تبلیغات

٣٥_ ځان ساتنه ‏: رسول الله (ص)ځان له درې څيزونو ساتلی و:شخړه کول، بېځايه خبرې او ډېرې خبرې کول .کله يې هم څوک نه راټه او د چا په کار کې يې خبرې نه راايستې،د خلکو په تېروتنو پسې نه و؛خو په هغه ځايو کې،چې خبرې يې ثواب درلود؛نو خبرې يې کولې او ناستو کسانو […]

٣٥_ ځان ساتنه ‏:

رسول الله (ص)ځان له درې څيزونو ساتلی و:شخړه کول، بېځايه خبرې او ډېرې خبرې کول .کله يې هم څوک نه راټه او د چا په کار کې يې خبرې نه راايستې،د خلکو په تېروتنو پسې نه و؛خو په هغه ځايو کې،چې خبرې يې ثواب درلود؛نو خبرې يې کولې او ناستو کسانو به ورته دومره په مينه غوږ ايښووه،چې د چا د ساه ایستو غږ هم نه اورېدل کېده او‏ رسول الله (ص) به چې غلى شو؛نو هله به خلکو ځان ته د خبرو کولو اجازه ورکوله .

٣٦_ په غونډه کې ادب ته پاملرنه :

د رسول الله (ص) په مخ کې د خلکو اوبه سره نه خړېدې او په غونډه کې په ناستوکسانو کې به چې کوم پر خبرو شو؛نو نور به غلي شول، چې خبرې يې پاى ته ورسي،د رسول الله (ص) په غونډه کې جرنده که د پلار وه؛خو په وار وه.که د غونډې ‏ګډونوالو به وخندل؛نو رسول الله(ص) هم ورسره خندل او پر هغه څه يې د حيرانتيا څرګندونه کوله،چې ګډونوالو به وخندول؛نو رسول الله (ص) به هم ورسره خندل او پر هغه څه يې د حيرانتيا څرګندوله،چې ګډونوال هم پرې حيران شوي ول .که کوم نابلده په خبرو يا پوښتنو کې بې ادبي کوله؛نو د رسول الله (ص)سينه يې پراخه مونده،تردې چې د پېغمبراکرم (ص) ياران به دې ته اړ شول،چې د رسول الله (ص) مزاحم راونيسي؛خو رسول الله (ص) ويل :

((چې يو اړمن مو وليد؛نو ورسره مرسته وکړئ .)) له چا يې غوړه مالي او ستاېنه نه منله؛خو داچې ستاېنه يې له رسول الله (ص)څخه د مننې په پار وه،د چا په خبرو کې يې نه وردانګل؛خو داچې چا به نور له خپلې شړۍ پښې بهر ولې،چې په دې حالت کې يې يا ژغوره يا يې د غونډې پر پرېښوو د هغه خبره پرېکوله.

٣٧_ د رسول الله (ص) چوپتیا:

   امام حسن وويل : پلار مې د رسول الله (ص) د چوپتیا په باب وپوښت؛ و يې ويل : پېغمبراکرم (ص) په څلورو ځايو کې چوپېده : د حلم،صبر او له يو څه د ځان ساتنې پر مهال،د تقدير او آندنې پر مهال . د تقدير پر مهال؛‏ځکه چوپ و،چې د دنيا په باقي او فاني څيزونو کې آندنه وکړي او په حلم کې يې د چوپتيا لامل هغه صبر و، چې پکې و،چې نه غوسه کېده او نه له چا کرکجنېده او په ځان ژغورنه (حذر) کې رسول الله (ص)په څلورو ځايو کې چوپ و: د نېکچارۍ لپاره مخکښ شي،چې خلک يې هم پر پله پل کېږدي،له بدو چارو لرې شي،چې خلک هم ترې لرې شي او پر سمو چارو خپل امت سم کړي او په هغه چارو پسې و،چې د خلکو پکې د دنيا او آخرت ګټه وي .

٣٨_ تر مشکو او عنبرو هم خوږبويه :

حضرت انس بن مالک (رض) وايي : د رسول الله (ص) د څېرې رنګ سپين و،چې د ملغلرو په څېر ځلېده او په کلاره يې ګامونه اخستل، تر اوسه مې د رسول الله (ص)تر عطرو کوم خوږبويه مشک او عنبر نه دى بوى کړى او د رسول الله (ص) د لاس د ورغوي هومره يوه وريښمینه ټوټه مې هم لمس کړې نه ده .

٣٩_ د سپوږمۍ په څېر‏ ځلانده څېره :

حضرت کعب بن مالک (رض) وايي : رسول الله (ص) به چې کوم کار خوشحاله کړ؛نو څېره يې د سپوږمۍ په څېر ځلېده.

٤٠— په عربوکې تر ټولو فصيح ژبى :

د پېغمبراکرم (ص) خبرې تر ټولو خوږې او فصيح وې ويل يې:(( په عربو کې تر ټولو فصيح ژبى يم او جنتيان د محمد په ټکيو يو له بل سره خبرې کوي .)) تردې چې ويې ويل : د رسول الله (ص) کلام لنډ؛خو                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                    پراخ بنسټه و، اضافه خبره پکې نه وې او هر څوک پرې پوهېده،وينا يې يو له بل سره تړلې وه، دومره ورو ورو او سم ګړېده،چې اورېدونکيو يې په اسانه خبرې خپل ذهن ته سپارلې.

٤١_ د جنتيانو د روح په څېر بدن :

حضرت عايشه بي بي (رض) وايي : رسول الله (ص) ته مې وويل : تر تا سملاسي روسته باس-تشناب ته ننووتم،چې بې د مشکو له بوى پکې څه نه ول . راته يې وويل :((زموږ د پېغمبرانو بدنونه د جنتيانو د روح په څېر ‏دي او څه چې ترې راوځي،ځمکه يې راکاږي .))

٤٢_ په سلو کې نهه نوي برخې عقل يې رسول الله (ص) ته ورکړ:

امام صادق (رح) وويل : رسول الله (ص) وويل:((چې خداى عقل وپنځاوه،ورته يې وويل:شا ته ولاړ شه! عقل شا ته ولاړ،بیا یې وویل :رامخې ته شه ! عقل رامخې ته شو او بيا څښتن ورته وويل : يو مخلوق مې هم تر تا هومره پر ماګران نه دى،چې دا مهال يې د هغې (عقل ) نهه نوي برخې ماته راکړې اوهغه يوه پاتې برخه يې پر خپلو نورو ټولو بندګانو وايشله.))

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست