تبلیغات

د برزخ ژوند داچې د عالم برزخ د ژوند څرنګوالي ته زموږ نيمګړى پوهه نه رسي ؛ نو غوره به وي،چې په دې هکله له آيتونو او روايتونو مرسته واخلو . ويينې ته تر ننووتو مخکې يوه سريزه پکار ده: انسان دوه بدنونه لري ؛ يو سپک او بل دورند بدن . دروند بدن همدا […]

د برزخ ژوند

داچې د عالم برزخ د ژوند څرنګوالي ته زموږ نيمګړى پوهه نه رسي ؛ نو غوره به وي،چې په دې هکله له آيتونو او روايتونو مرسته واخلو .

ويينې ته تر ننووتو مخکې يوه سريزه پکار ده: انسان دوه بدنونه لري ؛ يو سپک او بل دورند بدن . دروند بدن همدا دى،چې په ويختوب کې راسره ژوند کوي او خوراک څښاک ته اړتيا لري او سپک بدن هغه دى، چې په خوب کې يې لرو،چې کله ورسره خبرى هم کوو؛خو دې بدن ته ولې سپک بدن وايو ؟ ځکه کله د يو څو دقيقو په ترڅ کې دا بدن د نړۍ له دې سره هغه سر ته ځي؛حال دا چې که وغواړي همدا واټن په ويختيا کې ووهي؛نوبايد په الوتکه کې په ساعتونو ساعتونو الوتنه وکړي.

نو پر دې بنسټ موږ ورته سپک بدن وايو. د خوب او ويختيا په څېر په دنيا کې هم موږ له مادې او مادي جسم سره ژوند کوو؛خو په عالم برزخ کې به له هغه سپک بدن سره ژوند کوو څو قيامت شي او زموږ شيندل شوي ذرات سره يو ځاى شي او بدن ترې جوړ شي او روح مو پکې ورننوځي .

موټر چلولو ته د خوب،ويختيا او مړينې ورته والى

کله موټر چلونکى لنډ وخت ته له خپل موټره بهر راوځي او په بل موټر کې سپرېږي؛خو د ړومبي موټر څراغ هماغسې روښانه پرېږدي او په خوب کې هم اصلي چلونکى،چې هماغه روح دى،له دننني بدنه بهرېږي، چې په دې سيمه کې وېده شوى او راوتلى او بل بدن ته ورغلى دى او يو لړ کارونه هم کوي؛خو د انسان زړه،چې هماغه موټر دى روښانه دى.کله چلونکى موټر ګلوي او په بل موټر کې سپرېږي؛لکه د مړينې په څېر،چې اصلي چلونکى (روح ) له بدنه وځي او ټول موټر او څراغونه يې (زړه،معده،تنفس او …..) هم مړه کوي . هو ! هم په خوب او هم په مړينه کې روح مو له بدنه بهر راوځي؛خو تر خوب وروسته روح بېرته راستنېږي؛خو تر مړينې وروسته روح نور د قيامت تر ورځې نه راستنېږي .

نو په عالم برزخ کې ژوند هم په خوب کې ژوند ته ورته والى لري، په خوب کې موږ خوند اخلو،خپه کېږو،خوشحالېږو او کړېږو؛نو همدا حالت په ويختوب کې هم لرو. په هغه دنيا کې ژوند په يو قالب کې دى؛لکه د دنيا بدن او په څرګندنه-اصطلاح “مثالي قالب” ورته وايي؛نو په قبر کې ژوند،دباو،خوشحالي او غمونه ټول پر سپک بدن او مثالي قالب وي؛نو که کوم مړى وسوځول شو او يا داچې که داړونکي څاروي وداړه او يا داچې که مړى سمندر ته ګوزار شو او قبر يې نه درلود؛نو بياه به هم د قبر عذاب،خوشحالۍ او خوندونه لري؛ځکه دا چارې په سپک بدن او روح پورې تړاو لري .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست