پرېکنده مقياس دى او دا ډله د ځانګړيو علتونو له مله،چې تاريخي ريښه لري، “معتزله” ونومېده.

د دوى پر وړاندې بله ډله وه،چې بيا هم د تاريخي علتونو له امله “اشاعره” ونومېده. اشاعره خداى ته د محض تسليم او تعبد پلوي شول، ويې ويل: عقل په اسلامي چارو کې د لاسوهنې حق نه لري.

 

عقلي حسن او قبح

اصلي خبره له ((عقلي حسن او قبح)) نه پيل شوه.معتزله ګروهمن شول، چې چارې فى حد ذاته يا ذاتي حسن لري او يا ذاتي قبح او د انسان عقل حسن او قبح درک کولاى شي او له دې ځايه د اسلام حکم رابرسېروي؛ځکه د اسلام حکم له عقله بېلېداى نشي.

د خبرو د سندرې سر يې عدل او ظلم و. و يې ويل: عقل د عدالت حسن درک کوي او د عدالت حسن ذاتي دى او قراردادي نه دى؛لکه څنګه چې چا عدالت ته حسن نه دى ورکړى، د ٤ عدد ته يې هم د جفتوالي ځانګړنه نه ده ورکړې؛يعنې داسې نه وه،چې يو ٤ و،چې کړاى يې شول جفتېداى هم شو او طاق هم او بيا راغلل جفتوالى يې ورسره يوځاى کړل؛بلکې د ٤ عدد لازمه جفتوالى دى. يا ٤ په دنيا کې نشته او که وي؛نو جفت به وي.

اشاعره وو وويل: څيزونه له بېخه حسن او قبح نه لري او داسې چارې عقل هم درک کولاى نشي،حسنونه او قبحونه شرعي دي؛هر څه،چې خداى يې امر کړى؛نو ځکه ښه دى،چې خداى يې امر کړى؛ نه داچې ښه دى او چې له څه مو خداى منع کړي يو،داچې خداى منع کړي يو، بد دي؛نه داچې بد ول؛نو ځکه خداى ترې منع کړو.

معتزله وو وويل: د هر څه،چې خداى امر کړى؛نو ددې لپاره،چې ښه و؛نو امر يې کړى دى؛نو ښېګڼه يې د خداى پر امر لومړيت مومي او ښېګڼه يې د خداى د امر علت دى.

اشاعره وو ويل: نه ! د هر څه،چې خداى امر کړى؛نو ددې لپاره چې خداى يې امر کړى؛نو ښه دي او د خداى امر يې د ښېګڼې علت دى ؛چې کله موږ وايو: دا کار ښه دى؛يعنې خداى يې امر کړى دى او په نهې کې هم عين مطلب تکرارېږي.

 

د تعقل او تعبد شخړه

دلته ول،چې “تعقل” يو لوري او محض تعبد بل لوري ته شو. دا بهير په اسلامي نړۍ کې وبهېد.د امويانو په وروستيو کې پېل او د عباسيانو په پېل کې پاى ته ورسېد. “مامون الرشيد” (او تر هغه وروسته يې ورور “معتصم” له خپله وروره په لاروۍ)،چې عالم و او فکر يې سوليز-منطقي او فلسفي و،د معتزله وو پلوى شو او اشاعره يې وځپل.

امام احمد بن حنبل (ره) هم له سرسريتوبه نه د پلوۍ سخته سپېړه وخوړه او د “تعقل” پلويان د “تعبد” پر پلويانو بريالي شول.

د “متوکل” وخت راورسېد. متوکل ډېر سطحي خليفه و. په خلکو کې هم يوه څرګندنه-اصطلاح ده،څوک چې د پخوانيو تابع وي؛نو “سنتي” ورته وايي. متوکل سنتي شو او د تعقل او معتزله وو سخت مخالف شو او حکم يې ورکړ،چې و يې ځپئ او سم يې وځپل او “متوکل” امام احمد بن حنبل،چې په زندان کې و او د حکومت کوړې يې خوړلې وې ؛په حکومت کې يې ورته ستر مقام ورکړ او وايي،چې په جنازه کې يې اته سوه زرو کسانو برخه واخېسته.

نورو خلفاوو د متوکل پر پل ګام کېښود او په اسلامي نړۍ کې د تل لپاره د مامون لار وځپل شوه.

 

د “سني” ټکي

هغوى ته،چې نن سني ويل کېږي،د “شيعه” په مقابل کې نه دي. موږ خيال کوو،چې سني هغه دى،چې د حضرت ابوبکر پر خلافت ګروهمن دي او شيعه هغه ته ويل کېږي،چې په دې چار ګروهمن نه وي. نه! په پيل کې د “سني” ټکى د “شيعه” په مقابل کې رامنځ ته نشو؛ بلکې د معتزله وو په مقابل کې و،چې کله به يې ويل دا سني دى؛يعنې معتزله نه دى؛خو نن معتزله و او اشاعره و دواړو ته سني وايي.

د دولس ګونو امامانو پر مهال شيعه د معتزله وو پلوي ول،نه د اشاعره وو.که څه هم د سني ټکى د معتزله په مقابل کې و؛خو دا چې شيعه د معتزله وو د فکر پلويان ول،بيا چې معتزليان وځپل شول او د تعقل په پلويانو کې يوازې شيعيان پاتې شول؛نو د شيعه ټکى د سني په مقابل کې شو او بيا يو فکر پيدا شو،چې د سني ټکى د خلافت د چارو لپاره رامنځ ته شو،حال دا چې جرړه يې دا نه ده؛خو په تدريج اصطلاح همداسې کېښوول شوه.

 

د ابن تيميه جمود او د وهابيانو خوځښت

د عقل او تعقل ضد ستر عالمان د امام احمد بن حنبل لارويان دي،چې په سر کې يې ابن تيميه دى،چې په اتمه زېږديزه پېړۍ کې په “دمشق” کې اوسېده او پر ٧٢٨ په “مراکش” کې ومړ. هغه خواري کښ او په يوه مانا کې نابغه و. واقعا هم نبوغ لري؛خو ډېر رغى او ډبرين فکر لري. د ځينو فکر پراختيا مومي؛خو ژورتيا نه مومي،چې يو يې هم ابن تيميه دى؛يعنې چې کله يې انسان کتابونه ګوري؛نو حيرانېږي ،چې يو انسان څنګه دومره مطالعه درلوده؛خو فکر يې ژور نه و.

ابن تيميه د امام احمد بن حنبل د فکر راژوندى کوونکى دى او په لارويانو کې يې چا هم د ابن تيميه هومره فکر يې راژوندى نه کړ او ان يو کتاب يې وليکه،چې “منطق” حرام دى او “فلسفه” خو بېخي حرامه ده.

تر ابن تيميه وروسته د وهابيانو خوځښت رامنځ ته شو.دا د ابن تيميه شاګردان دي. ددې خوځښت جرړه هم د عقل ضد ده،چې په کلکه يې منطق او فلسفه تحريم کړه او په اصطلاح کې ډېر سنتي،ظاهري ،ظاهرنمانځي او قشري دي.

تر دې بهير وروسته په معتزلګرۍ پسې اشعريګري پېل شوه او د امام احمد بن حنبل په وخت کې لوړې څوکې ته ورسېده. متوکل سياسي مشر او امام احمد بن حنبل مذهبي مشر و،چې دواړو قشرپالي هسکې څوکې ته ورسوله.

بيا امام احمد بن حنبل شاګردان پيدا کړل،چې تر ټولو خطرناک يې ابن تيميه و؛ځکه څه موده وروسته د احمد بن حنبل ښوونځى د اسلامي تمدن له سيمې وايستل شو او د افريقا لويديځ ته ولاړ؛خو ابن تيميه بيا دا ښوونځى راژوندى کړ او ورپسې يو ځل بيا وهابيانو مطرح کړ ،چې دا ټول په اسلام کې د تعقل ضد خواشينوونکي بهيرونه دي.

 

اهل حديث

د شيعه و نړۍ له قشريګرۍ خوندي وه او علت يې دا و،چې دا خوځښت د دولس ګونو امامانو په وخت کې و او د امامانو لار معتزله وو ته خورا نږدې وه،چې په تاريخ کې شيعه او معتزله سره يو ځاى ويل کېږي او “عدليه” به يې ورته ويل او ان ډېرى خلک شيعه وو ته معتزليان او معتزليانو ته شيعه وايي.

د قشريګرۍ خوځښت شيعه وو ته لار نه وه موندلې،چې څلور پېړۍ مخکې،د صفويه وو په وخت کې د “ميرزا محمد استر آبادي” په نامه يو سړى راپيدا شو،چې د اهل حديثو لار خپلوي او له اغېزمنو شاګردانو يې يو “ملا امين استر آبادي” دى .

حيرانوونکې خبره خو داده،څوک،چې په اصل کې يو خوځښت پېلوي_که خوځښت يې د قشريګرۍ خوځښت هم وي_د يو ډول نبوغ خاوندان وي او که داسې نه وي؛نو خوځښت پر پښو درولاى نشي.

په خپله امام احمد بن حنبل هم څه وړوکى سړى نه و.

“ملا امين استرآبادي” کلونه کلونه په مدينه کې مجاور و او د “فوائد المدينة” په نامه کتاب يې هم ليکلى او شيعه علماوو ته يې پکې ډېرې بدې ردې ويلي،چې تعقل يې اسلام ته رادننه کړ.د مثال په توګه: “علامه حلي” ته يې نېغ په نېغ کنځلې کړې دي.

يوه لار يې ونيوه،و يې ويل: له دې څلورو دليلونو څخه ( قرآن،سنت، اجماع او عقل) درې يې باطل دي؛يعنې يو هم موږ ته دليل نه دى؛ قرآن دليل نه دى،عقل هم دليل نه دى او اجماع هم دليل نه دى. د اجماع په هکله يې وويل: اجماع له بېخه ريښه نه لري او له اهل سنتو اخېستل شوې ده. همدې اجماع د اسلام بېخ وايست؛اجماع هماغه ده،چې د حضرت ابوبکر خلافت يې رامنځ ته کړ.اهلسنتو اجماع يو آر کړ،چې د حضرت ابوبکر خلافت ته مخونه ورکړي،بيا يې فقهې ته وردننه کړ او شيعه وو هم ورپسې اجماع په فقه کې وردننه کړه.اجماع زموږ نه ده،د اهلسنتو ده.

قرآن يې هم ډېر په درناوي ښکل کړ او په تاخچه کې کېښود.و يې نه ويل،چې قرآن نه منو،و يې ويل:قرآن منو،د خداى کتاب دى؛خو قرآن زموږ لپاره نه دى،امامانو لپاره دى،يوازې هغوى پوهېږي،چې څه وايي او موږ حق نه لرو په قرآن کې تدبر او تعقل وکړو. قرآن خپلو مخاطبينو ته راغلى؛هغوى چې د قرآن په ژبه او مانا پوهېږي؛قرآن خپله ځانګړې ژبه لري،چې يوازې امامان پرې پوهېږي او بس.

د عقل په هکله يې روڼ آندي (روشنفکري) او نوي استدلالونه وکړل؛ لکه کومې خبرې،چې “دکارت” او نورو د فلسفې په هکله کولې.د فيلسوفانو خبرې يې راوړې او کره کتنه يې وکړه،چې دلته داسې او هلته هغسې تېروتي او بيا يې دا ويينه وکړه،چې د نويو علماوو تر منځ هم راپيدا شوى،چې د ذهن د تېروتنې سرچينه څه ده؟ يا په “صورت” کې ده يا په “ماده” کې . بيا وايي: د “ارسطو” منطق د “صورت” منطق دى او ډېر تر ډېره (حداکثر) کړاى شي د ذهن تېروتنه د فکر په نظم او په بله وينا د نظم خطا راوښيي؛لکه يو ارکټېکټ انجينر،چې د ښه تعمير طرح ورکولاى شي؛خو ښه او بده خښته،سېمټ او سيخ نه پېژني؛ځکه کار يې نه دى.

د “ارسطو” منطق يوازې کړاى شي د استدلال بڼه سمه کړي؛خو د انسان ډېرى تېروتنې د فکر په ماده کې وي،نه د فکر په بڼه کې. په هغې څه کوئ؟ بله لار نشته؛نو چې لار نشته؛نو په د يني چارو کې بايد په عقل ډاډ و نه کړو.

عقل يې شاته واچاوه،و يې ويل: موږ يو او حديث،موږ يو او سنت او اجتهاد،چې شيعه علماوو فقهې ته رادننه کړې، و يې غندل،و يې ويل:اجتهاد؛يعنې تعقل او تعقل جايز نه دى . تقليد هم جايز نه دى، موږ بايد يوازې له امامانو تقليد وکړو.د فقهي چارو په هکله رساله ليکل او اجتهاد له بېخه حرام دي.

دې سړي خپلې خبرې دومره په ځواک سره وکړې،چې په اسلامي نړۍ کې يې د “اهل حديث” په نامه واقعا يو ستر خوځښت رامنځ ته کړ،چې لارويان يې “اخباريون” نومېدل . دې خوځښت شيعه نړۍ هم وخوځوله او په ځينې ځايو کې د مرګ ژوبلې لامل هم شو. د “فارس خليج” په شيخ مېشتو سيمو کې يې خورا نفوذ وکړ. په پيل کې “صفويه”،”نجف” او “کربلا” د اخباريينو زانګو وه او هلته چا جرات نشو کړاى،چې د قرآن د تفسير،عقل،استدلال او يا اجماع په هکله خبره وکړي.ويل يې:يوازې او يوازې موږ يو او سنت او موږ يو او حديث او پر هغوى يې سخت بريدونه وکړل،چې ويل يې: په حديثو کې صحيح،موثق، کمزوري او حسن وي.

“علامه حلي” او نورو حديث ويشلي ول،ويل يې: ځينې احاديث صحيح،ځينې موثق،ځينې کمزوري او ځينې حسن دي (هر يو ځانګړې اصطلاح درلوده)؛په صحيح او موثقو حديثو عمل کړاى شو؛ خو کمزوري احاديث اعتبار نه لري.

“ملاامين” وويل : دا هسې چټيات دي!! په حديث کې صحيح او کمزورى چا راوړى؛حديث ټول معتبر دي.

د امام احمد بن حنبل او ابن تيميمه په څېر خوځښت ،امين استر آبادي په شيعه وو کې رامنځ ته کړ.


 

پر “اهل حديثو” د “اجتهاد” بريا

البته دا خوځښت بيا سترو علماوو؛لکه مرحوم “وحيد بهباني” وځاپه. وحيد بهباني د بحرالعلوم استاد و او له صفويه نه په وروسته پېر کې يې ژوند کاوه . دا هغه سړى دى،چې د اهل حديثو پر وړاندې يې د تعقل او اجتهاد د خوځښت بنسټ کېښود او له سره يې د جمود او اهل حديثو پر وړاندې تعقل او اجتهاد راژوندى کړ او بيا “مرحوم شيخ انصاري”،چې په “استادالمتاخري” مشهور و،د اجتهاد په ګټه يې پر اهل حديثو وروستى ګوذار وکړ،چې تر دې ګوذار وروسته اهل حديثو ملا نېغه نه کړاى شوه؛خو د اهل حديثو فکر له بېخه له منځ نه دى تللى ان په ډېرو مجتهدينو کې لا تر اوسه هم د اهل حديثو فکر نفوذ لري.

دا په مسلمانانو کې د تعقل د ارزښت لنډ تاريخ و او په عين حال کې،چې اسلام ان په احاديثو کې هم عقل ته په خورا درنه سترګه کتلي؛خو کله ټولنيز بهيرونه هر څه سره ګډوډوي . دا بهيرونه په اسلامي نړۍ کې به هم په اهلسنتو او هم شيعه وو کې پيدا شول.

 

د آيت الله بروجردي له نظره د اهل حديثو ريښه

وايي: د ملا امين استر آبادي بهير او د عقل او تعقل پر ضد يې استدلالونه او له عقله منکرېدل يې په اروپا کې د عقل او فلسفې ضد خوځښتونو سره نژدې و،چې د “حسپالۍ” او “تجربه پالۍ” پر بنسټ له “دکارت” او “بېکن” نه پېل شول.

هغوى د حس د معتبر ګڼلو په بله بڼه له منطق او عقل سره مخالفت کاوه. آيت الله بروجردي ګروهمن و،چې د ملا امين په اروپا کې د پيدا شويو افکارو تر اغېز لاندې و.

که پېرنګى د حس پلوى کېږي او له حسه له خپلواک عقله منکرېږي او وايي،چې عقل تر هغه معتبر دى،چې پر محسوساتو کار وکړي او د عقل کار يوازې تجريد،تعميم،شننه او د محسوساتو ترکيب دى او نه بل څه او هغه ددې لپاره،چې په طبيعي علومو پسې ځي؛نو معقول ته اړ نه دى.ته د دين په هکله ويينه کوې.د دين لومړى چار خداى دى او خداى په عالم کې تر ټولو ستر معقول دى.څنګه کړاى شې،په دين کې له عقله نمښته-انکار رادننه کړې؟!پېرنګيان له خپلواک عقله د نمښتې- انکار بنسټ پر حس ږدي؛له دې نظره نيوکه پرې نشته؛خو ته غواړې له عقله د انکار بنسټ پر حديث کېږدې.آيا خداى او وحدانيت يې په حديث جوړوې؟! که درته ووايي،چې خداى شته که نشته؟نو ورته به وايې،چې شته.که درته ووايي،چې دليل دې څه دى؟ورته به وايې،چې د حديثو “وسائل” کتاب مې پرانېست او پکې راغلي،چې امام جعفر صادق ويلي،چې خداى شته.د حس پر بنسټ له خپلواک عقله نمښته- انکار يوه لار ده؛خو د حديث پر اصالت له خپلواک عقله انکار بېخي د منلو وړ نه ده؛ځکه زموږ تر ټولو بنسټيز مسايل “غيب” دي.پخپله د قرآن (بقره/٣) تعبير هم غيب دى:”الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ= پرهېزګاران) هغه دي،چې پر غيبو(څه چې له حسه پټ دي)ايمان راوړي”

غيب څنګه په حديث جوتولاى او استدلال پرې کړاى شې؟ موږ ځکه امام جعفر صادق منو،چې وايو امام دى.ولې امام دى؟وايو:ځکه چې د پېغمبر اکرم وصي دى او پېغمبر اکرم امامان ټاکلي دي.پېغمبر اکرم په کوم دليل منو؟ وايو:خداى رالېږلى دى.نبوت بايد په عقل راته جوت شي.توحيد په عقل جوتېږي . لومړى بايد خداى ثابت شي،بيا پېغمبراکرم او بيا امام جعفر صادق او بيا د امام جعفر صادق حديث،چې صحيح دى که نه او بيا يې ومنو؛خو که له هماغه سره له حديث يې پيل کړو؛نو يو ځاى ته هم نه رسو.

 

د معتزله وو د زياتي غبرګون

تل افراط و تفريط کار خرابوي . معتزله،چې د عقل پلويان شول؛نو په چارو کې يې زياتى وکړ او هغه چارې،چې عقل يې درک کولاى نشي ؛يعنې نه يې نفي کوي او نه يې اثباتوي او په بله وينا : په څه چې عقل نه پوهېږي،د هغه څه په حساب يې کېښوول،چې عقل يې وجود نفې کوي او دا د اشعريګرۍ په ښوونځي کې يو ډول خواړه-تغذي وه؛ يعنې خلک د اشاعره وو پلويان شول؛ځکه و يې ليدل،چې معتزله له ډېرو چارو انکار کوي. د مثال په توګه: ځينې معتزليان له پيريانو منکر شول؛ځکه پيرى د عقل په دليل ثابتېداى نشو؛خو عقل داسې نشي ويلاى،چې د پيري په نامه (په سترګو نه ښکارېدونکى) نامريي موجود هرومرو وجود لري . د عقل په دې خبره سر نه خلاصېږي.موږ څه پوهېږو؛کېداى شي په عالم کې بې له پيريانو په ميليونو نور نامريي موجودات هم وي،چې تر اوسه بشر برسېرلي نه دي.

د پيريانو په څېر له مسئلو نمښته- انکار،ددې لامل شو ځينې پر عقل بدګومانه شي،و يې ويل: هماغه متعبدان ښه دي،که غواړو دين مو خوندي وي؛نو بايد پر لار يې روان شو او که په دې روڼ آندو پسې ځو؛نو ډېر څه به له لاسه ورکړو؛نن له پيري منکر شول،سبا به له پرېښتو منکر شي او بله ورځ به له خدايه هم منکر شي.

 

عقل د فقهاوو له نظره

دا مسئله په کلام پورې اړوند ده. په اهلسنتو کې په فقه کې هم دې ته ورته بهير راپيدا شو؛ځينې په فقهي چارو کې د تعبد پلويان شول؛ لکه “انس بن مالک”،چې په خپل وخت کې ستر شخصيت و او د امام جعفر صادق همپېرى و او ځينې د قياس پلويان شول.امام ابوحنيفه د قياس پلوى شو،چې هغه هم د امام جعفر صادق همپېرى او شاګرد يې و،چې وايي: (( لو لا السنتان لهلک نعمان؛يعنې که دوه کلنه زده کړه نه وه؛نو نعمان به هلاک شوى و.))

امام ابوحنيفه [ژباړن:د افغانستان د پروان ولايت] عرب نه و؛خو په کوفه کې اوسېده.حديث ته يې ډېره اعتنا نه کوله؛خو نه په دې مانا،چې د پېغمبر اکرم خبرې ته يې دومره اعتنا نه کوله؛بلکې احاديث يې معتبر نه ګڼل او ګروهمن و،چې دا حديثونه جعل شوي دي او ويل يې : دا دومره حديثونه،چې له پېغمبر اکرم نه روايت شوي ،يوازې څو (شل) يې معتبر دي او په نورو ګروهمن نه يم،چې د پېغمبر اکرم ويناوې به وي؛کېداى شي،په دې هکله يې معلومات لږ او کمزوري ول .

په فقهي چارو کې له که موږ سره قرآن او د پېغمبر اکرم شل حديثه وي ؛نو استدلال ته به څه و نه لرو؛يعنې که وغواړو په احکامو پوه شو؛نو د قرآن په ظواهرو او د پېغمبر اکرم په شلو حديثو،دومره پراخه فقه استنباطولاى نشو؛نو په پايله کې،امام ابوحنيفه به په قياس پسې ته.

قياس؛يعنې په پرتله کول او ورته والى.ويل يې: په پلانۍ موضوع کې پېغمبر اکرم داسې ويلي؛دا موضوع هم هغې ته ورته والى لري؛نو د هغې موضوع حکم دې موضوع ته راوړو.

دا هغه څه دي،چې قرآن ترې منع کړي يو. دا له عقله لاروي نه ده؛له ظن او ګومانه لاروي ده. ظن او ګومان له عقل سره توپير لري.

له دې ځايه ول،چې په فقه کې ظن،ګومان او ورته والي (شبيه ګيري) لار پيدا کړه او د تخيل پر بنسټ د احکامو د قياس او استنباط ماشين جوړ شو،چې دا هم د عقل په تله کې واچول شول،چې وګوره! په چارو کې،چې د عقل لاسوهنه وي؛نو دا ترې جوړېږي.

امام ابوحنيفه د قياس ښوونځى جوړ کړ؛خو ان د اهلسنتو امامانو هم ورسره و نه منله. “مالک بن انس” په خپل ټول عمر کې په دوو مسئلو کې قياس وکړ،چې د مړينې په وخت کې يې خواشيني پرې څرګنده کړه ،چې زه له خدايه وېرېږم؛ځکه په دوو مسئلو کې مې قياس ته راى ورکړه.

امام احمد بن حنبل د قياس کلک مخالف و. امام شافعي منځنى و، چې نه يې د امام ابوحنيفه هومره قياس کاوه او نه د انس بن مالک په څېر په څرګندنه حديثي و.

دلته د اهلبيتو ښوونځى د قياس پلوى نشو؛لکه څنګه،چې پخوا د عدليه او تعقل پلوى و.

امامانو په کلکه قياس غانده،ويل يې: ((ان السنة اذا قيست محقت ؛يعنې که سنت د قياس پر بنسټ وي؛نو له منځه ځي.)) (کافي ١/٥٧ په دې عبارت : محق الدين.)؛خو عقل يې و نه غانده او ګورئ،چې دلته د شيعه وو او اهلسنتو اړپېچ (اختلاف) په دې کې دى،چې اهلسنت وايي: د فقهې ادله څلور دي : قرآن، سنت، اجماع او قياس. شيعه وايي:د فقهې ادله څلور دي : قرآن،سنت، اجماع او عقل. امامانو عقل تاييد کړ؛خو قياس يې تاييد نه کړ،چې دا په خپله ښيي ،چې د امامانو او هم علماوو کړنلار د عقل پر ضد لار نه وه؛بلکې د قياس ضد وه او قياس يې سم عقلي ضابط نه ګاڼه.

د عرفان په نامه په اسلام کې د عقل،عقلمنو او فلسفې پر خلاف يو بل بهير هم شته.


له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست