تبلیغات

د کړنو حقوق ۱۰ ـ د نمانځه حق دادی، چې پوه شې د خدای درشل ته ورننووتل او په عین حال کې خدای ته درېدل دي؛ نو چې په دې (ټکي) پوه شوې؛ نو وړ ده، چې د ذلیل،غوښتونکي، ډارن، هیلمن او عاجز بنده په توګه ودرېږې؛ هغه بنده، چې د احترام او د حق […]

د کړنو حقوق

۱۰ ـ د نمانځه حق دادی، چې پوه شې د خدای درشل ته ورننووتل او په عین حال کې خدای ته درېدل دي؛ نو چې په دې (ټکي) پوه شوې؛ نو وړ ده، چې د ذلیل،غوښتونکي، ډارن، هیلمن او عاجز بنده په توګه ودرېږې؛ هغه بنده، چې د احترام او د حق د درناوي لپاره ، ارامۍ، ځوړند سر، په تواضع او خاکسارۍ په زړه کې رازو نیاز ورسره لري او ګناهونه، چې ترې راچاپېر او د هلاکت پر مورګه یې درولې، ژغورنه ترې غواړي . ولا قوة الا بالله.

۱۱ ـ د روژې حق دادی، چې پوه شې دا یوه پرده ده، چې خدای پر ژبې، غوږونو،سترګو، ګېډې او عورت اچولې، چې د دوزخ له اوره دې وساتي؛ لکه چې په حدیث کې راغلي (( روژه د اور ډال دی))، که د دې پردې شاته غړي [ له ګناه ] وساتې، هیله ده [ له عذابه] بچ شې او که د پردې شاته غړي دې خوشې کړي، چې اړو دوړ وکړي او پرده څیرې کړي او تېري ته له پولو را واوړي، سترګې په شهوت وویني، هغه ځواک، چې باید د بدن ساتنې ته وکارول شي؛ په بلې لارې ولګول شي؛ نو شونې ده پرده څیرې شي او بدن دباندې راووځي ( او د اور سونتوکي شي) و لا قوة الا بالله.

۱۲ ـ د خیرات او صدقې حق دادی، چې پوه شې خیرات دې له خپل پالونکي سره زېرمه ده او یوا امانت دی، چې ګواه ته یې اړتیا نشته، چې پردې [مطلب] پوه شوې ؛ نو تر ښکاره امانت ورکونې پر پټه امانت ورکونې ډاډمن وسه او دا ښه ده، څه چې په ښکاره ورکوې، په پټه یې خدای ته ورکړه، چې ستا او د خدای ترمنځ دې یو راز وي او خدای ته په امانت ورکونه کې سترګې او غوږونه ګواهان مه نیسه، ته وا پر سترګو او غوږونو ډېر ډاډمن یې او داسې برېښي، چې د خپل امانت په بېرته اخستو کې پر خدای ډاډمن نه یې. بیا د صدقې په ورکړه پر چا منت مه ږده ؛ ځکه دا ستا مال دی [ او ځان ته یې زېرموې] او ښایي منت یې ټکنی کړي؛ لکه چې د مقابل لوري روح دې ټکنی کړ؛ ځکه منت د دې دلیل دی، چې صدقه دې ځان ته زېرمه کړې نه ده ،که نه څنګه پر نورو منت ږدې او که خیرات ځان ته غواړې؛ نو پر چا احسان مه کوه و لا قوة الا بالله .

۱۳ ـ د قربانۍ حق دادی، چې یوازې یې د خدای لپاره وکړې، د خدای لورنه او منل یې په پام کې ونیسې او د نورو پاملرنه ونه غواړې او که دغسې دې وکړل؛ نو ځانښودی او ریاکار به نه وې او یوازې خدای به غواړې او پوه شه چې خدای باید په سادګۍ او اسانۍ وغواړو نه تکلف او سختۍ؛ لکه چې خدای هم خپلو بندګانو ته اساني غوښتې نه سختي، عاجزي تر خانۍ درته غوره ده، چې خانان بې ځایه لګښتیان دي؛ خو عاجزي نه کوم زحمت لري او نه بې ځایه لګښت؛ ځکه دا دواړه خویونه له انساني فطرت سره اړخ لګوي . لا حول و لا قوة الا بالله.

د مشرانو حقوق

۱۴ ـ د واکمن حق دادی ،چې پوه شې خدای ته د هغه د ازمېښت وزله کړی یې، کوم تسلط او لاسبری، چې درباندې لري، د هغه د ازمېښت وزله ده، باید په ښه نیت نصیحت ورته وکړې، داچې وینې تسلط درباندې لري؛ نو شخړه ورسره مه کوه، چې هم ځان او هم هغه په هلاکت کې غورځوې، په نرمۍ او دلاسا یې رضا تر لاسه کړه، تردې چې ځان یې له شره خوندي کړې او دین ته دې زیان در و نه رسوي او له خدایه وغواړې، چې په دې لار کې مرسته درسره وکړي او په قدرت کې یې سیالۍ او ضدیت ته مه راپاڅه او دښمني ورسره مه که؛ ځکه که داسې دې وکړل؛ نو د هغه او ځان ناشکري دې کړې او ځان دې، دې ته چمتو کړی، چې ناوړه چلن درسره خپل کړي او هغه دې هم هلاکت ته راښکودی او وړ خو داده، چې ته پر خپل زیان د هغه مرستندوی وسې او څه چې درسره وکړي، [همغږی او] ګډونوال یې وسې و لا قوة الا بالله.

۱۵ ـ د علمي پالندوی (استاد) حق دادی، چې احترام یې وکړې؛ ورسره ناسته او مجلس یې دروند وبولې، وینا ته یې غوږ کېدې، پام ور واړوې، له استاد سره په علمي روزنه کې مرسته وکړه ، چې ورته اړین یې، ټول فکر، حواس او ذهن دې د هغه خبرې ته ورواړه، له خوندونو په سترګو پټولو او د شهواتو په راکمولو زړه دې پاک او سترګو ته دې جلا ورکړه او پوه شه څه چې در زده کوي، په دې کې یې پیغام رسان یې، له هر ناپوه سره چې مخ شوې، باید د استاد پیغام دې په ښه دود ورورسوې او چې دا دنده دې پر غاړه واخسته، په سرته رسولو کې یې خیانت ونه کړې و لا حول و لا قوة الا بالله.

۱۶ ـ د مالک (مولا) حق د واکمن د حق په څېر دی؛ خو په دومره توپیر، چې دا د یوه مال خاوند او مالک دی او هغه بل نه دی؛ نو ځکه باید هره کوچنۍ او غټه خبره یې ومنې ؛ خودا چې د خدای د حق له پوره کولو دې مخه ونیسي او ستا او د خدای د حق او د بندګانو د حقوقو ترمنځ خنډ شي، چې په دې حال کې باید لومړی د خدای او خلکو حقوق ورپوره کړې او بیا د مالک حق . و لا حول و لا قوة الا بالله.

تر لاس لاندیو حقوق

۱۷ ـ ستا تر واک لاندې خلکو (چې واکمني پرې کوې) حق دادی، چې پوه شې ستا زور او د دوی کمزوري لامل شوې، چې ته لاسبری او دوی تر لاس لاندې شوي دي او دوی چې ستا تر واکمنۍ لاندې دي او له حکمه دې سرغاړی نه کوي او بې له خدایه یې دا وس هم نشته؛ نو دروند پېټی ورباندې مه ږده، ورولورېږه؛ نو خدای چې د واکمنۍ کوم احسان درسره کړې، و یې پېژنه او وړ ده منندوی یې وسې او منندويي د خدای نعمتونه لا ورزیاتوي، ولا قوة الا بالله.

۱۸ ـ د زده کړیال حق دادی، چې پوه شې کومه پوهه، چې خدای درکړې او د حکمت کومه خزانه یې چې درسپارلې دوی ته د چوپړیالۍ لپاره ده؛ نو کوم کار یې چې درترغاړې کړی، سم یې ترسره کړې او زده کړیالانو ته د یو مهربان خزانه وال په څېر وسې؛ لکه چې مالک خپل مریي ته وي او یا د هغه مخلص او زغمناک په څېر وې،چې یو اړمن وویني؛ نو له خپلې شتمنۍ څه ورکړي؛ نو په دې حال کې به ته رښتین پالندوی، چوپړپال او ایمانوال وسې، که نه له خدای سره به دې خیانت کړی وي او پر خلکو به ظالم وسې او وړ ده، چې خدای ( د دې ناشکرۍ په پار) خپله پوهه درنه واخلي او توند درسره وچلي.

۱۹ ـ ښځه دې په نکاح ستا تر واک لاندې شوې؛ نو حق یې دادی، چې پوه شې خدای هغه ستا ملګرې، مینه ناکه پاسواله او د ارامۍ لامل کړې ده او هر یوه باید د یو بل د نعمت له امله د خدای منندویان یاست او پوه شئ دا یو نعمت دی، چې خدای درکړی او باید له نعمت سره یې ښه ملګرتوب وکړئ، درناوی یې وکړئ، سازش ورسره وکړئ، که څه ستا حق ورباندې ډېر او ستا اطاعت ورباندې لازم دی ؛ که خوښه یې وي که نه وي؛ خو نه د الله له حکمه په سرغړونه کې. حق یې دادی، چې مهرباني ورسره وکړې، ملګری یې وسې، خپلمنځي خوند اخستنې ته مو پام وي او دا ستر حق دی ولا قوة الا بالله.

۲۰ ـ خو د مریي حق دا دی، چې پوه شې دا هم ستا خدای پیدا کړی، ستا غوښه او وینه ده ( له یوې جرړې یاست) ته یې مالک یې، نه جوړوونکی ، نه دې د هغه سترګې او غوږونه پيدا کړي، نه دې د هغه روزي ورکړې ده، دا ټولې چارې الله کړې دي او تاته یې ایل کړی او امانت یې درسپارلی او دا یو امانت دی، چې باید ویې ساتې، ښه ورسره وچله، څه چې خورې، ورباندې وخوره، څه چې اغوندې، ورباندې یې واغونده، تر وسې یې کارونه ورباندې کوه، او که دې خوښ نه و؛ نو د خدای لپاره ځان له مسوولیته خلاص کړه   او بدل یې کړه او د خدای مخلوق مه ځوروه، ولا قوة الا بالله.

سرچینه

د تحف العقول کتاب

لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور

ژباړه اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست