تبلیغات

د تسبيح ذکر سبحان الله لمونځ کونکى په رکوع او سجده کې دخداى تسبيح وايي : فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِيمِ (واقعه \ ٧٤) = (اوس چې داسې ده)؛ نو د خپل ستر پالونكي په نامه تسبيح ووايه (او پاك او سپېڅلى يې وګڼه)، کله چې دا آيت نازل شوپېغمبر اکرم ( ص) وويل : دې […]

د تسبيح ذکر

سبحان الله

لمونځ کونکى په رکوع او سجده کې دخداى تسبيح وايي : فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِيمِ (واقعه \ ٧٤) = (اوس چې داسې ده)؛ نو د خپل ستر پالونكي په نامه تسبيح ووايه (او پاك او سپېڅلى يې وګڼه)،

کله چې دا آيت نازل شوپېغمبر اکرم ( ص) وويل : دې حکم ته په خپلې رکوع کې ځاى ورکړئ او ووايئ: ((سبحان ربى العظيم وبحمده)) زما ستر پالونکى چې د هغه پرستاينې مې پيل وکړ له هرډول نيمګړتياو پاک دى.

سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى‏ ( اعلى\١) = (( د خپل لوړ پالونكي نوم وستايه))

کله چې دا آيت نازل شو؛ نوپېغمبر اکرم (ص) وويل چې دا آيت په سجده کې په ځاى کړئ او او داسې ووايئ : ((سبحان ربى الاعلى وبحمده )). زمالوړ پالونکى له هرډول نيمګرتياوو سپېڅلى دى اوستاينه يې کوو. (تفسیز المیزان،۱۹/ ۱۶۰)

 

 

د تسبيح مقام

د خداى ثنا او ستاېنه د ټولو سمو اسلامي اندنو- تفکراتو او ګروهو بنسټ دى.توحيد؛يعنې دا چې خداى له شريکه پاک او سپېڅلې وګڼې.

أَمْ لَهُمْ إِلهٌ غَيْرُ اللَّهِ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ ( طور\۴۳) = (( يا هغوى له خداى پرته کوم معبود لري (چې د مرستې ژمنه يې ورسره کړې ده)؟! خداى له هغه څه پاك دى چې هغوى يې ورسره شريکوي!))

عدل؛يعنې خداى له ظلم سپېڅلى اوپاک دى .

قَالُوا سُبْحَانَ رَبِّنَا إِنَّا كُنَّا ظَالِمِينَ ( قلم \ ٢٩ ) = هغوى وويل: (( زموږ پالونكى پاك دى، په واقع كې موږ ظالمان وو!))

د نبوت او امامت مفهوم دا دى ،چې د خداى يو کارهم بې موخې نه دى او هر څه ته يې برنامه جوړه کړى ده او خلک يې خوشې نه دي پرېښي ،چې د خپلو ځاني غوښتونو ‏اوسليقو په سمندر کې ډوب وي.

وَمَا قَدَرُوا اللّهَ حَقَّ قَدْرِهِ إِذْ قَالُوا مَاأَنْزَلَ اللّهُ عَلَى‏ بَشَرٍ مِن شَيْ‏ءٍ قُلْ مَنْ أَنْزَلَ الْكِتَابَ الَّذِي جَاءَ بِهِ مُوسَى‏ نُوراً وَهُدىً لِلنَّاسِ تَجْعَلُونَهُ قَرَاطِيسَ تُبْدُونَهَا وَتُخْفُونَ كَثِيراً وَعُلِّمْتُم مَالَمْ تَعْلَمُوا أَنْتُمْ وَلاَ آبَاؤُكُمْ قُلِ اللّهُ ثُمَّ ذَرْهُمْ فِي خَوْضِهِمْ يَلْعَبُونَ ( انعام \ ٩١) =[ هغوى خداى سم و نه پېژانده، چې و يې ويل: (( خداى هيچا ته څه ندي نازل كړي .)) (ورته) ووايه : (( د موسى راوړى کتاب چا نازل كړى و؟! چې خلكو ته رڼا او لار ښوونه وه (؛خو تاسې) هغه پاڼه پاڼه كوئ ؛لږ ښكاره كوئ او ډېر پټوئ او داسې ښوونې درته وشوې،چې نه پرې تاسې پوهېدئ او نه ستاسې پلرونه.)) ورته ووايه : (( چې الله ( نازل كړى و) )) بيا يې پخپلو ځېلي خبرو(او اوتو بوتو) کې پرېږده، چې لوبې کوى.]

معاد؛يعنى دا چې خداى دا هستي پوچ او باطله نه ده پيدا کړى او خداى له دې پاک او منزه دى .

الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللّهَ قِيَاماً وَقُعُوداً وَعَلَى‏ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّماوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هذَا بَاطِلاً سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ (آل عمران \ ١٩١)= (( هغوى چې خداى په ناسته، ولاړه او ملاسته يادوي او د اسمانو او ځمكې په پېدايښت كې فكر كوي ( او وايي ) پالونكيه ! دا دې عبث او(او بې موخې) ندي پيدا كړي، ته (لدې) پاك يې (چې عبث كار وكړې )؛نو موږ د اور له عذابه و ساته.))

أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثاً وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لاَ تُرْجَعُونَ (مومنون\ ١١٥) = (( ايا ګومان مو كاوه،چې موږ تاسې بابېزه پيدا كړي ياست او دا چې زما لوري ته به نه راګرځول كېږئ؟!))

هو! خداى له دې ټولو کارونو پاک دى.د خداى تسبيح نه يواځې د اسلامي ګروهو؛بلکې د ډېرو اروایزو ‏اومانیزو‏ کمالاتوسرچينه هم ده.

(( سبحان الله)) له خداى سره د مينې لامل دى . که خداى له هر نقصه سپېڅلې وګڼو؛نوموږ يې پرمقدراتوخپله رضا ښيو او د باحکمته ارادې پر وړاندى يې تسلمېږو.

(( سبحان الله)) ، د توکل سرچينه ده ،خداى له هرې اړتيا او کمزورۍ پاک دى؛ نو ولې پرې اډانه ‏ونه کړو؟

سُبْحَانَهُ هُوَ الْغَنِيُّ ( يونس \ ٦٨)

((سبحانه الله)) له خداى سره دعشق اوميني نښه ده. هغه ذات چې له هرنقص اوعيبه پاک وي ؛نو هغه به د انسان محبوب وي او انسان به ورسره مينه کوي .

((سبحان الله)) د خداى د ثنا او ستايني سريزه ده د ذات ستاينه يې ده، چې له هر ډول نيمګړتياوو پاک دى؛نو ځکه په څلور ګونو تسبيحاتو کې ((سبحان الله)) تر(( الحمدالله)) مخکې راغلى ده .

سبحان الله بشرله ټولو خرافاتو ژغوري.

لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُون (َ انبياء \ ٢٢ ) =(( كه په اسمان او ځمكه كې له ” الله ” پرته نورخدايان هم واى؛ نو هرومرو به “( د اسمان او ځمكې) د واړو( نظام ) ويجاړ شوى واى؛ نو الله؛ د عرش پالونكى، له هغه څه پاك دى چې مشرکان يې وايي!))

؛نوځکه په قرآن کې پر الهي تسبيح د نورو ذکرونو په پرتله زيات ټينګار شوى دى. پرتسبيح ( ١٦) ځلې ،پراستغفار (٨) ځلى،د خداى پر ذکر ( ٥) ځلى او پر تکبير ( ٢) ځلى امر شوى دى . پر تسبيح په هرحالت او زمان کې امرشوى دى،چې د انسان پام تل خداى ته وي او تل يې له عيب اونقصه پاک وګڼي .

فَاصْبِرْ عَلَى‏ مَا يَقُولُونَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا وَمِنْ آناءِ اللَّيْلِ فَسَبِّحْ وَأَطْرَافَ النَّهَارِ لَعَلَّكَ تَرْضَى‏ ( طه \ ١٣٠ ) . = ((نو خبرې يې زغمه او تر لمر ختلو او لويدو مخكې د خپل پالونكي پاکي ستايه او همداراز د شپې په ځينو وختونو كې هم (لمانځه ته راپاڅه او) پاكې يې ووايه اود ورځې په څنډو كې هم، ښايي چې ( له الهې مهربانيو) خوښ شې.))

هم په بريا او هم په خوشالى کې د خداى تسبيح ووايئ :

إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ.وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجاً

فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَاسْتَغْفِرْهُ إِنَّهُ كَانَ تَوَّاباً (نصر)=[ (پېغمبره!) چې كله د خداى مرسته او( پر باطلو د حق ) بريا راورسېږي. او خلک وينې چې ډلې ډلې د خداى دين ته ننوځي، نو د خپل پالونكي پاكي او ستاېنه ووايه او له هغه بښنه وغواړه! [ځكه] چې هغه ډېر توبه منوونكى دى].

اوهم په کړاوونواو سختيو کې يې تسبيح ووايئ :

فَلَوْلاَ أَنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُسَبِّحِينَ. لَلَبِثَ فِي بَطْنِهِ إِلَى‏ يَوْمِ يُبْعَثُونَ ( صافات\١٤٣، ۱۴۴)= [نو كه هغه له ستايونكيو نه واى، نو هرومرو به (د خلكو) د بيا را ژوندي كېدو تر ورځې پورې دكب په نس كې پاتې شوى و!]

هو! انسان د ډېرو محدوديتونو له کبله کله هم نشي کړاى،چې خداى وپېژني؛نوغوره به دا وي چې انسان پرخپلې کمزورۍ منښته- اعتراف وکړي او ووايي :

سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى‏ عَمَّا يَقُولُونَ عُلُوّاً كَبِيراً ( اسراء\ ٤٣)= ((هغه ( پاك او) سپېڅلى دى او له هغو خبرو ډېر پورته او لوړ دى،چې هغوى يې كوي! ))

يواځې د خداى مخلص بندګان دى چې پرالهي لارښوونو اومرستوخداى معرفي کولاى شي .

سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ. إِلَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ (صافات \ ١٥٩ ، ۱۶۰) = خداى له هغه څه پاك دى،چې هغوى يې ښيي، خو د خداى له پاك زړيو بندګانو پرته (چې هغه د واقعيت له مخې ستايي).

 

د تسبيح اجر

امام صادق له پېغمبر اکرم (ص) روايت کوي : کوم بنده چې سبحان الله وايي هرڅه چې تر عرش لاندې وي ورسره تسبيح وايي او ويوونکي ته لس ځله اجر ورکول کېږي او چې الحمدالله وايي خداى ورته د دنيا دومره نعمتونه ورپه برخه کوي څوله خداى سره ملاقات وکړي او د آخرت نعمتونوته ورداخل شي.(وسایل،۷/ ۱۸۷)

 

عملي تسبيح

امام صادق وايې : يو له ډېرو مهمو او ډېر د سخت چارو ځنې،چې خداى پر خپل مخلوق لازم کړى ذکرکثيردى . له ذکر مې موخه د ((سبحان الله والحمدالله ولااله الاالله والله اکبر )) ويل نه دي . که څه دا يې هم برخه ده ؛خو زما موخه په کارونو کې د خداى يادونه ده په کوم کار کې،چې د خداى اطاعت وي ودې يې کړي او په کوم کار کې، چې يې معصيت وي ؛نو ډډه دې ترې وکړي.(کافي،۲ / ۸۰)

 

د تسبيح تکرار

د تسبيحو تکرار نه يواځې په لمانځه کې؛بلکې په حج کې هم ويل کېږي. حجرالاسود ته د کتلو پر وخت ،د صفا او مروه په سعې کې او په نورو ځايونو کې هم د تسبيحو پر تکرار سپارښتنه شوی ده . په لمانځه کې د رکوع اوسجدې پرذکر سربېره په درېم او څلورم رکعت کې هم د څلور ګونو تسبيحاتو تکرار راغلى دى .

د سني اوشيعه د روايتونوله مخي د کهف دسورت په ( ٤٦) آيت کې له وَالْبَاقِيَاتُ الصَّالِحَاتُ څخه مطلب همدا څلور ګونې تسبيحات دي . حضرت علي وايي: حضرت ابراهيم چې کعبه جوړوله؛ نودا ذکربه يې وايه :(( سبحان الله والحمدلله ولا اله الا الله والله اکبر)). (وسایل، ۴/ ۱۲۰۷)

 

 

زموږ په فرهنګ کې د خداى ذکر

زموږ نيکونو به چې کله تعجب کاوه ؛نو ((ماشاالله)) او(( سبحان الله)) به يې وويل او کورته د راننوتو پر وخت به يې ((ياالله)) وايه . د تګ پر وخت به يې د الله په امان وايه او په روغ بړکې به يې ((الحمدالله)) ويله د خوړو په پيل او ست کولو کې به يې ((بسم الله )) ويله او د خوړو په پاى کې به يې له خدايه شکر ايسته؛نو جوته ده،چې په داسې چاپېريال کې روزنه پر ژبه او همداراز په زړه کې دخداى ياد جاري ساتي .

 

د موجوداتو تسبيح

ټوله هستي له وو اسمانانو نيولې تر ځمکې پورې ټول دخداى تسبيح وايي.

يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِي السَّماوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ الْمَلِكِ الْقُدُّوسِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ ( جمعه\١)= ((څه چې په اسمانو او ځمكه كې دي،تل هغه خداى ته تسبيح وايي، چې مالك او واكمن دى او (له هر عيب او نيمګړتيا) بشپړ پاك، ناماتى حكيم دى. ))

ساکښ ،لکه مرغۍ او بې سا لکه غرونه ،تندر او برېښنا په شعوري توګه د خداى تسبيح وايي.

أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُسَبِّحُ لَهُ مَن فِي السَّماوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالطَّيْرُ صَافَّاتٍ كُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلاَتَهُ وَتَسْبِيحَهُ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِمَا يَفْعَلُونَ (سورت نور\٤١) = ((ايا نه وينې څه چې په اسمانو او ځمكه كې دي، د خداى تسبيح وايي او(همداراز) الوتونكي چې په اسمان كې يې وزرونه غوړولي وي (دهغه) تسبيح وايي؟! هغوى هر يو (خداى ته) پر خپل لمانځه او ثنا ستاينې پوهېږي او هغوى څه چې، كوي خداى پرې پوهېږي.))

هُوَ الَّذِي يُرِيكُمُ الْبَرْقَ خَوْفاً وَطَمَعاً وَيُنشِئُ السَّحَابَ الثِّقَالَ ( الرعد\١٢)= [ (الله) هغه دى چې برېښنا درته د وېرې اوتمې لپاره ځلوي او هم درنې وريځې راپورته كوي.]

وَيُسَبِّحُ الرَّعْدُ بِحَمْدِهِ وَالْمَلاَئِكَةُ مِنْ خِيفَتِهِ وَيُرْسِلُ الصَّوَاعِقَ فَيُصِيبُ بِهَا مَن يَشَاءُ وَهُمْ يُجَادِلُونَ فِي اللَّهِ وَهُوَ شَدِيدُ الْمِحَالِ ( الرعد\١٣) = [ اوتالنده د هغه په ستاېنه كې او( ټولې) پرېښتې د هغه له وېرې تسبيح وايي! او تندرونه رالېږي او پر چا،چې يې خوښه شي غورځوي، حال دا چې هغوى (ددې ټولو الهي نښو په ليدو سره بيا هم) د خداى په باب په ناندريو بوخت دي او هغه سخت عذابى دى . ]

فَفَهَّمْنَاهَا سُلَيْمانَ وَكُلّاً آتَيْنَا حُكْماً وَعِلْماً وَسَخَّرْنَا مَعَ دَاوُدَ الْجِبَالَ يُسَبِّحْنَ وَالطَّيْرَ وَكُنَّا فَاعِلِينَ ( انبياء\٧٩) = [نو سلېمان ته مو د پرېکړې دود وښود او هغوى هر يوه ته مو د نياو(وړتيا) او پراخه علم وركړ او داود ته مو غرونه او الوتونكي تابع كړ ي وو، چې (له هغه سره يې د خداى) تسبيح ويله او دا ټول كارونه موږ وكړل.]

پرېښتې د خداى ډېره ثنا وايي. پېغمبر اکرم ( ص) وايي :(( په اسمان کې يوليشت داسې ځاى نشته چې پکې پرېښتى پر تسبيحاتو او لمانځه بوختې نه وي.(قرطبي تفسیر،۸/ ۵۵۸۱)

امام صادق وايي : حضرت داود به چې زبور وايه ؛نو غرونو، تيږو اومرغانو به ورسره هم غږي ول.( تفسير نورالثقلين، ۳/ ۴۴۴)

په روايتونو کې سپارښتنه شوى ،چې څاروې پرمخ مه وهئ ؛ځکه چې د تسبيح پر حال وې. (تفسيرنورالثقلين ٣\١٦٨) . د چرچڼو يو سيل،چې په چڼاڼې چڼاڼې د امام زين العابدين له مخې تېرې شوې خپلو شاوخوا کسانوته يې وويل:مرغۍ هرسهار د خداى تسبيح وايي او له خدايه د ورځې قوت او زور غواړي.( المیزان تفسیر،۱۳/ ۲۰۶)

پېغمبر اکرم (ص) وايي : (( د ځناور مړينه هغه وخت وي،چې د خداى تسبيح ضايع کړي. ( الميزان تفسير٨٣\٢٠٣)

ځينې وايي : د موجوداتو د تسبيح او سجدې موخه حقيقي مانا ‏نه ؛بلکې مجازي مانا ‏لري لکه څرنګه، چې يو ښکلې انځور شوى تابلو د انځوروونکى پرذوق شهادت ورکوي ؛نو همداراز د موجوداتو هېښنده ‏جوړښت هم د خداى پر علم،ځواک ‏،حکمت او پر دقت يې لېینه- ګواهى ورکوي او هغه له هرډول عيب اونيمګړتياوو پاک او سپېڅلې اعلانوي او دا د موجوداتو د تسبيح مانا ‏ده.

څنګه په تاويل لاس پورې کړو ،سره له دې چې قرآن وايي :

تُسَبِّحُ لَهُ السَّماوَاتُ السَّبْعُ وَالْأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ وَإِن مِن شَيْ‏ءٍ إِلَّا يُسَبِّحُ بِحَمْدِهِ وَلكِن لَّا تَفْقَهُونَ تَسْبِيحَهُمْ إِنَّهُ كَانَ حَلِيماً غَفُوراً ( اسراء\٤٤) =[ اوه ګوني اسمانونه او ځمكه او څه چې د دوى په منځ كې دي، ټول د خداى پاكي وايي او هېڅ څيز نشته، چې پاكي او ستاېنه يې ونه وايي؛ خو تاسې د هغو په تسبيح نه پوهېږئ، په رښتيا چې هغه زغمونكى (او) ښه بښونكى دى.]

څرنګه په تاويل لاس پورې کړو حال دا چې قرآن وايي:

وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُم مِّنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلاً ( اسراء\٨٥) = او تا د (( روح )) (د څرنګتيا) په باب پوښتي، ووايه:(( روح (له پاسنۍ نړۍ او) زما د پالونكي امر دى او تاسې ته يواځې د پوهې ډيره لږه برخه دركړ شوې ده .))

په قرآن کې څو څوځلى د پېغمبر اکرم (ص) له خولې داسې راغلى (وَإِنْ أَدْرِي =انبياء\١٠٩)؛ يعنې زه نه پوهېږم . که موږ هم ووايو چې نه پوهيږو ؛نو څه به وشي ؟ په زړه پورې خو دا ده ،چې خداى دا ناپوهي په څرګنده اعلان کړى ده 🙁وَلكِن لَّا تَفْقَهُونَ تَسْبِيحَهُمْ = اسراء ٤٤)؛خو پېسمن- مغرور بشر دې ته حاضر نه دى، چې ووايي د هستۍ پر پټو نه پوهېږم ،چې د موجوداتو تسبيح هم پکې ‏راځي . قرآن وايي : د سبا قوم به لمر لمانځه او ملاچرګک‏ پوه مرغه دى ،چې پرې پوه شو او حضرت سليمان ته يې خبر راوړ او ويې ويل:د سبا د سيمې واکمنه يو مېرمن ده اوخلک يې لمر لمانځي.

فَمَكَثَ غَيْرَ بَعِيدٍ فَقَالَ أَحَطتُ بِمَا لَمْ تُحِطْ بِهِ وَجِئْتُكَ مِن سَبَإِ بِنَبَإٍ يَقِينٍ. إِنِّي وَجَدتُّ امْرَأَةً تَمْلِكُهُمْ وَأُوتِيَتْ مِن كُلِّ شَيْ‏ءٍ وَلَهَا عَرْشٌ عَظِيمٌ . وَجَدتُّهَا وَقَوْمَهَا يَسْجُدُونَ لِلشَّمْسِ مِن دُونِ اللَّهِ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِيلِ فَهُمْ لاَ يَهْتَدُونَ. أَلاَّ يَسْجُدُوا لِلَّهِ الَّذِي يُخْرِجُ الْخَبْ‏ءَ فِي السَّماوَاتِ وَالْأَرْضِ وَيَعْلَمُ مَا تُخْفُونَ وَمَا تُعْلِنُونَ. اللَّهُ لاَ إِلهَ إِلَّا هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ . قَالَ سَنَنظُرُ أَصَدَقْتَ أَمْ كُنتَ مِنَ الْكَاذِبِينَ ( نمل ٢٢، ۲۳ ،۲۴ ، ۲۵ ،۲۶ ، ۲۷)= نو تر لږ درنګ وروسته (ملاچرګک راغى او) ويې ويل: ((ما داسې څه معلوم کړل،چې لا تر اوسه تاسې ته ندي څرګند، ما درته د ” سبا” ( له هېواده) باوري خبر راوړى دى؛ بېشکه هلته مې يوه ښځه وليده، چې پر هغوى واكمنه ده اوهرڅه ورکړ شوي او (په تيره بيا) لوى تخت يې درلود. ما وليده چې هغې او قوم يې د خداى پرځاى لمر ته سجده كوله او شيطان، كړه وړه يې ورته ښايسته كړي او له (سمې) لارې يې اړولې دي؛نو ځكه سمه لار نه مومي. ولې هغه خداى ته سجده نكوي،چې د اسمانو او ځمكې پټ ځېزونه را برسېروي او تاسې چې څه پټوئ او يا يې ښكاره كوئ؛ (نو) هغه پرې پوهېږي.هغه خداى چې له هغه پرته بل معبود نشته او د سترعرش پالونكى دى.)) (سلېمان) وويل: (( (زه څېړنه كوم) وبه ګوروچې رښتيا دې ويلي او كه دروغجن يې.

ملا چرګک ښځه له سړي،پاچا له رعيت،شرک له توحيده څنګه پېژندلاى شي؟دا هر څه دموجوداتو د شعور نښې دي .په قرآن کې راغلي : يوميږي نورو مېږو ته وويل: خپل ځالو ته ننوځئ ،چې د سليمان ځواکونه د تېريدوپه حال کې دي، چې په ناخطايئ کې به تاسې ترخپولاندې کړي .

حَتَّى‏ إِذَا أَتَوْا عَلَى‏ وَادِ الَّنمْلِ قَالَتْ نَمْلَةٌ يَا أَيُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوا مَسَاكِنَكُمْ لاَ يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ وَجُنُودُهُ وَهُمْ لاَ يَشْعُرُونَ ( نمل \١٨ ) = (هغوى وخوځېدل) چې د مېږيانو کندې ته ورسېدل؛ نو يو مېږي (په خپله ژبه) وويل: (( مېږيانو! خپلو ځالو ته ننوځئ، هسې نه چې سليمان او لښكر يې تاسې په بې خبرۍ كې تر پښولاندې كړي.))

که د قرآن د نص له مخې شعور ومنو؛نو د موجوداتو د تسبيح مخونې‏ او شننې ته ‏اړتيا نشته.په دې آيتونو کې د انسانانو د حرکت پېژندنه او د هغوى نوم (سليمان) او د دندې پېژندنه يې (چې پوځيان دي ) او تر پښو لاندې کېدو ته يې نه پاملرنه او پر نورو مېږيانو د هغه ميږي زړه سوى دا هغه مسايل دى،چې موږ په دې پوهوي،چې هستي شعور لري او د درک له ځواکه ‏برخمنه ده.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست