تبلیغات

د توحيد سورت د توحيد د سورت اهميت په لمانځه کې د حمد تر سورت وروسته د قرآن نور سورتونه بايد وويل شي او لمونځ کوونکى کړاى شي له څلورو سورتونو پرته چې واجبه سجده لري بل هرسورت ووايي. په دې ټولو سورتونو کې د توحيد سورت غوره دى او په روايتونو کې سپارښتنه شوی،چې […]

د توحيد سورت

د توحيد د سورت اهميت

په لمانځه کې د حمد تر سورت وروسته د قرآن نور سورتونه بايد وويل شي او لمونځ کوونکى کړاى شي له څلورو سورتونو پرته چې واجبه سجده لري بل هرسورت ووايي. په دې ټولو سورتونو کې د توحيد سورت غوره دى او په روايتونو کې سپارښتنه شوی،چې د شپې او ورځې په لمونځونو کې دې انسان لږ ترلږه په يو رکعت کې دا سورت ولولي،چې د واقعي لموونځ کوونکيوو په ډله کې راشي. د دې سورت اهميت نه يواځې د قرآن د درېمې برخې هومره دى؛بلکې د زبور،انجيل او تورات د دويمې برخى هومره هم دى. ددې سورت ويل نه يواځې په لمانځه کې ثواب لري؛بلکې که چا په لمانځه پسې هم ووايه ؛نوخداى به انسان ته د دنيا او اخرت خېر ور په برخه کړي .که څه هم دا سورت کوچنى دى؛خو منځپانګه ‏يې ډېر زياته ده.امام زين العابدين وايي:خداى پوهېده چې په راتلوونکي کې به ژور او دقيق خلک پيدا کېږي؛نو دا سورت او د حديد د سورت لومړي آيتونه يې نازل کړل.

نه يواځې په لمانځه کې پر دې سورت سپارښتنه شوي ؛بلکې بیا بیا ‏ ويل يې مؤمن د ظالمانو له شره ژغوري او د انسان کور د پېښو او خطرونو پر وړاندې خوندي ساتي.حضرت سعد بن معاذ ( رض) د پېغمبراکرم ( ص) د غښتلو يارانوله ډلې ځنې و اوس دمدينې د بقيع په هديره کې ښخ دى په جنازه کې يې پېغمبر اکرم (ص) په لوڅوپښوګډون وکړاو ويي وويل: د سعد د جنازې لپاره له آسمانه اويا زره پرېښتې راغلى دي. پېغمبر اکرم (ص) جبرائيل وپوښت : د سعد جنازې ته چې ته او اويازره پرېښتې راغلي دليل يې څه دى؟جبرائيل وويل:په هر حالت کې،که ولاړ و او که ناست ،که به سور و او که پر لار تله، تل به ئې ((قل هوالله احد)) وايه .

د دې سورت د نزول د سبب په هکله راغلي چې يهودانو، مسيحيانو او مشرکانو د خدای په اړه پېغمبراکرم (ص) ‏پوښته،چې موږ ته دې خپل خداى معرفي او راوپېژنه،پېغمبر اکرم (ص) يې په ځواب کې دا سورت ولوست .

 

قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ

(( ووايه: هغه “الله”يو دى،))

توحيد د اسماني دينونو بنسټيز آر ‏دى او پېغمبران هم دې ته راغلي،چې په خلکو کې د شرک، کفر او بوت پالۍ ټولې نښې له منځه يوسي او خلک يواځې ايکي يو خداى ته راوبلي. توحيد د ټولو پېغمبرانو د زده کړې اروا او زڼې دى.نه يواځې ګروهنې؛بلکې احکام او اخلاق هم پر توحيد ولاړدي. توحيد د کفر او ايمان ترمنځ پوله ده او بې د توحيد له منلو ‏انسان د ايمان کلا ته نشي ننوتلى. دا سورت نږه ‏توحيدي ګروهې بيانوي؛ځکه ورته د اخلاص سورت هم وايي. دا سورت د تثلیت په اړه هم د مسيحيانو ګروهه ‏ردوي،هم د يهودانو شرک ردوي اوهم د جاهلي عربو ګروهه ‏ردوي، چې ويل به يې پريښتې د خداى لوڼې دي.

توحيد؛يعنې دا چې خپل اند او کړنه ‏بايد نږه ‏کړو او له خداى سره څوک شريک ونه نيـسو. نه الواکي- نظري شرک او نه عملي ريا؛بلکې نيت او موخه به يواځې خداى وي او کار بايد سوچه خداى ته وي.

قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ

هغه يو دى ،دويم نه لري ،ځان غوندې بل څوک نه لري .

قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ

هغه داسې معبود دى چې په ټولوڅيزنوکې بې مثله او بې سارى دى ؛نوځکه بشر يې د ذات له درک اوفهمه عاجز او بېوسې دى. هغه يو دى او بل خداى نشته،که وى؛نو پېغمبران به يې رالېږلي و،چې خلکوته يې ورپېژندلى واى او اطاعت يې ترې کړى واى. دهغه د يووالي بل دليل دا دى،چې د ټولو انسانانو د خطرپه شېبه کې يواځې يو ځاى ته پام کېږي او زړونه يې هم لېینه- شاهدي ورکوي،چې يواځې يوځاى په کړاونو کې انسان ته هيله ورکوي . د هغه د يووالي بل دليل دا دى،چې د ځمکې او اسمان،هستۍ او انسان او د ټولو موجوداتو ترمنځ يې په دقيقه توګه اړيکې پيدا کړي دي . د لمر، سپوږمۍ،ځمکې،اوبو، باد،خاورو،غرونو، دښتو او سمندرونو ترمنځ يو ډول همغږي شته او دا همغږي د انسان له اړتياوو سره تړلې ده او دا ټول ددې نښانې دي،چې خداى ایکي يو دى .

انسان اکسېجن اخلي او کاربن بيرته ورکوي، بوټې کاربن اخلي او اکسيجن جوړوي،چې د انسانانو او نورو ژونديو موجوداتو اړتياوې پوره کړي او دا همغږي د انسان اوبوټي د حيات رمز دى.خداى د ماشوم اړتياوې د موروپلار د مينې له لارې پوره کوي ،د ورځې ستړيا د شپې پر خوب له منځه وړي.د سترګو اوبه يې تروې او د خولې اوبه يې خوږې پېدا کړي،چې د مالګو پر اوبو سترګه ووينځي او د خولې پر خوږو اوبو خواړه وژوي اوهضم ته يې چمتوکړي. کوچني ماشوم ته يې رودل ښوولي او د ماشوم تر زېږېدنې مخکې يې د مور په سينه کې شوده پيدا کړي او د ټولو ساکښو روزي يې په غوره توګه ټاکلى ده .

د جمل په جنګ کې يو عرب،حضرت علي ( ک) د توحيد د مانا په اړه وپوښت‏،د حضرت علي جنګياليوو پرې نيوکه وکړه،چې اوس ددې پوښتنو وخت نه دى؛خوحضرت علي د جنګ په هماغه شېبه کې ورته توحيد مانا ‏او تفسير کړ او ورته يې وويل:موږ دهمدې مانا ‏لپاره له مخالفينو سره جنګېږو.

هو! د تاريخ په اوږدو کې د حق د پلويانومبارزه د توحيدى بېرغ د اوچتولو لپاره وه.

 

اللَّهُ الصَّمَدُ

(( الله” صمد دى (چې کار سازى دى او هر شى ورته اړ دی)؛ ))

صمد؛يعنې نه بدلېدونکى،زيان نه منونکې. هغه صمد دى؛نو نه ماده ده او نه توکیز- مادي دى ؛ځکه په ټولو توکیزو‏ چارو کې د وخت په تېرېدو سره بدلون راځي. هغه جسم نه لري، چې په سترګو وليدل شي او د جاذبې د قوې په شان هم نه دى که ونه ليدل شي؛نو توکیزې ‏ځانګړنې به ولري .هغه صمد دى،ځواک ‏او اراده يې په هرڅيزکې نافذه اوجاري ده . هغه صمد دى د ټول عزتونه خاوند دې که څوک عزت او ځواک ‏لري ټول دهغه له خوا دي.هيڅ څيز او هيڅ چا ته اړتيا نه لري؛خوهرڅه ورته اړين دي.هغه صمد دى،بشپړ وجود لري؛بلکې اتم اکمل دى د ټولو کمالاتو لرونکى دى.ټول موجودات کمال ته د رسېدو لپاره دهغه پیرزوینې ‏ته ا ړين دي؛خو هغه هيڅ موجود ته اړين نه دى، فرمان اوحکم يې پر ټولو چلېږي او اراده يې پرټولو واکمنه ده خوب ته اړتيا نه لري او د کارونو په کولو کې شريک او مرستې ته اړين نه دى.

 

لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ

(( نه يې څوك زېږولي، او نه له چا زېږېدلى دى.))

هغه د موجوداتو خالق دى او ټول موجودات يې پيدا کړي ؛خو موجودات يې نه دي زېږولي هغه د موجوداتو خالق دى،زېږيدوونکى يې نه دى . دنده يې توليد او پيدا کول نه دي، چې د ځان په شان بل څه پيدا کړى؛بلکې له نيستۍ يې هستي منځ ته راوړى ده.مور،چې کوم ماشوم زېږوي،هغه ماشوم يې د جنس په شان وي او د هغې په څېر يو انسان وي؛خو خداى داسې نه دى،امکان نه لري چې له خدايه څه وزېږېږي او يا يې هم وزېږوي .

فَاطِرُ السَّماوَاتِ وَالْأَرْضِ جَعَلَ لَكُم مِنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجاً وَمِنَ الْأَنْعَامِ أَزْوَاجاً يَذْرَؤُكُمْ فِيهِ لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْ‏ءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ (شورى \١١) = [ (هغه) د اسمانو او ځمكې څيروونكى (او پيداكوونكى) دى (چې) له تاسې يې ستاسې جوړې پېدا كړې او (همداراز) يې له څارويو د هغوى جوړې پېدا كړې او پدې توګه (=د مېرمنو له لارې) ستاسې ځوځات ډېروي،هېڅ څيز د هغه غوندې نه دى او هغه اورېدونكى (او) ليدونكى دى.]‏

دا آيت د مسيحانو د ګروهې ‏پر ضد دى،چې ‏عيسى علیه السلام د خداى ځوى ګڼي اوعيسى علیه السلام ته لکه د خداى نظر کوي. دا آيت د مشرکانو ګروهه ‏هم نفى کوي،چې وايي: پرېښتې د خداى لوڼې دي. خداى وايي:هغه اولاد نه دی زېږولى که هلک وى او يا هم جلۍ. له څه پيدا شوى هم نه دى،چې زېږوونکى ترې غوره وي.وجود يې له ګله د ميوې د وتلو په څېر ‏نه دى،له زڼي د ونې د وتلوغوندې نه دى،له وريځو د اوبو د وتلو او له لرګي د اور د وتلو په څېر ‏نه دى. وجود يې له خولې د خبرو د وتلو په څېر نه دى؛له ګله د بوى د وتلو په شان نه دى،له عقله د فکر د وتلو په څېر نه دى او له زړه د درک د وتلو په څېر نه دى،وجود يې له اوره د تودوخې او له واورې د يخنۍ د وتلو په شان نه دى.هغه شته؛خو د هيڅ چا اوهيڅ څيز په شان نه دى.نه په کوم څيز کې دى او کوم څيزهم پکې نشته. څيزونو سره يې اړيکه د والد او مولود په شان نه ؛بلکې د خالق اومخلوق په شان د.

 

وَلَمْ يَكُن لَهُ كُفُواً أَحَدٌ

(( او هېڅوك يې سيال او سارى نه دى.))

هغه په کمال،کړو او وجود کې د ځان په څېر څوک نه لري .هغه ايکي يو دى او هېڅوک يې سيال نشته. يواځې دى،ښځه او اولاد نه لري. د ځان په څېر څوک نه لري،چې ورسره شريک او مرستندوى اوسي.انسان څرنګه زړه کوي،چې مخلوق ورسره شريک کړي او په حق کې يې دا سترتېرى وکړي.

وَإِذْ قَالَ لُقْمَانُ لِابْنِهِ وَهُوَ يَعِظُهُ يَابُنَيَّ لاَ تُشْرِكْ بِاللَّهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ ( لقمان \ ١٣) = ‏(( او هغه وخت (دريا دكړه) چې لقمان خپل زوى ته نصيحت كاوه (او) ورته يي وويل:(( يه زما زويکه ! له خداى سره سيال مه نيسه [ځكه] چې شرك سترظلم دى.))

لمونځ کوونکيه ! کوم نعمتونه چې د خداى له خوا تا ته رسېږى ؛نو ورسره بل څوک شريک مه نېسه او د کارونو په کولو کې هم يواځې هغه په پام کې لره ،له هغه پرته د بل چا نظر ولې ځان ته اړوې دوى هم ستا په شان کمزوري او اړين دي.تل خداى په پام کې نېسه هغه نه کمزورى دى او نه چا ته اړين!

په پاى کې ددې سورت منځپانګې ته لنډه کتنه کوو:

(( قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ)) هغه په ذات او صفتونو کې هم يو دى .

((اللَّهُ الصَّمَدُ)) هغه بې اړې دى ؛خو ټول ورته اړين دي ،په بې اړۍ کې هم يو دى.

((لَمْ يَلِدْ)) د ساري توليد نه کوي ،چې د ځان غوندې څوک ولري .

((وَلَمْ يُولَدْ )) هغه ازلي او ابدي دى،حادث نه دى چې له کوم څيزه به پيدا شوى وي.

((وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ)) نه سارى لري ،نه ښځه، ورته او شريک نه لري.

دا سورت له خدايه د شرک،خرافاتو اوهامو او انحرافي ګروهو ‏ټولې جرړې راوباسي او موږ ته نږه ‏اوخالص توحيد وړاندې کوي.د ځينو روايتونو له مخې د دې سورت آيتونه يو د بل تفسيروونکى دي ( تفسيرنور الثقلين ٢٥٠\ ٧١٤) .

ښائي دا سورت پړاو په پړاو خداى معرفي کوي .

لومړى پړاو: (( قُلْ هُوَ )) ووايه هغه زما خداى دى ،د بشرله عقل او فکره لرې دى،نه ليدل کيږي او پټ دى. په دې پړاو کې ټوله پاملرنه د خداى صفتونوته نه؛بلکې ذات ته يې ده.يواځې ذات هم معبودوالي ته کافي دى. حضرت علي وايي:بشپړاخلاص هغه دى چې خداى ته يې له صفتونو پرته پاملرنه وکړئ او ورته مخ کړئ .

د خداى عبادت او ستاېنه يې د نعمتونو له کبله نه؛بلکې بايد ځانګړى هغه ته وي او دهغه لپاره دې وشى.

دويم پړاو : ((هوالله))،هغه ((الله)) دى.هغه معبود دى،چې د ټولو کمالونو درلودونکى دى.په دې پړاو کې ذات او صفتونه دواړه يوځاى راغلي دي.

الله هغه ذات دى چې د ټولوغوره صفتونودرلودونکى دى او د عبادت اوستاينى وړدى.

قرآن وايي :

وَلِلّهِ الْأَسْماءُ الْحُسْنَى‏ فَادْعُوهُ بِهَا وَذَرُوا الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمائِهِ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (- اعراف \ ١٨٠) = ((او د “الله” غوره نومونه دي، چې په همدې يې راوبلئ او هغوى پرېږدئ ،چې نومونه يې اړوي (او پرنورو يې ږدي او شريك ورسره پيدا كوي)، ژربه د خپلو كړو بدله ومومي. ))

په دويم پړاو کې خداى د صفتونو له لارې يې پېژندل کېږي او د ((الله)) ویې ددې ټولوصفتونوته يوه پراخه او هراړخېزه ویی ده. د خداى د صفتونو له لارې د هغه يادول په دعا ګانو او په تېره بيا د جوشن کبير په دعا کې ډېر تر سترګو کېږي په دې دعاکې خداى يې پر زر[١٠٠٠] صفتونو يادېږي.

درېم پړاو :((احد)) او ايکي يو دى. په دې پړاو کې توحيد مطرح کېږى؛ د ذات توحيد او د صفتونو توحيد بيانېږي.ذات يې هم يو دى او صفتونو يې هم يو دي او بې ساري دي اوهم د ذات وجود او صفتونه يې يو دي، نه دا،چې پر ذات يې د صفاتو وجود ورزيات وي .

هغه ايکي يو دى دويم او درېم نه لري.د واحد او احد ترمنځ توپيرشته . که ووايو،چې هيڅوک نه دي راغلي او که ووايو،چې يو هم نه دى راغلى ممکن دوه يا درې کسان راغلى وي. قرآن وايي: خداى ((احد)) دى او نه وايي،چې هغه ((واحد)) دى. هغه ((يکتا)) دى، نه يو ،چې ممکن دی دومي او درېمي هم ولري .

څلورم پړاو : ((الله الصمد)) خداى بې اړې دى . دا د خداى تر ټولو مهم صفت دى‏ او د خبر په بڼه ‏يې نه دي ويلي لکه،(( اَللَّه صَمَدٌ ))؛بلکې د((الله)) لپاره يې وصف د ثابت وصف په بڼه یې ويلى او د ((الله)) لفط تکرار شوي دى .(( اللّه الصَّمَد))

((الله الصمد)) هغه يو دى؛خو بې اړی‏ دى له هغه پرته ټول اړين دي او د ټولو اړينو سترګي هغه ته دي .

پنځم پړاو:(( لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ )) د روايتونو له مخې دا پړاو د ((الصمد)) تفسير دى.هغه بې اړی ‏دى.نه زوی ته اړتيا لري ،چې ويې زېږوي او نه موروپلار ته اړين دى،چې وزېږېږى.همسر،ښځې، شريک او ساري ته په کارونو کې اړتيا نه لري.که وزېږېږې؛نو ازلي به نه وي اوکه ويې زېږوي؛نوابدي به نه وي؛ځکه مخ پر کمېدو به روان وي او که سارى او مثل ولري؛نو بې رقيبه او بې سياله به نه وي.خداى له دې ټولو پاک دى.

أَمْ لَهُمْ إِلَهٌ غَيْرُ اللَّهِ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ (طور\٤٣)= ((يا هغوى له خداى پرته کوم معبود لري (چې د مرستې ژمنه يې ورسره کړې ده)؟! خداى له هغه څه پاك دى چې هغوى يې ورسره شريکوي!))

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست