تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د جنت ستروالى د جنت پراخوالى د ځمکې او اسمانونو هومره دى . قرآن شريف وايي :(( وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالأَرْضُ)) (آل عمران/ ۱۳۳) (٥٢٧) او يا ((وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا كَعَرْضِ السَّمَاء وَالْأَرْضِ)) ( حديد/۲۱) او جنتيان به پکې ازاد ګرځي .کېداى شي ځينې ووايي : دا دومره پراخوالى څه په کار […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د جنت ستروالى

د جنت پراخوالى د ځمکې او اسمانونو هومره دى . قرآن شريف وايي :(( وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالأَرْضُ)) (آل عمران/ ۱۳۳) (٥٢٧) او يا ((وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا كَعَرْضِ السَّمَاء وَالْأَرْضِ)) ( حديد/۲۱) او جنتيان به پکې ازاد ګرځي .کېداى شي ځينې ووايي : دا دومره پراخوالى څه په کار دى ؟ که موږ ته د جنت په يوه ګوټ کې ځاى راکړي ،بس مو دى !؛خو بايد له ياده مو و نه وځي،چې که د مور په ګېډه کې رانه پوښتنه شوې واى، چې څومره ځاى دې په کار دى؛نو په ځواب کې به مو ويلي واى : تر دې لږ څه غټ او روښانه؛خو همداچې دې دنيا ته راغلو؛نو واړه کورونه مو نه قانع کوي او د انسان کار تر دې رسي،چې ځمکه ورته تنګه شي او د نورو سيارو د تسخير په فکر کې شوى دى او پر دې سربېره،عالم قيامت له دې دنيا سره خورا توپير لري؛هغه تلپاتې کور دى او هلته د انسان غوښتنې،کاميابۍ او مېلمانه څو ګرايه وي او که له دې هم را تېر شو ؛نو هر ځاى له خپل شان سره سنجولېږي او ستر خداى هم بايد د سترې ورځې لپاره ستر ځاى ورکوي .

په حديث کې راغلي دي : په جنت کې ساده وګړيو ته دومره ځاى دى، چې که ټول انسانان او پيريان ورشي (بې له دې،چې د چا ځاى کم شي) نو د ټولو لپاره ځاى شته دى . (٥٢٩) ( بحارالانوار، ۸/ ۱۲۰)

د جنت ورونه

په روايت کې راغلي: جنت اته وره لري (٥١٨) ( تفسير نمونه، ۱۰/ ۹۶) او د جنت ورونه د دوزخ تر ورونو ډېر دي؛ځکه د خداى رحمت تر غضبه ډېر دى .

لَهَا سَبْعَةُ أَبْوَابٍ لِّكُلِّ بَابٍ مِّنْهُمْ جُزْءٌ مَّقْسُومٌ(حجر/۴۴) = ( دوزخ ) ته اووه ورونه دي او له هغو(بې لارېو) هر وره ته برخه بېله شوې ده ( چې دا بې لاري به پكې ننوځي ) . (٥١٩)

د جنت پر ورونو ليکل شوي دي: صدقه ورکول لس حسنه لري؛خو پور ورکول اتلس حسنه لري (٥٢٠) ( بحارالانوار۸/ ۱۸۱)؛ځکه په صدقه کې اخستونکى ځان سپک ګڼي؛خو په پور اخستو کې لږ د خپګان احساس کوي . پر ځينو ورونو د هغه مشرانو نومونه ليکل شوي دي،چې خلک يې خداى ته رابللي ول .د جنت د ورونو د شمېر د ډېروالي لامل بېروبار او يا ښکلا نه ؛بلکې هر څوک چې پر کومه تللي وي ؛نو ورته ځانګړى ور وي .

رسول اکرم وويل : د جنت په ورونو کې يو د (( باب المجاهدين )) په نامه دى،چې وسله وال مجاهدين به له هغه وره جنت ته ننوځي او پرښتې به ورته ښه راغلاست وايي . (٥٢١)( بحارالانوار¸۸/ ۱۸۶)

په بل حديث کې راغلي : د جنت د يو ور نوم (( ريان )) دى،چې يوازې روژه نيونکي به پرې جنت ته ننوځي (٥٢٢)( بحارالانوار¸۸/ ۱۹۴) .

په روايت کې راغلي: د جنت د يو ور نوم ((معروف)) دى، چې د معروف خاوندان به پرې جنت ته ننوځي (٥٢٣)( بحارالانوار¸۸/ ۱۵۶)

او په نورو روايتونو کې د جنت د نورو ورونو نومونه هم راغلي؛لکه : ((باب البلا))،چې د ناوړو پېښو او ستونزو پر وړاندې صبر کوونکي به له دې وره جنت ته ننوځي ؛لکه څنګه،چې قرآن شريف وايي : ((سَلاَمٌ عَلَيْكُم بِمَا صَبَرْتُمْ)) ( رعد/۲۴) (٥٢٤)

او همداراز (( باب الرحمة ))، ((باب الصبر )) او (( باب الشکر )) (٥٢٥)( تفسير نورالثقلين، ۴/ ۵۰۷)

البته د جنت ورونه د جنيتانو ننووتو ته خلاص او چمتو دي . ((مُّفَتَّحَةً لَّهُمُ الْأَبْوَابُ)) (ص/۵۰) (٥٢٦).

جنت او جنتيان

د کوثر حوض

نېکچاري او د نبوت او امامت لارويان به د قيامت پر ورځ ،جنت ته تر ننووتو مخکې په رسول اکرم او حضرت علي د حوض کوثر پر اوبو ماړه شي .

 

جنت ته ننووتل

لکه څنګه،چې وويل شول مؤمنانو او نېکچارو ته به د مړينې پر مهال او جنت ته د ننووتو پر مهال پرښتې راشي او ورته به پر ورين تندي ښه راغلاست ووايي او مېلمستيا به يې پيل کړي(( تَحِيَّتُهُمْ يَوْمَ يَلْقَوْنَهُ سَلَامٌ)) ( احزاب/ ۴۴) (٥١٣) او خداى به ورته ووايي :ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَّرْضِيَّةً (فجر/۲۸) = د خپل پالونكي لوري ته دې وګرځه،حال دا چې (ته له هغه) خوښ يې (او) هغه له تا خوښ دى (٥١٤) .

او پوه به يې کړي،تر دې وروسته،چې هر څه دي،خوښي ده او خوشحاله به وي،چې دا ډول چلن به له کورنۍ او خپلوانو د بېلتون سريزې برابرې کړي او د روايتونو په رڼا کې جنت ته د ننووتو سريزې تر هماغې مړينې وروسته پيلېږي او الهي اولياء به پر خپل سر ويني او مړينه ورته د ښه بويه ګل په څېر خوږه کړي،برزخي نېکان،چې له مخکې يې په تمه وو؛نو د راتګ زېرى به يې پر يو بل کوي؛(( وَيَسْتَبْشِرُونَ بِالَّذِينَ لَمْ يَلْحَقُواْ بِهِم)) (آل عمران/ ۱۷۰) (٥١٥) او برزخي ژوند به يې په مزو او له الهي انسانانو سره په څنګ کې تېر شي او پر هغه ورځ،چې ټول به وارخطا وي او مور به له اولاده تښتي او هر څوک به په خپل فکر کې وي؛نو مؤمنان به له دې وېرې خوندي وي(( وَهُم مِّن فَزَعٍ يَوْمَئِذٍ آمِنُونَ)) (نمل/۸۹) (٥١٦) او د حوض کوثر د اوبو په څښلو به جنت ته ننوځي او له هر لوري به ورته جنتي پرښتې ښه راغلاست وايي او درناوى او مېلسمتيا به يې کوي،چې قرآن شريف په دې هکله وايي:جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا وَمَنْ صَلَحَ مِنْ آبَائِهِمْ وَأَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ وَالمَلاَئِكَةُ يَدْخُلُونَ عَلَيْهِم مِّن كُلِّ بَابٍ. سَلاَمٌ عَلَيْكُم بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَى الدَّارِ (رعد/ ۲۳، ۲۴)= (همغو) جنتي همېشنيو باغونو ته به له خپلو پلرونو او مېرمنو او صالحو اولادونو سره ننوځي او پرښتې به پرې له هر وره ننوځي . ( او هغوى ته به ووايي:) ستاسې د زغم له امله دې پر تاسې سلامتيا وي!؛ نو څه ښه ده دغه ښه پايله! (٥١٧)

په زړه پورې خبره خو داده،چې پرښتې ددې ټولو سلامونو او مېلمستياو دليل د خداى پېرزو ګڼي،وايي : ((سَلاَمٌ عَلَيْكُم بِمَا صَبَرْتُمْ)) سلام دې پر تاسې وي،چې په دنيا کې مو د هومره طاغوتونو او هوسونو پر وړاندى صبر وکړ .

دوزخ او دوزخي عوامل

د دوزخ ورونه

قرآن شريف وايي : لَهَا سَبْعَةُ أَبْوَابٍ لِّكُلِّ بَابٍ مِّنْهُمْ جُزْءٌ مَّقْسُومٌ (حجر/۴۴) = ( دوزخ ) ته اووه ورونه دي او له هغو(بې لارېو) هر وره ته برخه بېله شوې ده ( چې دا بې لاري به پكې ننوځي ) . (٤٧٥)

کېداى شي اوه ورونه د ډېرو ورونو پر مانا وي ؛لکه څنګه چې د لقمان د سورت په ٢٦ آيت کې راغلي دي : لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ(لمقمان/۲۶) = (( په اسمانو او ځمكه كې،چې څه دي،د هماغه خداى دي[؛ځكه]يوازې خداى غني او د ستاينې وړ دى.))

که د اوو بحرونو اوبه يو ځاى شي او پرې د خداى ټکي وليکل شي؛نو اوبه به خلاصې شي؛خو د خداى ټکي به خلاص نشي،چې دلته له اوو بحرونو مراد د اوو عدد نه؛بلکې مراد ترې ډېر بحرونه دي. دا ورونه تشريفاتو ته نه دي؛بلکې جنايتکارو ډلو ته دي ( په عين حال کې د خداى د غوسې پر پرتله د خداى پېرزو ډېره ده؛ځکه جنت ته د ننووتو ورونه اته دي . ) (٤٧٦) ( تفسير نور الثقلين ۴/ ۵۰۵)

په حديثونو کې دي،چې دوزخ اوه پوړه لري،چې پر يو بل دي او هر پوړ يې يوې ځانګړى ډلې ته دى (٤٧٧) ( تفسير نور الثقلين، ۴/ ۵۰۵)،چې تر ټولو کوزه او ښکته برخه يې منافقانو ته ځانګړې ده؛لکه څنګه،چې قرآن شريف وايي : إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا (نساء/۱۴۵) = منافقين د دوزخ په لا ندېنيو پوړو كې دي او ورته به هيڅ مرستندوى و نه مومې (؛نو ځكه د خداى له دښمنانو سره د دوستۍ له طرحې ډډه وكړئ،چې د نفاق نښه ده ) . (٤٧٨)

ځکه منافقان دي،چې پر خوله يې يو څه او په زړه کې بل څه دي او په مسلمانانو کې د کفارو ژوي دي او د اسلام په تاريخ کې همدا منافقين ول،چې د اسلام پر ملا يې ماتوونکي ګوزارونه کول .

 

دوزخ او اور يې

١_ قرآن شريف وايي: إِذَا رَأَتْهُم مِّن مَّكَانٍ بَعِيدٍ سَمِعُوا لَهَا تَغَيُّظًا وَزَفِيرًا (فرقان/۱۲) = چې كله هغوى اور له لرې وويني (؛نو) د غوسې او تاو غرهار به يې واروي.

٢_ که څه دوزخ پخپله دومره ستر دى،چې ورته وويل شي : ((هَلِ امْتَلَأْتِ)) آيا ډک شوې ؟ ؛نو ځواب به ورکړي : ((وَتَقُولُ هَلْ مِن مَّزِيدٍ))(٤٨٠) ( ق/۳۰) آيا نور هم څه شته ؟؛خو سره له دې دومره ستروالي،قرآن شريف پر((مَكَانًا ضَيِّقًا)) ( فرقان/ ۱۳) (٤٨١) تعبير کړى دى؛ يعنې د دوزخيانو ځاى تنګ دى!لکه څنګه،چې دوزخ يو ستر دېوال ته ورته شوى،چې پکې مېخونه وهو؛خو سره له دې،چې دېوال ستر او پلن دى؛خو د هر مېخ ځاى به تنګ وي

٣_ قرآن شريف يو لړ مامورين لري،چې قرآن شريف يې شمېر نولس ښوولاى دى ؛(( عَلَيْهَا تِسْعَةَ عَشَرَ )) (مدثر/۳۰) (٤٨٢) او په زړه پورې خبره خو داده،چې همدا عدد يې د کفارو ازمېښت ته وسيله کړى او ويلې يې دي،چې موږ په دې شمېر خلکو ته د دوزخ مامورين ښوولي دي، چې ووينو خلک ددې شمېرې په اورېدو څه غبرګون ښيي؟ آيا مني يې او که پلمه راوړي او وايي به : ولې يې شمېر دومره لږ دى،لږ تر لږه خو يې شمېر شل پکار و او ….هر څه چې وي،ددې شمېرې په هکله به درې ډلې غبرګون ښيي :

الف : هغوى چې پردې شمېره ملنډې وهي (منافقان ) .

ب :هغه يهودان او مسيحيان،چې پخپلو کتابو کې يې دا نوم اورېدلى و او له اسلام سره به مينه پيدا کړي .

ج :يوه ډله مسلمانان همداچې وګوري کتابيان يې دين ته رامات شوي؛ نو پر خپل دين به يې ډاډ لاپسې نور هم ډېر شي .

٤_ قرآن شريف د دوزخ د مامورينو په هکله وايي : ((عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ)) (٤٨٣) ( تحريم/۶)=هغوى به بشپړ پرېکندتوب،غوسه او قدرت د خداى د هغه فرمان له مخې پر عذاب بوختې وي،چې ورکړ شوى دى او د دوزخيانو پر چغو او زاريو به پوټى چرت هم نه خرابوي .

٥_ دوزخ به ټول کفار په ځان کې رانغاړي،چې په قرآن شريف کې په څو ځايونو کې دې حقيقت ته د ((وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌ بِالْكَافِرِينَ)) ( توبه/ ۴۹- عنکبوت/۵۴) (٤٨٤) په جملې اشاره شوې ده او همداراز د کهف په سورت کې راغلي دي :(( أَحَاطَ بِهِمْ سُرَادِقُهَا )) (٤٨٥) د دوزخ د اور لمبې به په هر ځاى کې،چې کفار وي،په ځان کې را ونغاړي .

په يو بل ځاى کې راغلي دي : ((لَهُم مِّن جَهَنَّمَ مِهَادٌ وَمِن فَوْقِهِمْ غَوَاشٍ)) ( اعراف/۴۱) (٤٨٦)د ځېلي کفارو لپاره د دوزخ له اوره پوښونه دي ، چې په هماغه اور به پوښل شوي وي،ټاکل شوى دي .

٦_ دوزخيان به د دوزخ په اور کې چغې او زارۍ کوي . ((لَهُمْ فِيهَا زَفِيرٌ وَشَهِيقٌ)) (هود/ ۱۰۶) (٤٨٧)

٧_ د دوزخ اور به لمبې وهي . ((وَهِيَ تَفُورُ)) ( ملک/۷) (٤٨٨)

٨_ د دوزخ اور به هېڅکله سوړ نشي . ((وَلَا يُخَفَّفُ عَنْهُم)) ( نحل/۸۵) (٤٨٩)؛ځکه چې سوړ شي؛نو خداى يې بېرته تازه کړي . ((كُلَّمَا خَبَتْ زِدْنَاهُمْ سَعِيرًا)) (اسراء/۹۷) (٤٩٠)

٩_د دوزخ عذاب ډېر درون او څو ځل دى . ((وَمِن وَرَآئِهِ عَذَابٌ غَلِيظٌ)) (ابراهيم/۱۷) (٤٩١)

١٠_ په دوزخ کې مړينه نشته.(( لَا يُقْضَى عَلَيْهِمْ فَيَمُوتُوا)) (فاطر/۳۶) (٤٩٢) او د دوزخ وژونکى عذاب هره شېبه دوزخيان هلاکت او مړينې ته راکاږي؛خو مړينه به نه وي . ((وَيَأْتِيهِ الْمَوْتُ مِن كُلِّ مَكَانٍ وَمَا هُوَ بِمَيِّتٍ)) ( ابراهيم/۱۷) (٤٩٣)

١١_د دوزخ لمبې د تورو په څېر د دوزخيانو پر مخ وهل کېږي.(( تَلْفَحُ وُجُوهَهُمُ النَّارُ (مؤمنون/۱۰۴) = اور يې مخونه سوځوي)) (٤٩٤)،چې ((لفخ )) د تورې د ګوزار پر مانا دى .

١٢_د دوزخ د اور د تودوخې له امله به د دوزخيانو د مخ پوټکى راټول شي،شونډې به يې خلاصې شي او غاښونه به يې ښکاره شي. ((وَهُمْ فِيهَا كَالِحُونَ (مؤمنون/۱۰۴) = او هلته به هغوى چينګ داړي (بدرنګه او بدمخي) وي.)) (٤٩٥)؛لکه د ګډ سر،چې پر اور وريت شي،چې وېښتان ترې لرې شي؛خو د جنتيانو څېره به هم ځوانه،ښکلې او ښه بويه وي .

١٣_پر اور سربېره يو تور لوږى به هم پرې راخپور شي .(( وَظِلٍّ مِّن يَحْمُومٍ (واقعه/۴۳) = او د تور لوګي تر سيورې لاندې!)) (٤٩٦)

١٤_په دوزخ کې به اور لمبى وهي .[‏كَلَّا إِنَّهَا لَظَى ( معارج/۱۵) = (خو) هڅېكله داسې نه ده (چې په دې به وژغورل شي. هو ) په واقع كې هغه (دوزخ) د اور لمبې دي! ] (٤٩٧)

خو په جنت کې ونې شنې وي .

١٥_اور به داسې وي،چې په دنيا کې په کافرو مال ډېروونکيو پسې ځي .

تَدْعُو مَنْ أَدْبَرَ وَتَوَلَّى. وَجَمَعَ فَأَوْعَى ( معارج/۱۷، ۱۸) = (دوزخ) هغه بلي ( او رانغاړي)، چې شا يې كړې وي او مخ يې ګرځولى وي او(همداراز هغوى چې شتمني يې) راټوله او زېرمه كړې وي. (٤٩٨)

١٦_د دوزخ د اور لمبې به د سترو کورونو هومره لمبې وهي.

إِنَّهَا تَرْمِي بِشَرَرٍ كَالْقَصْرِ (مرسلات/۳۲) = چې هغه (اور) د [سترې] ماڼۍ په شان سپرغۍ بادوي! (٤٩٩) ؛خو جنتيانو ته له مرغللو ماڼۍ جوړى شوې وي. د مرسلات سورت،چې د دوزخ آيتونه يې بيان کړي، پکې لس ځل راغلي:(( وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ )) افسوس دې پر دروغجنوونکيو وي .

١٧_دوزخ او اور يې په يو سر پوښلي ځاى کې دى،چې څوک ترې تېښته نشي کړاى.

عَلَيْهِمْ نَارٌ مُّؤْصَدَةٌ(بلد/۲۰) = چې پر هغوى به سر پوښلى اور وي (چې تښتېداى به ترې نشي). (٥٠٠)

١٨_ د دنيا اور ړومبى بهر بيا پوټکى بيا عضلات او بيا هډوکي سوځوي ؛خو د دوزخ اور باطن هم د ظاهر په څېر سوځوي .

الَّتِي تَطَّلِعُ عَلَى الْأَفْئِدَةِ(همزه/ ۷) =(هماغه اور) چې پر زړونو لوېږي او خوله اچوي. (٥٠١)

د دوزخ د اورو خس انسانان او تېږي دي .(( وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ)) (بقره/ ۲۴) (٥٠٢) د دوزخ اور پر ظاهر سربېره پر باطن او پر جسم سربېره پر اروا هم اور لګوي او له سوځېدو سربېره ماتوونکى او چکوونکى هم دى .

وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْحُطَمَةُ. نَارُ اللَّهِ الْمُوقَدَةُ(همزه/ ۵، ۶) = او ته څه پوهېږې چې “حطمه” څه ده؟! (هغه) الهي بل شوى اور دى. (٥٠٣)

١٩_ د دوزخيانو جامې هم له اوره دي .(( لَهُمْ ثِيَابٌ مِّن نَّارٍ(حج/ ۱۹) )) (٥٠٤)

او په بل ځاى کې راغلي : ((سَرَابِيلُهُم مِّن قَطِرَانٍ ( ابراهيم/۵۰) ))(٥٠٥) د دوزخيانو کميسونه له تورې،بدبويه،سوځېدونکې،تېزابي او ځېږې مادې دي .

٢٠_پردې ټولو عذابونو سربېره، کوړې او ګټونه هم دي ،چې پر سر به پرى وهل کېږي.

وَلَهُم مَّقَامِعُ مِنْ حَدِيدٍ (حج/۲۱) = او د وهلو لپاره به يې د (سرې ) اوسپنې ګورزونه وي . (٥٠٦)

٢١_د دوزخيان خواړه وچ شوي اغزي دي . لَّيْسَ لَهُمْ طَعَامٌ إِلَّا مِن ضَرِيعٍ. لَا يُسْمِنُ وَلَا يُغْنِي مِن جُوعٍ( غاشيه/ ۶، ۷) = هغوى ته له ترخو وچو او بدبويه اغزنو بوټو پرته نور خواړه نشته . (داسې خواړه،چې هغوى) نه چاغوي او نه لوږه لرې كوي . (٥٠٧)

 

د قيامت او دوزخ يادول

قرآن شريف ځکه دومره د معاد او قيامت نندارو ته پام کړى،چې پر انسان خورا زيات روزونکى اغېز لري او ټول جنايتونه هغوى کوي،چې د قرآن شريف په وينا قيامت يې هېر کړى وي . ((نَسُوا يَوْمَ الْحِسَابِ)) (ص/ ۲۶) (٥٠٨)

 

اروايي عذابونه

١_ مؤمنان به ورپورې خاندي؛(( فَالْيَوْمَ الَّذِينَ آمَنُواْ مِنَ الْكُفَّارِ يَضْحَكُونَ ( مطففين/ ۳۴) = نو نن مؤمنان په كفارو پورې خاندي )) (٥٠٩)؛ځکه په دنيا کې به کفارو پرې ملنډې وهلې؛(( إِنَّ الَّذِينَ أَجْرَمُوا كَانُواْ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا يَضْحَكُونَ (مطففين/۲۹) = په واقع كې (په دنيا كې) ګناهكارانو تل په مؤمنانو پورې خندل)) (٥١٠)

٢_ خداى به ورسره خبرې نه کوي ؛(( وَلاَ يُكَلِّمُهُمُ اللّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ….)) (بقره/ ۱۷۴) (٥١١)

٣_ په سپکاوي به ورته وويل شي : ذُقْ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْكَرِيمُ (دخان/۴۹) =(ورته ويل کېږي:) وڅكه،چې ته (پخپل ګومان) ډېر ځواكمن او عزتمن وې! (٥١٢)

ټينګ کړه ځان د خداى عذاب ته،چې کلونه کلونه عمر دې وکړ؛خو ځان دې انسان نه کړ او ځان دې بې سارى،عزيز او کريم ګاڼه .

 

 

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست